لیکنه: پوهنیار سيد اصغرهاشمي
د پوهې، علم او پوهانو بحث فلسفي اړخ لري، نو له همدې امله پوهه جامع، مانع، کوټلې، منلې او ټولنمنلې پېژندنه نه لري.
د پوهانو په انتخاب کې د نړۍ اکثره وګړي په یو نظر نه دي، چې دلیل یې بیا هم د پوهې لپاره یوه ټاکلې پېژندنه نه ده.
په اکثرو ځایونو کې ګورم چې لیکل شوي دي: ( پوهنه رڼا ده)، خو ما ډېر پوهان ناپوهان ولیدل، داسې کړنې مې له دوی ولیدلې چې په ناپوهانو کې یې ناپوهان نه کوي.
اکثره نالوستي اوځینې لوستي وګړي مو د پوهانو په انتخاب کې له ستونزو سره مخامخ دي او دوی ډير وخت د انسان ظاهر ته ګوري. دوی باید په دې پوه شي چې د انسان له ظاهره یې باطن ډیر مهم دی، ځکه چې پوهه د انسان له داخلي جوړښت سره مستقیم او غیر مستقیم اړیکه لري، نه له خارجي جوړښت سره.
د نړۍ ټولو انسانانو ته د انسان په نوم غږ کېږي، خو ټول انسانان هیڅکله انسانان کیدای نشي، یو ښه انسان باید د انسانیت ټولې ښیګڼې ولري انساني کراماتو ته اهمیت ورکړي. که د معنا په لحاظ په انسان کې انساني خویونه موجود نه وي، دی د انسان په قد او قواره تش کالبود دی.
ډيرو پوهانو ته هم د یو پوه انسان خطاب کېږي او ولس مو ظاهربین دي او د باطن نه ناخبره دي. د انسان له صورته سیرت مهم دی، د یو انسان ظاهر یې صورت او باطن یې سیرت دی. که په نوم پوه انسان ته د پوه په نوم غږ کوو او له ده سره نه علم او نه عمل وي، نو دی هیڅکله پوه انسان کېدای نشي.
ځینې خلک پوهه په پوهنتونونو، مکتبونو او علمي ځایونو کې لټوي، خو ما د پوهنتونونو ډېر فارغان حرام خواره او فاسده انسانان ولیدل.
پوهه د تحصیلي او علمي القابوپورې اړه نه لري. په ډېروپوهانو کې مې ناپوهانو او په ډېرو غریبواو بیچاره ګانو کې مې لوی لوی پوهان ولیدل.
ځینې عالمان په غیر اسلامي ملکونو کې لوی لوی نومونه لري او د دوی د پوهې یادونه کېږي، دوی به د نړۍ لوی عالمان او لیکوال وي، خو د الله تعالی پر لارې به برابر نه وي او غیر مسلمانان به وي. که پوهنه رڼا وي؟ نو دوی ولې د الله تعالی سعادت نه دی تر لاسه کړی او دوزخ ته ځي.
هو! پوهنه رڼا ده، هغه پوهه رڼا ده، چې له پوهې سره عمل وي، خو د دې رڼا نه ځینې ښه ګټه اخلي او ځینې بده ګټه اخلي. په پوهې کې ستونزه نه شته بلکې په هغه انسانانوکې ستونزه ده چې په پوهې یې عمل نه شته.
نړۍ د حقایقو د تر لاسه کولو لپاره څېړنې او پلټنې کوي او دغه حقایق په حقیقي پوهې کولای شو، حقیقي پوهه اسلامي او قراني پوهه ده.
که یو انسان په قرانکریم عمل وکړي او ټولې لارښوونې یې پر ځای کړي، نو دغه پوهنه رڼا ده.
په ننني اکثرو مسلمانانو کې نیمګړتیاوې زیاتې دي، چې ځینې ناپوهه د مسلمان پر ځای پر اسلام ملامتي اچوي، چې په اصل کې اسلام نه بلکې د اسلام په نامه مسلمان ملامته دی.
دغه شان پوهه د انسان زیب او زینت دی، دا چې یو انسان له خپلې پوهې ښه استفاده نه کوي او د عمل جامه ورته نه اغوندي، بیا هم د حقیقي پوهې نه درلودل یې اصلي لامل دی او دلته دی، چې پوهه نه بلکې انسان ملامته دی.
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي پاک، ښایسته او منظم کور نعمت دی.[...]
لس هغه جملې چې بریالي کسان ور څخه ډډه کوي[...]
لومړۍ برخه ژباړه: محمود سعيد له مېرمنې سره په خوښۍ[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی