محمد اسمعيل يون افغان لیکوال، سیاست پوه او د کابل پوهنتون استاد دی چې د 1346 د کب په 18 مه په لغمان وﻻيت کې زيږيدلی.
لومړنۍ زدکړې یې په لغمان کې کړي، د خوشال خان له لیسې څخه فارغ شوی او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ څخه یې په پښتو ژبه کې د ماسټری تر کچې زدکړې کړي.
د کابل پوهنتون د پښتو ژبې د استادۍ تر څنګ، د ژوندون ټلویزیون بنسټګر، د ګڼو مجلو مسؤل او کتونکی، د ملي امنيت شورا په دفتر کې د فرهنګي چارو رئيس، په ختيځو وﻻيتونو کې د بېړنۍ لويې جرګې لپاره د انتخاباتي چارو مسؤل او د اساسي قانون د تدوين او تدقيق د کميسيون د داراﻻنشا غړي په دندو یې کار کړی.