پوهنیار سيد اصغرهاشمي د الحاج پوهنمل سيد رحمن هاشمي زوی، په ۱۳۵۹ ل کال د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ د کاسيګړ په کلي کې زېږېدلی دی.
زده کړې:
لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې، شهيد محمد عارف عالي لېسه، ۱۳۷۸فارغ، لیسانس د ننګرهار پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځی، د پښتو ژبې او ادب څانګه، ۱۳۸۸ فارغ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادب د څانګې د ماسټرۍ څانګې، ۱۳۹۳ فارغ.
بوختياوې:
په سيد جمال الدين افغان پوهنتون (کونړ) کې د پښتو ژبې او ادب څانګې استاد.
ليکلي اثار:
الف: څېړنې:
د نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دوره)، د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولېزه څېړنه(د ماسټرۍ تیزس)،ادبي وړانګې، د الفت مرغلرې( سریزه، زیاتونه او ویپانګه)، شعر پوهنه، د څېړنې بنسټونه، بولـله له پیله تر خوشحاله، ادب پوهنې آرونه، غني خان فلسفي شاعر، ادبي مرغلرې، ادبي درو ټاکنه، د پښتو ژبې ادبي سرلاري، د لیک او لوست اسانه زده کړه، ادبي مرغلرې(دویم ټوک)، داستادالفت په شعرونوکې د ویښو زلمیانو اهداف، د مونوګراف لیکلو لارښود.
ب: تخليق:
برخلیک(ناول)، د فکر بیان (لنډې نثرې ویناوې)، د فکر پلوشې، ادبي يون.
ت: ژباړې:
د بهلول نصیحتونه، د حضرت محمد(ص) لنډژوند لیک، د حضرت ابوبکر صدیق(رض)لنډژوند لیک، د حضرت عمر(رض)لنډژوند لیک
د حضرت عثمان(رض) لنډ ژوند لیک، د حضرت علي(رض) لنډژوند لیک.
ث: راټولونې:
د ادبي ژانرونو لنډه پیژندنه، د ادبي اصطلاحاتو سیندګی، د استادګل پاچاالفت ستاینې (راټولونه او سریزه)، د استاد الفت د شعرونو منتخبات ( سریزه، اوډنه او راټولونه).
ج: چاپ ته تيار اثار:
د پښتو ژبې ادبي سرلاري( دویم او درېیم) ټوک، نړیوالې ادبي څېرې، ادبي نظم ډولونه او پیدایښت یې، د لرغونې دورې نثري اثاراو پیدایښت یې، د لودیانو او سوریانولیکوال، شاعران او مشاهیر، د پښتو ژبې تاریخ، ادب تیوري او ادبپوهنې بنسټونه.
مقالې:
د ۳۰۰ په شاو خوا کې ادبي، سیاسي، ټولنیزې او ارواپوهنیزې مقالې د پښتوپه بیلابیلوویبپاڼوکې خپري شوي دي.