د نیویارک ټایمز د مقالې لنډیز
لیکوال: ټوماس فریډمن
ژباړه: قاسم اميري
کله نا کله لدې پوښتنې سره مخ کېږم: “له خپل هېواد پرته له کوم بل هېواد سره ډېره مینه لرې؟”
تل مې یو ځواب درلود: له خپل هېواد وروسته له (ټایوان) او ټایوانیانو سره ډېره مینه لرم.
خلک پوښتنه کوي: “ولې ټایوان؟”
زما ځواب ډېر ساده او لنډ خو ډېرو ته حیرانوونکی دی. هو، ټایوان ځګه چې ټایوان: د سمندر په مستو څپو، ډبرینو ځمکو، د کښت، زراعت او هر راز طبیعي سرچینو څخه بې برخې جغرافیا کې پروت تمدن دی.د ټایوان وګړي حتی د ودانیزو چارو لپاره له چین څخه شګه او ځینې نور طبیعي ودانیز توکي واردوي خو د دې سره سره ټایوان د نړۍ په کچه د مالي زیرمو له حیثه څلورم شتمن هېواد دی.
ټایوان کې د ځمکې کېندلو او طبیعي زېرمو د راسپړنو پر ځای د ۲۳ مېلیونه ټایوانیانو د ذهني او فکري زېرمو راسپړنې کېږي. دوی د خپل پرمختګ لپاره د طبیعي زېرمو د راسپړنو پر ځای له الهي ورکړل شوي زېرمې (استعداد) څخه ګټه اخلي. دوی خپلې وړتیاوې، نوښتونه او بشري ځواک نه یواځې د خپلو اړتیاؤ د پوره کولو لپاره په کار اچوي بلکه د نورو ملتونو لپاره یې هم د خیر او برکت لاس غځېدلی.
تل مې خپلو ټایواني ملګرو ته ویلي چې: “تاسو د نړۍ په کچه تر ټولو نېکمرغه او خوشبخته ملت یاست، تاسو څنګه دومره نېکمرغه شوی حال دا چې عامه ذهنیت د ټایوان جغرافیي ته په کتو برخلاف ستاسو په بدمرغۍ شاهدي ورکوي؟” ټوله نړۍ کې هغه هېوادونه نېکمرغه، ځواکمن، شتمن او خلک یې نېکمرغه او هوسا ګڼل کېږي چې د نورو په پرتله ډېرې طبیعي زېرمې لري او د خپلو طبیعي زېرمو په راسپړنو یې خپل سیاسي او اقتصادي اقتدار غښتلی کړئ.
ټایوان چې نه نفت لري، نه اوسپنه، نه ځنګل، نه الماس، نه سره زر او نه نورې طبیعی زېرمې څنګه کولی شي د نړۍ په کچه د مالي سرچینو له اړخه څلورم ځواکمن هېواد وپېژندل شي؟ په ټول ټایوان کې د طبيعي زيرمو له اړخه یواځې څو ځایه د ډبرو سکاره او یوه سیمه کې د طبیعي غاز سرچینې موندل شوې چې د کمیت محدودیت ته کتو یې په اقتصادي لحاظ راسپړل هم نامناسب بلل شوي.
ښایي ټایوانیانو په همدې خاطر پخپلو کې د خپلو وړتیاؤ په پیاوړتیا او بشري زیرمو ډېره پانګونه کړې او له خپلو ذهني زېرمو یې تر بل هر چا ښه ګټه پورته کړې او په همدې خاطر ده چې ټایوان نن سبا د نړۍ په کچه داسې نه ختمېدونکې بلکه بېا بیا کارېدونکې انرژي او زېرمې لري چې هېڅلکه یې په راسپړنو حجم نه کمېږي بلکه لاپسې زیاتیږي چې هغه له ټایواني بشري ځواک پرته بل څه ندي. ښایي ټایوانیان یواځینی خلک دي چې خپل ژوند او پرمختګ یې په خپلو طبیعي زېرمو نه بلکه پخپلو بشري وړتیاؤ پورې تړلی بللئ. دوی په ذهني او فکري زېرمو پانګونه کړې هغه پانګونه چې هېڅکله زیان نه لري او هېڅکله به یې په راسپړنو د زیرمو حجم را کم نه شي.
You also might be interested in
ژباړه: قاسم امیري ۱: د جاپان په ښوونځیو کې هره[...]
ژباړه: قاسم اميري د ناسا ارشد څیړونکی ( آلن سټیفن)[...]
قاسم امیری په کال 1366 ل په وردګو ولایت کې[...]