پوهیالی فهيم رحيمي د ۱۳۶۸ ل کال د حمل دمیاشتې په ۲۵ نیټه د ننګرهارولايت د کوزکونړ(ښيوي) ولسوالۍ د سرجل په کلي کې یې دې نړۍ ته سترګې غړولي. د زده کړو پیل یې د توکل بابا عالي لېسه کې کړي او پر ١٣٨۵ ل کال کې د ننګرهارعالي ليسې څخه فارغ شوی. په ١٣٨٦ ل کال یې لوړو زده کړو ته د ننګرهارپوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ته بريالی شو او د انګلیسي ژبې په برخه کې په کال ١٣٩٠ د لسانس سند اخیستی.
په اداره او سوداګرۍ (Diploma in Business and Administration) ، دکمپیوټر په (IT) اونورو برخو کې په ضیا انستیتوت کې یو کلنې زدکړې کړي.
نوموړي د توکل بابا فرهنګي ټولنې لخوا په ١٣٨٨ ل کال کې د توکل مجلي مسول مدير وټاکل شو چې تراوسه دغه دنده پرغاړه لري. ددې دندې ترڅنګ یې په ١٣٨٩ ل کال دکوزکونړ ولسوالۍ دمحصلینو سره په ګډه په ننګرهارپوهنتون کې د (کوزکونړمحصلينو علمي او پرمختيائي ټولنه) جوړه کړه او ددغه ټولنې مشرتابه غړی پاتې شویدی،چې اوس مهال نوموړې دواړه ټولنې سره یوځای د ( توکل ځوانانو علمي او پرمختيائي ټولنې) په نوم ياديږي، چې دسيمې دځوانانو له پاره د زدکړو او ښونې په برخه کې فعاله ونډه لري.
اوسمهال داستادۍ مقدسه دنده پرمخ وړي . رحیمي په ۱۳۹۲ کال د یوې آزادې سیالۍ له لارې د Fulbright (چې دامریکا هیواد لخوا دټولې نړۍ هیوادونو ته یو ازاد سکالرشییب پروګرام) دی د FLTA ) دیوې بهرنۍ ژبې استاد په توګه( ، دامریکا هیواد په فیټوال(Fayetteville State University) نومي پوهنتون کې د پښتو ژبی او کلتور مدرس پاتی شویدی، نوموړي د تدرس ترڅنګ دژبې تدریس په برخه کې یو کلن دیپلوم هم اخیستي دي.
په ۱۳۹۴ د هندوستان سفارت لخوا د ICCR سکالرشیب کې د ازادی سیالۍ له لاری ماستری پروګرام ته بریالی شو. اوس مهال د هند په یو دولتی پوهنتون کې د انګلیسی ژبی او ادب په برخه کې لوړی زده کړی کوی. ددی ترڅنګ د اداری سره د ذوق له مخي یوه بله ماستری په عامه اداره (Public Administration) کې انلاین پیل کړیده.
نوموړي ته په امریکا کې د (2013-14) تعلیمی کال غوره بهرنی استاد په توګه ستاینلیک ورکړل شویدی. او ددې ترڅنګ په هیواد کې دننه او بهر د بیلابیلو ادارو لخوا د غوره فعالیتونو په ترسره کولو او د یومدنی فعال شخص په توګه ستاینلیکونه ورکړل شویدي. نوموړي په بېلا بېلو داخلي او بهرنیو کنفرانسونو، لنډمهاله ورکشاپونو او غونډو کې برخه اخيستي ده. نوموړی په پښتو، دری، پشه يی، او انګلیسي ژبو روانې خبرې کولای شي.