پوډیم په لغوی لحاظ یو جګ ځای ته ویل کیږي چې څوک پرې ودریږي او له ټولو خواو ولیدل شي .پوډیم سلبونه د چت سیستم یو ځانګړی ډول دی چې دسلب لپاسه له فولادي یا لرګین ساختمان څخه بارونه ورلاندې دیوالونو او پایو ته لیږدوي .دیته پلیت فارم (platform) او ( pedestal)هم ویل کیږي.د پوډیم سلب نه بره د بار برداشت عناصر لکه دیوالونه او پایې کیدای شي ساختمان لاندې برخې سیده رانه شي. معمولا ،د بره ساختمان له لرګي ،فلزي سټنډونو او ساختماني فولادو جوړ وي . په عمومې ډول دا ډول سلب د ځمکې په لیول کې جوړیږي او ځای په ځای کیږي .ددې نوم له پوډيم څخه اخستل شوی چې دوه استوګنی سیمو جلا کیدو په مفهوم دی.په دې مقاله کې د پوډیم سلب په اړه بحث ضوی .
Fig.1: Podium slab
د پوډیم سلب موخې . Functions of podium slab
i. دا د ساختماني فرش په توګه کار کوي او د ساختمان دبره برخې له سلب نه بارونه ورلاندې دیوالونو او پایو ته لیږدوي .
ii. د افقي جلاوالي په توګه ،پوډیم سلب دودانۍ د دوه بیلابیلو برخو د اور جلاکوونکي په توګه کارکوي.
د پوډيم سلب د جوړولو تخنیک .Podium slab construction techniques
د پوډیم لپاره لاندې ساختماني سیستمونه کاریږي .
i. وروسته کش شوی په ساحه کې جوړ شوی سیستم .
ii. مخکی کش شوی هسته .د جوړونې داسیستم ښه ګڼل کیږي ځکه دا د جوړونې لپاره د خوندیتوب سمدستی سیستم برابروي او کار په چټکۍ ترسره کیږي .
د پوډیم سلبونو ګټې .Advantages of podium slabs
i. د موټرو د ودرولو ځای یا پارکنګ او اوسیدو ځای ترمنځ جلاوالی راولی او د اور او صوت خوندیتوب لپاره کارکوي .
ii. د وروسته کش شوي دوه طرفه پوډیم سلب اجازه ورکوي چې دچوکاټ ددیوال پیړوالی راکم شي.دا به کندنکاري راکمه کړي ځکه پارکنګ د ځمکې لیول نه ټیټ وي .
iii. هموار وتلی برخې د اور خوندیتوب لپآره اضافي کار نه غواړی .
iv. قالبونه کیدای شي وروسته له کش کولو په دوه درې ورځو کې رالرې شي .
v. د ا ارزانه دی.
vi. یوه غټه ساحه د ځمکې لاندې ورکوي چې کیدای شي پارکنګ لپاره وکارول شي.
د پوډيم سلب نیمګړتیاوې .Disadvantages of podium slab
i. د مخکې جوړ شوي پوډیم سلب په صورت کې ،د سمې نښلونې ورکول اسانه نه وي .
ii. د مخکې کش شوي پوډيم په حالت کې ،ساختماني کارونه یی پیچلي وي ،کیفیت د کار یی ټيټ وي او کیدای شي د پیښو لامل شي .