لیکنه: احسان الله غازيیار
پيژندنه
زياتره نباتات کولی شي چې په دوو طريقو (زوجي او غېر زوجي) تکثر وکړي. په نباتاتو کې زوجي هغه يې تر ټولو عام او ساده تکثر دی، خو په ځينو حالاتو کې موږ له داسې اړتياوو سره مخ کېږو، تر څو د زوجي تکثر په ځای له غېر زوجي تکثر؛ په تېره بیا پيوند لګولو (Grafting) او پندک لګولو (Budding) طرېقو څخه کار واخلو.
پيوند لګول (Grafting) له هغې عمليې څخه عبارت دی، چې په هغه کې موږ د يوې ونې څخه یو کوچنی ښاخ چې لږ تر لږه درې يا څلور پندکونه (Buds) ولري، پرې کوو. دغه ښاخ چې د قلمې (Scion) په نامه یادېږي، د بلې ونې په چمتو شوې ساقې یا ښاخ کې په بېلابېلو طريقو سره ځای په ځای کېږي.
پندک لګول (Budding) هم د پيوند لګولو طریقې سره زیات ورتهوالی لري، خو توپير يې په دې کې دی چې په پندک لګولو کې موږ د يوې ونې د ښاخ څخه يو پندک یا جوکه په مخصوصې طریقې سره رابېلوو او هغه په مختلفو میتودونو د بلې ونې يا نبات په چمتو شوي ساقه یا ښاخ کې ځای پر ځای کوو.
هغه اړتياوې چې موږ مجبوروي، تر څو له پيوند او پندک لګولو څخه کار واخلو دا دي: ۱) که چېرې محیطي او د خاورې شرایط د تخم، ريښې کرلو او يا د تکثر نورو طریقو لپاره غوره نه وي، او يا وغواړو چې په خپلې خوښې سره د یو نبات يا ونې د توليد په حاصل کې تغير راولو نو په دې صورت کې له پيوند يا پندک وهلو څخه کار اخلو. ۲) که چېرې وغواړو د يو نبات د حاصل ډول ته تغير ورکړو، پيوند او پندک لګونه کولی شي چې په انحصاري او اغېزمن ډول سره مو دغه هدف ته ورسوي. ۳) که چېرې د نبات کومه برخه زخمي وي، کولی شو چې د دې غېرزوجي تکثر د ځينو طریقو په وسيله يې د رغولو چاره پيدا کړو.
هغه عوامل چې په بريالي پيوند لګيدلو اغېزه کوي
د ونو او نباتاتو پيوندولو لپاره تر ټولو غوره وخت د پسرلي د لومړيو څخه تر اوړي وروستیو وختونو پورې دی؛ ځکه چې په دې وختونو کې نبات د فعالې ودې په مرحلې کې وي او په انساجو کې يې اوبه او نور شيره لرونکي مواد په حرکت کې وي، چې په اسانۍ سره کولی شو د پيوند او پندک لګولو په مقصد ورڅخه پوټکی بیل کړو. ځينو طريقو ته په پام سره کيدای شي پيوندول په نورو وختونو لکه ژمي او مني کې هم پلي شي. د پيوندولو لپاره د قلمې او پيوندېدونکي نبات ساقې متناسبوالی هم يو اړين امر دی. هر څومره چې د قلمې نبات او پيونديدونکي نبات نوعې، جنسونه او نور جنيتيکي خواص سره نږدې وي، په هماغې اندازې سره به د پيوندولو پایله هم بريالۍ وي. يو بل مهم فکتور چې بايد په پام کې ونيول شي، د حرارت څخه عبارت دی. د پيوندولو په حالت کې بايد تودوخې درجه ټيټه وي. که چېرې د پيوند عمليې په وخت کې د حرارت درجه لوړه وي نو د قلمې په ښاخ کې پندکونه په چټکۍ سره پاڼې توليدوي، دغه پاڼې په قلمې کې ذخېره شوی رطوبت له ختميدو سره مخ کوي، چې په نتيجه کې د ساقې او قلمې تر منځ په غوره پیوندېدو باندې ناوړه اغېز کوي. د دې هدف لپاره باید د پيوندولو څخه ۲-۳ اونيو پورې د تودوخې درجه د ۱۵ سانتي ګرادو څخه لوړه نه وي. د پيوندولو اجزاوو عمر هم يو له مهمو عواملو او فکتورونو څخه دی، چې د غوره پيوند او پندک په لګولو باندې د پام وړ اغېزې لري. د پيوندولو په منظور باید پندکونه يو کال يا له دې څخه کم عمر ولري، قلمې بايد ۱-۲ کلونو پورې عمر ولري او پيوندېدونکې ساقه بايد ۲ یا له دې څخه کم عمر ولري. د دواړو پيوندولو طريقو (پيوند لګول او پندک لګول) لپاره بايد داسې نباتات او ونې انتخاب کړلی شي، چې له ناروغيو او د افتونو له شتون څخه پاکې وي.
د پيوندولو میتودونه
نښلوونکي پیوند (Splice Grafting): د پيوند دغه طريقه تر ټولو ساده طريقه ده. په دې طريقې کې بايد قلمه او ساقه د يو انچ څخه لږ قطر او مساوي پېړوالی (ډبلوالی) ولري. په دواړو (ساقې او قلمې) کې داسې اوږده مایله پرېکيدنه تر سره کوو، چې د ساقې او قلمې پرې شوې برخې وشي کولی په يو بل باندې په ښه شکل سره انطباق پيدا کړي. کله مو چې قلمه او ساقه له يو بل سره يو ځای کړل، نو په رابرټيپ یا بلې تړونکې وسیلې باندې يې محکم تړو. په دې برخه کې ویکس (Wax) او يا نورو داسې موادو کارول هم توصیه کېږي، تر څو په ښه ډول سره يې خونديتوب تضمين شي. دغه طريقه زياتره په واښه لرونکو (herbaceous) نباتاتو، لکه شین کوريزو رومي بانجانو، توربانجانو او د کدو کورنۍ په نباتاتو کې د پلې کېدو وړ ده.
Whip-and-tongue grafting: په لرګينو نباتاتو کې دغه طریقه يوه عمومي او ګټوره طريقه ده. په دې طريقې کې هم بايد د قلمې او ساقې قطر له يو انچ څخه کم وي. په دې طريقې کې هم د پورتنۍ طریقې په څېر په قلمه او ساقه کې مایلې پرېکيدنې تر سره کوو، د مایلو پرېکيدنو نه وروسته د لاندې شکل سره سم پکې د ژبې په څېر پرېکيدنې تر سره کوو، تر څو قلمه او ساقه په محکم ډول یو ته بل ته ورشي. کله مو چې پرېکيدنې سر ته ورسولې، نو قلمه او ساقه يو ته ورولو او د رابرټيپ او يا بلې تړونکې وسیلې پواسطه يې کلک تړو. که چېرې په ښه ډول وتړل شي نو موم او ویکس ته هم اړتيا نه پيدا کيږي.
درز لرونکی پيوند (Cleft grafting): دغه پیوند عموما د ډارمنسي (Dormancy) حالت په اخر کې او یا د ونو له وديزې مرحلې څخه وړاندې پلی کېږي. د ونې لویه ساقه يا څانګه چې د ۳ نه تر ۱۰ سانتي مترو پورې قطر ولري، لومړۍ په افقي ډول اره کېږي. بیا په دې اره شوې برخې په منځ کې د ۵ نه تر ۱۰ سانتي مترو پورې په يو لوی چاقو یا ځانګړې الې باندې یو درز (چاود) جوړوو. دغه درز په چزل (Chiesel) يا دې ته ورته الې باندې پراخوو. بیا د پيوندولو لپاره یوه یا دوې قلمې تياروو. چزل ته ورته اله له پرې شوې برخې څخه راباسو او قلمې پکې ځای په ځای کوو. په دې سطحه کې بايد خالیګاوې او شاوخوا موم (Wax) کړلی شي تر څو د بارانه اوبو د داخليدو څخه مخنيوی وشي.
د ونې پوټکي پيوند (bark grafting): دغه ميتود په لویو ساقو کې چې د ۱۲ انچو څخه زیات قطر ولري هم کارولی شو. په دې ميتود کې هم ساقه د پورتني ميتود غوندې چمتو کېږي، خو په دې طريقه کې ساقه په منځ کې نه پرې کوو؛ بلکې د اره شوې برخې په څنډه کې د قلمې د قطر په اندازه له ونې څخه پوټکی د ۱.۵-۲ انچو په اوږدوالي سره په احتیاط راښکته کېږي. له دې وروسته چمتو شوې قلمه د پوټکي په بیلې شوې برخې او د تنې لرګي تر منځ ځای پر ځای کېږي او د ونې پوټکی پرې دپاسه مېخ کېږي. له دې وروسته پيوند شوی ځای د موم پوسيله پوښو او کک يې تړو.
د څنګ پيوند (Side grafting): دا ډول پيوند د هغو ښاخونو او ساقو لپاره کارول کېږي، چې د Clift او Bark پيوندولو لپاره ډېر کوچني وي او یا دغه ښاخونه د Whip پیوند لپاره لوی وي. د څنګ پيوند په ميتودونو کې ښاخ په مایل ډول داسې پرې کېږي، تر څو پوټکی ترې بیل شي او بیا د دې پوټکي او لرګي تر منځ چمتو شوې قلمه په مایل ډول پکې ځای پر ځای شي. له دې وروسته په رابرټيپ يا نورو تړونکو وسيلو باندې کلک تړل کېږي.
Bridge grafting: دغه ډول پیوند د زخمي ونو د تداوۍ لپاره غوره لاره ده. که چېرې د ونې بېخ د ځينو عواملو، لکه يخنۍ، خوله لګوونکو ژويو (موږک، مږې…) او کرنيزو الو پوسیله په شديد ډول زخمي شوي وي، په دې طريقې سره يې کولی شو چې دا ونې له نور تخريب څخه وژغورو او تدواوۍ لاره ورته پيدا کړو. د ونې په بېخ کې هغه ځای چې زخمي شويدی د Bark ميتود په شان ترې پوټکی اړوو او بیا ورته يوه يا څو قلمې چمتو کوو. د قلمو دواړه سرونه بايد په عين شکل سره پرې شوي وي. قلمې د پرې شوي پوټکي نه لاندې داسې ځای په ځای کوو چې چې سر او بېخ يې دواړه د پوټکي لاندې وپوښل شي. قلمې بايد د زخمي شوې برخې څخه درې انچې ليرې وي. کله مو چې دا عمليه پای ته ورسوله، نو بايد د ساقې پرې شوې برخې په موم باندې غوړې کړو.
T or shield budding: کله چې د ساقې په ښويې برخې باندې د T په شکل سره د پندک ايښودلو لپاره د ځمکې له سطحې څخه ۱۵ نه تر ۲۰ سانتي مترو په لوړوالي سره ځای پرې کړلی شي، نو دې ډول پندک ايښودلو ته Shield يا T پندک ايښودل ويل کېږي. د دې مقصد لپاره لومړی په ځانګړي چاقو باندې د ۵ سانتي مترو په اندازې سره يوه عمودي پرېکیدنه تر سره کوو او بیا د همدې پرې شوې برخې په سر باندې په افقي ډول بله پرېکيدنه تر سره کوو. دغه پريکيدنې بايد په داسې تخنيک سره تر سره کړو چې د ونې لرګي راڅخه زخمي نه شي. پرې شوې برخې په کمې اندازې سره پراخوو. د غوښتل شوي قلمو پندکونه له اوسني موسم ونو څخه انتخابوو. د قلمې له ښاخ څخه پاڼې ليرې کوو او پټيول (Petiole) پکې د دې لپاره پريږدو تر څو په اسانۍ سره ونيول شي. دغه پندک بايد د امکان تر حده پورې نری وي او سور يې په کمې اندازې سره لوی وي.
Chip budding: ښکته خواته په مایل ډول ۳-۴ cm پورې د ساقې په هموارې برخې باندې پرېکیدنه ترسره کوو. دوهمه پرېکیذنه په ۴۵ درجو سره داسې ترسره کوو، تر څو د ونې څخه پنډ پوټکی بېل شي. د پرې شوي ځای په څېر يو پندک هم د قلمې له نبات څخه ليرې کوو او بیا يې په دې ځای کې داسې ځای په ځای کوو، چې په ښه ډول پکې تطابق وکړي. بیا يې د پولي ايتلين پټۍ پوسیله تړو او پندک ازاد پرېږدو. دا عمليه هغه وخت هم ښه پایله ورکوي کله چې د ونې پوټکي په اسانۍ سره نه بیليږي.
Patch budding: د دې عمليې د اجرا کولو لپاره ۱ – ۱.۵ کلنه ساقه چې له يو څخه تر ۲.۵ سانتې مترو پورې قطر ولري، انتخابوو. له ساقې څخه د مستطیل په شکل پوټکی چې اوږدوالی يې ۲.۵ سانتي متره او سور يې ۱.۵ cm وي، اړوو. د قلمې له نبات څخه هم په همدې اندازې سره یو پوټکی چې پندک پکې موجود وي، پرې کوو. پندک لرونکی پوټکی په پرې شوې ساقه کې ځای په ځای کوو او په پولي ایتلين پټۍ باندې يې تړو او پندک لوڅ پريږدو.
پای