• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

پټه قوه، خو اصلي لارښوونکې

Home اروا پوهنهپټه قوه، خو اصلي لارښوونکې
پټه قوه، خو اصلي لارښوونکې

پټه قوه، خو اصلي لارښوونکې

لیکنه: غرڅنۍ ساهو
د انسان په نفس کې یوه پټه قوه ځای لري چې په سترګو او حتی په ذره بین هم نه لیدل کېږې. دا هغه معنوي ځواک دی، چې انسان يې هر وخت په خپل نفس کې احساسوي او انسان ته د خپلې دندې په لوري لارښونه کوي. هغه ته په ډېرو تيارو ړنا اچوي، تل ورته د ښو اعمالو د تر سره کولو سګنالونه ورکوي او د بدیو پر مهال ورته چیغې وهي.
خو وړ انسان هغه څوک دی چې په واقعي ډول د خپل وجدان غږ اوري، ځکه دا یو داسې غږ دی لکه د کوم پلار چې زوی له آفتونو خبروي، یا د یوې زړه سواندې ښوونکې غوندې چې زده کونکې ته نصیحت کوي. هر کله چې انسان د دغه پټې قوې له فرمان څخه سرغړونه وکړي یا د هغه کار مرتکب شي چې د دغه قوې د نهیې وړ وي. د وجدان همغه قوه یوه محکمه ګرځې. د هغه په ګټه یا د هغه په وړاندې حکم صادروي یا هغه ته آرامتیا او خوښي بښې. او یا يې په یو خاص درد او ځور محکوموي. یو انسان د خپل ځان د سالم درک له مخې غواري چې خپل انسانوالی احساس کړي او د انساني خواصو سره سم ژوند وکړي. غوارې دا احساس کړي چې د ده وجود بې هدفه نه دي. په ژوند کې یو اوچت او معنا لرونکی رسالت لري او په دي تر تیب غواړي، په ژوند کې د آرامتیا له نعمت څخه برخمن شي. غواړي داسې هيلې و پالي چې د ژوند تتې خواوي يې روښانه کړی شي. له دې کبله د هر انسان په وجود کې وجدان موجود دی او یوه داسې لارښوونکې، هڅوونکې، منع کوونکې او حکوم کوونکې قوه ده چې د هر کار له کولو مخکې،د کولو په حال کې او له کولو وروسته په کار راځي، او انسان ته ژوره لار ښونه کوي چې له مخې یې انسان د خدای (ج) په وړاندې له سرغړونې ژغوري او د مثبتو کارونو په سر ته رسولو کې زړه ورکوي. د انسان روحیه پیاوړې کوي او له بې ځایه ویرې او شک څخه يې زړه پاکوي.
وجدان دری اړخه لري: ۱- ادارکي اړخ ۲- ارادي اړخ ۳- انفعالي اړخ
ادارکي اړخ د وجدان هغه برخه ده چې د یو بې طرفه قاضي په توګه د انسان ټولې کړنې څېړې او ارزوي او د یو کار د ښه والي او بدوالي په هکله پریکړه کوي. ارادي اړخ د وجدان امر کوونکې قوه ده چې شخص ته د یو کار د کولو او نه کولو امر کوي. انفعالي اړخ د وجدان هغه برخه ده چې شخص د یو کار له کولو وروسته پریکړه کوي. که د وجدان په خوښه یې کار کړی وي، د خوشالۍ احساس کوي او که د وجدان پر ضد یې عمل کړی وي، د پښېمانۍ او شرم احساس کوي.
وجدان یا پټ ضمیر د انساني اخلاقو لومړۍ ډبره ده. په دې اړه یو متل ډېر پر ځای دی چې وایي: عدالت دې په متن کې نشته، بلکې د قاضي په وجدان کې دی.
د پورتنیو څرګندونو له مخې تاسې تر کومه حده په ځان کې د خپل وجدان ازانګې احساس کړې دي؟
آیا په یاد درځي چې کوم ځل مو په کوم بد کار لاس بر شوی وي، مګر د خپل وجدان له شرمه مو پرېیښې وي؟
څه فکر کوئ، په راتلونکي کې به تر کومې اندازې د خپل وجدان چیغو ته غوږ ونیسئ؟
تر کومه بریده به د خپل انساني فطرت د غوښتلو سره سم ژوند وکړئ؟
پورتنیو پوښتنو ته به د هغو خلکو ځواب مثبت وي چې په واقعي ډول یې خپل وجدان ته ژمن وي او خپل وجدان یې په ښه توګه پاللی وي. په پای کې ویلی شو چې وجدان د انسان په بدن کې هغه پټه غریضه ده چې که انسانان یې په رښتینې توګه له روزلو وروسته وپالي، تل به په مستقیمه او سمه لاره روان وي؛ او د پرمختګونو اصلي خوند به وڅکي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

ریالیزم

ریالیزم

Nov 2, 2016

لیکنه: غرڅنۍ ساهو ریالیزم څه دی؟ څومره يې پیژنئ؟ آیا[...]

د چاپ صنعت له کومه راغی؟

د چاپ صنعت له کومه راغی؟

Oct 25, 2016

لیکنه: غرڅنۍ ساهو پوهېږئ چې د چاپ صنعت له کومه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022