ژباړن : عطا محمد میاخېل
د بصرې د عالمانو له ډلې څخه یو عالم وایي :
یوه ورځ له سختې بېوزلۍ او غریبۍ سره مخامخ شوم، تردې چې ما، زما مېرمنې او ماشومانو د خوړولو له پاره څه نه درلودل، ډېره لوږه مو وزغمله، له دې وروسته مې هوډ وکړ، چې خپل کور وپلورم او بل ځای ته لاړ شم، په لاره کې د ابو نصر په نامه له خپل یوه دوست سره مخامخ شوم او هغه مې د خپل کور له خرڅولو څخه خبر کړ، نو هغه یوه ټوټه ډوډۍ چې په منځ کې یې یوه اندازه حلوا وه راکړه او وې ویل : لاړ شه دا دې کورته یوسه او ماشومان دې پرې ماړه کړه، د کور په لوري وخوځېدم، په لاره کې له یوې مېرمنې او د هغې له یوه کوچني زوی سره مخامخ شوم، هغې زما په لاس کې ډوډۍ ته وکتل او وې ویل : دا یتیم هلک ډېر وږی دی او لوږه نه شي زغملی، یوه څه ورکړه، چې خپله خېټه پرې مړه کړي، الله (ج) دې وساته .
هغه هلک ماته را وکتل، چې هېڅکله یې نه شم هېرولای.
ومې ویل : دا ډوډۍ واخله او زوی دې پرې موړ کړه، په الله (ج) مې دې قسم وي، چې نور څه نه لرم او په کور مې هم داسې کسان شته، چې دې خوړو ته ډېره زیاته اړتیا لري . له سترګو څخه مې رڼو اوښکو د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې، په داسې حال کې چې خواشینی او ناهیلی وم، د کور په لوري وخوځېدم، پر یوه دېوال کېناستم؛ د کور پلورنې په اړه مې فکر کاوه، چې ناڅاپه مې په ابو نصر سترګې ولګېدې، چې له ډېرې خوشالۍ یې پروازونه کول او ماته یې وویل : ای ابا محمده ! ولې دلته ناست یې ؟
په کورکې دې ډېر شته دي !
ومې ویل : سبحان الله !
له کومه ځایه ای ابو نصره !
وې ویل : یو سړی له خراسان څخه راغلی، ستا او ستا د پلار پوښتنه کوي او ورسره ډېر زیات شته دي .
ومې ویل : هغه څوک دی ؟
وې ویل : د بصرې د ښار یو سوداګر دی، پلار دې دېرش کاله مخکې یو څه مالونه هغه ته د امانت په توګه ایښي وو، مګر هغه بېوزله او غریب شو، بصره یې پرېښوده او خراسان ته لاړه، هلته یې کار رونق پیدا کړ او یو ستر سوداګر ترې جوړ شوی ، اوس یو ځل بیا بصرې ته راغلی چې هغه د دېرش کاله مخکې امانت مالونه سره له ګټې بېرته درکړي .
د الله (ج) ډېر شکرونه مې پر ځای کړل، په هغې ښځې او زوی پسې یې ورغلم او د هغوی د خوړنیزو توکو اړتیا مې ور پوره کړه .
په خپلو شتو مې پانګونه وکړه او رانه یو ستر سوداګر جوړ شو، د خپلو شتو یوه اندازه مې هره ورځ په بېوزلو او غریبو خلکو وېشله، نه یوازې چې شته مې نه کمېدل، بلکې نور هم زیاتېدل .
لږ ــ لږ ځان غوښتنه او کبر راکې پیدا شو، خوشاله وم، چې د پرښتو دوسیې مې له خپلو نېکو عملونو څخه ډکې کړې دي او د خدای (ج) د نېکو بنده ګانو له ډلې څخه یم .
یوه شپه مې خوب ولیده، چې د قیامت ورځ را رسېدلې ده، ټول خلک را ټول شوي دي او داسې خلک مې ولیدل، چې د خپلو ګناهونو پېټي په شا ګرځوي، تر دې چې د یوه ښار یو فاسق سړی د خپلې بد نامۍ او رسوایۍ پېټۍ پر شاه ګرځوي .
د میزان تلې ته ورسېدم، چې زما عملونه وتلي، ګناهونه مې یې د تلې په یوه برخه او نېک عملونه مې یې د تلې په بله برخه کې واچول، ګورم چې د نېکو عملونو برخه مې پورته لاړه او د ګناهونو برخه مې ښکته راغله، له دې وروسته یې زما یوه ـــ یوه نېکۍ، کومه چې ترسره کړې مې وې را واخیستې او لرې یې وغورځولې، ځکه چې د هرې نېکۍ تر شاه یو پټ خوند شتون درلوده، لکه نفساني غوښتنې، ځان ښودنه ( ریا )، کبر او غرور .
ماته هېڅ شی پاتې نه شول، د بربادۍ په درشل کې وم، چې یو غږ مې واورېده، څه ورته پاتې دي او که نه ؟
وې ویل : دا ورته پاتې دي !
دا هغه ډوډۍ وه، کومه چې ما هغې ښځې او زوی ته یې وربښلې وه، نو هغه او د یادې ښځې ژړا یې، چې ما ورسره مرسته کړې وه، د تلې د نېکو عملونو په برخه کې واچول، د نېکو علمونو برخه همداسې پورته تلله، تر هغه وخته چې یو غږ واورېدل شو او وې ویل : وژغورل شو .
هو دوستانو، الله (ج) زموږ او ستاسو هغه عملونه، نه قبلوي، په کوم کې چې رښتینولي او سپېڅلتیا نه وي، باید هڅه وکړو، چې هېڅ یو ښه عمل کوچنی ونه شمېرو او هر عبادت او د خیر کار یوازې او یوازې د الله (ج) د رضا او خوښۍ له پاره ترسره کړو .