• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

پړسیدونکي سیمنټ –تولید ،خواص ،ډولونه او کارول . Expansive Cement – Manufacture, Properties, Types and Uses

Home انجنیريپړسیدونکي سیمنټ –تولید ،خواص ،ډولونه او کارول . Expansive Cement – Manufacture, Properties, Types and Uses

پړسیدونکي سیمنټ –تولید ،خواص ،ډولونه او کارول . Expansive Cement – Manufacture, Properties, Types and Uses

پړسیدونکي سیمنټ د سیمنټو یوځانګړی ډول دی کله چې له اوبو سره مخلوط شي نو ترلاسه شوې خمیرې حجم یې وروسته له جوش کیدو د پورتلنډ سیمنټو په پرتله د پام وړ زیات وي .د سیمنټي مسالې یا کانکریټو پړسیدل له انقباض ضایعاتو سره تعویض کیږي.په دې مقاله کې ددې سیمنټو تولید،خواص ،ډولونه اوکارول مطالعه شوي.
د پړسیدونکو یا انبساط کوونکو سیمنټو تولید.Manufacture of Expansive Cement
دداسې سیمنټو تولید د پورتلنډ سیمنټو په شان دی ،مګر ددې سیمنټو د تشکیل لپاره کاریدونکي خام مواد مختلف دي.لومړی په یوه پیمانه کې چونه او کلی ته تر 2600 فارنهایت درجې پورې یوځای تودوخه ورکول کیږي او مخلوط لاس ته راځي او په بله پیمانه کې چونه ،کلسیم سلفایټ او بایواکسایټ ته د 2300 درجو فارنهایت لاندې یوځای تودوخه ورکول کیږي ،چیرته چې سلفوالمونیمایت تشکیل کیږي .دا دوه مخلوطونه یوځای کیږي څو پړسیدونکي سیمنټ تشکیل شي.کله چې دا سیمنټ له اوبو سره مخلوط شي ،سلفوالمونیمایټ حجم زیاتوي.

د پړسیدونکو سیمنټو فزیکي خواص . Physical properties of Expansive Cement
1) د ځان نیونې یا جوش وخت 75min
2) هوا مقدار 12%
3) په اوه ورځو کې انبساط ترټولوکم 0.04% او ټرټولو زیات 0.1%
4) په اوه ورځو کې فشاري مقاومت 14.7 Mpa
5) په اوه ورځو کې فشاري مقاومت 24.5 Mpa
د پړسیدونکو سیمنټو ډولونه .Types of Expansive Cement
په سیمنټو کې د پړسیدونکو مرکباتو ډول ته په کتو سره پړسیدونکي سیمنټ په درې ډوله دي .
1. د K ډول انبساط کیدونکی سیمنټ .
په دا ډول سیمنټو کې کاریدونکي خام موادعبارت دي له پورتلنډ سیمنټ ،انهایدروس ټټراکلسیم ټرای المونیم سلفایټ (C4A3S)،کلسیم سلفایټ (CaSO4) او چونه (CaO). کوم چې سره یوځای کیږي او پړسیدونکي او انبساط سیمنټ لاس ته راځي .
2. د M ډول انبساط کیدونکي سیمنټ.
د پورتلنډ سیمنټ مخلوط له کلسیم سلفایټ سره یوځای کیږي .
3. د S ډول انبساط کیدونکی سیمنټ .
دا ډول سیمنټو کې پورتلنډ سیمنټ لوړه درجه کلسیم المونیمایټ (C3A) لري او د کلسیم سلفایټ اندازه هم له معمول زیاته وي .
د انبساط کیدونکو سیمنټو کارول .Uses of Expansive Cement
1) دا ډول سیمنټ په غټو مسلسلو سلبونو و فرشونو کې پرته له جینټ ورکولو کاریږي .
2) دا ډول سیمنټ به په تهدابونو کې په اسانۍ سره سوري ډک کړي او خپله متشنج شوي کانکریټ به تولید کړي کوم چې د عادي پورتلنډ سیمنټو کانکریټو په پرتله کلک وي .
3) په مخکې متشنج شوو کانکریټو کې د پلونو او ودانیو جوړولو لپاره کاریږي .
4) په استنادي دیوالونو کې کاریږي او همدارنګه د ترمیم او تخریب شوو برخو لپآره کاریږي .
5) د بولټونو انچور دګروټنګ لپاره کاریږي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

په ښوونیزو نظامونو کې د روزنیزې ارواپوهنې ارزښت

Aug 24, 2018

سرلیک ته په کتو سره په ډېری خبرې مو په[...]

د عرفان او تصوف سرلاری

د عرفان او تصوف سرلاری

Nov 6, 2016

لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي شيخ متى: شيخ متي د پښتو[...]

څنګه ښه خوب وکړو؟
مصطفی نور

څنګه ښه خوب وکړو؟

Jul 3, 2015

د شپې له خوا د ښه خوب لپاره لس سپارښتنې[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022