ليکنې ته مې ځکه سر ليک (پښتانه او هدېرې) وو کړ چې یوازې د پښتنو لپاره په دې وطن کې هدېرې جوړې شوې دي. بس چې وينې هره ورځ پښتون وژل شوی وي، هره ورځ د پښتون له کوره د چيناري ځوانانو جنازې وزي. اخر تر کومه پورې به همداسې وي؟
هسې نن مې په فېسبوک باندې یوه ويډیو وليده، زړه مې درديده پرې. خپله څو غټ سري پښتانه ول، یو ځوان یې را ګير کړ وو.په شنو لښتو باندې یې دومره وواهه چې نږدې مې د زړه مراندې ورته پرې شوې وي. او هغه ځوان همداسې چغې ورته وهلې چې د خدای او رسول روی ومنئ رخم را باندې و کړئ. خو دوی بیا هم هماغسې خرتوب کولو او تر شنو لښتو لاندې یې دا ځوان نيولی وو. زړه مې بې حده و خوږيده ما ويل ته ګوره خپله پښتون د خپل ورور په وجود باندې رحم نه کړي. خو بلاخره دا ويډیو مې توله و کتله، هسې ورته انتظار وم ما ويل ته راځه پوره یې ووينم چې اخر کې دې ځوان سره څه کيږي. هيله مې دا وه، چې هسې وبه یې وهي اخر کې به یې خوشی کړي . خو برعکس زما د اميد څه ول پکې. ځوان یې په جومات کې ښه په لښتو باندې شين مين کړ. ويډیو مې کتله چې یو دم د وينو سور رنګ راته ښکاره شو، ګورم چې دا ځوان په یوه لوی غره کې پروت دب او غټ سري شنه خره ورته ولاړ دي. دا ځوان یې هلته شهيد کړیو، په سر، سر یې د غلام په مرمۍ باندې ويشتلی و، په بې رحمۍ باندې یې روح ترې ايستلی و. ډيره یوه بده صحنه وه. نه پوهېږم چې دا شهيد پښتون زلمی به د کومې بورې پښتنې زوی و. څومره به یې دده راتلو ته سترګې غړولې وي، څومره به یې په خوب کې د ليدلی وي، چې وه کاندې بچی مې کور ته راشي په تندي باندې به یې ښکل کړم. څو شپې به یې ورته انتظار کړی وی، څومره نورو خلکو نه به یې د خپل نازولي بچي د راتلو پوښتنې ګروږنې کړي وي. بلاخره ددې ټولو انتظارونو، شپو رڼو کولو، د خلکو نه د پوښتنو ګروېږنو پایله دا شوه چې بچکی یې په سرو وينو باندې کور ته په خپلو څېرو جامو کې د زاړه او خاورين کور مخې ته کېښودل شو او روح پکې نه و.
وای، څه دردمنه ورځ به وه، آه څه معصومې سلګۍ به وې، څه بې وارې تړمې اوښکې به پر مخ روانې شوې وې، څه بې دريغه غم به ددې مورکې په زړه باندې راغلي وي او له ژوند څخه به څومره ناهيلې شوې وي. نه پوهېږم هغه صحنه به څرنګه د قلم په نوکه باندې څوک را انځور کړي؟
دا خبره راته په ثبوت و رسيده، چې بس پښتانه دي چې په هدېرو باندې لکه کچالو غوندې ننوستل کېږي. څوک یې کوي، د چا له لاسه او ولې؟
دا خبره هم ټولو ته مالومه ده، چې پښتون خپله خپل ځان هدېرې ته لېږي. خپل ورور، تربور او کليوال دي، چې یو بل پسې یې را اخيستې ده په یو نوم او بل نوم یې سره ختم کړل. هسې بیا یو بل باندې تن هم نه اېږدي هر یوه ته خان تر بل پاک او سپېڅلی ښکاري. بیا هر ځای ویاړ هم کوي چې سړیه مګر هغه د پلانکي زوی مو سخت په مردۍ کې مړ کړ. بلا خوند مې ترې واخيست. شرم او حيا خو پرېږده چې ویې کړي، بلکې ویاړ هم کوي. ددې نه لا نه وي خبر چې ایا ما دا سم کار کړی دی که ښه، ایا له ما څخه به په دې کار باندې خدای رضا وي، که خپه چې خپل مسلمان ورور مې په نه خبره باندې د مرګ تر ستوني پورې ور کړ. بس خو دې ته خوښ وي چې د مخې اغزی مې و، ښه شو چې بانه مې ورته برابره شوه او ترې خلاص شوم.
دا چې پښتانه څوک وژني او هدېرې پرې ډکې دي؟ ددې پوښتنې ځواب باید داسې ور کړم:
په پښتنو سيمو کې یوه لویه ستونزه داده چې تعليم پکې کم دی، مشري په ځينو سيمو کې لا اوس هم ملکان کوي. او ملک داسې یو څوک وي ، چې یوازې د خپلې ګېدې غم ور سره وي نور په الف او ب دې نه وي در خبر بس خلک دي چې بدو لارو ته یې تشويق کوي. ځوانان دې چې هر څه ورته وایي مني یې. هغه ځوانان چې اوس هم په پښتنو سيمو کې د پښتون د قتل فتوا یې لاس کې ده. خپله یې لمونځ سم نه دی زده، د اسلام مبارک دين له پنځو بيناوو څخه پوره نه دی خبر زده خو یې لا څه کوې. بس یوازې یې تر غوږ دا ورغلي دي چې جهاد دی او مزې دي، بې پوښتنې ګرځه نه دې څوک په کوم جرم نيولی شي، نه دې څوک له څه شړلی شي. خپلې ډوډۍ خوره حساب مه منه. تر دې به ښه ژوند چېرې پيدا کړې. بس نو د تعليم نه شتون کې سړی داسې وي، لکه په رمه کې چې ليوه ګډ شي. په هېڅ چا باندې رحم نه کوي، تر ځان ور ايخوا ټول خلک ورته شنه کفار ښکاري.
ځينې پښتانه ملګري وایي چې موږ ولې وژل کېږي؟ هره ورځ زموږ پښتنو په کور باندې د وير ټغر خور وي؟
دا خبره هم ده چې دلته ځينې خلک دي چې د پښتون وژنه یې روانه کړې ده خو بيرته خپله د پښتانه په لاس باندې، اوس تاسې و ګورئ کوم دری ژبی ورور تللی دی چې په پښتنو کې یې کوم څوک بې پوښتنې و ژلي وي، خو همدا خپل کليوال دي چې خپلو کې یو بل سره وژني یو بل خپل کار ته نه پرېږدي. دري ژبي وروڼه خپلو کې یو بل ته مينه ورورولې ور کوي موږ پښتانه مينه خو پرېږده چې خپلو کې یو بل سره وژنوږ
خدای دې زموږ او ستاسې په حال و رحمېږي.
د زړګي سره ډزې مه کوه ته
دې خواته ګوره پښتانه پراته دي
لکچې سترګې دې ړندې دي اشنا
او تور ګردونه دې په زړه پراته دي
………..
دا خلک ټول مسلمانان دي ګوره
دا خلک ټول د سترګو تور دي زما
دا اولادونه ټول د یوه پلار جان دي
دا زېږدلي له یوې مور دي زما
…………
په دې وژنو ته باتور نه ښکارې
ستا دا وحشي شکل دې اور واخلي
وایه چې څومره به دردمن شې خپله
که څوک له تا د سترګو تور واخلي
ذبيح الله ايمان
[review]