– رحيم الله ځيرک
– پښتانه:
ځينې وخت لیکوال دې ته اړ شي ،چې په یوه موضوع باندې لیکنه وکړي، ما هم په دې پار دا لیکنه را پيل کړه ،چې څه موده وړاندې په ځينو فیسبوک پاڼو د پښتون قوم او پښتو ژبې د دښمنانو لخوا ویل شوي وو ،چې اوس دا ثابته شوې وې ،چې پښتانه بني اسرایل دي ، خو په هغه لیکنو کې د هېڅ ډول تاریخي شواهدو څرک نه لګېده ،چې دا ثابته کړي چې پښتانه بني اسرایل دی هسې خېټالوژۍ ته یې مخه کړې وه او غوښتل یې د ځينو نالوستو کسانو اندونه واړوي ، دا چې پښتانه څوک دي په دې لنډه لیکنه کې یې تاسې لوستلای شی .
زموږ په هېواد کې ګڼ شمېر لوی او واړه قومونه استوګن دي ، چې يو واحد ملت يې جوړ کړی دی . پښتانه ددې هېواد ترټولو لوی قوم او توکم دی ، چې څو زره کلن لرغونی تاريخ لري . پښتو ددې قوم او اولس ژبه ده . چې په دې بحث کې پښتانه د يو لرغوني اريايي توکم او ددوی ژبه ( پښتو ) د يوې لرغونې اريايي ژبې په توګه له تاريخي او توکميزو څېړنو څخه پوره جوته شوې چې پښتانه له اصله او توکمه اريايان او د دوی ژبه ( پښتو ) يوه لرغونې اريايي ژبه ده .
دمخه تردې چې د پښتنو د توکم او ددوي د ژبې د لرغوني تاريخي شاليد په اړه څه ووايو د لرغوني ارين توکم په اړه به چې پښتانه هم دهغه يوه برخه وه ، لنډ بحث وکړو او دهغه په ترڅ کې به راته په لرغونو اريايي قبايلو کې د پښتون ولس شتون جوت شي .
په عمومي توګه د ارين يا اريانا نوم ډېر لرغونی دی . تاريخ ليکونکي وايي هغه قومونه چې څو زره کاله پخوا د امو له غاړو څخه په باختر ، هند او ايران کې خپاره شول، ارين نومېدل . د ارين کلمه په سانسګرېت کې د ( اريا ) او په زند کې د (ايريا) په نوم راغلې چې د (شريف او نجيب ) مانا لري ، په ريګويدا او اوستا کې هم څو ځايه دا نوم راغلی او داسې يادونه شوې چې ( خدای تعالی د ارين توکم پيدا کړ) .
هېروډوټ ( 425-484 ق . م) هم په خپلو اثارو کې څو ځايه د ( ارين ) يادونه کوي او وايي چې ميدي قومونه پخوا ( ارين ) بلل کېدل . په پښتو ژبه کې د ( ارين ) کلمې ريښه ( ار) اوس هم د (اصل او بنياد) په مانا کارول کيږي ، لکه د زرغونې کاکړې په دې لاندې بيت کې :
شېخ متي چې خليلي وه دي له اره لوی ولي وه
مؤرخين وايي چې اريايان له خپل لومړني ټاټوبي څخه تر لېږدېدنې او هجرت دمخه په يوه سيمه کې اوسېدل چې ، ( ارياناويجه ) او دځينو رواياتو له مخې د ( ارياناورشه ) په نامه ياده شوې ده . ويل کيږي چې دايوه غرنۍ سيمه وه ، چې لرغونو اريايانو هغه تر ډېره وخته له بهرنيو يرغلونو څخه خوندي ساتلې ده . وروسته بيا د ځای د تنګوالي له کبله دوی کوچېدو ته اړشول ، د امو د سردريا له سرچينو څخه خپاره شول ، په بخدي او باختر کې يې مدنيت جوړ کړ . دغه لرغونی اريايي قبايل له ميلاد څخه دوه نيم زره کاله پخوا ختيځ او لوديځ ته په کوچېدو اړ شول .
د لرغونو اريايانو په مذهبي کتاب (ريګويدا) کې د لسو اريايي قبيلو ترمنځ د يوې جګړې پېښه ياده شوې ، په هغو کې يوه د ( پښتون ) قبيله وه ،چې هغه د ( پکته ) په نوم ياده شوې او د دوي مشر توريانه ( تورې وهونکی ) ښودل شوی دی . هغه لس اريايي قبيلې ،چې د ( ويسو مترا) په مشرۍ يې له (سوداس ) سره جګړه کړې هغه دادي .
1- پکته ( پکتويس = پکهت = پښتون )
2- بهالانا( بولان درې خلک )
3- شيوا ( چې د اباسين په غاړو کې اوسېدل )
4- ويشانن
5- انو ( چې د پنجاب دراوي رود پرغاړه اوسېدل )
6- درهيو ( دا قوم هم له انو قوم سره يوځای اوسېدل )
7- يادوو
8- تورواشا
9- پورو ( د ګندهارا شاوخوا خلک )
همدارنګه د اريانا په دغه مذهبي کتاب کې څو ځايه نور هم د پکتها ( پښتون ) قوم يادونه شته او د دوی پاچا (پکتها) ښودل شوی دی .د ريګويدا په کتاب کې له لسو قبايلو سره يوځای او په ځانګړې توګه د پښتون قبيلې يادونې موږ ته دا جوتوي چې له ميلاد څخه د لږو ډېرو 1400 کاله ( له نن څخه درې نيم زره څلور سوه کاله ) پخوا هم پښتون ولس موجود وو.
تر رېګويدا ورسته زموږ بل مهم تاريخي سند د ( اوستا ) مذهبي کتاب دی ، چې له ميلاد څخه 1000 کاله وړاندې په بلخ کې ليکل شوی دی . په دغه کتاب کې د ( پکتها ) کلمې (پ ) به ( ب ) ( ک ) په ( ښ ) او (ت ) په (د) اوښتې ، نو له پکهت څخه بخت ، پخت ، بخد= پښت جوړ شوی او لرغونی پکتها يا بخت ورسته ( بخدي ) د دوي په نامه دښار نوم شو .ورسته بيا د يوناني تاريخ ليکونکو په ليکنو کې د (پښتون ) قبيلې او د هغوی د ټاټوبي يادونه په تفصيل سره شوې ده . په دې لړ کې لومړنی يوناني مؤرخ او جغرافيه ليکونکی هېروډوټ ( 425-484 ق . م)دی ، چې په خپله مشهوره جغرافيه کې د پښتنو نوم اخلي او دپښتنو هېواد د ( پکتيکا ) په نوم يادوي . نوموړی ليکي چې: داسيمه د اندوس پرغاړه پرته ، خلک يې ډېر غښتلي او مېړني دي . د دوی کالي پوستينان دي ، وسلې يې غشي او لندۍ دي . په دود کې باختري خلکو ته ورته دي
په همدغه وخت کې چې کله سکاي لاس يوناني اميرالبحر د داريوش ( 485- 521 ق. م ) له خوا د عرب سمندرګي د غاړو د موندنې او کشف لپاره وګومارل شو ، نو د پښتنو د ټاټوبي ( پکتيکا ) په لاره اندوس لاړ . نوموړی خپله سفرنامه کې څو ځله د ( پکتيکا ) يادړنه کوي .
وروسته بيا بطليموس له ميلاد څخه دمخه دويمه پېړۍ کې د پښتنو هېواد د ( پکتين ) په نوم ياد کړی او ويلي يې دي چې داسيمه د پاروپاميزاد سويل ته پرته او د پکتيانو استوګنځی دی .
له دې پورته او داسې نوور يادونو څخه دا جوتيږي ،چې له ميلاد څخه د مخه پېړيوکې هم پښتانه د يوقوم او اولس په توګه خلکو پېژندل او درېګويدا په کتاب کې ياد شوی ( پکهت ) او د يوناني مؤرخينو او جغرافيه ليکونکو ( پکتهي ، پکتيس او پکتيوس ) يادونو ترمنځ بدلون د يوناني ژبو او لهجو له امله دی .
داپورتني اندونه وروسته لوديځو او ختيځ پوهانو ، لکه ترومپ او ګريرسن هم منلي دي او د جغرافيايي موقعيت له مخې يې پکتيوس ( پښتانه ) وبلل او دايي د يوې علمي نظريې په توګه ثابته کړه . اوس تاريخ ليکونکي او توکم څېړونکي په رېګويدا کې ياد شوی ( پکهت ) او د يوناني تاريخ ليکونکو ( پکتيوس ) پښتون ولس ګڼي ، نو د پښتنو مدنيت او ددغه ولس د نامه تاريخ ډېر دی او لږ ترلږه يې ( 1400 ق ) پورې لرغونتيا رسيږي .
[review]
You also might be interested in
لیکنه: جمشیدعمرعمر قاضي صیب! تاسو خو په ښکاره رشوت اخلی؟ غږ[...]
مبارک مو شه! د رسنیو او ویبپاڼو په دې ګرم[...]
لکه له نوم یی چې ښکاري دا د اوبو ضد[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی