لیکنه: ذبيح الله اېمان
په دې دیارلسو کلونو کې چې کومه جګړه روانه ده، ددې جګړې قربانیان یوازې ځوانان او سپين ږيري ندي، بلکې زموږ پښتنو نوی نسل یې را خراب کړد، هغه دا چې د ښوونې او روزنې دروازې مو و تړل شوې او یا هم اور ورته شو.
خو، دې ټولو ناخوالو لامل بېرته خپله پښتون دی. زه د خپل ولایت کيسه درته کوم، په ۱۳۸۸ کال کې چې، زه خپله د خپل ولایت په یوه ښوونځي کې زده کوونکی وم، د تعليمې کال څلور میاشتنۍ آزموينې مو ختمې شوې، د څو ورځو رخصتیو وروسته مو یوه داسې اوازه واوريده چې چې ښوونځي ته اور ورته شوی دی، او په مکمله ټوګه یې کتابخانه، مديریت او د خيمې سوزول شوې دي.
پدې اړه څېړنې شروع شوې، چې دا کسان باید پيدا شي او خپله سزا وويني. د ښوونځي د ملازمانو(چپړاسانو) څخه یې پوښتنې وکړې، چې دا کسان څو ول ایا داسې ولې دوی ته اجازه وکړه چې ښوونځي ته د ننه شي او هر څه د خاورو سره خاورې کړی؟
د هغو ځواب دا و، چې موږ یې په مرګ و ګواښلو نو مجبوره شو، چې دروازه ورته پرانيزو او هره خبره یې ومنو.
ښه، بلاخره دلته کيسه مالومه شوه، چې د ښوونځی وران کاره کسان د خپلې سيمې څو بد مخي او د تعليم ضد کسان ول، ددوی اصلي موخه دا وه چې تر څو یو وهم او ډار پّ ټولنه کې خپور کړي او ددوی شتون ثابت شي.
بدبختانه باید ووایم: زموږ د ټولنې یو بد عروف دادی، کومه ډله یا کوم کسان چې و غواړي ځان په ټولنه کې مطرح و ښایي، نو داسې یو کار کوي، چې د ټولنې د څو نسلونو زیان پکې وي. خو شعار یې بیا اسلام او ستر پیغمبر ص وي. ددې دوه نومونو څخه په استفادې سره هر څه سرچپه روان کړي، نه یې دين وی او نه دنیا!
خو په هر صورت، موږ ډېرې وخت خپل ځان ملامت نه ګڼو او تل دا وایو چې موږ ته د تعليم زمينه نده برابره شوې، یا پلاني صيب موږ ته مکتب جوړ نکړ.
اما، دا نه وایو چې دا شته مکتب مو ولې و سوزولو او ولې مو د خپل ورور، زوی او تربور په مخ د رڼا دروازه بنده او د تور جهل دروازه پرانيستله!!!
نا، هېڅکله داسې نه وایو، بس دېته مو پآم چې مکتب یې راته جوړ نکړ، مګر دا بیا رانه هېر وي، چې هغه جوړ مکتب مو ړنګ کړی دی.
موږ خو زیاتې نارې ورته وکړې، د هنر به ژبه، په ساده ژبه دا چې دوی یې نه مني نو حال به څنګه شي.
د مکتب زنګ وهل کېږي
هر ماشوم ورته خوشال دی
کتابوونه ور سره دي
د خوښيو زرين کال دی
……..
پوهه، پوهه او رڼا شي
د مکتب زنګ مو رک روغ وي
چې کتاب مو راته سېزي
هغه کس دې تل ناروغ وي
……..
هو، رښتیا ده، چې د ښوونځي لومړی تګ بيله مزه لري، هر قدم داسې وي لکه سړی چې د جنت په لوري قدم ږدي، ځکه دا قدم وهل ما خپل اخيستي او هغه مهال د تعليم حالت زیات خوندور او په زړه پورې و.
نو پښتانه دې له بل هېچا څخه ګيله نکوي، بلکې په خپل ګريوان کې دې سر ټيټ کړی او ملامتیه دې و مني. نه مو مشرانو کوم داسې کار کړی دی، چې موږ یط یاد کړو او نه مو هم بريتورو ځوانانو، دا چې تر اوسه پورې هم کوم کسان تر دې ځایه را رسيدلي دي دا یې هم د زړه به وینو ځانونه رسولي دي.
بله خبره دا چې، د نجونو مکتب خو شين کفر دی، د مسجد له ملا څخه ورته روا او په ښوونځي کې کې کفر دا یې خپله په خپل ځان کړی دي، بل څوک ندي ورغلي چې داسې نجونې ښوونځي ته مه پرېږدئ او هلکان مو پرېږدئ.
موږ بیا ورته وایو چې پښتونه، پرېږده چې بچیان دې درس ووایي، مکتب ته لاړ شي، د ژ،ند له ښه او بد نه خبر شی، د مور، پلار، ورور، خور، ګاونډي حقوق و پېژني تر څو به داسې سپيره مخ د پردي در ته ولاړ وي.
دا وګړي پسې مړه دي
څه رڼا ورته ډالۍ کړه
علم حق د هر انسان دی
دا وړیا ورته ډالۍ کړه
…….
په ټولګي کې ماشومان دي
په خندا وایي دا ټول نن
موږ تیاري د جهل باسو
په بیا، بیا وایي دا ټول نن
……
د استاد په احترام بیا
نن ولاړ ګل ماشومان دي
قدمو ته یې ليمې ږدي
د ايمان اشنا یاران دي
دا سمه ده خبره، چې زموږ تر لویانو ماشومان زیات د تعليم غوښتونکي دي، ځکه ماشوم له هر څه بې خبره وي، چې مشران ورته کومه توسعه کوي، په همغه لاره باندې ځي مګر زموږ او تاسې مشران په سمه نه دي روان نو له کشرانو ګيله نده پکار.
موږ بیا هم د پښتون د سر لوړئ سوال کوو، او غږ پرې کوو، چې خپل بچیان د نوي کال ۱۳۹۵ لپاره مکتب ته وليږي او راتلونکی یې روښانه وي.
تر څو د هېواد، مور، پلار او د انسانیت له ټولو حقوقو څخه خبر او د نورو د لاس آلې ونه ګرځي.
د ټوپک د ډالیو کسان دې خدای نور ختم کړي، د قلم د ډالیو وګړي دې خدای په ټول هیواد کې سرلوړی او زیات کړي.