لیکنه: وحید عالمزی
پښتون چې هر ناروا کار وکړي بس د ځان د خلاصون لپاره خپل نیکه او پلار ورته بهانه جوړه کړي چې زما نیکه داسي کړي وه او زما پلار داسي کړي وه…… خو ديته نه ګورې چې ستا پلار خو چې هر څه کول هغه وخت کي جاپانیانو هم په لوټه …. پاکوله او تا هم خو اوس هغو کوم ځای ته ورسیدل او تاته ګوره؟ ستا تاریخ په نړۍ کي ساری نه لري خو بیا هم د نړۍ وروسته پاتي قوم ته یی! ته پوهیږي چې ولی ته دومره وروسته پاتي شوي او څنګه پرمختګ نه کوي ؟ خو بیا به هم په ځواب کي راته را غبرګه کړئ چې زما نیکه د برق رڼا ته ندي ناست نو زه څنګه کینم ته ورته کیناستلي نه شي ځکه چې د برق رڼا ته کیناستل هغه خلک کوي چې شپه او ورځ یی په ځان یوه کړي ده، او همیش د پرمختګ په فکر کوي، خو ته نه د دین شوي نه د سا دین!
پنځه زره کاله دي په همدي تیر کړل چې څنګه خپل ورور، تره ځوی، مشر، کشر، او یا هم ګاونډی په کوم دام کي راګیر کړي تر څو په لوږه شپې او ورځې تیري کړي. خو هیڅکله دي د خپل هیوادوال او یا هم بل پښتون د وږو بچو د مړولو کوښښ ونکړو. چې خبره د اسلام شي بیا په نړۍ تر تا غوره مسلمان نه وي خو چې عمل ته دي سړی وګوري ستا په اسلام هم شکمن شي ځکه هغه څه چې ته یی د اسلام په نوم ترسره کوي د اسلام په یو قاموس کي هم شتون نلري. قتل چې یوه شدید ناروا عمل دي تا ورته د اسلام په چوکاټ کي جواز ورکړي دي او هر ناروا عمل روا ګڼل انسان د کفر تر سرحده رسوي ، همدارنګه په ښځو بیچارګانوچې تر کومه حده ته ظلم کوي د اسلام په کوم کتاب کي راغلي دي؟ ښځه چې د ژوند ملګرې ده تا ورنه یو بندي جوړ کړي چې همیش باید ستا په واک او اختیار کوي. چې د ښځو د حقوقو خبره شي چې مونږ صاحب هغه د ښځو حقوقو منو چې اسلام ورکړي دي تانه خو هم کومې ښځې د اسلام د چوګاټ څخه لوړ حقوق ندي غوښتي خو ته هغه هم نه ورکوي، میراث چې د ښځو یو حق دي کوم پښتون خپلو ښځې ته ورکړي همدارنګه د خاوند انتخاب یا هم د د ژوند د ملګري په انتخاب کي چې ښځه حق لري انتخاب وکړي یا یی رد کړي کوم پښتون دا عمل ترسره کړي خو بس مونږ صرف مونږ د خبرو یو عمل کي مونږ بیا د یو کار د اجرا کولو هم نه یو.
د نړۍ په هر هیواد کي چې ظلم ترسره شي تا دلته ورته مټې بډ وهلي وي چې دا کار ما کړي په ټوله نړۍ کي د پښتون نوم دومره تا وشرمولو چې په ډيري هیوادونو کي هغه په انسانیت برابر پښتانه هم په ویاړ سره اقرار نشي کولي چې زه پښتون یم دا ولي او اخر ولي دومره وروسته پاتی شوي؟ اخر ولي دومره دي ځان ټولې نړۍ ته سپک کړو؟ لږ خو خپل ګریوان کي فکر وکړه چې تا په پنځه زره کلن تاریخ کي کوم ښه کار ترسره کړی او کوم کار دي باید نه وي ترسره کړي خو پوهیږم چې دومره عقل هم نلري چې په تیر تاریخ پوه شي ځکه د هغه نه هم نا خبره يي، بس همدا یوه خبره دي یاده کړی چې زما نیکه رڼا ته نه وو ناست ستا نیکه خو په موټر کي هم نه وو ګرځيدلي ، ستا نیکه خو ګرځنده مبایل هم نه درلودلو نو ته ولی د همدی ګرځنده مبایل له لاري د قتلونو فتواګانې صادروي؟ ستا نیکه خو پییسی هم نه پیژندلي ځکه چې ټول ژوند یی په غربت او تیارو کي تیر کړي دي نو ته ولی اوس ډالر، کلداري یورو او افغانې جیب کي ګرځوي؟ هغه ځکه چې د خپل ځان لپاره د روایت پیدا کولو لپاره دي خپل مظلوم نیکه بهانه ګرځولي دي ددي تر څنګ چې خپل ځان دي نړیوالو ته وشرمولو په خپل ټول تاریخ دي هم خلک شکمن کړل. هغه تاریخ چې ته ورته پنځه زره کلن تاریخ وایی او په ویاړ سره خوله خلاص کړي او افلتې ترینه را وباسي او په مردار او کثیفه خوله دي د خلکو د مرګ او ژوند فیصلې کوي یوه پیړۍ وروسته به ستا اولاد ستا په نوم هم شرمیږي او شاید د پښتون نوم هم د نړۍ له ټغره ټول شي. هغه ځکه چې تا چې اوس کوم کارونو شروع کړي پدي باندي د بشریت تاریخ شرمیږي او د دونیا په هیڅ کوټ کي داسي ناروا کارونه چې ستا په کلی او کور کي روان دي نه تر سترګو کیږي. چیرته چې د غیرت خبره شي نو ته بیا په بریتونو ګوتې کش کړي چې همدا زه غیرتي یم او زما نیکه غیرتي وو ستا نیکه خو بیشکه چې غیرتي وو ځکه ستا نیکه په هند او پنجاب حکومت کولو ستا نیکه د نړئ د حکمراني دعوې کولي، خو ته اوس د یو عادي پنجابي د جواب نه یی ستا د کور مخې ته تور بد شکله پنجابې ستا ورور وژنې، ستا مکتب سوځوي، ستا نازولي خور په تیږو ولي، ستا پلچک در ورانوي، ستا مسجد کي بمونه ایږدي خو ته ورته دومره هم نشي ویلی چې ولی اوڅنګه ته دا ظلم ترسره کوي خو بیا هم ددي تر څنګ ورته غوړه ډوډۍ تیاره کړي او میلمه یی هم کړي دا ځکه چې ته ډاریږي ستا ایمان ضعیف دي ستا د نیکه غیرت اوس تر پښو لاندي کړي هسي په خوله چغې وهي چې زه مي د ینکه په پل باندي پل ږدم ستا نیکه دومره ډارن او بی غیرته نه وو.
زه پوهیږم چې ددي لیکني په لوستلو سره به ډیري ناپوه او په واقعت سترګې پټونګي پښتانه راته ښکنځل وکړي خو که لږ فکر وکړو شاید ما درک کړي او دا پورته لیکل شوي موارد راسره ومني او د اصلاح لپاره یی فکر وکړي چې مونږ څنګه د نړۍ سره ځان سیال کړو څنګه پرمختګ وکړو څنګه دا ورور وژنه ودروو؟؟؟
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.