لیکنه: حزب لله پښتونيار
پښتون قومي تحريک د اغاز سره بيا تر ننه پوري په مکمله توګه د جمود سره مخامخ دى هيسي پرمختګ يې ندى کړى چي د کمو اهدافو دپاره جوړ سوى وه تر وسه يې يو هدف هم لاس ته ندى راوړى. د قومي تحريک لوى مقاصد د محکومى څخه نجات، دپښتونستان جوړشت، پر وسائلو اختيار، په افغانستان کښي مداخلت بندول، په وطن کښي ټولنيز انصاف او امن راوستل، پښتوپه وطن کښي د سرکار او تعليم ژبه ګرزول، تعليم مفت اولس ته ورکول، طبقاتي نظام تعليم او جاګيرداري ختمول وه. خو تر وسه يو مقصد هم ندى حاصل سوى. د باچا خان او خان شهيد يو ارمان هم ندى پور ه سوى. د اې اين پي او پښتونخوا په منشور کي ليکل سوي لنډ مهاله، منځ مهاله او اږد مهاله اهدافو کي يو هدف هم ندى لاس ته راوړل سوى. په دومره لويه مبارزه کښي څو واري دخپل واکى مواقع راغلي دي ټولي ضايه سوي دي. د جدوجهد باوجود اولس ته هيسي ګټي ندي رسېدلي په جهالت او بربادى کشي وس هم ورځ په ورځ پرمختګ کوه. دغه ناکامياني زموږ د خپلو د تضاداتو، روايتي سياست، د قديمه نظرياتو، وراثتي ليډرشپ، پر پارټيانو د ليډرشف د خيالاتو جاګيرداري، د ښځو په سياست کي حصه نه اخستل، سياست په سائنټفک بينيادو نه کول، کارکنان په زهني قيد خاني کي غورزول، ناپوهه خلګو ته سياسي اختيارحواله کول او د غه رنګه له نورو کوتيانو له وجي پېشي سوي دي.
با شعوره مبارزين خپل د ناکامى د اساب پېژندلو کوشش کوي او د کمو غلطيو په وجه چي هغه د ناکامى سره مخامخ شوي دي په راتلونکو کي د هغه اصلاح کوي. د قومي تحريک د زوال او بد قسمتى ستره وجه دا بولم چي ليډرشپ هم په وراثت کي ورته منتقليږي. لکه څنګه چي د باچا هانو وارثان د هغو ځامون وي او دمرګ بعد يې باچاهان جوړ شي لکه د بابر بعد د هغه ځوى همايون د هغه جانشين جوړيږي د شيرشاه وارث د هغه ځوى اسلام شاه جوړيږي. دغه رنګه پشتون قومي تحريک کي دا سلسله د ډيره وخته څخه راروانه ده. د تحريک ليډران د مبارزې، قابليت او صلاحييتو پر ځاى د شهزادګانو په رکم وراثتي ليډران جوړ شوي دي. دغه رنګه ليډران قوم او مبارزه هيسي ترمنزله نسي رسولى بلکي دا بې حکمتي لري چي قوم پداغه قيامتونو کشي د مرګونو و منزل ته ورسوي. دغه وجه ده چي زموږ يو وژن هم په حقيقت ندى بدل سوى. داسي ليډران په ازادو عربو ملکو کي ليډري کولى سي چي خوشحاله دي، چيري چي د صلاحييت، هنر، حکمت عملي او د ډپلوميسي ضرورت نسته لېکن د پښتون په رنګه د محکومه قوم ليډري کول د اولس سره مزاق دى. شهزاګان ليډران منل د تيري صدى په رنګه يو بله صدى ضايع کولو ته لاره حواره وي.
د اولس په کاميابي کښي د ليډرانو ډير خاص رول وي. د مارکس په تهيوري کي د حالاتو سره سم بدلون راوستلو بعد لېنن روس په سوپر پاور جوړولو کي کاميابه سو. دهوچي من حکمت عملى او زهني صلاحييتو نو و وېتنام ته نوى ژوند ورکړي. د نېلسن منډېلا فکر او فلسفې د جنوبي افريقنو و تورانو ته په ټولني کي د برابرى احثيت ورکړى. ماوزې تنګ او نورو ګردو خپل قومونه د راژوندي کولو سره سم د نړى سره قدم په قدم روان کړو. ليډرشپ د کمزورى له وجي پشتون په هندوستان کښي دنورو قومو د ازادى په مبارزو کښي د سپائي رول د خپلي غلامى په بيعه لوبه ولى دى او اوس هم د نورو قومو د منصوبو په تکميل کي د قومي رهبرانو په مشرى کښي په ډير همت رول لوبه وي خو خپله تګلاره او منزل ځيني هير دى. داغه وجه ده چي قومي تحريک په تيري صدى کښي يوه کاميابي هم نکړه تر لاسها و وس هم د زوال په لور روان دى.
د قومي تحريک د يوې صدى مسلسله ناکامى وروسته وس هم پښتون مبارزين ډير په اطمينان کي شکاري د يوې صدى د مبارزې کولو په نتيجه کښي هيسي لاس ته نه راوړني باوجود دا وايي چي په تحريک کښي هيسي خامياني موجوده ندي. که اغيار زموږ خلاف سازش نه وى کړى نن به پښتون د نړى سوپر پاور وه. دغه خيالونه کارکنان د خپلوکمزوريانو وخوا ته توجه ورکولو څخه ليري کوي. بيا د هغو سوچونه د خپلو کوتايانو تجزيه کولو او په راتلونکي کي د هغه څه ځان د بچکولو لپاره سوچ نه کوي بلکي سازشو باندي توجه ورکولو کښي خانونه مصروفه ساتي.دغه خيالونه په اصل کي د جزباتي زهنو پېداوار دى کله چي د يوې پارټي څخه د حالات د بدلولو حکمت نه وي نو د هغه ليډرشپ او ملګري خپل دزهني سکون دپاره وايي چي زموږ مقابله د ډيري غټو قوتو سره ده لدي وجي نه کاميابه کيږو.
ښځي چي زموږ د قوم نيمه حصه ده او د نړى يو تحريک هم ددوى د مبارزى بغېره ندى کاميابه شوى لېکن پښتون وطن کښي د انقلابي او سياسي ماحول باوجوده د جاهلانه رواياتو له وجي په سياست کښي حصه نه ورکول کيږي. په ښځو کي انقلابي جزبې او سياسي شعور وه خو د هغه د اظهار اجازت روايتي سياسي جاګيرداران نه ورکوى. د نړى د نورو قومو په رنګه د پښتنو ښځو په سياست کښي ژوندى رول لوبه ول ضروري وه لکه څنګه چي د فلسطين د خپلواکى په مبارزه کښي د ليلا په مشرى کي په زراوه ښځو د هغې سره ګډه مبارزه کوله. د کردستان په قومي تحريک کي يو لويه برخه د ښځو ده چي د وسلواله مبارزې سره خودکښي حملې هم کوي. د الجزائر د خپلواکي پوري ښځو د سړيانو سره ګډه مبارزه کوله او تر خپلواکي پوري يي د برقې او د ټولو رواياتو څخه يي بغاوت وکړى کم چي د خپلواکى په لار کي رکاوټ جوړېدى او د خپلواکى بعد يې برقه اغوستل شروع کړه او ورسره يې د روياتو پابند هم شروع کړه. زموږ مبارزه خو اسانه هم وه خالي د علمي او شعوري جنګ په شکل کي روانه وه که ښځو ته پراخ رول ورکول شوى وه شايد نن موږ قوم ته ډيري ګټي راوړي وې.
په سياست کښي ډپلوميسي، فېصله، مقاصد او اهداف د ډير وخت دپاره نه ټاکل کيږي ولي چي قومي مفادات، سياسي کلتور، معاشي ګټي او په ټولنيز نظام کښي د وخت سره بدلون رازي او په هغه کي د نوي حالاتو مطابق بدلون راوستل کيږي. فېصله کونکي چي کم اهداف او مقاصد ټاکى هغه د هغه وخت د قومي مفاداتو او پرمختګ دپاره ټهيک وي او خو کله چي حالات بدل سي بيا هغه پخواني اهداف د سياسي زوال سبب جوړيږي د نوي مفاداتو دپاره نوي پالسياني تشکليږي. د پښتون قومي تحريک يوه لويه ناکامي داده چي په موجوده وخت کښي هم زموږ نظريات، مفادات، مقاصد او ارمانونه هغه دي کم چي يوه صدى يا ٦٨ کاله مخکي وه هغه په هغه زمانه کي امکانات درلود خو وس په موجوده وخت کي ناممکنه ده. د غوروفکر پخوانى انداز، روايتي خيالات او قديمه نظريات چي زموږ دپاره هر څومره احترام ولري خو وس د جديده وخت د نوي تهزيب، سياسي ګټو، اقتصادي نظام او معاشرتي حقايقو سره هيسي تړون نلري. د موجوده دورد ستونزو حل او قامي پرمختګ دپاره د نوي دور سائنسي او انقلابي افکار خپلول مهم دي او د ماضي پرسته سياسي کلتور څخه نجات بې حده ضروري دى. د سياست تقاضې بدلي سوي دي ، اغيار هم په نوي طريقوهملې کوي، لېکن موږ د بدل سوي حالات سره د بدلېدو بجايه دا فېصله کړې ده چي پر هغو لارو تحريک پر مخ بيايو پر کمو لارو چي په ماضي کښي موږ د بدترينه شکستو سره مخامخ سوي يو. په نظريات کي د موجوده او راروان وخت د تقاضو مطابق بدلون راوستل او نوي سائنسي افکار خپلول د قومي تحريک د ژوند دپاره بې حده ضروري دي.
د قومي تحريک خلاف بې شکه سازشونه هم سته، د اغيار لخو خطرناکه منصوبې هم سته او د هغو کاميابي په اصل کي سازشي قوت نه وي بلکې د خپلو غفلت وي. ليډړشپ هميش وايي چي اغيار ساذشونه کوي خو د هغو ساذشي افکارو د مخنيوي دپاره تحريک څه کړي دي؟ اغيار خپل افکار د فکري وسايل له لوري خوره وي ، د کتابونه، ريسالې، اخبارونه، ړېډيوګاني او د ټيلي ويژنو له لاري. دا ټول اغه وسايل دي چي د ملتو فکرونه بدلوي اوددي له وجي زموږ په ټولنه کي د فکري غلامانو يو لوى لشکر د استازانو، دانشورانو، ليکوالانو، شاعرانو او دليډرانو په شکل کي وجود لري او هر هغه څه کوي چي د دشمن مفاداتو ته لاره پکښي هواريږي. دغه پرديو افکارو هميش په وطن کښي نوي نوي مصيبتونه پېدا کړي دي. خو په مقابل کي پښتون تر وسه يو ړېډيو او ټي وي چېنل ندى پرانستلى. د قوم په حېث يوه قومي ورځپاړه نه لرو، اتيا کاله بعد هم د باچا خان زړه ريساله” پښتون” باندي ګزاره کوه. خان شهيد د ننه سه اويا کاله مخکي په ايکړ سر ورځپاړي چلولې خو نن د زراوه پيروکارانو باوجود ېي پارټى يوه ورځپاړه او ريساله هم نه لري. د تحريک په پوره يوه صدى کښي په حساب ١٠ کتابونه هم د دشمن د خطرناکو افکارو، پلانو او حکمت عملى څخه د قوم د خبرولو لپاره ندي ليکل سوي. نن د ليکوالونو له اړخه دومره کمزوري يو چي د نزير ناجي، حميد ميراو سليم صافي خولي هم نسو بند ولى. که موږ پدا مېدان کي د مختلفه طاقتو په مقابل کي ليږ قوت حاصل کړى وه نو د مخالفو ټولو طاقتو سازشونه به مي ور ناکامه کولى سو. د پښتون خلاف سازشونه او پلانونه همېشه له يوې خوا سوي دي د هغه دمخنيوي تدبير يا خو اختيار سوى ندى که اختيار سوى دى نو هغه دومره سائټفک او علمي ندى سوى لکه په څومره سائنټفک انداز چي حمله سوي ده.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.