• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

پۀ کې/پکې، چېرې/چېرته، پۀ خپله/پخپله

Home ادبپۀ کې/پکې، چېرې/چېرته، پۀ خپله/پخپله

پۀ کې/پکې، چېرې/چېرته، پۀ خپله/پخپله

کامران منګل

پۀ.. کې:
” پۀ کې ” يؤ سربل (preposition) دی، چې يؤ ځای څرګندوي، چې د ” چېرته” پوښتنې ځواب وايي. دغه ویی د انګرېزي له in او د دري له ” در” سره سمون خوري.
بېلګه:
+ زۀ پۀ کور کې یم.
+ احمد پۀ ښوؤنځي کې دی.
+ ننګيال پۀ ښار کې ژؤند کوي.

پکې:
پکې يؤ کړؤل (قید) دی، چې درې بېلابېلو حالتونو کې راځي:
۱( يؤ ځای څرګندوي او له يؤ ځای سره د اړیکې پۀ توګه کارؤل کېږي. دغه ویی د انګرېزي له inside سره سمون خوري.
بېلګې:
+ ماته هفه کلی خؤند راکوي، ځکه چې جانان پــکـــې اوسېږي
+ هغه کوټه، چې زۀ پکې ناست وم، ډېره لویه وه.

۲( ” پکې” يوې کړنې ته د نغوتې (اشارې) کړؤل پۀ توګه کارؤل کېږي.
بېلګې:
+ احمد پۀ انګرېزي کې تکړه دی، خو ورور یې پکې ستونزې لري
+ هغه څۀ، چې زۀ پکې کمزوری یم، سوکوهنه ده.
۳) ” پکې ” کله نا کله د * پۀ اړه* مانا ورکوي.
بېلګې:
+ زما خو دغه خبره خؤښه شوه. تاسو پکې څۀ وایاست.

یادؤنه :
سربلونه پۀ دوو ډؤلو وي:
يؤ خپلواکي وي لکه پۀ، پر، له… . بل ناخپلواک وي، چې یواځې نۀ کارؤل کېږي لکه څخه، سره، کې …


چېرې او چېرته؟ تؤپیر:

چېرې یؤ لوری (خوا/اړخ) څرګندوي.
کړونه (فعلونه) لکه تلل، روانېدل، منډه وهل، الؤتل … لوری څرګندوي، نو له ” چېرې” سره باید وکارول شي.
بېلګې:
احمد چېرې ځي؟ (ځي د تلل کړ اوړون دی)
زۀ چېرې روان یم.

چېرته یؤ ځانګړی ځای څرګندوي، چې پکې یؤ څۀ شتون لري.
کړونه لکه ول (دی، یم، ده…)، اېښودل، څملاستل، اوسېدل … یؤ ځای څرګندوي، نو له ” چېرته” سره باید وکارول شي.
بېلګې:
اتل چېرته دی؟
کتاب دې چېرته اېښی دی؟
هغه چېرته ملاست دی؟
تاسو چېرته اوسېږئ؟


پۀ خپله / پخپله تؤپیر
(پۀ) خپله يؤ نومځری (ضمیر) دی، چې څښتنوالی/تول څرګندوي او د څیز/شي ښځینه بڼې لپاره راځي لکه: پۀ خپله خاوره سوله غواړم؛ احمد پۀ خپله کوټه کې ناست دی؛

پخپله يؤ کړؤل (قید) دی، چې یوه کړنه څرګندوي، چې يؤ کس لخوا ترسره شوې وي. دغه ویی د انګرېزي له oneself سره سمون خوري.
بېلګې:
زۀ دغه کار پخپله کؤم.
احمد پخپله دلته راغی.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د چارلي چېپلین د ستر زورواک (دکتاتور) فلم وینا

د چارلي چېپلین د ستر زورواک (دکتاتور) فلم وینا

Apr 17, 2016

ژباړه: کامران منګل بښنه غواړم، خو زه یو واکمن اوسېدل[...]

د خپل دریځ بدلولو لپاره ۵ وړانديزونه

د خپل دریځ بدلولو لپاره ۵ وړانديزونه

May 1, 2016

ژباړه: کامران منګل ۱) په دې پوه شئ او مالوم[...]

حکایت

Oct 31, 2016

ژباړن: کامران منګل يؤ لرغونی بودتون (بتخاتا) وۀ، چې د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022