لیکنه: ارش ننګیال
په اوسنۍ نړۍ کې هېڅوک هم د پیسو له ارزښت نه انکار نه شي کولای او هر انسان هیله لري چې تر هرچا شتمن شي.
له دې سره سره چې موږ او تاسو د پیسو د لاسته راوړلو لپاره تل هڅه او کار کوو خو ځینې مهال زموږ د کړو او افکار ترمنځ ډېر تفاوت وي، وایو یو څه کوو بل څه.
دا چې زموږ په ټولنه کې خلک بې کاره دي، غریب دي، ان تر دې کچې بې پیسو دي چې ځینوخپل اولادونه خرڅ کړل. شاید یو علت یې دا وي چې زموږ مشرانو موږ ته تل دا ویلي چې پیسې د لاس خیره ده، پیسې بد شی دی، پیسه داره خلک څنګه او څنګه دي.
کله چې خلکو کې دا مفکوره پیدا شي چې دا څیز بد دی ایا هغه ته به ارزښت ور کړي؟ ایا د هغه څيز د لاسته راوړلو لپاره به هڅه وکړي؟
غریبی زموږ تقدیر او قسمت نه دی، غریبي په موږ نه ده تپل شوې بلکې دا موږ یو چې په لوی لاس ځان بې وسه کوو اوله ځانه غریب جوړوو.
زموږ په دین او مذهب کې هغه کس ته غوره ویل شوي چې د نورو د خیر لامل شي، نورو خلکو ته خیر ورسوي، غریب چې ځان او خپلو بچو ته روزي نه شي پیدا کولای هغه به په څه ډول د نورو د خیر لامل شي؟ هغه به څه ډول ښوونځی، جومات، پل او روغتون جوړ کړي څو چې د نورو د خیر او برکت عامل شي؟ هغه به څه ډول لوڅ انسان پټ کړي هغه به په څه ډول وږی موړ کړی.
هغوی چې ځانته روزي نه شي پیدا کولی هغه به خپل بچی په څه ډول پوهنتون او نورو تعلیمي مرکزونو ته ولیږلي، هغه به چیرې مدرسه او دین زده کړي؟ هغه به په څه ډول ډاکټر او انجنیر شي؟ ایا دا هرڅه وړیا امکان لري…؟
دا چې موږه ودونه کوو، بچي راوړو خو د ښه ژوند زمینه ورته نه شو برابرولی ایا د دې پوښتنه به الله تعالی له موږه نه کوي؟ ایا د هغو بی وسه ماشومانو پوښتنه به نه کېږي چې نه سمه جامه لري، نه د خوړلو لپاره خواړه لري او نه د لوبو سامان…
پیسې یا شتمني لکه چاړه داسې ده، چاړه په خپل سره هیڅ کار نه شي کولای خو کله چې د انسان لاس ته راشي بیا نو د انسان خوښه ده چې انسان پرې وژني او که د پخلنځي لپاره ترې استفاده کوي. پیسې او شتمني همداسې ده. یوه ټوټه کاغذ څنګه بدېدلی شي؟ ایا کاغذ په خپل سره څه کولای شي؟ دا انسان دی چې څوک پرې جومات جوړوي او څوک پرې میخانه، څوک یې سپما کوي او څوک یې د غریبانو او بیو سو د مړېدو لپاره مصرفوي.
د اسلام په مبارک دین کې هېڅ کله هم پسې بدې نه دې یادې شوي بلکې هغه کسان بد یاد شوي چې له ځانه د پېسو بنده جوړوي، د خیر په لاره کې یې نه مصرفوي بلکې د شر کارونه پرې ترسره کوي.
“والذين يکنزون الذهب و الفضه و لا ينفقونها في سبيل الله فبشر هم بعذاب اليم”
په دې ایت کې هغو کسانو ته د بد عذاب زیری ورکړل شوی چې خپل مال او شتمني له ځانه سره ساتي خو د الله ج په لاره کې یې نه مصروفي او د پیسو بنده ګي کوي.
اسلام د پیسو غلامي یا د پیسو عبادت بد ګڼلی، نه پیسې او شتمني. ځکه چې په پیسو زراعت او مالداري ته پرمختګ ورکول کېږي. پیسې د پرمحتګ او صنعت لامل کېږي، په پېسو سوداګري او راکړه ورکړه کيږي چې یو مهال زموږ ستر پیغمر (ع) هم سوداګري کوله او ښه ګټه وټه یې ترلاسه کوله. شتمنو صحابوو به مسلمانان غلامان ازادول او نوی ژوند یې ورکاوه.
د خپل مال او شتمني ساتنه جهاد کې حسابیږي او څوک چې په دې لاره کې مړ شي شهید دی.
موږ او تاسو چې په کومه اداره کې کار کوو موږ ته ځکه معاش راکوي چې موږ ورته کار کوو او دوی زموږ د کار په مقابل کې موږ ته معاش راکوي.
(دارن هاردی) هغه څوک دی چې په اتلس کلنۍ کې یې کار پیل کړی او په ۲۷ کلنۍ کې میلونر شوی دی. دی وایی:
ـ ددې پر ځای چې په دې فکر وکړئ چې په څه ډول شتمن کېدای شئ یا په څه ډول ډېرې پیسې لاسته راوړئ، په دې باید فکر وکړئ چې په څه ډول خپل ارزښت او قیمت لوړ کړئ، څه ډول کولای شئ چې په خپل کار او کسب کې نوښت او ابتکار وکړئ، څه ډول کولای شئ چې د خپل کار او هنر ارزښت لوړ کړئ. کله چې تاسو خپل ارزښت لوړ کړئ، د ډېرو پیسو خاوندان به شئ. ځکه چې هېڅوک هم چا ته وړیا پیسې نه ورکوي.
که غواړئ چې ډېرې پیسې لاسته راوړئ نو ځان با ارزښته کړئ.
په درنښت
آرش ننګیال
05/01/2016