لیکوال: مجاور احمد زیار
نن سبا د پوهې او تخنيک د ټوليز هېښنده پرمختگ او پرمختيا په لړ کې وگړپوهنې(بشري علوم) دومره پرمخ تللې دي چې د نړۍ د بېلا بېلو توکمونو او ان خورا کوشنيو کو شنيو وگړ ډلو د سمې او رښتينې پېژندنې لاره يې هواره کړې او په دې تړاو يې د پېړيو پېړيو بې کچه دوديزو کږنو، انگېرنو، افسانو، اساطيرو او ماويليو تاويليو ته پايټکى اېښى، اړوند رغولي او ليکلي تاريخونه يې ورسم کړي او کره کړي دي.
په دغه سمونه او کرونه کې د وگړپوهنې او توکمپو هنې (انتراپالوجۍ اوې)، لرغونپوهنې (ارکيالو جۍ) او ټو لنپوهنې (سوسيالوجۍ) تر څنگه نوې ژبپوهنې، په تېره تاريخي ژبپوهنې کله ناکله دومره غوڅه او پرېکړونې ونډه اخيستې چې دغه نورې پوهنې يې هم ترخپل سيوري لاندې راوستي دي.
په دې لړ کې د آريانپوهنې (ايرانشناسۍ) وروستنيو يوپېړ ييزو برياوو د اړوندو پوهانو پر مخ ډېر نوي نوي څنډو نه (افقونه) راپرانېستل چې د نورو آرياني ژبتوکميزو (اتنو لېنگويستيکي) ډلو ټپلو تر څنگه يې د پښتنې دې ډېر تيا ره گوټونه له تاريخي تورتمونو څخه راوکښل او له دې سره يې په دغه تړاو يې يو شمېر ساينس – افسانې (The Scince-Fictions) پوهنيز (سانتيفيک) ډگر ته راواېستې او نورو ټولو ته.يې پايټکی کېښووه.
ما د ژبپوهنې او بيا آريانپوهنې او په څرمه ډول توکمپو هنې د زده کوونکي او څېړونکي په توگه له کلو کلو را هيسې دا خپله څانگپوهيزه پازه (مسلکي مسووليت) گڼلى وو، چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې د لوستليکيو (تکستبوکونو) په لړکې د پښو يې (گرامر)، گړدود پوهنې، ويي پوهنې (لېکزيکا لوجۍ)، ليکلار (stylistics)، پښتو بدلمېچ، يا “پښتو شعرڅنگه جوړېږي؟” او آرپوهې (etymology) په گډون د يو لړ سيندگيو تر څنگه د پښتو ژبې تاريخ کښلو ته هم مټې راونغاړم.
په دغه اړه مې تر هر څه له مخه د خپل ارواښاد استاد مور گنستيرن هغه “حجة الوداع” وزمه وينا او ليکنه ځانته مخبېلگه وگرځوله چې تر مړينې يې درې کاله له مخه پر ١٩٧٥م کال په کابل کې د پښتو نړيوال سيمينار گډونوالو ته واوروله او په هغه کې يې د پښتو او پښتنو د ساکيوالي پرېکړه د خپلو شپېته کلنو آرياني او پښتو تاريخي- پر تليزو څېړنو د پايلې په توگه را ډاگيزه کړه.
دغه پرېکړه يې له آره د هماغې ((فرضيې)) د زباد ښکارند ويه وه چې لومړۍ پلا يې پر۱۹۶۰ز.کال په اسلامي پوهنغو نډ (۱ټوک) کې وړاندې کړې وه.
له دې سره پتليز راته دا هم اړينه واېسېده چې د پښتو په څېر د پښتنو تار يخ هم په تورتم کې پاتې دى او کوم دوديز تاريخونه چې پرې تراوسه کښل شوي، دومره باوروړ نه دي او تر ټولو مخکې يې کورنيو تنگ ليديو ته دا پلمه برابره کړې چې پښتانه “بلځايي کډوال” وبولي او پښتو يې دويمه زده کړې ژبه.
نو له دې کبله مې هم مهال پښتو او پښتانه سره د يوه يوا زيني ژبتوکميز يوون (واحد) په توگه تر ژبتوکميزې څېړنې پلټنې لاندې ونيول. ما له هغه را هيسې په دغه برخه کې د څو نورو لنډو تنگو اخځونو په همغاړه کولو سره يو لړ ازما يښتي لوستو نه برابرکړل او ورسره ورسره مې ورته ليکنې څېړنې په ټو ليزو خپرونو کې هم خپرې کړې، خو د هېواد د وروستيو لسيزو او بيا د تېرو څو کلونو اړ و دوړ نوره دا کابو رانه کړه چې هغه بشپړې او کره کړاى شم.
په برلين پوهنتون کې مې له دوه درې کلنې استادۍ څخه همد ومره گټه ترلاسه کړه چې د ستن کونو Sten konow ختن – ساکي گرامر او ويي پانگه هم پر خپلو اړتيا وړو اخځونو ورزيات کړم. له دې ناخبره چې استاد مورگنستيرن د همد غه کتاب له ليکوال سره د همدې پېړۍ په دويمه لسيزه کې سانسکرېت او ساکي لوستې وه او هملته يې د همدغو زده کړو په پاى کې زوم شوى هم وو
د آريانپوهنې هماغه غه ځوان منگي نارويژي زده کړيال بيا له ١٩٢١م څخه تر ١٩٢٦م له الماني استاد اندرياس او گايگر سره د نورو آرياني ژبو تر يو کلنو ټو ليزو زده کړو روسته پر پښتو زده کړه هم پيل وکړ چې د پښتو آرپوهې (EVP) په دفاع يې دويمه دوکتورا ترلاسه کړه
نو دا کومه هېښنده خبره نه وه چې مورگنستيرن د آر يانيوالي تر زباد را روسته يې د پښتو (او پښتنو) د ساکيوالي ليد توگې ته مخه وکړه او په پاى کې يې هم خپله پرېکړه په زغرده اعلام کړه. (روان فرهادي، دويم ټوک، ٣٠٥-٣٠٦ مخ).
په افغانستان کې هغه مهال د ساکي ژبې او ساکانو په اړه لا څه چې د آرياني ژبو په باب هم د دورن، راورټي، بوپ، ترومپ، ميولر، بېليو،دارمستېتر، لاريمر، استاد مور گنستيرن اويونيم بل آريانپوه او پښتو پوه له آثارو پرته نور څه نه ول، چې هغه هم په روستيو کې له سمتو کتابتونو سره د جنگ جهل و جنايت تورو لوخړو پوپنا کړل. د چا خبره په هماغه “سمسور” شاهي پېر کې هم د نوې ژبپوهنې او بيا آريانپو هنې په اړه ليکنې څېړنې له نشت سره برابرې وې او ډېر زاړه خنډونه يې مخې ته پراته ول.
زموږ دوديزو ليکوالو د هماغې بې سرو بوله خپلواکيوالې (( نه هندي- نه ايراني)) ليدتوگې تر اغېز لاندې گړ سره نه غوښتل، له ټوليزې آريانپوهنې او بيا پر ټولمنلي فونولو جيک فارمول (گ-د-ب #غ- ل- و) پر بنسټ له اړوندې ډلبندۍ ځانونه خبر او يا ورته غاړه کښېږدي او بيا دې ته چې پښتو او پښتانه د ختيزې آريانا په وېش کې راځي او په دې توگه بايد په دوه گونو زړو (اوېستايي او ساکي) ژبتوکميزو ډلو کې په دې يا هغې اړه ولري
اوېستا خو ورته کورټه د کفر”زرتشت” ژبه اېسېده او بيا دا چې ايرانيانو هغه له هخا منشي پېره رانيولې، تر اسلامه پورې له زرتشتي دين سره يو ځاى را خپله کړې وه او تراو سه يې دواړه اړخه د ملي وياړونو په توگه د خپل تاريخ او فرهنگ په چوکاټ کې تر څېړنو او پلټنو لاندې نيولي او سمبال کړي دي.
ان تر دې چې د استاد مورگنستيرن د يادې شوې وينا په وړاندې د زوړپالو او دودپالو پوهانو ټلوالې د اړوندې نړيوالې غونډې بهرني مېلمانه له نهيلۍ سره مخامخ کړل. دا په دې چې هغو زوړپالو د ژوند تر وروستۍ سلگيو پښتو او پښتانه، لکه دردي او نورستاني هغه، له هندو ارياني ژبتوکميزې څانگې څخه گردسره جلا په “درېيمې خپلواکې منځنۍ” څانگې پورې اړوند گڼل.
علامه حبيبي صاحب بياپه خپل پېښليک کې د ساکانو همدومره لنډه يادونه کړې چې په درېيمه (٢٥٦-١٣٠م ز) پېړۍ کې يې د ساکستان (سيستان) ټولواکمني رامنځته کړه او له پښتنو سره يې “يو څه” اړوندي او خپلوي هم در لوده.
غورياخېل د ژبپوهنې د يوه اماتور په توگه په پټو سترگو د ساکيوالي ليدتوگه را خپله کړې وه.د لومړي اکا دېميک پښت (ماسټرانو)کې لره خوا د کوثرغورياخېل تر څنگه ظفر کاکاخېل “پښتانه د تار يخ په رڼا کې” او بره خوا دوست شينواري ( افغانستان په اوېستاکې) د پښتنو سا کيوالى تر ډېره ځايه ډاگيزه کړى دى.
خو، ډېره هېښنده او په زړه پورې د مولانا خادم ورته ليدتو گه ده چې د يوه يوازېني دوديز استاد په توگه يې له درو پورتنيو ماسټرانو سره څه ناڅه هممهاله (۱۳۵۳ ل) په لاس کښلي او په خپله هڅه چاپ کړي گتابگوټي (( لرغوني پښتانه قومونه)) کې ښه ترا څرگنده کړې ده. که څه هم د نو رو غوندې يې ورسره د (پکت=پخت= پښت) او ځينې نور ماويلي تاويلي هم اخښلي را اخښلي دي ، بې له کوم پوهنيز دک دليله يې ځينې پښتو خېلونه او پښې په ساکا نو کې راوستې او ډېرې نورې يې ترې اېستې دي.
پر پښتني- افغاني کچ د لومړي اکادېميک پښتني پښت له دوو مخکښو ژبپو هانو څخه پوهاندالهام لږترلږه د خپلې سريزې په ترڅ کې د ساکي ليدتوگې پخلی کړی، خو پر وړاندې يې پوهاندتږي (۵۱- ۵۲) په خپل بيبليوگرافيک- ټېکسټولوجيک نښير ((پښتانه)) کې د ساکي پرځای هماغه ((پکت)) ليدتوگه را ټينگه کړې ده، او سره له دې چې د استاد الهام غوندې د تاريخي- پرتليزې آريا نپوهنې داوه نه کوي، د استاد مور گنستيرن ساکي زباد په پټو سترگو ردوي.(د نور پوهاوي لپاره←۱- څپرکی)
د لومړي اکادېميک پښتني پښت درېيم استازي او بيا تاريخپوهاند ډاکتر حسن کاکړتر پوهاند الهام هم له ساکانو سره د پښتنو اړوندي نه ردوي او په دغه اړه په يوه تازه کتاب(پښتون، افغان، افغانستان۲۵-۲۷) کې ليکي:
مورگنستيرن او نور پوهان په دې کې سره يو دي چې پښتو د اريايي(آرياني) شمال ختيزې ژبنۍ ډلې يوه برخه ده چې د ساکا له کومې ژبې سره به يې تماس لرلی وي… .
توکمپوه ډاکتر(رازق پالوال) بيا ((ساکي-پارتي)) ليدتوگه پر ځای ((پارتي- پهلوايي)) هغه وړاندې کړې ده. ان تردې چې پېړ و پنډ (دويم ټوک!) يې(پرثانه او يونانيان) نومولی دی. همداراز يې د پارتي (ارڅک=اڅک) ژبنی همريښه والی له توکميز همريښه والي سره غاړه غړۍ کړي او په همدې تړاو يې دغه کتاب ارواښاد خان اودل سمد خان ته په دې ټکو ډالۍ کړی دی:
((دغه اثر و پښتنو ته د ارڅک نيکه د پورگنئ وروستي پياوړي خو نامرداد مشر شهيد خان صمدخان په ياد او وياړ وړاندي کيږي!)) .( د ښه تراځيرنې په تړاو يې ← د پښتانه= پرثانه نوې ببولاله)
دوست شينوارى يوازينى افغان او بيا پښتون ليکوال دى چې خپل غبرگ کتابونه “افغانستان په اوېستا کې ١٩٩٠” او “پښتانه څوک دي؟ ١٩٩٨” يې تر ډېره د ارياني فيلا لوجۍ پر بنسټ خپاره کړي، هغه هم بيا څه نا څه د نالا سبرو روسي- شوروي سرچينو له مخې، خو دا چې له غږپوهنې، آرپوهنې او نورو تيوريکي ناخبري او په دې توگه يې تر يوې کچې د دوديزو او ناڅانگيزو ليکوالو غوندې پکې خپلې پښتنې انگېرنې هم اخښلې راخښلې دي. له دې لامله هغه څه چې مو د ساکانو او بيا له پښتنو سره د خپلوۍ په تړاو له دغو کتابونو څخه دلته او هلته راخېستي څرگندو نې مو تر کره کتنې تېر کړي دي .
ان د آمو آ غاړه پارسي ژبو تاجيکانو” ورسره هم ملگرتيا کړې او له دغه پلوه يې د پخواني شوروي پېر له بډايې ختيځپوهنې او آريانپوهنې څخه په گټه اخېستنه له خپلو پخوانيو لويديزو آرياني خپلوانو سره سيالي پر ځاى کړې ده، که څه هم تاجيک هسې بېځايه ځانونه د راروسته مېشتېدنې له کبله په ختيزو آريانيانو (باختريانو) کې شمېري .
تاجيکان د زړې پارسۍ پر ځاى اوېستا او ساکي له ټولو فرهنگي، تاريخي او ديني وياړونو سره د تاجيکۍ آره او بنسټ گڼي، لکه څنگه يې چې د همبورگ په تېره نړيواله غونډه (( پژوهش در فرهنگ باستانى و شناخت اوستا، ٣-١٨ اکتوبر ١٩٩٨)) کې د ډېرو گډونوالو له څرگندونو څخه جوته شوه.
دوی که څه هم له لويديزو آريانيانو، يا په بله وينا، پار سيوانانو سره پر گډ تېرمهال هم تر ټولو زيات وياړي، خو د نورو څانگوالو په توپير يې ژبپوهان بيا له داسې گډوله اندتوگې هرو مرو ډډه کوي او له بده مرغه چې په دغه نړيو اله پوهنغونډه کې له دوه تنو ژبپو هانو پرته د بل کوم آريا ني فيلالوجېست څرک نه لگېده، خو سره له دې يې له گڼو خپرونو څخه دومره په زړه پورې توکي لاسته راغلل چې زما د تر لاسلاندې سکالو (مو ضوع) خبرتيايي زېرمه (دېتا) يې ښه ترارا بډايه کړه. ورپسې مې د يوه ليکوال دوست “رهپو” په مرسته د گيوتينگن له کتابتونونو هم ډېر څه راترلاسه کړل..
پخپله په انگليستان او بيا د لندن او اکسفورډ په اړوندو کتابتونونوکې زما ورته پلټنې له هره پلوه گټورې وې چې د ١٩٩٦م کال په روستيو کې مې له پنا راوړنې سره سمې راپيل کړې وې. په ترڅ کې د يوازيني ژوندي پاتې انگرېز پښتو پوهاند استاد ديوېد دانيل مکنزي مرستې او لار ښوونې لا زيات پراخ لر ليدونه زما پر مخ پرانېستل.
د لندن پوهنتون د ختيځپوهنې ستر بنسټ (SOAS) د آريانپوهنې پرځايناستي شاگرد سيمس-ويليمز يې د کار موند نې د سپارښت په ترڅ کې اړوند کتابتون او ورپسې برېتش لايبرارۍ ته لار راسيخه کړه
دا هم يوه په زړه پورې ناببري (تصادف) وو چې مېرمنې مې تر راتگ له مخه دا زېرى پېښور ته له ځان سره راوړى وو چې ان په انټرنېټ (Internet) کې يې د افغانستان تر نامه لاندې وار له واره پر ساکانو سترگې لگېدلې وې: “… يونان – باختري دولت بيا پر خپل وار ساکه نوميو آريانې کوچيا نو او ورپسې يې اړوندو کوشانيانو ته ورولېږدېد…”
له بشپړ متن څخه يې راته دا پته پوره ولگېده، چې د جهان پر نقشه باندې د افغانستان لومړنۍ راڅرگندېدنه له ساکا نو او بيا د هغو له ځايناستو بچيانو (کوشانيانو- يپتليانو) او بيا نمسيانو(پښتنو او پاميريانو) سره نه شلېدونکى اړ او تړاو لري او دا هم له کېدو نه لرې نه ده چې پښتانه د همدغه تاريخي زنځير پايڅوړ اوسي.
له همدې کبله راته بيا دا تر ټولو په زړه پورې او اړينه وبر ېښېده چې د ساکي او پښتو د اړوندۍ تر څېړنې او سپړنې له مخې د ساکانو او پښتنو ترمينځه د همټبرۍ سپيناوى تر څېړنې، ځيرنې او شننې لاندې ونيول شي او په سرسر کې د ساکانو پر تاريخ او ژوند و ژواک هر اړخيزه رڼاواچول شي او وروسته ورسره پښتانه پرتله کړ شي، چې کوم گډ او ورته اړخونه او ځانگړتياوې سره لري او پر ژبنۍ اړوندۍ سر بېره يې توکميزه (اتنيکي) يا په بله وينا ټبريزه خپلوي څومره زبادېداى شي.
له ښه مرغه ساکان تر ساکي ژبې هم زيات ځلان او رو ښان تاريخ او تېر مهال لري او تر نورو څلورو آرياني ټبرونو (پار سيانو، پارتيانو، ماديانو او اوستايانو) يې تاريخي، جغرا فيايي، ټولنيز، سياسي او فرهنگي تېر مهال له ټولو رنگار نگيو او بدلونونو سره ښه ترا پېژندل شوي دي
په دې کتاب کې تر وسې وسې هڅه شوې چې په دې اړه هم لاسته راغلې خبرتياوې او توکي په ژور ډول تر ځيرنې او شننې لاندې ونيول شي او په تېره د شمال ختيزو آريانيانو او بيا د افغا ني ټولنې او دولت د بنسټوالو او پر مخوړو نکيو په توگه پرې له خپل اړوند زوزات او ځايناستو کو شانيانو، يپتلا نو او بيا پښتنو سره د ژبتوکميزې اړوندۍ له پلوه رڼا وا چول شي.
دلته تر هر څه زيات پر ژبپوهنيزو توکيو او لاسوندونو زور اچول شوى او له همدې کبله ورته د کتاب زياته برخه ځا نگړې شوې ده. ځکه ژبپوهنه د ژبني ساينس په توگه له ژبې او ژبنيو سکالو (مسالو) سره کار لري او ازمېښتون (لابرا توار) يې همدا ژبه او ژبني توکي دي.
په دې لړ کې تاريخي هغه بيا داسې انکار نه منونکي لا سوندونه پر لاس راکوي چې د اړوندو ويونکيو د تېرمهال ډېر تياره گوټونه رڼا کولاى او پر تاريخوالو سربېره د ځمکپوهانو، توکمپوهانو، فرهنگپوهانو او ادبپوهانو ډېرې ښويېدنې او تېروتنې ورسمولاى شي.
په دې لړ کې د زړې ژبپوهنې او بيا ارياني فېلالوجۍ د کورنيو او بهرنيواستازيو د ناسموليدتوگو او پايلنيويو (نتيجه گيريو) د سپيناوي لپاره د شلمې پېړۍ د نوې ژبپو هنې او فېلالوجۍ له سانتيفيکو، په تېره فونېتيکي او اتېمولوجيکي ارونو او دويونو (اصولو او قوانينو) څخه ډېره گټه اخېستل شوې اود ډېروکليشه يي روايتي – تار يخي پرپړو له راغبرگونو ډډه شوې ده.
د ساري په توگه ما د دې پرځاى چې د پښتو او پښتنو د آرې په اړه د خپلو دوديزو ماويليو تاويليواو بيا د نولسمې پېړۍ د ټولو لويديزو آريانپوهانو او توکمپوهانو د روايتو اوليدتوگو يو اوږد پېړ او وېړ ليکلړ وړاندې کړم، د نوې نومهالې آرياني فيلالوجۍ او بيانوې پښتو ژبپوهنې د سترو استازيو په تېره د فرانسي دارمستېتر، الماني گايگر او نارويژي مور گنستيرن پر وېړو ليکنو څېړنو او پايلنيويو مې زيات لنگر اچولى او د شمال ختيز آريا نيوالي او بيا ساکيوالي پر تېزس مې راڅرخولي دي.
هر گوره، دا راته هم اړينه وه چې د زاړه دوديز او نوي اکا ديميک پښتني پښت او نورو کورنيو ليکوالو اړوندې څېړنې او ليکنې هم تر لنډو لنډو کره کتنو تېرې کړم او خپلو ناسمو او ناڅانگيزو تېروتنو ته يې ورځير کړم. لکه واخلې، د پکهت و پکتوېس، غلجي او خلجي،يا د استاد حبيبي او بيايې پېښاوو ډاکټر گلجنان ظريف د پار سي مېخي ډبر ليکونو د پښتو انگېرلو ببولاله
توکمپوه ډاکتر(رازق پالوال) بيا د((ساکي-پارتي)) ليدتوگه پر ځای ((پارتي- پهلوايي)) هغه وړاندې کړې ده. ان تردې چې پېړ و پنډ (دويم ټوک!) يې(پرثانه او يونانيان) نومولی دی. همداراز يې د پارتي (ارڅک=اڅک) ژبنی همريښه والی له توکميز همريښه والي سره غاړه غړۍ کړي او په همدې تړاو يې دغه کتاب ارواښاد خان اودل سمد خان ته په دې ټکو ډالۍ کړی دی:
((دغه اثر و پښتنو ته د ارڅک نيکه د پورگنئ وروستي پياوړي خو نامرداد مشر شهيد خان صمدخان په ياد او وياړ وړاندي کيږي!)) .( د ښه تراځيرنې په تړاو يې ← د پښتانه= پرثانه نوې ببولاله)
د هند نيمې وچې په دوه پېړييز برتانيي ښکېلاکي پېر گڼ انگرېزي پوځيانو او ملکيانو له الفنستون او برنسه تر مېجر راورټي او هنري بيليو، او له توربرن او گريرسنه تر گولډن لاريمر او لوکارټ لاريمر پورې د نورو لاسلاندې توکمونو په لړ کې له ((فارورډ پاليسۍ)) سره سم د پښتني توکم وتاريخ، کولتور وفولکلور،ژبې او ادب څېړنې او پلټنې ته راودانگل. نو که آره موخه او مرام يې هرڅه وه، خو موږ ته هم تر ډېره گټور پرېوتل. په تېره بيا داچې د فرا نسي دارمستېتر، الما ني گايگر او ناروېژي استاد مور گنسترن غوندې سترو پښتو پو هانو او آريانپوهانو ته يې هم د څېړنو پلټنو لاره هواره کړه.
په انگرېزانوکې دويم لاريمر(۱۹۶۲ مړ) په هر ډول، د استاد مېکنزي په وينا، په جاسوسۍ کې يې د لارنس څټ گرولی وو، خو اولاف کېرو د برتانيايي هند روستی ختيځپوه او بيا د پښتونخوا روستي گورنر د((پټهانز)) په نامه يوداسې ژبتو کميز يااېتنولېنگوېستيک ((گنج الفساد)) ترشا پر ېښووه چې د ټولو مخينيانو هغه مثبت اړخونه يې هم تر پوښتنې لا ندې راوستل؛ ان تردې چې د مولانا عبدالقادر، ملاتقويم الحق، قلندر مومند… او بيا پرېشان خټک غوندې نورو اوسنيو او سبانيوديجنرېډ خېل و خټکو ته د پښتني توکم و تاريخ ، ژبې، ادب و فر هنگ د مسخولو لپاره يوه تلپا تې مخبېلگه او لارنقشه وگرځي