لیکنه: صفي الله سلطاني
په ژوند کې انسان له ډول ډول فشارونو سره مخ کیږي؛ مالي فشارونه، د کاري ډګر فشارونه او کورني فشارونه، هغه فشارونه دي چې هر انسان تر یوې اندازې پوري ورسره مخامخ وي، یواځینی شی چې موږ له دې فشارونو څخه ژغورلی شي، هغه ځان هڅونه یا ځان ته د یوې انګیزې ورکول دي.
ځان ته انګیزه هغه وخت ورکولای شو چې له هغو کارونو څخه خوند واخلو چې کوو یې. دا چې څنګه ځان ته انګیزه ورکړو پنځه لاري مو په نظر کې نیولي، هیله ده چې مرسته درسره وکړای شي.
لومړی: کوچنۍ لاسته راوړنې (بریاوې) ولمانځئ: دا فرق نه کوي چې تاسو د یوه ډیر کوچني شي په تر سره کیدا بریالي شوي یاست بلکه مهمه دا ده چې تاسو بریالي شوی یاست، همدا بریا ولمانځئ او خوند ترې واخلئ. د بیلګې په توګه په کار کې مو آمر د ښه کار په کولو تقدیر کړاست، همکار مو ستاسو د کار ستاینه وکړه یا مو د کورنۍ یوه غړي ستاسو د کار صفت وکړ چې ډیر ښه کار دي کړی افرین، دا بریاوي دي، او ویې لمانځئ. که دا کوچني کوچني بریاوي ولمانځئ او ځان پرې خوښ کړئ نو ښه والی یې دا ده چې ستاسو په وجود کې به یوه مثبته انرژي ایجاد کړي او په ترڅ کې به یې د لویو اهدافو په تر لاسه کولو برلاسي شئ.
دوهم: هره وړه او لویه خبره له ټولو خلکو سره مه شریکوئ: که مو په بهر کې د یوه سیمینار د ګډون چانس تر لاسه کړی وي یا مو په یوه معتبره اداره کې د کار کولو لپاره په ازموینه کې بریالي سوي یاست نو ستاسو لپاره خو تر ټولو ښه خبر ده، مګر اړتیا نه سته چې دستي یې له ټولو خلکو سره شریک کړئ یا یې سمدستي اعلان کړئ. دا ښه خبره ده چې په خپل کور کې یې ووایاست له خپلو نږدې ملګرو سره یې شریکه کړئ خو ټولې نړۍ ته یې اعلانول او چیغي وهل به درته ښه نه وي. ☺
د بیلګې په توګه تاسو د یوې دندي په امتحان کې بریالي شوي یاست نو سمدلاسه یې د یوه غټ خبر په توګه پر فیسبوک پوسټ کوئ او وایاست چې زه خو له پلانکي موسسې سره په پلانکي پوزیشن کې کامیاب شوم، ګڼ شمیر ملګري، خپلوان او دوستان به مو د مبارکیانو تر څنګ ډول ډول مثبت کامنټونه درته پریږدې حال دا چې دا ستاسو لپاره ښه نه ده، ځکه کله چې تاسو د خپلو ملګرو، خپلوانو او دوستانو دا ډول مثبت نظریات وینئ نو فکر کوئ چې هدف مو تر لاسه کړی، خو حقیقت دا وي چې تاسو پر خپل هدف کار لا نه وي شروع کړی تر لاسه کول خو یې پریږده.
دریم: پرتله کول بس کړئ؛ له نورو سره د ځان پرتله کول پریږدئ ځان ته درناوی وکړئ. هو؛ موږ د فیسبوک، ټویټر او اینسټاګرام په نړۍ کې ژوند کوو. دلته هر سړی پر فیسبوک، ټویټر او اینسټاګرام کې د خپلو بریاوو یادونه کوي کله چې تاسو دا وینئ نو وایاست چې زه ولي دا هر څه نه شم تر لاسه کولای، زه ولي نه شم کولای چې بریالی شم. خو حقیقت دغه ډول نه ده، متل به مو اوریدلی وي چې واښه تل له بل لوري زرغونه ښکاری. پرفیسبوک هر سړی هغه وخت یو پوسټ کوي چې خوشحاله وي یا یې یوه بریا تر لاسه کړي وي دا نو په دې مانا نه ده چې همدا سړی به ټول وخت په مزو سر یې یا به تل بریالی وي، په حقیقت کې هغه یواځي خوشحالي له نورو سره څرګندوي او ناکامۍ او خفګانونه یې ټول پر زړه کې پټ کړي وي. نو له نورو سره ځان پرتله کول بس کړي، ټولې هڅي مو د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو متمرکزي کړئ باور لرم چې بریاوو ته به ورسیږئ.
څلورم: د هغو کارونو د ترسره کولو تکل وکړئ چې مېنه ورسره لرئ: که د یوه کار له کولو سره علاقه او مېنه لرئ نو بیا یې ژر او په ښه ډول تکمیلولای سئ. له نورو څخه کاپي کول پریږدي، د بیلګې په ډول تاسو په نقاشۍ کې ډیر تکړه یاست او په مېنه او علاقمندئ سره نقاشي کوئ خو د تره زوی مو بیا له طب سره مېنه لري او وایې یې، تاسي کله چې له طب سره علاقه هم نه لرئ نو پر ځان فشار راوړئ چې نه زه به هم خامخا طب وایم حال دا چې په پایله کې به بیا دواړه در څخه پاتي وي، نه به نقاش شې او نه ډاکتر. نو هغه څه کوئ چې علاقه ورسره لري.
له ژوند سره د انسانانو مېنه او علاقه ده چې په هر ډول شرایطو کې ژوند کولو ته چمتو دي او هیڅوک نه غواړي چې له لاسه یې ورکړي.
پنځم: د فعالیتونو (کړنو) لیست مو په وړو وړو برخو وویشئ: داسې باید نه وي چې د ورځي د کړنو په لیست کې مو پنځوس کارونه لیکلي وي چې دا به کوم ها به کوم او د ورځي په پای کې مو هیڅ هم نه وي کړي. یوه شپه او ورځ یواځي څلوریشت ساعته ده، موږ نه شو کولای چې هر څه په همدې څلورویشت ساعته کې تر لاسه کړو. هغه کارونه چې مو د ورځي لپاره پلان کړي باید ریالیسټیک یا حقیقي وي. مطلب دا چې هغه شیان باید پلان شي چې تر لاسه کول یې ممکن وي.
په درنښت