ژباړه: حمیدالله حمیدي
ډېری کسان په دې تمه وي چې یو څوک پیدا شي او انګېزه ورته ورکړي.
خو،
هېڅکله به هم تاسو ته څوک انګېزه در نه کړي؛ دغه ژوند ستاسو لپاره دی او بې له تاسو هېڅوک هم ستاسو مسئولیت پر غاړه نه لري. هېڅوک به هم پیدا نه شي چې ستاسو د ژوند او عمر د بېځایه تېرېدو په اړه زړه وسوځوي. بې له تاسو به هېڅوک پیدا نه شي چې تاسو ته دې انګېزه درکړي او په دې ډول وتوانېږئ خوشاله ژوند وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږئ. ډېری خلک د دې لپاره چې خپل کارونه پر مخ بوځي نورو خلکو ته اړتیا لري او یوازې دوه سلنه خلک دي چې د ځان لپاره هدف ټاکي، ځان ته انګېزه ورکوي او خپل کار پر مخ بیایي.
دغه قوي کسان نه یوازې دا چې د خپلو هیلو د کښتۍ چلولو کلۍ په خپل لاس کې لري او هغه په ډېره هوښیارئ سره پر مخ بیایي، بلکې د نورو ډېرو خلکو لپاره یوه مخ بېلګه (الګو) ګرځي، دوی هم له ځان سره د بریا پر لور بیایي هیله لرم له تاسو څخه هر یو له دغه قوي ګروه سره پوره او پیاړې اړیکې ولرئ. ډاډه یم، اوس له ځانه پوښتنه کوئ چې ((څنګه خپل ځان ته انګېزه ورکړم او د پیاوړو خلکو په ډله ورګډ شم؟))
په لومړي سر کې هره لاسته راوړنه (فکر) دی
کله چې ډېر د یو څه په اړه فکر وکړئ نو هغه ده چې په اړ یې بیا ((احساس)) پیدا کوئ او کله چې د ډېر وخت لپاره په زړه کې احساس وساتئ نو هغه ده چې بیا پر ((اقدام)) لاس پورې کوئ او کله چې اقدام وکړئ معلومه خبره ده چې په پایله کې به لاسته راوړنې ولرئ. فکر===‹ احساس===‹ اقدام ===‹ پایله.
تر دې ځایه تاسو خپلې موخې ټاکلې دي او د رسېدلو لپاره مو ورته لارې چارې هم پیدا کړې دي. دا چې څه ډول په خپل وجود کې ورته پوره انګېزه پیدا کړسیې؟
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي یو کس غواړي خپله دنده پرېږدي او[...]
ژباړن:حمیدالله حمیدي د اروا پوهانو څېړنه: ډول ډول پوښتن پاڼې[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي له شک پرته هر انسان غواړي، چې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی