لیکنه: حنيف الله نيازي
یو انسان ته د انسان لقب د هغه ټولنیزو اړیکو له کبله ورکول کیږي ، یعنې همدا اړیکې دي چې انسان ته د چاپیریال پوهوې ورکوي هغه ته آداب او دودونه زده کوي.
د انسانانو اړیکې له دوو مفهومونو څخه معنا مومې چې یو یې رنځ او بل یې خوند وي. ددې خبرې وضاحت لپاره باید ووایو چې یو ماشوم په شپږمیاشتنې او یا هم له هغه څخه لږ یا ډیر عمر کې ځان ته متوجه کیږي او په دې ځان پوهوي چې ځینې غړي یې هغه ته درد او ځینې یې رنځ ورکوي او دا ماشوم د دغه مسایلو پر وړاندې حساسیت ښیي.
د ژوند قانون همدا دې چې باید له درد او رنځ سره مل وي مګر په دې برخه کې د یوه هوښیار کس دنده دا ده چې خپل د ژوند خوند له درد څخه لس چنده ډیر کړي، له خپګان څخه خوښیو ته ډیره پاملرنه وکړي، په کوچنې مسایلو کې ځان سترس نکړي. که مو داسې چلند له خپل ژوند سره ترسره کړو نو په ټولنه او یا هم د کور په چاپیریال کي به یو هوسا او خوشحاله کس په نوم وپیژندل شو، له نورو سره به مینه کوو او له خپل ژوند څخه به راضي واوسو.
یو ماشوم د دریو کلنو په شاوخوا کې په دې پوهیږي چې ځان ورته د منلو وړ دې او که نه! وروسته کله چې بل کس ګوري دې ته ځیر کیږي چې زه ښه یم که بد، زه په کومې کچې ښه یا بد یم، له ځانه سره مینه ولرم که نه. د دغو اندونو په لړ کې یوه پروسه پیلیږي چې تر لسو یا دوولسو کلنو پورې دوام مومي؛ په دې سن کې انسان یا له ځانه سره مینه لري یا کرکه. که له ځانه کرکه ولري دا کس کله چې لوییږي یا ځانه وژنې ته مخه کوي او یا هم داسې کړنو ته مخه کوي چې ځان ته يې تاوان رسوي، د ساري په توګه یا سګرټ څکوي او یا کومه بله نشه ترسره کوي.
په یوې سالمې ځان غوښتنې کي څلور اصلي عنصرونه شته:
۱ـ لومړې دا چې د نړې ټول اعمال خپل ځان لپاره ترسره کوم، ورزش کوم ، مطالعه کوم، له نورو سره مینه کوم او داسې نور…
۲- هیڅ کوم ناوړه کار خپل ځان او یا هم ځان په ضد نه ترسره کوم.
۳ـ هر کار د لاندې دریو اساسي شرطونو په نظر کې نیولو سره ترسره کوم:
الف:هر څه چې ترسره کوم د هغه تاوان زما پر غاړه دې.
ب: هر څه چې ترسره کوم د هغه مسول زه خپله یم.
ج: زما د هر کار پایلې مسول زه خپله یم.
۴ـ د هیچا پر حقوقو تیروتنه نه کوم او نه بل څوک دې کار ته پریږدم.
که هغه پورتي اعمال ترسره شي نو موږ به تر ټولو ښه انسان او په ټولنې کې به یو منل شوې کس واوسو، که نه نو نه به له ځانه سره او نه به له نورو سره مینه لرو.
هر هغه کس چې له ځانه سره مینه ونه لري، د خپلو اعمالو پایله ونه مني او د نورو پر حقونو تیرې وکړي هغه دوو حالتونو سره مخ کیږي یا په ماشومتوب کې داسې رټل کیږي چې پریکړه کوي ځان ووژنی او یا هم د انساني ضد اعمالو ته مخه کوي، د یو چا ژوند پر ضد کیږي. یا د هغه ذهني او تخیلي پیاوړتیا په اساس يې چې انسان لري دغه کمی نه منم او خپل ځان تر ټولو لوئ ګڼم.
بلاخره کوم انسان چې له ځانه سره مینه نلري یا یو حقیر بدخلقه انسان کیږي او یا هم ځان غوښتونکې او دوه مخه انسان وي. ځان غوښتونکې انسان په حقیقت کې یو موږک په شان دې چې د پړانګ په پوست کې ننوتې وي کله چې تر ځانه قوي په مخه ورشي نو ژړا او انګولا پیلوي.