لیکنه: مشتاق رحیم
د خپلې بریا دپاره له ټولو اړین کار چې تاسې کوئ هغه په خپل چاپیریال کې د هغه عنصرونو څارنه ده چې تاسې ته لید لورې ټاکي- ځان اطمیناني کړئ چې هر هغه څه چې تاسې ګورئ او اورئ ستاسو هغه موخو سره چې تاسې یې ترلاسه کول غواړئ سمون لري-
د بریا په لور خپلې لارې ته غوږ کیږدئ
په خپل موټر کې ښونیز پروګرامونه واورئ- یو عادي کس په کال کې له ۱۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰۰ میله پورې سفر کوي چې له دې حسابه دغه عادي کس کابو له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ساعتونو پورې وخت په موټر کې تیروي-تاسې په خپل مسلک کې ډیر په اسانۍ سره یوازې د ښونیزو پروګرامونو په اوریدو سره له یوځاې څخه بل ځاې ته د سفر په اوږدو کې کارپوه جوړیدې شئ-
د خپل مسلک اړونده کورسونو کې ګډون وکړئ
د خپل مسلک د کارپوهانولخوا برابر شویو سیمنارونو کې ګډون وکړئ- اضافي کورسونه واخلئ او هر هغه څه چې تاسې کولې شې زده یې کړئ- له کارپوهانو یې زده کړئ- له هغو پوښتنې وکړئ، هغو ته لیکونه واستوئ، د هغو کتابونه ولولئ، د هغو مقالې ولولئ، او هغه خلکو ته غوږ کیږدئ کوم چې په هغه برخه کې چې تاسې پکې د بریالیتوب ارمان لرئ د بریا مخینه لري-
سمو خلکو سره یوځاې شئ
یوازې مثبتو او د بریا لرلید لرونکو خلکو سره اړیکه او ملګرتیا جوړه کړئ- د بریالیو ملګرتیا وکړئ- لکه څنګه چې ویل کیږي، د عقاب سره الوت وکړئ- که چیرې تاسې ټول وخت پیل مرغ سره ګرځئ نو تاسې د عقاب سره الوت نه شئ کولې – د نابریالیو او بې لید لوري خلکو څخه ځان لرې وساتئ او له ټولو ترمخه له منفي خلکو څخه لرې و اوسئ- که مو د کار د ځاې آمر د منفي مفکورو خاوند سړې وي نو په جدي توګه د خپل د کار د بدلون په اړه فکر وکړئ- د منفي خلکو سره دوامدره اړیکه په ځان کې کفایت کوي چې تاسې د نه لاسته راوړنو، مایوسۍ او ناکامه ژوند په جزا وسپاري- یوازې مثبت نظر لرونکو خلکو سره اړیکه وساتئ- د ګټونکو او بریالیو سره یوځاې شئ-
خپلې موخې تصور کړئ
خپلې موخې د حقیقت په بڼه د خوب څخه ترمخه د وروستي کار په توګه او په سهار کې د لومړني کار په توګه تصور کړئ- خپلې موخې داسې لکه چې دا اوس شتون لري وګورئ- ستاسې لاشعور یوازې هغه وخت فعاله کیږي چې تاید او تصویرونه د حال په زمانه کې وویني – خپلې موخې خوب ته تګ څخه ترمخه روښانه و وینئ- ځان د کار په خورا ښه ډول ترسره کولو حال کې ووینئ-
ځان په ذهني انځورونو تغذیه کړئ
ځان په هغه شان ژوند کې کوم چې تاسې غواړئ چې وې لرئ تصور کړئ- ځان په هغه ډول اړیکو کې، هغه ډول صحي حالت کې، هغه ډول موټر کې، او هغه ډول کور کې چې تاسې یې په رښتیا غواړئ تصور کړئ- دا تصور د شپې له ویده کیدو ترمخه وکړئ- لومړې کار چې تاسې یې له خوبه په جګیدو کوئ هغه ځان په ذهني انځورونو تغذیه کول دي- دا دوه، کله چې ویده کیږئ او کله چې را ویښیږئ، هغه وختونه دي چې ستاسې لاشعور ذهن ترټولو ډیر نوي پروګرام اخیستو ته چمتو وي-
عملي تمرین
دوه کاره چې تاسې یې ټوله ورځ په کولو خپل ذهن او احساسات د خپلو موخو او مالي بریاو په لور متمرکزه ساتلې شئ:
لومړې، د سفر پر مهال غږیزو پروګرامونو ته غوږ شئ- په دوامداره توګه خپل ذهن د هغه ښه کیفیت تعلیمي او هڅونکو موادوڅخه چې تاسې د خپلې موخې لورته وښوروي له چینې خړوبه کړئ –
دویم، د مثبتو خلکو سره د تړاو درلودو په اړه ټینګ و اوسئ، ډیرې وخت هغه خلکو سره چې د راتلونکي په اړه هیله من دي ملګرتیا وپالئ- د ګټونکو او بریالیو سره و اوسئ او له منفي خلکو لرې و اوسئ، له هغو چې نیوکې کوي، غندنې او شکایتونه کوي-
You also might be interested in
لیکنه: سجاد احمد رحیم په پرمختللې نړۍ کې خلک د[...]
لیکنه: براین ټریسي ژباړه: مشتاق رحیم له تاریخ څخه یې[...]
ژباړه: لېوال افغان هر وخت، هر ځای او هرچیرې چې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی