ژباړن: حمیدالله حمیدي
فکر وکړئ یوه ورځ څوک درته سهار وختي زنګ وهي او په صفتونو او ستاینه دې شروع کوي (( ته د ځمې پر سره تر ټولو ښه، بریالی اوهڅاند انسان یې، پوهېږې زه ستا پر دوستۍ افتخار کوم او…)) معلومه خبره ده، چې د دې خبرو په اورېدو سره د خوښۍ احساس کوئ!.
خو بله ورځ همدا کس په چپ اړ را پاڅېږي درته زنګ کوي او هغه څه یې چې په خوله ورځي درته وایي (( ته یو کمزوری انسان یې، ته هېڅ هم نه شې تر سره کولای او …)) دا خبرې به تاسوته څه احساس درکړي؟ معلومه خبره ده، چې د دې خبرو په اورېدو سره به تاسو د خفګان احساس وکړئ! په حقیت کې کله یې، چې په لومړۍ ورځ درته ستا د کړونو صفت وکړ د خوښۍ احساس د وکړ، خو بله ورځ یې، چې ستا په اړه ناوړه او زړه ماتونکې خبرې وکړئ تاسو هم خپه شوی او زړه ماتي یې کړی. په دې وخت کې ستاسو د ژوند تګ لاره چا کنټرول کوله؟ معلومه خبره ده ((هغه))! تاسو غواړئ ټول ژوند مو همداسې تېر کړئ؟ نه په هېڅ صورت هم نه! دا هغه تګ لاره ده، چې د (بېروني کنټرول) په نوم یادېږي ته باید (داخلي کنټرولونکی ) ولرې او بل څوک دې هدایت نه کړي. که څوک دې په اړه درته صفتونه او ستاینې وکړي له ځانه سره باید خوښ شې او و وایې، چې زه په ریښتیا هم یو بریالی کس یم او که خدای مه کړه زړه ماتونکې خبرې یې درته وکړې هم باید پر خپل ځان باور له لاسه ورنه کړي، ځکه تا مخکې له مخکې خپل ځان پېژندلی او د ځان په اړه کومه انېښنه نه لرې. که د چا د دې خبرو تر حملې لاندې راغلې او ورته و دې ویل، زه دې خوشحاله، یا خپه کړم پوه شه ، چې ته لا اوس هم د بېرون څخه کنټرولېږې، خو که له ځان سره دې وویل، چې زه خواشینی یم او یا هم غواړم خواشینی شم نو بیا دې په دا خل کې کنټرولونکی پیدا کړی دی. دلته به دې یوه تجربه لرونکي هندي سپینږیري کس یوه لنډه کیسه درته وکړم هغه داسې وه، چې: یوه ورځ یو تجربه لرونکی سپينږیری پر لاره روان وو، له یو چا سره مخ شو، هغه کس ورته بدې خبرې وکړې خو دی لا چوپه خوله ولاړ وو کله، چې د مقابل کس خبرې خلاصې شوې سپینږيري ورته وویل یوه پوښتنه درنه کوم، که یو څوک ډالۍ قبوله نه کړي ډالۍ بېرته د چا کېږي؟ هغه کس ورته وویل معلومه خبره ده ، د ډالۍ ورکوونکي. سپینږيري ورته وویل ما ستا ډالۍ قبوله نه کړه، سړی یې پرېښود او ده خپله لاره ونیوله. دلته ښکاري چي دغه تجربه لرونکي سپیمږيري داخلي کنټرولونکی درلود. تر هغه وخت چې بېرونۍ احساس پارونکې منبع مقصره و بلو او په وړاندې یې حساسیت وښایو بد بختۍ او خفګان به مو همداسې ادامه پیدا کړي او د بېچاره ګۍ او ستړتیا احساس به کوو. ښه خبره داده، چې په دې برخه کې له ځانه دوه پوښتنې وکړو.
ولې په غوسه کېږو؟
ولې خپه او غمګین یم؟
خوښي د نفس د عزت پایله ده. که له چانه پوښتنه وکړئ، کوم کوم شی مو ډیر خوشاله کوي؟ کېدای شي بېلا بېل او ډول ډول ځوابونه درکړي، خو که فکر ورته و کړئ کېدای شي ډېری ځوابونه یې پر مادي شیانو را وڅرخي. په داسې حال کې، چې دا ډول ځوابونه اشتباه او غلط دي. ځکه خوښي د انسان له وجوده سرچینه اخلي او اکتسابي نه ده. کېدای شي یو کس په ژوند کې هر څه ولري او له هر شي څخه برخمن وي خو خوښي نه لري او برعکس داسې کسان به مو هم لیدلي وي، چې د ژوند ډیر لږ امکانات لري، خو تر ټولو خوښ ژوند لري. خوښي شاپرک ته ورته ده، که مو منډې پسې ووهلې هېڅ کله به یې هم را ګیر نه کړئ او که ورته و درېدئ خپله به راشي او ستاسو پر اوږو به کېني.
You also might be interested in
د سامسونګ کلیمه د دریو ستوریو په مانا ده چې[...]
په عمومي ډول سره د کاروبار لمن ډیره پراخه ده او ټول هغه فعالیتونه او کړنې په ځان کې رانغاړي کوم چې له تولید، د توکو او چوپړتیاوو له توزیع سره اړیکه ولري؛ او موخه يې په دغو کړنو کې د ګټې لاسته راوړل وي.
لیکنه: مرسل احمدزۍ ایسالا وان دیست د 1842 کال د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی