لیکنه: عزیزالرحمن جلالزی
زموږ هیواد په تیرو دریو لسیزو کې جګړې بې ساری ځپلی دی، د ټولنیز، سیاسي او فرهنګي رکود تر څنګ زموږ هېواد د ساینس په ډګرکې له یوې اوږدې انزوا سره مخ شو، موږ دلته هغه کادرونه چې په هيواد دننه او بهر کې د سیاینس په برخه کې روزل شوي له لاسه ورکړل، دې ته په کتو سره کله چې نوې ادره راغله هم مهاله د ټکنالوژۍ نړیوال بازار افغانستان ته مخه کړه، دلته الکترونیکي وسایل، لکه کمپیوټر مبایل انټرنیټ او داسې نور دود شول چې خلکو ورنه په پراخه کچه ګټه اخیستنه پیل کړه، دا چې زما له وخته دا هېله وه چې ټکنالوژۍ له لارې هېواد ته د خدمت جوګه شم ما په داسې یو څه فکر وکړ چې په کمو امکاناتو داسې یو څه ټولنې ته وړاندې کړم چې هغه موثر او لګښت یې کم وي، په دې اساس مې د ځلا په نامه سافټ ویر جوړ کړ چی د پوهنتون د استادانو، مخابراتو او ټیکنالوجی وزارت د تخنیکی او ټیکنالوجی کمیټی لخوا له دقیقې او ژوری علمی او عملی کتنې ورسته د یو نوي رامنځ ته شوی سافټ ویر په بڼه وپیژندل شو، دا سافټ ویر په لاندی دریو برخو کی هیواد والو ته خدمات وړاندی کوي.
۱-د وینې برخه
۲-د ډاکتر برخه
۳- د روغتون برخه
۱-اول د وینې برخه Blood Donaition هغه برخه ده، کله چى د چا په عاجل حالت کې وينې ته ضرورت پيدا شي، د دې برخي په استفادى سره کولای شي، هغه ساحه کې چې دی موقعيت لري، هغه کسان پيدا کړي چې د وينى ګروپ يې د ناروغ د وينې له ګروپ سره يو شان وي او د هغه مقابل شخص يا وينې ورکونکي نوم، د موبايل شمېره ،عمر،د وينې ګروپ، وروستۍ نېټه چې هغه وينه ورکړې يا نه ده ورکړې ،د ښارنوم، هغه ساحه چې دا شخص په کې شته ، برېښنالیک پتهدا ټول به ورته راڅرګند شي، کله چى د يو شخص لټون وکړئ، لکه( B-)ګروپ وینه ټول کابل کى خلک ورکوي، خو يوسړى غواړي د وزير اکبرخان په ساحه کې هغه خلک پيداکړي چې (B-) ګروپ وينه ولري، او بايد هر نفر يو Uniq Account په دغه سافټ وير کې ولري چې له ډوبليکيټ څخه مخ نيوی وشي، کله چې اکونټ جوړ شو اوس دى کولاى شي چې وینه ورکونکی ولټوي او هم کولای شي چې يو يا دوه ورځې مخکې د وينې د اخېستلو لپاره يو فارم ډک کړي، نو کله چې هغه کسان چې وينه ورکوي یا ورته Donar وایي خپل اوکونټ ته داخل شي، هغه د دفارم به ورته راځي چې دغه کس په دغه تاريخ وينې ته ضرورت لري نو هغه کس درته زنګ وهي يا ايمل درته کوي چې وينه درکړي، 2 Donar یا هغه کس چې غواړي په کومکي ډول سره وينه ورکړي، دی هم بايد يو ځل ځان راجيسټر کړي، له راجسټير نه هدف دا دى چې دځان په اړه پوره معلومات ورکړي، لکه چيرته غواړي چې وينه ورکړي، نوم،عمر،د وينى ګروپ، جنسيت، وزن، اخري تاريخ چي ده وينه ورکړې يا نه ده،د ښارنوم، موقعيت چيرته چې دى غواړي وينه ورکړي،د موبايل شماره چېله ده سره ورباندې څوک په تماس کې کيږي،ايمل ادرس او په اخر کېدی کولای شي چې یو وړوکی پیغام هم د يوڅه په اړه پریږدي.
۲- د ډاکتر برخه:دا هغه برخه ده چې يو څوک کولای شي د یو ډاکتر په اړه مکمل معلومات ترلاسه کړي، لکه احمد غواړي چې کابل کې ډاکټر موسی ته دې تداوي لپاره وشي خو احمد ته یې نه ادرس معلوم دی او نه وخت چې له څو بجو نه ترڅو بجو پورې کار کوي، نو احمد ته په کار دی چې د ډاکتر نوم یا مسلک په یاد ولري ترڅو وکولای شي چې د دغو دو نوم یا مسلک په زریعه د ډاکټر پلټنه وکړي او د هغه ټول معلومات ځان ته پیداکړي، کله چې دی د ډاکټر پلټنه وکړي، د ډاکټر په اړه به ورته لاندې معلومات راڅرګند شي.
رجیسټر نمبر، نوم،تخلص،ریشته یا مسلک،وخت، د موبایل شمېره.
۳- د روغتون برخه: له دغې برخې په استفادې سره یوڅوک کولای شي چې د روغتون د پیداکولو لپاره لټون وکړي، دلته لټون یواځې په نوم دی، کله چې یو څوک د روغتون لټون وکړي، د روغتون په اړه به ورته لاندې معلوامات راڅرګند شي .
۱-د ښار نوم چې دا شفاخانه په کې ده.
۲- د ښار په کومه برخه کی موقعیت لری.
د سافټ ویر د راتلونکي نوي ورژن په اړه به درته انشاالله په مختلفو برخو کې معلومات وړاندې کړم.