دا پوښتنه چې ځمکه لومړی پيدا شوې که اسمانونه، ممکن لږ عجیبه ښکاره شي خو زه شخصاً ورسره مخ شوی یم او هم مې له نورو ملګرو زیاته اورېدلې ده. په ساینس کې حاکمه نظریه دا ده چې ټول کائینات په یو ځل رامنځته شوي او په پراختیا یې پيل کړی: ایوالو (evolve) شوي. ایا قران د ځمکې او اسمانونو د خلقت په سکیونس خبرې کړې دي؟ دې پوښتنې ته د ځواب لپاره مې لږ لټه کړې او له تاسې سره یې نچوړ شریکوم.
د بقرې سورت نهه ویشت ایت شریف:
هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ ۚ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿٢٩﴾
ژباړه:
(الله) هغه دی چې هر هغه څه چې په ځمکه کې دی، ستاسې لپاره یې پیدا کړل، د دې تر څنګ یې د اسمان پیدایښت (چې لا هم د دود په څېر ؤ) ته اراده وکړه او هغه یې د اووه اسمانونو په توګه سالم او غوره ودرول. او هغه په هرڅه پوه دی.
(قران، بقره ۲: ۲۹)
ګورو چې ظاهرا د ځمکې د خلقت یادونه لومړی وشوه او بیا د (ثم) په توري د اسمانونو خلقت ته نغوته وشوه. د ثم توري په اړه په مخکې لیکنه (په قران کې د اسمانونو او ځمکې شپږ ورځنی خلقت او د ساینس دریځ) کې خبرې شوې دي. په لنډو ټکو کې، (ثم) د (بیا) په مانا هم ده، خو تر څنګ یې نورې ماناوې (همدارنګه) او (د دې ترڅنګ/هممهال) هم دي. لکه موږ چې وایو: پټی مې اوبه وکړ (او) تخم مې وکاره. له دې جملې څخه نه مالومېږي چې ایا لومړی پټی اوبه شوی دی، او له هغه وروسته تخم پاشل شوی دی، او که پټي اوبه کېده، ور سره هممهال تخم هم شیندل شوی دی؟
قران کې بل ځای لولو:
تَنزِيلًا مِّمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَالسَّمَاوَاتِ الْعُلَى ﴿٤﴾
ژباړه: په ورو-ورو له داسې چا نازل شوی چې ځمکه او لوړ اسمانونه یې خلق/پیدا کړي.
(قران، طه ۲۰: ۴)
یو ځل بیا ګورو چې ځمکه لومړی یاده شوه او بیا اسمانونه یاد شول. خو بیا هم څوک نه پوهېږي چې ایا دواړه هممهال ول، که رښتیا ځمکه لومړی او اسمانونه وروسته خلق شوي دي. په بل عبارت، ایا په عبارت کې د مخکې-وروسته والي له امله موږ دا پایله اخیستلی شو چې لومړی څه شی خلق شوي دي؟
ځواب دا دی چې که په قران کې تل ځمکه لومړی یاده شوې وای، ممکن همداسي پایله اخیستلو نه به چا دفاع کړې وای، خو بیا هم ستونزه به دا وای چې د جملو نښلونکي (conjunctions) لکه په عربي کې (ثم) شو، او (وَ) شو او نورو په رښتینې مانا څوک نه شي پوهېدای. ډېری مهال دا نښلونکي یواځې د نښلېدلو کار ورکوي، تر څو د څنګ پر څنګ کولو، نږدې کولو او پرتله کولو لپاره لاره هواره کړي ځکه خو د مخکي او وروسته والي یا ترتیب مانا نه شي ورکولی. په پښتو کې موږ (او)، (تر څنګ) او نور لرو چې ډېری مهال یواځې د نښلولو (او) نږدې کولو کار ورکوي.
د دې ترڅنګ، په قران کې د ځمکې او اسمانونو د خلقت په اړه خورا زیات ځایونه لومړی اسمانونه یاد شوي دي او بیا ځمکه.
په قران کې لولو:
إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ…
ژباړه:
یقینا چې ستاسې رب هغه الله دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږ پړاوه/پېره کې پیدا کړل…
(قران، الاعراف ۷: ۵۴)
بل ځای لولو:
إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ ۖ مَا مِن شَفِيعٍ إِلَّا مِن بَعْدِ إِذْنِهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿٣﴾
ژباړه:
یقناً چې رب مو هغه الله دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږ پړاوه/پېره کې پید کړل…
(قران، یونس ۱۰: ۳)
او د پورته ایتونو په څېر، قران په لاندې ځایونو کې، چې د ځمکې او اسمانو د خلقت په اړه خبرې کېږي، لومړی اسمانونه او بیا ځمکه یاد کړي دي:
• یوولسم سورت، اووم ایت.
• پنځه ویشت سورت، نهه پنځوسم ایت.
• دوه دیرشم سورت، څلورم ایت.
• نهه اویایم سورت، اوویشتم تر دره دیرشم ایت.
• یو نویم سورت، پنځم تر لسم ایت.
نو که له یوې خوا قران کې په ځینو ایتونو کې د خلقت په خبرو کې ځمکه لومړی یاده شوې ده، په نورو ایتونو کې بیا اسمانونه لومړی یاد شوي دي. له دې څخه څرکندېږي چې د (ثم) او (و) کارول شوي نښلونکي مازې د نښلولو کار ورکړي، د مخکې-وروسته والي یا ترتیب لپاره نه دي کارول شوي.
اوس به مو په قران کې د النازعات سورت په زړه پورې تشریح ته پام را واړوم. سره له دې چې په دې سورت کې یو ځل بیا لومړی اسمانونه یاد شوي او بیا ځمکه خو د نښلونکي (ثم) او (و) پر ځای (بعد ذالک) کارول شوی دی. د بعد ذالک مانا (تر هغې وروسته) کېږي. په بل عبارت صریحاً یادونه کېږي چې تر اسمانونه وروسته، کوم کار الله پاک کړی دی. راځئ کیسه ولولو:
أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ ۚ بَنَاهَا ﴿٢٧﴾ رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا ﴿٢٨﴾ وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا ﴿٢٩﴾ وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَٰلِكَ دَحَاهَا ﴿٣٠﴾ أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا ﴿٣١﴾ وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا ﴿٣٢﴾ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ ﴿٣٣﴾
ژباړه:
ایا ستاسې پیدایښت به ستونزمن وي که د اسمان چې هغه یې بنا کړ؟. سقف یې ور پورته کړ او سم او منظم یې پروګرام کړ. او شپه یې تیاره او ورځ یې روښانه کړه. او له هغه نه وروسته یې ځمکه ویړه کړه. او ورڅخه یې اوبه مالچر بهر کړل. او غرونه یې کلک او ټینک کړل. ترڅو ستاسې او ستاسې نعام لپاره د ګټې وړ شي.
(قران، النازعات، ۷۹: ۲۷-۳۲)
د النازعات سورت دا برخه زما زیاته خوښه ده. دلته یوه خورا په زړه پوري ټکي ته اشاره کېږي او هغه دا چې په قران کې په نورو ځایونو کې چې کله هم د ځمکې او اسمانونو د خلقت په اړه خبرې کېږي، موږ ور څخه په ترتیب نه شو پوهېدای چې ایا ځمکه لومړی وه که اسمانونه. خو په دې سورت کې په خورا څرګند ډول ویل کېږي چې اسمانونه پورته شول، د ورځې او شپې اوړېدل خلق شول او تر دې وروسته (بعد ذالک) ځمکه وېړه شوه او پکې نورې اسانتیاوې لکه اوبه، مالچر، غرونه او پیدا شول.
په دې ځای کې څو مهم او مالوماتي ټکي موږ ترلاسه کولی شو:
• د ځمکې پرمختګ او جوړېدل تدریجی ول. په یو ځل مکمله نه ده جوړه شوې.
• د شپې او ورځې اوړېدل موجود ول، خو ځمکه لا نه وه ویړه شوې. بعد ذالک یې ځمکه وېړه کړه. مطلب دا کېږي چې ځمکه موجوده وه، خو ویړه نه وه. ځکه که ځمکه موجوده نه وي، نورې سیارې هم نشته، نو د شپې او ورځې اوړېدل به له کومه شوې وای؟
• موجوده ځمکه ویړه شوه او نورې اسانتیاوې پکې په جوړېدو او تکامل کې شوې لکه اوبه، واښه او نور.
• په ځمکه کې تر ټولو لومړی اوبه رامینځته شوې.
• د اسمانو د پیدایښت په مهال هم ځمکې شتون درلود، او بیا ویړه شوه.
• له دې ټولو ښکاري چې دوئ مهمهال ول، خو تکامل ورته وروسته ورکړ شو دی.
• دا هم ترې څرګندېږي چې ځمکه او اسمانونو سره تر څنک او وصل ول، اسمانونه ترې پورته/لرې شول، د ځمکې روټېشن موجود ؤ، خو ویړه بیا وروسته شوه.
نتیجې ته راځم:
ښکاره شوه چې د ځمکې او اسمانونو خلقت کې نه شو ویلی چې ځمکه لومړی پيدا شوې که اسمانونه، بلکې دومره ویلی شو چې ټول موجود شول او بیا موجود شیان سره وصل ول او بیا لرې شول او تکامل یې پیل کړ.
له ساینس سره پرتله:
په ساینس کې واکمن نظر دا دی چې له هیڅ څخه کائینات را پیدا شول او بیا وصل کائینات سره لري شول او تکامل یې پيل کړ. قران هم دقیقاً همدا خبره کوي. د ځمکې په اړه چې د بشر څېړنې زیاتې دقیقې دي، دا ویل کېږي چې ځمکې د اوږده تکامل دورې نه وروسته خپل بشپړ حالت ته رسېدلې ده. قران هم دقیقاً همدې ټکي ته اشاره کوي. داسې چې ځمکه وه، وروسته ویړه شوه، خو اوبه لا نه وې، بیا اوبه هم پیدا شوې او دې کار نور پرمختګ ته لاره هواره کړه، مالچر او نباتات پیدا شول او غرونه محکم شو او دې ټولو په ګډه د بشر د ژوند لپاره لاره هواره کړه. هوکې، ساینس دقیقا همدا خبره کوي، ساینس وایي لومړی ځمکه ویړه شوه او بیا اوبه پکې پیدا شوي او وروسته د نباتاتو او حیواناتو ژوند ممکن شو. سبحان الله، د حق الهي کتاب دا الهي او روح تازوونکي ایتونه یو ځل بیا ولولئ او غور پکې وکړئ:
أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ ۚ بَنَاهَا ﴿٢٧﴾ رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا ﴿٢٨﴾ وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا ﴿٢٩﴾ وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَٰلِكَ دَحَاهَا ﴿٣٠﴾ أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا ﴿٣١﴾ وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا ﴿٣٢﴾ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ ﴿٣٣﴾
ژباړه:
ایا ستاسې پیدایښت به ستونزمن وي که د اسمان چې هغه یې بنا کړ؟. سقف یې ور پورته کړ او سم او منظم یې پروکرام کړ. او شپه یې تیاره او ورځ یې روښانه کړه. او له هغه نه وروسته یې ځمکه ویړه کړه. او ورڅخه یې اوبه مالچر بهر کړل. او غرونه یې کلک او ټینک کړل. ترڅو ستاسې او ستاسې نعام لپاره د کټې وړ شي.
(قران، النازعات، ۷۹: ۲۷-۳۲)
یادونه: لیکنه د بیلابیلو لیکوالو د نظر چاڼ دی چې ما خپل نظر هم پرې اضافه کړی دی.