لیکنه: قاسم امیری
د انسان سفر ځمکې ته څېرمه تر ټولو نږدې ستوري ته لا هم ناشونی دی.له لمر وروسته ځمکې ته تر ټولو نږدې ستوری Proxima Centauri نومېږي چې له ځمکې څخه د ۴.۲۳۴ نوري کلونو په واټن لېرې پروت دی. دا واټن ډېر لوی دی ځکه خو د نوري کلونو په مقیاس سنجول کېږي. یو نوري کال هغه واټن دی چې د نور وړانګې یې په یو کال سرته رسولي شي.
دا ستوری په Centauri فلکي منظومه کې موقعیت لري چې په ۱۹۱۵ زیږدیز کال کې د رابرټ اینز (د جنوبی افریقا د فضايي تحقیقاتي مرکز مشر) پذریعه کشف شو.
خامخا مو کله کله له ځان څخه پوښتلي… نورو ستورو ته زمونږ مزل څومره وخت ونیسي؟ داسې مزل څنګه شوني دی؟ آیا داسې وخت به راشي چې دا ډول مزلونه رایج شي؟
د پورتنیو پوښتنو لپاره ډېر ځوابونه شته، ځینې له دې ځوابونو ډېر ساده خو ځینې نور یې لا هم د علمي او تخیلی تیوري ګانو تر مجازي چاپېر خوندي ځوابونه دي.
اوس نو لدې حقیقت هېڅوک انکار نشي کولی چې فضاء او پکې شته سیارې، منظومې، کهکشانونه، ستوري، او د کایناتو لمنه خورا پراخه ده. د فضاء د پراخوالي په تناسب اوسنۍ ټکنالوجۍ او سهولتونه خوار ناڅيزه او لومړني دي تر څو وکولی شي لږ تر لږه د کایناتو او فضاء محدودیت یا عدم محدودیت تثبیت کړي. خو که یو وخت مو لدې ستوري (ځمکې) څخه د کډه کولو پرېکړه وکړه؛ نو د پیو لار Milky Way په کهکشان کې ځمکې ته تر ټولو نږدې منظومې ته د رسېدو لپاره ځینې حقیقي او خیالي لارې چارې شته.
ځمکې ته تر ټولو نږدې پروت ستوري واټن ۴.۲۳۴ نوري کلونه اټکل شویدی، پدې هم پوهېږو چې د ستورو تر منځ د مزل لپاره آن د نور وړانګو له سرعت هم مافوق چټک سرعت ته اړتیا ده.
په هر حال د ستورو تر منځ د هر مزل لږ پای ته رسول تر لږه د څو پرلپسې انساني نسلونو تېرېدو ته اړتیا لري. د بېلکې په ډول: د Proxima Centauri ستوري ته د رسېدو لپاره له تر ټولو پڅ سرعت رانیولې تر ټولو چټک ممکنه سرعت څېړلو لپاره په لاندې ډول اشاره کوو.
اوسنۍ لارې چارې: په فضاء کې یو ځانګړي ټکې ته د رسېدو لپاره څومره وخت ته اړتیا شته، که چېرې هغه ټکی زمونږ پخپله لمریزه منظومه کې موقعیت ولري؟
د نیوهورایزنز په فضايي ماموریت کې چې پکې په یوه بېړۍ کې ۱۶ هایدروجني انجونونه همزمان په کار اچول شوي وو؛ سپوږمۍ ته مزل ۸ ساعته او ۳۵ دقیقي وخت ونیو، پداسې حال کې چې د همدې فضایي بېړۍ چټکتیا ۵۶ زره کیلومټره واټن پر یو ساعت ته رسېږي.
اوس نو ویلی شو چې د ۵۶۰۰۰ کیلومټره واټن پر یو ساعت سرعت سره د نیوهورایزنز بېړۍ به په ۸۱ زره کلونو کې تر ټولو نږدې ستوري (Proxima Centauri) ته ورسېږي. د دې لپاره چې د دې افسانوي مزل په اوږدولی سم پوه شو؛ باید وویل شي چې د دې مزل اوږدوالی د انساني نسلونو ۲۷۰۰ پړاویز بدلون احتوا کوي، یانې پدې موده کې به د انساني اوسني عمر د اوسط په نظر کې نیولو سره ۲۷۰۰ نسلونه را بدلېږي.
۲: د جاذبې قوې په مرسته چټک مزل: د سیارو تر منځ د جاذبې قوې څخه ګټه اخېستل د ورته مزلونو لپاره نسبتاً ښه ټاکنه ده، په تېره بیا که د داسې مزلونو لپاره له مشتري غوندې عظیم الجثه سیارو له مافوق السریع جاذبې څه ګته واخېستل شي، چې پدې ترتیب به یې سرعت له ۵۶۰۰۰ کیلومټره واټن پر ساعت څخه ۲۴۰۰۰۰ کیلومټره واټن پر ساعت ته لوړ شي.
اوس نو که د ۲۴۰۰۰۰ کیلومټره واټن پر ساعت سرعت سره دا مزل پیل شي؛ د ځمکې او Proxima Centauri تر منځ ۴.۲۳۴ نوري کلونه واټن به ۱۹ زره کاله (۶۰۰ انساني نسلونه) وخت ونیسي.
که څه هم له پورتني سفر سره یې توپیر خورا ډېر دي اما د انسان لپاره د داسې یو سفر پلي کول لا هم ناشوني دي.
۳: د الکټرو مقناطیسي EM انجین پذریعه مزل: د ستور تر منځ د ذات البیني مزل لپاره یوه بله ټاکنه د راډیويي فریکونسۍ پذریعه د محرکه انجونونو څخه لاس ته راغلی سرعت دی چې د راډیو الکټرو مقناطیسي سرعت په نوم یادېږي.
د ناسا د محاسباتو له موډل څخه لاس ته راغلې پایلې ښیي: هغه فضایي بېړۍ چې په راډیو الکټرومقناطیسي فریکونسۍ سرعت سره فضاء ته توغول کېږي؛ د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې ځان پلوتو (په لمریز نظام کې له لمر څخه تر ټولو لېرې سیاره) ته ځان رسولی شي، چې پدې ترتیب سره لږ تر لږه ۱۳ زره کلونو ته اړتیا شته تر څو ۴.۲۳۴ نوري کلونه واټن مزل پای ته ورسول شي.
۴: د حرارتي هسته یي بېړیو پذریعه مزل: د بین الأجرامي سفرونو لپاره بله لاره په حرارتي هسته یي انجینونو سمبال فضایي بېړیو څخه کار اخېستل دي. ناسا له څو لسیزو راپدېخوا په همدې طرح او موډل کار کوي تر څو د هسته یي انرژۍ پر مټ انجنونو څخه د داسي سریع السیر مزلونو لپاره عملاً کار واخلي، چې تر اوسه د دې هدف لاس ته راوړلو کې پاتې راغلې. د ناسا فزیک پوهان پدې اند دي چې د هسته یي فضایي بېړیو پذریعه به د انسان مزل مریخ ته یوازې ۹۰ ورځې وخت ونیسي. پدې ترتیب Proxima Centauri ستوري ته د رسېدو لپاره د ۴.۲۳۴ نوري کلونو مزل لپاره پکار ده چې د هسته یي بېړۍ انجنونه څو پرلپسې پېړۍ چالان پاتې شي تر څو د نور سرعت تر کوچني کسر ته ځان ورسوي چې دا کار د اوس لپاره له امکان خورا لېرې برېښي.
په یاد مو وي چې نوموړی اینجین باید څو پرلپسې پېړۍ په معکوس جهت فعالیت وکړي تر څو د فضایي بېړۍ سرعت مقابل ستوري ته د رسېدو پر مهال را کم شي.
لنډه یې دا چې د ۴.۲۳۴ نوري کلونو مزل لپاره لږ تر لږه ۱۰۰۰ کلونو په اوږدوالي مزل ته اړتیا شته تر څو مقصود منزل ته یو اړخیزه سفر پای ته ورسېږي چې د انساني عمر د محدودیت په نظر کې نیولو سره دا ټاکنه هم ناشوني ښکاري.
پایله: د بشر تر ټولو تخیلي تیوري (هسته یي انرژي) هم ځمکې ته تر ټولو نږدې ستوري ته د رسېدو لپاره ناکامه ده، بلکې لدې تیورۍ څخه د لمریز نظام په د ننه د سیارو تر منځ مزل لپاره کار اخېستلی شو.
سرچینې: www.imagine.gsfc.nasa.gov, www.skyandtelescope.com, www.earthsky.org