لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي
یوه شپه خوب وینم، چې په یوه خطرناکه ځنګل کې یم، چې له ډېرو ونو له لاسه ورځ پکې شپه ښکاریده.
د ډېرې ویرې احساس مې وکړ او زړه مې نا قراره وه، چې سترګې مې په یوې بې حالې هوسۍ ولګیدې، د ځان کندن حال یې و، اړخ په اړخ اوخته ، ښکلې اوږده غاړه، غټې غټې سترګې او غټې غټې اوښکې یې له سترګو را روانې وې، شفاف پوستکی او رنګ یې درلود.
د هوسۍ د غمرازۍ لپاره د ځنګل نور حیوانات هم را ټول شوي وه، د هوسۍ بچی هم په دوی کې وه اود غمونو او کړاوونو امبارونه یې پر سر بار و او داسې ګړیده، چې زه هم ورته په ژړا شوم، ټولو نورو حیواناتو ورته تسلي ورکوله، خو د دې مور ناحقه مړه شوې وه او د هیچا یې نه منله او همدا یې ویل: دا زما مهربانه مور وه، پلار او ورونه مې هم د دې قاتل پواسطه له منځه ولاړل اویوه ورځ زه او تاسو ټول د دې له لاسه له منځه ځو. راځۍ چې اتفاق او اتحاد وکړو او د دې ظالم پر وړاندې ودریږو.
د مړې هوسۍ د بچې خبرې چې مې واوریدې ، په دې فکر کې شوم، چې په حقیقت باید ځان پوه کړم. ولاړم یو ځای ته چې ټول حیوانات را ټول دي.
د هوسۍ د بچي نه مې پوښتنه وکړه: چا مور دې په داسې بې رحمۍ وژلې ده؟
ـــ زما مور زموږ د ټولو مشر(زمري) په داسې بد حال کړې ده.
ـــ ولې مو خپل مشر زمری ټاکلی دی؟ ایا علم او پوهه له تاسو ډېره لري؟
ـــ دا ځنګل دی، دلته پوهه او علم هیڅ ارزښت نه لري، دلته چې له چا سره زور او قوت وي ، هغه مشري کوي.
ـــ زمری تاسو په خپله مشر کړی دی او که په زوره مشري کوي.
ـــ د ځنګل د ډېرو حیواناتو له خوا مشر ټاکل شوی دی.
ــ ولې بل زړه سوانده او خدمتګاره خپل مشرنه ټاکۍ، چې داسې ظالم او ناپوهه مو خپل مشر خوښ کړی دی.
ــ ټول بې اتفاقه یو، نژاد پرستي، قوم پرستي، سمت پرستي کوي او د خپل وجدان سره فیصله نه کوي.
ــ تاسو خو پخپله ګرم هستۍ، خپله پخه پخپله په تبر وهۍ او بیا ورته ژاړۍ، تا خپله مور خپله وژلې ده، ژړا او فریاد مه کوه.
ــ زه ملامته نه یم، اوریدلې دې نه دي، په یو ګل نه پسرلی کېږي، ما اوزما همفکرانوزمری نه غوښته، چې زموږ مشري وکړي. موږ هر کال د مشر د ټاکلو لپاره سره را غونډېږو او مشر ټاکو، نو د ډېرو ملګرو لخوا زمری هر کال زموږ مشر ټا کل کېږي. خو دا ځنګل دی، د مشرۍ لپاره معیارونه د نورو سیمو په پرتله توپیرکوي.
ــ ستاسو به ترکومه دا حال وي.
ــ تر څو چې پوهه او علم زیات شي او د ښه او بد تحلیل وکولای شو. دلته د ځنګل قانون دی، باید دا قانون له منځه ولاړ شي او بل قانون منځ ته راشي.
له خوبه پاڅېدم او پخپل ځای کېناستم، ډېر خوله شوی وم او د هوسۍ خبرې مې په زړه وې او د خوب په تعبیر مې پوه شوم.
انسانیت اواسلامیت
ډېر انسانان مې ولیدل، چې انسانیت لري،خو مسلمانان نه دي.
ډېر مسلمانان مې ولیدل، چې مسلمانان دي، خو انسانیت نه لري.
هر مسلمان انسان کېدای شي، خو هر انسان مسلمان کېدای نه شي.الله تعالی ته د اسلام مرتبه د هر شي غوره ده.
انسانیت او اسلامیت د ملا او ګیډې په شان دی، چې یو له بل لپاره لازم او ملزوم دي.
هر مسلمان باید د انسانیت ټول کرامت په نظر کې ونیسي او عمل وکړي.
د اسلام په نامه مې ډېر داسې کسان ولیدل، چې هر ډول ظلم یې وکړ اوانسان ته یې د حیوان په سترګو وکتل.
حقیقي مسلمان کې د انسانیت ټول ښه خصلتونه موجود وي او چې تش په نامه مسلمان وي او عمل یې د مسلمان نه وي، بیا هغه هر څه کوي، چې په مسلمانانو کې یې ډېر څوک نه کوي.
سیدجماالدین افغان وایي : ډېرو غیر مسلمان ملکونو کې وګرځیدم، هلته اسلام نه وه، خو مسلمانان وو.
دلته اسلام شته خو مسلمانان نه شته.یعنې په مسلمان کې باید د انسانیت ټول ښه خصوصیات موجود وي.
یو کس کیسه کوله: ۱۵ کسانه له افغانستانه اندونیوزیا ته د تحصیل لپاره ولاړو.
ورځو کې یوه ورځ پر چکر ووتو، یوځنګل په خوا کې تېرېدو ، چې مار مو مخې ته راغی او موږ ټولو وغوښته، چې مار ووژنو.
په دې وخت کې یو اندونیوزیایي راغی او موږ ته یې وویل : ولې دا بیچاره او بې خولې وژنۍ! دا الله تعالی پیدا کړی دی او د مرګ حق یې له تاسو سره نشته.
دا افغانستان نه دی، چې بر ناحقه پکې انسانان وژنۍ. د مار مخه یې ونیوله او بیرته ځنګل ته ولاړ.
موږ ټول خجالته شو او په خپل کار پښیمانه وو.
نیم ساعت وروسته یو ژوبڼ ته ورسېدو، ګورو چې د یو فیل ډېر قدر او عزت کېږي،یو کس ورته خواړه برابروي، بل یې وینځي او بل کس یې وچوي.
یو اندونیوزیایي نه مو وپوښتل:د دې فیل څومره قدر کوی؟
هغه وویل: د دې فیل مور او پلار په ځنګل کې مړه شوي دي او دی یتیم دی، موږ غواړو، چې دی د مور او پلار ارمان ونه کړي.
یو بل ته مو وکتل او ما وویل: په افغانستان کې د ورځې څو څو کورنۍ یتیمان کېږي، او دا کار قصدا کېږي، د دې دوو صحنو له لیدلو ورسته مې د نابغه افغان وینا په یاده شوه.
ولې مو په ډېرو انسانانو کې انساني عاطفه نشته، مرګ کوو، درواغ وایو او داسې نور.
یو ښه مسلمان باید د سیرت ښایست ولري. په سپینو جامو، قیمتي موټرو، لوړو ماڼیو او جګو جګو ځایونو کې مې داسې مسلمانان ولیدل، چې صورت یې ښکلی او خلکو ته ډېر او عالي خلک ښکاري، خو دوی د سیرت ښکلا نه لري او د ریاکار پیر په ډول د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي او فکر کوي، چې الله تعالی به یې وبخي.
په ډېرو لوړو ځایونو کې مې ډېر ټیټ خلک ولیدل او په ډېرو غریبو اوبیچاروو کې مې ډېر د عزت خلک ولیدل.
لوی او وړوکی
که لوی سړی یې خلکو ته ځان کوچنی وښیه او دا احساس وکړه، چې په لويې کې تکبر دی.
شیطان لویې وکړه، چې الله تعالی لخوا پرې لعنت وویل شو او په بد نوم یاد شو.
که پوه او عالم یې له ځانه پورته او پوه خلک په نظر کې ونیسه او د کوچنیي والي فکر وکړه.
د پوه او ناپوه توپیر په دې کې دی، چې پوه خلک ځان له نورو کم ګڼي او ناپوه ځان له نورو زیات ګڼي.
د یو عالم نه چا پوښتنه وکړه: څومره علم او پوهه لرې؟
ویې ویل: زه اوس پوه شوم، چې په هیڅ نه پوهیږم.
د یو بل عالم نه چا پوښتنه کړه: څومره علم لرې؟
ویې ویل: علم د یو لوی سمندر په شان دی، چې څلور خواویې یې نه معلومیږي، زه له دې سمندره د یو څاڅکې په اندازه علم او پوهه لرم.
دواړو عالمانو او پوهانو ځان کم ګڼلی او حقیقي وینا یې کړې ده، که چېرې یو کس ځان لوی او پوه وښیي ، دا په ټولنې کې د بدبختۍ سره مخامخ کېږي او که چېرې یو کس ځان د ډېرې پوهې سره سره ځان کوچنی وښیي، دې ته به الله تعالی عزت ورکوي.
الله تعالی لوی دی، غرور، شان او شوکت له دې سره مناسب دی، نه د خاکي انسان سره.انسان له خاورو پیدا دی، باید هر وخت کمینه او برده بار وي.
زموږ او ستاسې په ټولنې کې ډېر لویان واړه دي او ډېر واړه لویان دي.
سید ګل پاچا الفت وایې:
یو یې لوی بولي هغه بل ورته وړوکی وایي
خیټه یې لویه او ککره یې وړه ده ډېره
کور یې دی نوی کالي نوي دي، موټر نوی دی
فکر یې زوړ خیال یې زوړ ارزو زړه ده ډېره
رښتیا چې په افغانستان کې د پوهې او لویوالي لپاره معیار د نورې نړۍ په پرتله بل شان دی.
دلته ډېرو ناپوهو او وړو کسانو ته خلک لوی او پوه وایي.
دغه دی د لوی او وړوکي تر منځ تحلیل.
لیونی
لیونی دی، مه یې وهۍ، بد او رد ورته مه وایي!
د ځینو خلکو پېژندل لکه د قیمتي کاڼو په شان ستونزمن کار دی او پیدا کول یې هم په غرونو کې د بیروجو لټون دی.
ډېر داسې کسان شته، چې تاسو ته به لیونیان او سپک خلک ښکاري، خو هغوی به د الله تعالی دوستان وي او ډېر داسې کسان شته، چې تاسوته به د قدر او عزت خلک ښکاري، خو هغوی به د الله تعالی دښمنان او ډېر سپک خلک وي.
د انسان دروندوالی او سپک والی په سیرت کې دی، نه په صورت کې، که چېرې د یو انسان سیرت ښکلی وي، صورت یې هم ښکلا پیدا کوي.
ځینې داسې لیونیان هم لرو، چې د الله تعالی د رضا لپاره یې ځان پر لیونتوب وهلی دی او ټول عمر په دې نامه یادیده.
د هارون الرشید د وخت نامتو عالم، پوه او دینداره شخصیت هوښیار بهلول ځان قصدا پر لیونتوب ووهه، چې د الله تعالی نافرماني ونه شي.
غني خان وایې:
ګفتار د لیونو کې وي ګلونه هم ماران
قطار د لیونو کې ډېر ولاړ پیغمبران
پروا یې غني نه کړي که یې سپک تلی که دروند
تف! څه به دا جهان وي څه به تول ددې جهان
رښتیا چې ځینې انسانان خلکو او عوامو ته ډېر د قدر وړ ښکاري او عزت یې کوي، خو دوی د الله تعالی خوښ نه وي، د ځینو انسانانو قدر او عزت په ټولنې کې نه وي، خو د الله تعالی خوښ وي.
داسې ډېر انسانان شته، چې ټوله دنیا یې پیژني، خو الله تعالی یې نه پیژني، برعکس داسې انسانان هم شته، چې ټوله دنیایې نه پیژني، خو الله تعالی یې پیژني.
توپیر
ډېرې میندې او پلرونه خپلو اولادونو تر منځ توپیر کوي.
دیوې کورنۍ د ټولو اولادونو عمرونه، قوارې، خویونه او عادتونه سره توپیر لري، خو بیا هم ټول اولادونه د خپلو والدینو نه مساویانه مینه غواړي.
که چېرې یو اولاد د ۵۰ کلو شي، بیا هم د والدینو مینې او غیږې ته اړتیا لري او د ستونزو په وخت کې باید ورسه مرسته وشي او تسلي ورته ورکړل شي.
ځینې والدین وایي: فلانی زوی زموږ ډېر قدر او عزت کوي او ډېر موږ پسې ګرځي، نو ځکه پر موږ ډېر ګران دی او هغه بل زوی مې ټوله ورځ تروش وچلی نیولی دی او ډېر موږ پسې نه ګرځي.
په روانشناسي کې ترفردي تفاوتونوعنوان لاندې بحث کېږي، او وایي: په نړۍ کې ټول انسانان د خارجي جوړښت(قد، قواره، سترګې او د بدن ټول هغه اعضاوې چې ښکاري) او داخلي جوړښت(قهر، خوشحالي، احساسات، عاطفه او نور هغه عادات چې په سترګو نه ښکاري )له مخې یو له بله توپیر لري.
که چېرې د یو زوی عادت داسې وي، چې یوازې والی یې خوښ او نه غواړ ي چې ډېر له چاسره کیني، خو مور او پلار ورباندې ګران وي، د لومړي ورور سره یې توپیر په دې کې دی، چې یو زوی یو ډول اوبل زوی بل ډول عادتونه لري.
الفت صاحب وایي:
دوه سکه ورونه لري بېل بېل نومونه
بېل رنګونه بېل غږونه بېل خویونه
مګر دواړه اوسېدونکي د یو کور دي
د یوې سترګې په کور کې سپن او تور دي
رښتا چې دوه ورونه په یوه کور کې بېل نومونه، بېل غږونه اوبېل خویونه لري، خو دواړه د یوه کور اوسېدونکي دي اویوډول حقوق غواړي.
د نړۍ ډېرو ملکونوته ولاړم، مختلف رنګونه، ډول ډول مساحتونه،مختلفې اب او هواوې، کلتورې توپېرونه او فکري مسایل یو شان نه وو، لنډه دا چې په یوې قوارې انسانان مې په نړۍ کې ونه لیدل، چې یوله بله توپیر ونه لري.
که چېرې داسې انسانان پیدا کړو، چې خارجي ساختمان یې ورته والی ولري، خو داخلي ساختمان یې موږ ته نه دی ښکاره او همفکره خلک ډېر کم پیدا کېږي.
که چېرې دیو باغ ونې په نظر کې ونیسو، یو باغبان لري، خو د ونو قدونه، ګلان او میوې یو له بله توپیر لري او د هر یوه میوه هم بېل بېل خوند لري، خو باغبان ټولو ونو ته په یوه سترګه ګوري او یو شان حقوق ورته قایل دي.
الفت بیا وایي:
چا میوه لرله چا ښایسته ګلونه
د چا سیوری و ډېر ښه د چا قدونه
چنار لوی و، شفتالو لکه ماشوم و
د مڼې او ناک توپیر له ورا معلوم و
شاعر هم فردي تفاوتونو ته اشاره کوي او د ونو خصوصیات یې وړاندې کړي دي او بیا وایي:
هر یو بوټی په خپل ځای کې سربلند و
د باغبان سترګو کې هر یو ارجمند و
په حقوقوکې یې نه و څه توپیر
مالیار و په هرې ونې ډېر زهېر
لکه څنګه چې ونې رنګارنګ میوې او ځانګړنې لري، خو بیا هم د باغبان لخوا ټولو ته یو ډول حقوق ورکول کېږي.
والدين دې هم دخپلو اولادونو ځانګړنې او خصوصیات مطالعه او د دوی تر منځ دې توپیر نه کوي.
د وخت ارزښت
اورېدلي مې دي، چې وخت د سرو زرو په شان دی او بې ځایه باید تېر نه شي، خو د وخت قیمت (ارزښت) د دنیا له هر څه شي زیات دی.
د انسان ژوند د تېر، حال او راتلونکي څخه جوړ دی.
انسان باید د تېر ( ماضي) وخت فکر ونه کړي او څه چې تېر شو هغه هېر شو.
په ماضي باندې فکر وهل زړه خوړل او فکر خرابول دي.
موږ او تاسې مسلمانان یواو پر تقدیر ایمان لرو، نو ماضي، حال او راتلونکی ټول د الله تعالی لخوا ټاکل شوي دي . یو شاعر وایې:
تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه جار وځي
نه جار وځي تېر ساعت په بېرته بیا
تېر ساعت په مثال مړی د لحد دی
مړی چا دی ژوندی کړی په ژړا
رښتیا چې ماشوم بېرته د مور ګیډې ته نه شي تللای، ځوان بېرته ماشوم کېدای نه شي، زوړ ځوان کېدای نه شي او مړی په ژړا ژوندی کېدای نه شي.
د راتلوونکي (مستقبل) په فکر کې هم مه اوسېږئ، دا چې د سبا ورځ د ژوند وا ک مو د الله تعالی سره دی، نو خپل ځان په الله تعالی سپارو.
ځینې خلک د ژوند لپاره اوږده اوږده پلانونه لري، خو د الله تعالی د پلان او ارادې په فکر کې نه دي.الله تعالی چې په تقدیر کې ددې د اینده لپاره څه لیکلي وي، هماغه کېږي او بل هیڅ نه کېږي.
که د انسان خوښه وي او که نه وي، د الله تعالی د ارادې پرته هېڅ نه شي کولای، د انسان تېر کړه وړه، حال او راتلوونکی د الله تعالی په ارادې او فرمان کې دی.
دا چې راتلوونکې نامعلومه ده، نو په دې اړه فکر کول، په هوا کې مرغان نیول دي او خوب لیدل دي.
د حال په فکر کې اوسېږئ او د یو حسابي انسان په ډول ژوند وکړئ، ګټه او تاوان مو هره ورځ محاسبه کړئ اود ګټه پله مو باید د تاوان په پرتله درنده وي.
که چېرې یو انسان هر وخت د حال په زمانه کې داسې فکر ولري،هېڅکله به د ماضي ارمان ونه کړي او د راتلوونکي په فکر کې به نه وي.
دغه دی د وخت ارزښت
کاشکې ځواني وای!
ډېر خلک وایي، کاشکې ځواني وای! زړښت نه وای، ټول عمر مې په مستۍ کې تېر کړی وای.
زما په فکر، ښه ده چې زړښت شته، مرګ شته، جنت او دوزخ شته.
ټوله دنیا له اضدادو جوړه ده، که د انسان خوښه وي او که نه وي، ددې سره به وخت تېروي.
د ځوانۍ په قدر زوړ پوهیږي، د خوشحالۍ احساس هغه څوک کولای شي، چې ډېر خپګانونه یې لیدلي وي، د صحت په قدر مریض ښه پوهیږي.
خو بیا هم د انسان د ژوند هره دوره بېل بېل خوند لري او انسان باید د ژوند په هر پړاو کې خوشحاله وي.
په یوې کورنۍ کې د یو ماشوم چغهار یو ډول خوند لري او د کور مشران (نیا او نیکه ) ته ډېر احترام کېږي.
کله چې یوه میوه داره ونه ګل وکړي، ښه ښکاري او ګلانو ته يې ټول ګوري او ځينې یې بوی کوي، د همدې ونې شنه میوه بېل خوند لري او پښه میوه جدا خوند لري.
که چېرې یو کس ټول عمر ځوان وي، اولادونه یې پیدا، ځوانان ، سپین ږیري او مړه شي او دی ځوان وي، دداسې ژوند نه خوند نه شي اخیستلای.
د کال څلورو فصلونو نه انسانان، حیوانات او نباتات ګټې اخلي، که چېرې ژمی نه وای، بارانونه به نه وو، سیندونه او نهرونه به وچ وو او للمې به بې حاصله وې، غرونه او درې به ښکلې او شنې نه وې او ټول به وچ ډاګ وو.دهقانان او ټول ولس لپاره تاوان وي.
که چېرې اوړی او ګرمي نه وای، میوې به مو نه پخیدې، ټولې غلې او دانې به مو خامې وای. نو د هر پړاو په تېرېدو او ختمیدو کې د بل پړاو د پیدایښت څرک لیدل کېږي.
دنیا له اضدادو جوړه ده، د هر شي په پیدایښت کې د الله تعالی لوی حکمت پروت دی.
کوچنی وم، ځوان شوم، سپین ږيری شوم، او باالاخره مړ شوم، خو ښه ده چې ټول عمر ځوان نه وم!
قوم پالنه
الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي: ولقد کرمنا بنی ادم: ما بهتري ورکړې بني ادم ته، په بني ادم کې ټول انسانان راځي، یوازې یو ملت اویو قوم ته منسوبه خبره نه ده.
رښتیا چې تور د سپین او سپین له تور سره توپیر نه لري. د شخصیت په لحاظ علم او د فوقیت په لحاظ تقوا مهمه ده.
ځینې خلک په خپل قوم د دې لپاره افتخار کوي، چې ځان ته د نورو په لحاظ برتري ورکړي، چې دا یوه لویه تیروتنه ده او که چېرې یو څوک د خپل قوم او ریښې یادونه د دې لپاره وکړي، چې د شجرې سلسله یې هیره نه شي، دا بیا هیڅ پروا نه کوي.
د ملتپالنې مفکوره په عام ډول او د قومپالنې مفکوره په خاص ډول په نورې نړۍ کې هم شته.
دې مفکورې ته نشنلیزم nasnilisim وایي، نورې نړۍ کې دوه ډوله: مثبته ملتپالنه(positive nasnilisim) او منفي ملتپالنه(nagitive nasnillism)موجوده ده.
په مثبتې ملتپالنې کې یومشر د خپل قوم پواسطه ځان یو ځای ته رسوي او بیا بیرته خپل قوم ته خدمتونه کوي، خو په منفي ملتپالنې کې یومشر د خپل قوم پواسطه ځان یو ځای ته رسوي او بیا بیرته د خپل قوم په سترګو کې خاورې اچوي او هیڅ ډول خدمت یې نه کوي.
نو د مثبتې او منفي ملتپالنې مفکوره بده مفکوره ده، په کومو نظامونو کې چې دا نظریات وي، هلته بیا حق حقدار ته نه ورکول کېږي.
دا مفکوره په هغو ټولنو کې زیاته وي، چیرته چې د علم او پوهې کچه ټیټه وي، چې بدبختانه دلته هم دا مفکوره شته ده، او د بې اتفاقۍ سبب هم ګرځیدلی دی.
زه افغان یم، که پښتو، فارسوان او نور …. نه یم، دا زما ملامتي او ناپوهي نه ده.
د دنیا په هر قوم کې ذکاوت، استعداد، پوهې او نورو …. ته ارزښت ورکول کېږي، ځکه هلته د قوم پالنې مفکوره نشته، خو دلته برعکس دی، چې بیا د بې عدالتي سبب ګرځي.
قسم په الله تعالی داسې نااهله خلک مې په لوړو مقامونو کې ولیدل، چې د قومپالنې پواسطه دې حد ته رسېدلي دي، چې ډېر ټيټ او پست خلک ورته ویلای شو.
دغه مفکوره نن په ډېرو خلکو کې شته ده.
یوه ورځ له کابله په موټر کې روان وم، خوا کې مې یو مشر او تحصیل کوونکی سړی ناست و، دی د کامې و، ما ته وایي: موسی شفیق د افغانستان صدراعظم و، کامې ته یې هیڅ ونه کړه.
ما ورته په ځواب کې وویل: موسی شفیق یوازې د ننګرهار صدراعظم نه و، هغه د ټول افغانستان صداعظم و.
دلته له ډېر پخوا څخه دغه مفکوره او نظریه موجوده وه، ډېر لیکوالان، شاعران او پوه خلک مو دغه مفکوره درلوده، څوک چې داسې مفکوره ولري، هیڅکله نړیوال شهرت نه شي پیدا کولای.
زموږ د بلخ مشهور شاعر مولانا جلال الدین بلخي، چې کله وفات شو، د دې په جنازه کې مسلمانان، هندوان، عیسویان او نورو …. دینونو خلک موجود وو، دې نړیواله مفکوره درلوده، او هیڅکله یې خپل قوم ته په نورو برتري نه ورکوله.
دده په ټول دیوان کې به د نمونې په ډول داسې یو مثال پیدا نه کړو، چې نشنلیستي نظریات پکې وي.همدارنګه د روسي ژبې تولستوی، د فرانسوي ژبې ویکتور هوګو هم داسې مفکوره نه درولوده.
ویکتور هوګو دحضرت محمد(ص)په نامه یوه مقاله لیکلې ده، که سړی یې ولولي، داسې فکر به وکړي، چې دی مسلمان و، چې حقیقت داسې نه و.
دا چې موږ او تاسې په افغانستان کې ژوند کوو، نو هیڅ افغان له بل افغان زیات نه دی او هیڅ افغان له بل افغان کم نه دی.
لویوالی او وړوکی والی د علم او تقوا پر بنسټ دی.
دلته د قومپالنې مفکوره خپل اوج ته رسیدلې ده او د ملک د بدبختي، بې عدالتي او نامساوات لامل ګرځیدلی دی.
یو شاعر وایي:
بنی ادم اعضای یک دیګر اند
که در افرینش زیک ګوهر اند
اګر عضوی را به درد اورد روزګار
دیګر عضوهارا نماند قرار
توکز محنتی دیګران بی غمی
نشاید که نامت نهند ادمی
پورته شعر کې د ( ولقد کرمنا بني ادم) مفهوم پروت دی او د قومپالنې ضد مفکوره پکې پرته ده.
د انسانانو لپاره د بهتری لامل علم او تقوا دی، یوازې په انسانانو کې نه بلکې په حیواناتو کې هم د بهترۍ لپاره یو اصل موجود وي.
په غواګانو کې بهتره غوا هغه ده، چې ښې او ډېرې شیدې کوي او خپل خاوند ته په خپل وخت نسل ورکړي.
د یو باغبان لپاره په باغ کې ښې ونې هغه دي، چې ښې او ډېرې میوې ورکوي، په همدې باغ کې د ګلانو بهتر بوټی هغه دی، چې ښکلی رنګ او بوی ولري.
یو شاعر وایي :
هر انسان ته د انسان په نظر ګوره
هر سړي ته د خپل ځان په نظر ګوره
حدیث دپیغمر(ص)دی: هغه څه چې ځان ته خوښوې، بل ته یې هم خوښ کړه.
ای په دې رنځ اخته مریضانو! ستاسو درملنه ډاکټران نه شي کولای، ځکه هغوی هم په دې رنځ اخته دي، خو ستاسو څخه هیله کوم، چې زما د خبرو په اړه فکر وکړئ او خپله درملنه پخپله وکړئ
.
پوه او ناپوه
ولې د ښه او بد، حق او باطل، اصل او کوټه توپیر نه شو کولای؟
ځکه چې پوهه نه لرو. علمي منطق او د پوهې ذکاوت مو نه شته.
غرونه لرو، په غرونوکې قیمتي کاڼي لرو، خو موږ یې له کاڼوهم استفاده نه شو کولای.
سیندونه لرو، خو اوبه یې نورو ملکونو ته ځي. زموږ پر اوبو بندونه ټړل کېږي، استفاده ورنه کېږي، خوزموږ د برق پسې سترګې ووتې.
لويې لويې دشتې لرو، خو د استفادې نه دي.
دا ولې؟ ځکه چې پوهه نه لرو.
څو کسان کاندیدان لرو.
د یوه لاسونه دعوامو په وینو سره دي، پوهه او علم نه لري، انساني کرامت نه لري او ټول عمر یې شوکې کړي دي او بل د انسانیت او اسلامیت ټولې ښې ځانګړنې لري. خوبیا هم زموږ ډېر عوام هغه ناپوه ته رایه ورکوي.
دا ولې؟ ځکه چې پوهه نه لري.
یو شاعر وایي:
دلته چې سر وهي سردار یې بولي
دلته د سرو لاسو په نوم عبادتونه کېږي
سجده هغوته ده چې زړونه یې سینو کې نشته
زه بیګناه ګنهګاران پېژنم
څوک چې زرګونه قتلوي خلک بیعت ورکوي
هغه چې وینې پاکوي هغوی دوزخ ته درومي
د ژوند د ډېرو بدبختیو او کم بختیو لامل په خپله موږ یو.
د یو خان او ملک عزت کوو، د هغه مال او دولت، جګو جګو ماڼیو او ګړندیو موټرو ته ګورو او هر چېرې یې په دروند نامه یادوو، خو په دې نه پوهېږو، چې دغې ظالم د مظلوم وینې زبیخلي او دې مقام ته رسېدلی دی.
ولې ظالم په دروند نامه یادوو؟ ځکه چې پوهه نه لرو.
ډېر دي چې سترګې لري، خو د حق اوباطل توپیر نه شي کولای، غوږونه لري، خو د حق خبرې پرې نه شي اوریدلای، خوله لري، خو خپل حق پرې نه شي غوښتلای، زړه لري، خو احساسات، جذبه او عاطفه پکې نه ده پالل شوې، مغز او عقل لري، خو کار پرې نه دی شوی او د حق او باطل توپیر پرې نشو کولای.
دا ولې؟ داځکه چې پوهه نه لرو.
موږ اوتاسې باید علم تر لاسه کړو، چې پوه اوناپوه وپېژنو او توپیر یې وکولای شو.
پرمختګ
د دنیا ډېر ملکونه د پرمختګ په حال کې دي او ورځ تر بلې یې په ژوند کې تغیرات راځي.
دا طبیعي اصل دی، چې هر شی مخ پورته ځي او په پورته تګ کې طرقي او پیشرفت وي.
سیندونه روان دي، اب وهوا ته تغیر ورکوي، مځکې خړوبوي او د ډېرو لپاره د ژوند موقع برابروي.
دا بیفکره او بیعقله هم د خدمت کولو په فکر کې دی او غواړي پر مختګ وکړي.
ماشوم چې له موره پیدا شي ډېر کوچنی وي، ځوان شي او اخر داسې حد ته ورسېږي، چې سیدجماالدین افغان شي.
خو بر عکس د دنیا افغانستان مخ په زوړ روان دی او د ټولې دنیا په نسبت د دوی معیار پالنه او ټاکنه د پوهې او علم په برخه کې له نورې نړۍسره توپیر لري.
د نن نه څو لسېزې له مخه د افغانستان صدراعظم موسی شفیق، وزیران محمد ګل خان مومند او عبدالروف بېنوا او د پارلمان وکیلان مو سیدګل پاچا الفت او لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي وو او اوس د دوی ټولو معادل په افغانستان کې وګورئ.
قضاوت تاسې لوستونکي وکړی.
د نن نه څو لسېزې له مخه مو ولس علم، پوهې، ایمانداري، انسانیت او اسلامیت ته ارزښت ورکاوه، خو اوس پیسې، مال او دولت او داسې نورو مسایلو ته ارزښت ورکوي او خپل مشران هغوی ټاکو، چې د مشرۍ هېځ وړتیا نه لري.
پخوا مو عوامو ډېر لوړ لیدلوری درلوداو اوس ټول لاندې ګورو، که چېرې ټول عمر لاندې مځکې ته وګورو، د دنیا ښایستونه نشو کتلای.
د پوه او نا پوه توپیر په دې کې دی، چې پوه ډېر لېرې او ناپوه ډېر نږدې ګوري.
لوړ خیالونه
څومره چې د انسان پوهه ډېرېږي، باید لوړ خیالونه او ژور فکرونه یې په فکر کې پیداشي.
د لوړو خیالونو او ژورو فکرونو پواسطه ټولنې ته لوړ لوړ خدمتونه وکړي.
اسمان ډېر لوړ دی، بارانونه ورنه کېږي، ځمکې خړوبوي او ټول خلک بیا د ځمکو نه استفاده کوي.
د غلو، دانو او میوو لامل باران او اوبه دي او ددې لامل پاس اسمان دی.
غرونه، لمنې، ډاګونه، سمې او نور ……. ددې بارانونو پواسطه شنې کېږي.
لمر هم لوړ موقعیت لري او د ټول ولس لپاره ډېر ګټور تمامېږي.که سپوږمۍ ته وګورو، چې په ختلو یې ټوله شپه رڼا وي او شپه بیا د استراحت لپاره یو ښه وخت دی.
اسمان، لمر او سپوږمۍ، چې نه عقل لري، نه پوهه لري او نه د انسان په ډول اشرف المخلوقات دی، د ولس خدمت کوي او داسې فکر کوي، چې موږ د انسانانو او نورو طبیعي توکو پورته یو او دوی زموږ لاندې پراته دي، باید خدمت یې وکړو.
د غرونو لوړې څوکې ښکلې او پاکه اب وهوا لري. د سیندونو او نورواوبو سرچینه له همدې څوکو نه وي، چې بیا د خلکو لپاره د ژوند موقع برابروي.
د هر شي په لوړوالي کې باید لوی حکمت پروت وي او له ځانه پر ټیټو باندې رحم د دوی وظیفه ده.
دلته دی، چې د ډېرو عقلمندو انسانانو نه دغه بې عقله طبیعي توکي د ولس په فکر او خدمت کې دي او د ډېرو پوهو انسانانو نه دغه ناپوهه، بیعقله، بیفکره اوبي ژبې توکي ډېر بهتره دي.
ولې مو نن د ټولنې ډېر پوه انسانان د خدمت په فکر کې نه دي او د ملک د بربادۍ لامل پخپله دوی دي؟ ولې مو ډېر تحصیل کوونکي پر حرامو اخته او هېځ ډول د خدمت په فکر کې نه دي؟
سیدجماالدین افغان وایي: که چېرې یو انسان هر څومره ډېر تعلیم او تحصیل وکړي، خو که عقیدوي او اصلاحي برخه یې کمزورې وي، هېڅکله هم خپلې ټولنې او ځان ته خدمت نه شي کولای.
رښتیا چې ننني ډېر تحصیل کوونکي او پوه کسان مو پر حرامو اخته او د خدمت په فکر کې نه دي، دوی کمزورې عقیدې لري او تر اوسه پورې د اصلي ژوند پر معنا نه دي پوه شوي.
ولې مو د ولس غم، درد، ستونزې، کړاوونه او نور ……. خپل درد نه ګڼو؟ ولې مو احساسات مړه شوي دي؟ ولې د خدمت په فکر کې نه یو؟
ځکه چې رښتیني احساسات او عاطفه نه لرو.
مشر او کشر
عمر د الله تعالی لوی نعمت دی او باید ښه استفاده ورنه وشي.
وخت او عمر په تېرېدو دی، نن په سبا، سبا په بل سبا په همدې ډول کلونه تېرېږي.
هر انسان باید پوهه تر لاسه کړي، چې دنیوي او اخروي ژوند ته پرې خدمت وکړي.
د انسان عمر باید د هغې د پوهې او عقل په نظر کې نیولو سره مقایسه شي، که چېرې د یو کس عمر ۱۵ کاله وي، خو پوهه او استعداد یې د ۳۰ کلو کس په اندازه وي، په حقیقت کې ددې عمر باید ددې د پوهې پر مقیاس په نظر کې ونیول شي. او که چېرې د یو کس عمر د ۳۰ کالو وي، خو پوهه یې د ۱۵ کلو وي، په حقیقت کې دا ۱۵ کلن دی.
زموږ ځینې مشران دي، چې د عمر په لحاظ مشران او سپین ږيري دي، خو د پوهې په لحاظ کشران ورته ویلای شو.
عمر بې ځایه تېرول پورته مفهوم لري.
د انسان ژوند د کار، خدمت، پوهې او تحول لپاره دی.
اسمایلز وایي:د انسان ژوند د کړنو له مخې شمېرل کېږي، نه د کلونو له مخې.
مشرتوب او مشري باید د پوهې پر بنسټ مستحقو کسانو ته ورکړو، نه دعمر، واسطو، پیسو او يا د ځینو القابو پر بنسټ.
یوه ورځ مې په یوه ارګان کې د یو کس نه پوښتنه وکړه: مشران چېرته دي؟ هغه وویل: د پوهې پر معیار مشران غواړې او که د عمر پر معیار، هغه چې سپین ږيري دي اویا لوړ لوړ القاب ورته ورکړل شوي دي، دوی دعمر په لحاظ مشران دي او د علم په نظر کې نیولو سره دوی کشران دي.
د دې د خبرو په اوریدلو په دې پوه شوم، چې د پوهې لپاره معیار پالنه او معیار ټاکنه د عمرپورې اړه نه لري، بلکې د پوهې پورې اړه لري.
د الله تعالی څخه غواړم، چې زموږ په ملک کې هم د پوهې لپاره پورته معیار وټاکل شي.
کمیت اوکیفیت
کمیت او کیفیت یو د بل لپاره ضروري دي، خو د کمیت نه کیفیت ډېر مهم دی.
یو شاعر وایي: د اکثریت او اقلیت تعریفونه نوي شوي دي، نور نو سرونه نه شمېرل کېږي، ماغزه شمېرل کېږي!!!
رښتیا چې ډېر خلک مو ملک کې ژوند کوي، خو د کار خلک پکې په شمار دي.
د کمیت په لحاظ هر څه لرو، خوکیفیت مو له لاسه ورکړی دی.
که چېرې د یو باغ ونې په نظر کې ونیسو، یو باغبان لري، ځینې ونې میوه دارې او ځینې میوه دارې نه وي.
د باغبان لپاره ښې ونې میوه دارې دي، چې له میوو یې هر ډول ګټه واخلي.
میوه دارې ونې د یو پوه او عالم انسان په ډول خپل ټولنې او مالک ته خدمت کوي او ګټه ورته رسوي.
پوه او ناپوه، بینا او ړوند یو له بله توپیر لري، دغه ډول میوه دارې ونې له بې میوه دارو ونو سره فرق کوي.
ډېر غرونه لرو، خو د بدخشان هغه غرونه چې بېروج، زمرود، طلا او داسې نور قیمتي توکي لري، د هغو غرونو سره فرق کوي، چې هیڅ نه لري.
ځینې کسان شپه او ورځ هڅه کوي، چې په دشتو کې د څرخ په نامه مرغان ونیسي، دا مرغان ډېره لوړه بیه لري .
طوطي، کنري یا داسې نورې مرغۍ چې ښکلي ښکلي اوازونه لري، خلک یي په لوړ قیمت اخلي.
هر مرغه څرخ، طوطي او کنري نشي کېدای.
په یوې ټولنې کې د فکر او نظر خاوندان کم وي او عام وګړي ډېر وي، هر عام وګړی د نظر خاوند نشي کېدای.
که یو سړی ډېر اولادونه ولري، خو ټول یې بیسواده او ټولنې ته یې خیر ښیګڼه ونه رسی اوبل کس یو اولاد ولري، خو د پوهې پر ګاڼه سمبال وي، د دې یو اولاد د هغه بل د ډېرو اولادونو نه بهتره دی.
دا مهه نه دی، چې په ملک کې مو څومره خلک( نفوس)ژوند کوي، دا به مهمه وي، چې څومره خلک مو د علم اوپوهې درلودونکي دي.
ډېر(زیات) بې علمه خلک د ملک لپاره د بدبختۍ باعث ګرځي، په یو ملک کې داسې خلک چې د ټولنې لپاره خیر ښیګڼه نشي رسولای، ددې نه چې داسې خلک په یوې ټولنې کې نه وي ښه او بهتره به وي.
حقیقي خیرات خور
ولې غریب او بیچاره د نورو ملکون په نسبت دلته زیات دي؟ ولې ورځ تر بلې د خیرات خوارو شمېر ریاتېږي؟ ولې هره لحظه د بیچاره او غریبو سره مخامخ کېږو؟
دا خکه چې دلته عدالت او مساوات نشته، ځینې واکداران، مشران، مالداران مو زړونه لري، خو د زړه دردوالی نه لري، کاذب احساسات لري.
د دوی پر عواطفو کې صدق او رښتینولي نشته.اوپخپلو خبرو کې صادقه نه دي.
دا چې غل وایي غلامه کوئ! حرام خور وایي حرام مه خورئ! غاصب وایي غصب مه کوئ! او ګناهګار وایي ګناه مه کوئ! نو سړی حیران شي، چې تر څو به په خپلو غیرې حقیقي احساساتو خلک وغولوۍ، داسې خلک شته، چې تاسو ډېر ښه پېژني.
ستاسو د کړنو پر اساس مو نن ټولنه د بدبختیو او کمبختیو سره لاس او ګریوان ده او د دېرو غریبو او بیچاروو حق تاسو خوړلی دی.
اصلي او حقیقي خیرات خواره تاسې هستۍ، چې د غریبو مال مو خوړلی دی.
ستاسو ټول مال، دولت او دارایي د غریبو حق دی او د دوی پر وینو موځان دې مقام ته رسولی دی.
کوم خیراتونه او زکاتونه چې تاسو یې ورکوۍ، د دې خیراتونو او زکاتونو لومړني مستحقین تاسې غټ خیټي هستۍ، چې د کونډو او یتیمانو مالونه مووخوړل.
کوم مال چې تاسو خیرات ورکوئ، دا د غریبو او بیچاروو خپل مال دی، پر دوی احسان مه کوی، د دوی احسان ومنۍ.
که چېرې دغه بیچاره ګان بخښنه تاسو ته وکړي، امکان یې شته، چې الله تعالی د دې غریبو پر بخښنې تاسو له دې عذابه خلاص کړي.
په دغو خیراتونو ورکولو کې د ثواب فکر مه کوئ، خو امکان لري، چې له عذابه پرې خلاص شئ.
د هارون الرشید په وخت کې هوښیار بهلول ته د هارون له خوا یو اندازه پیسې د خیرات لپاره ورکړل شوې، چې په غریبو، بیچاروو او مسکینانو باندې تقسیم کړي، کله چې ښار ته ولاړ، ګوري چې د هارون الرشید د ساتوونکیو او کارکوونکیو په لاسونو کې ډانګ دی او د غریبو او بیچاروو نه، چې پر سرک کار کوي، په زور او ظلم پیسې اخلي.
دغه حالت چې هوښیار بهلول ولید،بیرته د هارون دربار ته راغی او ورکړل شوې پیسې یې ورته ورکړې.
هارون الرشید وپوښتل: ولې دې پیسې د بیچاره او غریبو پر ځای بیرته ماته راکړې؟
بهلول وویل: ستا کارکوونکي او ساتونکي مې په ښار کې ولیدل، چې په ډېرې بې رحمۍ یې د غریبو او بیچاروو نه پیسې اخیستې، زه په دې پوه شوم، چې اصلي اوحقیقي غریب ته یې! نه نور غریبان او بیچاره ګان، ستا خیراتونه د ریا په ډول دي. ته او کارکوونکي دې، د ډېرو غریب نه بتر هستۍ او هغوی له تاسوبهتر دي.
په ځنګل کې مشر او بادشاه زمری دی، د دې پواسطه د ځنګل هرقسم حیوانات قتل کېږي او هغه خوري، د زمري پاتې شونې نور حیوانات خوري.
زمری هم په اصل کې د نورو حیواناتو غوښې نه خوري، بلکې د یو ظالم مالداره په ډول خپله غوښه پخپله خوري.
دی هم زموږ دټولنې د ځینو خلکوپه ډول د کمزورو او ناتوانو حق خوري او خپل ځان مړوي .
اصلي او حقیقي بیچاره زموږ د ټولنې ځینې مالداره وګړي دي، نه غریبان او مسکینان.
نوی فکر
د کایناتو هر څه په تغیر، تبدیل او تحول کې دي، ورځ تر بلې د تحولاتو سره مخامخ یو.
یو وخت مو پر خرو، اسانو او اوښانو کاروانونه له یو ځایه بل ځای ته وړل.
د حج مراسمو لپاره مو په ورځو ورځو سفرونه کول، خو اوس هر څه نوي شوي دي، موټرې، کشتۍ او طیارې لرو.
ساینس پرمختګ وکړ او هره ورځ نوي نوي اختراعات کوي، خو زموږ فکر لا هماغسې زوړ دی.
هر څه مونوي شوي دي، خوفکر او عقل مو زوړ دی. موږ په زړې ځانګوکې زاړه خوبونه کوو.
دغه زوړ فکر دی، چې ملک د پرمختګ نه منع کوي او ملک مو پیشرفت نه شي کولای.
په هر شي کې زوړ او نوی توپیر لري.
د ننني ځوان سره ځوان نظریات او افکار دي او د یو زوړ او پخواني مشر سړي سره زاړه نظریات او افکار دي.
ځوان دې نړۍ ته یو ډول ګوري او زوړ ورته بل ډول ګوري.د دواړو د سترګو دید یو شان دی، د یو لید لوری یو شان او د بل بل شان دی.
که د انسان د بدن اعضاویې په نظر کې ونیسو، هر اعضا د وخت په تېرېدلو زړیږي او خپل ماهیت او کیفیت له لاسه ورکوي.
د یو زوړ سړي مغز د یو ځوان سره توپیر لري.اوس هم ډېر ځوانان دي، چې زوړ فکر لري.
رښتیا چې په پیسو نوې جامې، نوي کورونه، نوي موټرې او هر څه نوي اخیستلای شو، خو فکر نوی نشو اخیستلای.
د فکر نوي والي لپاره نوي افکار و ته ضرورت وي، چې د پوهې پر اساس او بیسټ د فکرنوی والی پیدا کېږي.
دا چې د ټولنې ډېرځوانان مود زاړه فکر خاوندان دي، دلیل یې دادی، چې علم او پوهه نه لري.
په ډېرو لوړو څوکیو د ډېر زاړه فکر خاوندان مې ولیده او په دې پوه شوم چې پوهې او علم ته اړین ضرورت دی.
دژوندحقیقت
ژوند د هلوځلو مسابقه ده او په دې مسابقو کې هغوی وړونکي وي، چې ډېر زحمت وباسي.
د دنیا انسانان، حیوانات او نباتات د الله تعالی په قدرت پیدا کېږي، لوېیږي او د وخت په تېرېدلو له منځه ځي.
له ادمه تر دې دمه،یواځې انسان دی، چې له پیدایښته وروسته یې کورنۍ د دې د ښه لوېیدلو او پیشر فت په فکر کې وي او باید یو بافکره انسان خپل ځان او ټولنې ته خدمتونه وکړي.
د اصلي ژوند مفهوم یوازې پیدایښت، لوېیدل او مړ کېدل نه دي، بلکې انسان باید د ژوند د هرې لحظې نه خوند واخلي او د ژوند د نعمتونو خق ادا کړي.
د حقیقي ژوند څښتنان هغه کسان دي، چې د ژوند په معنی او مفهوم پوه وي او د خپل د پیدایښت مفهوم درک کولای وشي.
د ژوند د حرکت مسیر یې باید ښکاره وي او په دې مستقیمې لارې باندې تګ ډېر احتیاط غواړي.
ژوند بې ځایه تېرول دا مفهوم لري، لکه یوانسان چې پیدا، لوی او مړ شي، خو هیڅ پیدا شوی نه وي.
په یوې ټولنې کې ژوندي انسانان کم وي او مړه انسانان زیات وي.له ژوندیو نه مې مطلب یوازې هغه انسانان نه دي، چې ساه ولري اود مړو انسانانو نه مې هم مطلب هغه کسان نه دي، چې ساه نه لري.
ژوندي انسانان هغه دي، چې ځان او ټولنې ته خدمتونه کوي او مړه هغه دي، چې هیڅ ډول خدمت نشي کولای.
د دنیا ډېر څه په حرکت کې دي، خو د انسان حرکت باید له ټولو حرکتونو ګټور وي.
د انسانانو ژوند ډېر قیمتي دی، چې ځینې انسانان پکې لوی لوی کارونه کوي، ځینې بیا دغه قیمتي وخت بې ځایه تېروي.
دنیا د یو بحر په ډول ده، ځینې انسانان پکې په ساعتونو ساعتونو لمبلای شي، ځینې یې بیا پر غاړو لامبي او یو تعداد خلک پکې هیځ لمبلای نشي.
پیاوړي انسانان پکې مرغلرې لټوي، خو یوتعداد یې د اوبو استفاده نشي کولای.
هغه چې قیمتي کاڼي پکې لاس ته راوړي، لکه د پوهو او عالموانسانانو په ډول د اصلي ژوند پر مفهوم پوه دي او د انفرادیت نه اجتماعیت ته ډېر ارزښت ورکوي.
هغه چې له اوبو یې استفاده نشي کولای، لکه د ناپوه په شان، چې ټولنې ته خدمت نشي کولای یو شان دی.
اصلي ژوند د دنیوي او اخروي ژوند توخه ده
اضداد
د اضدادو فلسفه ده، چې په ټوله دنیا کې د هر شي ضد شته او د دې ټولو په پیدایښت کې د الله تعالی ډېر حکمتونه پراته دي.
که د انسان خوښه وي او که نه وي، له دې ضدینو سره به وخت تېروي.
د یو انسان پیدایښت ته ډېر خوشحالېږو او مرګ ته يې بیا ډېر خفه اوسېږو، خو ژوند او مرګ دواړه الله تعالی پیدا کړي او دې حقیقت ته به غاړه ګدو.
د ژوند سره مرګ تړلی دی او یو د بل ضد دی.
د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزی ټول اړیکې لري، د انسان مرګ د انسان د زېږېدو له ورځې د هغې سره یوځای پیداشوی دی او هر ساکښ شی به یوه نه یوه ورځ له منځه ځي او مړ کېږي به.
یو شاعر وایي: مرګ په حقیقت کې د انسان ژوند دی، انسان باید خپل مرګ ته خفه نه شي، ځکه د انسان ژوند بعد له مرګه پیل کېږي.
رښتیا که انسان دینداره او د الله تعالی ټول اوامر یې پر ځای کړي وي او د الله تعالی په لوریینې او پیرزویینې د جنت دروازې یې پر مخ خلاصې شي، نو ژوند بیا هلته ژوند دی، نه دې دنیا کې.
کله چې خزان د پسرلې ګلونه ورژوي، پسرلی ورته وايي: ته ما وژلی نه شې، دا مرګ مې د نوي ژوند زیری دی.
نو د مرګ نه پس ژوند پیل کېږي. که په ژوند کې اضداد نه وي، وخت به په انسان نه تېریده، ژوند به بې خونده وي،
که لوړ او ټیټ په نظر کې ونیسو، اسمان، سپوږمۍ ، لمر او داسې نور طبیعي توکي ډېر لوړ دي. له اسمانه بارانونه کېږي، سپوږمۍ شپې رڼا
کوي او لمردنړۍ ټولې میوې او دانې پخوي، دوی د خپل لوړوالي حق ادا کړی دی.
هغه مرغۍ چې ډېرې لوړې ګرځي، لوړ قیمت او ارزښت لري.
یوه ونه ډېره لوړه اوغټه ده، خود استفادې وړ نه ده، که چېرې همدغه ونه د یوې ویالې پر سر پل شي او د استفادې وړ شي، نو دده لوړوالی په همدې کې دی، چې د خدمت لامل وګرځیده.
په یوملت کې پر لوړو چوکیو داسې کارکوونکي لرو، چې د منتخبو چوکیو لپاره مناسب دي. دوی هم د لوړوالي حقیقت ساتلی دی.
ځینې شیان تاسوته لوړ ښکاري، خو په حقیقت کې ډېر ټیټ ورته ویلای شو.
په ډېرو لوړو مقامونو کې مې داسې ناپوهه وګړي ولیدل، چې ډېر کم ارزښته او بې قیمته ورته ویلای شو. دوی په لوړو مقامونو کې ډېر ټيټ خلک دي.
ځینې غریب او بیچاره د ډېرو پر وړاندې ټیټ خلک ښکاري، ځکه چې مال او دولت نه لري، خو حقیقت داسې نه دی.
مرغلرې د ډېرې ټیټې سطحې له بحرونو څخه لاس ته راځي.
په ډېرو لوړو ځایونو کې مې ډېر ټيټ خلک ولیدل او په ډېرو ټیټو ځاینوکې مې ډېر لوړ خلک ولیدل.
مساوات
په یوې ټولنې کې د خلکو تر منځ مساویانه حقوق د دې لامل کېږي، چې ټول په خوشحاله سره ژوند وکړي او له ژونده خوند واخلي.
د اسلام په اجتماعي اصولو کې یو مهم اصل مساوات دی، ځکه یې عرب او عجم، تور او سپین برابر ګڼلي او انساني کرامت یې هر بني ادم لپاره یو شان منلی دی.
څه شی چې په دغه کرامت کې زیاتوالی راولي، هغه تقوی ده او بس.
د اسلام لوی رهبر حضرت محمد(ص) دوه ځله په سوره کهف او بل ځل په سورت فصلت کې د الله تعالی له لورې مامور شوی چې خلکوته ووایي:
ژباړه: زه هر ګوره ستاسې غوندې بشر یم چې وحې راته راځي.
یعنې بې له دې نه چې د الهي د وحې په وسیله مې معرفي نصیب کېږي، نور نو ستاسې غوندې یو بشر یم او له تاسو نه امتیاز نه لرم.
حضرت عمر فاروق (رض) د اسلام دویم خلیفه چې په اسلامي سنتو ډېر ټينګ و، د مساوات رعایت یې په ډېر اهتمام کاوه.
یوه ورځ چې دی په مکه کې ګرځېده، ویې لیدل چې خدمتګاران ولاړ دي او سرداران په ډوډۍ ناست دي، په ډېر قهر یې سردارانو ته وویل: څه وجه ده، چې ځانونه له خپلو خدمتګارانو نه غوره ګڼئ او سمدلاسه یې خدمتګاران له سردارانو سره په ډوډۍ کښینول.
الفت صاحب وایي: په ژوند کې یو معتدل حالت ډېر ښه دی او ښه ژوند هماغه دی، چې اعتدال پکې وي، یعنې نه ظالم وي او نه مظلوم، نه د چا بادار وي او نه یې څوک بادار وي. هو! اجتماعي عدالت تل د ژوند لپاره ډېر اړین دی، د ژوند ساتنه، د ژوند وده او د ژوند خوشحالي په همدغسې معتدله هوا کې امکان پیداکوي. چېرته چې عدالت او عدل نه وي هلته ژوند خوښ او ښاغلی نه وي او په دغسې ځای کې ژوند ډېر لوی عذاب دی.
دلته په هېڅ ډول مساوات او برابري نشته.
ځینې کسان د ډېرو ښوښو خوراکونو پر اساس د وینې فشار لري، ورځ تر بلې یې وزن په ډېرېدو دي او هره ورځ ډاکتر ته د معاینې لپاره روان وي او بل بیچاره یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او ورځ تر بلې یې وینه په بدن کې کمېږي. د دې خوار او غریب حق هغه مالدار خوړلی، چې هره ورځ په تکلیف کې دی.
په یوې ټولنې کې افراط او تفریط داسې عوامل زېږوي، چې د ټولو لپاره بد عواقب لري.
یو شاعر وایي:
که افراط دی که تفریط یود بل سر خوري
هر یو بل ته قبرکن د بل اجل دی
د چا په سلهاوو مزدوران دي او بل پخپله مزدور دی، تر څو چې د بادار اومزدور نومونه له منځه ولاړ نه شي، مساوات به رامنځ ته نشي.
د مالدارو اولادونه په یورپ کې درس وایي او د غریب او بیچاره اولادونه پر سرکونو کاغذونه ټولوي، ناپوه مالدار ته لوړې لوړې وظیفي شته او پوه بیچاره د وظیفي پسې سرګردانه ګرځي، ډېر مشران مو په خارج کې لوړې لوړې ماڼۍ لري او ډېر بیچاره مو په خیمو کې ژوند کوي.
دلته دمساوات پر نامه هېځ نشته او د فیوډالي نظام وزرې خورې شوي دي او هر مالداره دغریب او بیچاره حق خوړلی او لوړمقام ته یې ځان رسولی دی.
همدردي
هر انسان باید نورو انسانانو ته د قدر او عزت په سترګو وګوري او د ټولو انسانانو درد، غم او ستونزې په خپل ځان کې حس کړي.
یو شاعر وایي:
هر انسان ته د انسان په نظر ګوره
هر سړي ته د خپل ځان په نظر ګوره
که چېرې د یو کس مور او پلار مړه شوي وي او دی په ډېر کړاو کې وي، باید ددې کس غم داسې احساس شي، چې یوازې ددې نه بلکې زموږ او ستاسې والدین هم وفات کېدای شي.
هغه کس چې دردیدلی زړه ولري، هغه ته د ملک ټول ولس د کورنۍ په څېر وي او ددوی پر درد دردیږي او پر خوشحالي یې خوشحالېږي او ددوی تر منځ داسې رابطه وي، لکه د والدینو چې د اولادونو سره د وینې تړاو وي.
یو ښه انسان باید د احساساتو او عواطفو رښتینوالی ولري او په ټولنې کې د هر کس ستونزې په نا شعوري ډول احساس کړي.
موږ اوتاسې باید د انسانانو نه سربېره پر حیواناتو هم ترحم وکړو، ځکه هغوی بې خولې او بې ژبې دي.
حیوانات هم د الله تعالی ثنا وایي، د ژوند کولو حق لري، دا چې پیدا کړي الله تعالی دي، نو د مرګ حق یې هم د الله تعالی سره دی.
یو شاعر وایي:
پتنګ نه دی په ډیوه چې ستي نه شي
بلبل نه دی چې په ګل فریادي نه شي
زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی
په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي
د همدردۍ دغه احساس الله تعالی هغه انسان ته ورکوي، چې زخمي زړه ولري او د دې د زخمي زړه څخه راوتلې خبرې د ډېرو خلکو زړونه تسخیر کړي.
علامه اقبال وایي: (زخمي زړه یو نعمت دی، داسې زړه هغه چاته د الله تعالی له خوا ورکول کېږي، چې روحاني صحت ولري.)
دا چې نن مو د ډېرو خلکو احساسات مړه دي او هیڅ ډول انساني کرامت ته ارزښت نه ورکوي، دلیل یې دادی، چې عقیدوي، اصلاحي او روحاني فکر یې نیمګری دی.
انسان خو پرېږده، پر حیواناتو هم همدردي پکاره ده.
په نورې نړۍ کې له ټولو لوړ حقوق حیواناتو ته ورکړل شوي دي.
د اسلام ستر پیشوا حضرت محمد(ص) پر حیواناتو ډېر ترحم درلود.
یوه ورځ نبي علیه السلام په سفر ولیده، چې چا مېږیو سوړه سېځلې وه، نبي علیه السلام پوښتنه وکړه، چې دا کار چا کړی دی؟یوه صحابي وویل، ای د الله تعالی رسوله! دغه کار ما کړی دی، نو نبي علیه السلام ورته وفرمایل، چې له الله تعالی پرته بل هیڅوک په اور د سزا ورکولو حق نه لري، پام چې بیا داسې کار ونه کړئ.
نبي علیه السلام دومره شفقت او نرمي درلوده، چې د اوداسه په وخت کې یې تږې پشو خوا ته راغله، نو نبي علیه السلام د خپل اوداسه لوښی ورکوږ کړ او هغه پشو ته یې اوبه ورکړې او بیا یې اودس وکړ.
یوه ورځ نبي علیه السلام پر داسې یوه سړي ورغی، چې د وزې د حلالولو لپاره خپله چاړه تېره کوله او وزې ورته کتل، نبي علیه السلام غوسه شو او ویې فرمایل: په تاسې کې، چې هر څوک خپل څاروی حلالوي، نو د څاروي تر څملولو مخکې دې خپله چاړه ښه تېره کړي.
نبي علیه السلام یوه ورځ پر لاره تېرېده، یو سړی یې ولیده، چې پر خپل اوښ سپور په خبرو بوخت دی، نبې علیه السلام دغه سړی له دې کاره وژغوره، چې له اړتیا پرته پرسورلۍډېر مه کېنئ، یعنې کله چې خپل هدف ته ورسېږئ، نو بیا له سورلۍ ښکته شئ، هسې بې ضرورته پرې مه کېنئ او همدا شان نبي علیه السلام د څارویو له داغلو منع کړی ده.
نبي علیه السلام پر حیواناتو دومره زهیر وه، انسانان خو پرېږده.
ننني ډېر انسانان مو یوازې دخپل خان او کورنۍ په اړه فکر کوي، داسې خلک کم لرو، چې دټولو عوامو په فکر کې وي.
داسې کسان چې دملي مفکورې او نظریي خاوندان دي او د ټول ملک لپاره فکر کوي، د دوی رښتیني احساسات د ستایلو وړ دي او ولس هم بایدپه داسې اشخاصو ویاړ وکړي.
ښکلا
ښکلا که د نړۍ هر چېرې وي ښکلا ده، ښکلا جامع، مانع، کوټلی، منلی او ټولنمنلې پېژندنه نه لري.
دا چې د انسانانو خارجي او داخلي جوړښتونه سره توپير لري، نو له همدې امله د یو شخص داخلي جوړښت (احساسات، عواطف، تخیلات او داسې نور) د ښکلا د ارزښت په ټاکلو کې سره توپیرلري.
په افریقې، روسیې، افغانستان او داسې نورو ملکونو کې د ښکلا معیارونه سره توپیر لري.
دا چې د یوې ټولنې کلتورونه، ارزښتونه او نور سره توپیر لري، د ښکلا ټاکلو معیارونه هم فرق کوي.
په هر انسان کې بایدد صورت او سیرت ښکلا موجود وي، خو د صورت نه سیرت ډېر مهم دی او هر انسان بایدله صورته سیرت ته ډېر ارزښت ورکړي.
سید ګل پاچا الفت وایي:
رنګ شکل ته مه ګوره معنی نیسه نظر کې
ظاهر کې لکه غڼی ښکارېږي غنډلان
الفت صاحب هم له صورته سیرت ته ډېر ارزښت ورکړی دی او تاکید کوي، چې د انسان شکل ته مه ګورئ، بلکې معنی ته یې پام وکړئ.
هر کال په نړۍ کې د نبي علیه السلام پر نامه د سیرت النبي سیالي جوړیږي او د دې پر خوی، عاداتو او اخلاقو پکې مفصل بحث کېږي، سره د دې چې نبي علیه السلام ته الله تعالی د ټولې نړۍ د خلکو نه پوره ښکلا ورکړې وه، خو بیا هم د دې پر نامه د صورت النبي کومه سیالي تر اوس نه ده جوړه شوې.
نبي علیه السلام تر ټولې نړۍ ښکلی و، سپین مخ او ځلیدونکې څېره یې درلوده، برابر قد، رنګ مبارک یې نه ډېر سپین اونه ډېر غنم رنګی و، دسر ویښتان مبارک یې نه ډېر نېغ او نه ډېر ول ول وو، مخامخ غاښونه مبارک یې سره بېل بېل وو، چې د خبرو پر وخت به یې د بریښنا په ډول رڼا کوله، سترګې مبارکې یې تورې او باڼه یې اوږده وو، سترګې یې پر رنجو تورې ښکاره کېدې، خو په حقیقت کې یې رانجه نه و کړي، د سترګو په سپینو کې یې سرې کرښې وې، رسول الله ( ص) به په تیاره شپه کې هم داسې لیدل کول، لکه په رڼا کې، وروځې مبارکې یې سره بېلې وې، مخ مبارک یې غوښن و، پوزه مبارکه یې نرۍ لوړه و، سر مبارک یې هم برابر لږ غټ و، ږیره مبارکه یې دومره ګڼه وه، چې سینه یې پرې ډکېده(پټيده)، غاړه مبارکه یې تر ټولو خلکو ښایسته وه، بدن مبارک یې نه ډېر ډنګر او نه ډېر غټ و، برابر وجود یې درلود، له ټټره تر نامه پورې یې د ویښتانو یوه کرښه وه، په نور بدن یې ډېر ویښتان نه وو، د اوږومنځ اوسینه یې پراخه وه، سینه او ګیډه مبارک یې سره برابر (اوار) وو، د بدن بندونه مبارک یې غټ او مضبوط وو، د لاسونو تلي (ورغوي) مبارک یې غوښن وو، لاسونه یې تر واورو یخ او تر مشکو زیات خوږبویه وو، نبي علیه السلام به چې له چا سره ستړي مه شي وکړل، د هغه شخص له لاسونو به ټوله ورځ خوږبویي تله او که د کوم ماشوم پر سر به یې لاس کېښود، هغه به د ماشومانو په منځ کې پېژندل کېده ، ځکه چې د هغه ماشوم له سر څخه به خوږبویي راتله، پوندې مبارکې یې پستې وې او له مسکا نه لوړه خندا به یې نه کوله.
د نبي علیه السلام د دومره ښکلا سره سره ، بیا هم د دې پر سیرت ډېر اثار لیکل شوي دي.رسول الله ( ص) ډېر کفار د خپلو اخلاقو پواسطه مسلمان کړي دي.
ډېر شیان دي، چې ډېر ژر زړونه فتح کوي او ځوانان تر خپل تاثیر لاندې راوړي، په ځوانۍ کې جذبات او احساسات پر هر انسان غالبه وي او ډېر وخت د ژوند لپاره ښه تصمیم نه شي نیولی.
دوی په داسې ښکلا زړونه بایلي، چې له عاداتو یې خبر نه وي.
که یو بت هر څومره ښکلی وي، انسان کیدای نه شي، ځکه چې د انسانانوله صورته سیرت ته ډېر ارزښت ورکول کېږي.
ځینې ځوانان مو پر بتانو زړونه بایلي او د عاقبت فکر یې نه کوي.
که چېرې یوه هندواڼه ډېره غټه وي، خو منځ یې خام وي، د داسې هندواڼې اخیستل بې ګټې وي،خوند یې بې خونده وي او رنګ یې بې رنګه وي.
له ډېرو غټو او لوړو بې میوه دارو ونو نه، وړې میوه دارې ونې بهتره دي.
زموږ لپاره د ونو میوې مهمې دي، نه قد او لوړوالی، سره له دې، چې د غټو ونو نه د لرګیو او یانوره استفاده کولای شو، خو د یوې ونې د میوو نه چې څه ډول استفاده کېږي، هغه له هر څه بهتره ده.
که یو غر په نظر کې ونیسود هغه لوړوالی او نور ظاهري ښکلا يې د صورت ښایست دی، خو په همدې غره کې قیمتي کاڼي یې داخلي ښکلا ده. یا د یو بحر لویوالی اود اوبو شفافوالی یې د صورت ښکلا ده او په همدې بحر کې د طبیعي زیرمو موجویت یې داخلي ښکلا ده.
د غرونو او بحرونو په داخلي ښکلا او صورت کې هم ډېر توپیر لیدل کېږي.
ډېرې غټې غټې سترګې مې ولیدلې، چې د خپل یار نه بغیر د نورو د کتلو لپاره لیواله دي، په مقابل کې مې ډېرې با حیا سترګې ولیدلې، چې یوازې د یو یار دیدن لپاره پیدا شوي دي، چې دغه سترګې د هغو غټو سترګو نه ډېر بهتره دي، چې د خلکو زړونه ښکار کوي.
که موږ د یو انسان د بدن د هرې اعضاويي د ښکلا په اړه فکر وکړو، د انسان د بدن اعضاویي د روا کارونو لپاره پیدا شوي دي، خو دوی پرې ناروا کارونه کوي.
داسې بداخلاقه ښایسته ښځې پیدا کېږي، چې د مینې کولو نه بلکې د نفرت کولو لیاقت هم نه لري.
د نبي علیه السلام د وینامفهوم دی، چې ښځې د څلورو مهمو خصوصیاتو او ځانګړنوپه نظر کې نیولو سره په نکاح کړئ، خو له دې څلورو خصوصیاتو نه دین داره ښځه بهتره وي.کومه ښځه چې دین داره وي، د هغه سره به خامخا د سیر ت ښکلا ملګرې وي.
هو! د هر انسان لپاره د صورت د ښکلا نه د سیرت ښکلامهمه ده، په حقیقت کې د هر شي ښکلا په سیرت کې ده، نه په صورت کې.
یو شاعر وایي:
خپلوي د سیرت ښه ده خپلوي نه د صورت
څېره کې خو پردي هم ښکاري کله یو شان
ښه اوبد
ډېر دي، چې ښه ته بد او بدو ته ښه وایي، ښه غندي او بد ستایي او د دې دواړو تر منځ تمیز نه شي کولای.
هغه څوک چې د دې دواړو تر منځ فرق نه کوي، هغه عوام دي، چې د پوهې کچه یې ټیټه ده او په دې نه پوهېږي، چې د ښو خلکو په مقابل کې داسې ودریدل ټولنه له پرمختګ او ترقۍ څخه بې برخې کوي او د داسې خلکو تعداد ورځ تر بلې کمېږي او د بدو ستاینه، دې ته موقع برابروي، چې په بدو کارونو کې ډېر خلک یو د بل سره رقابت وکړي.
په ټولې نړۍ کې ښه خلک او بد خلک شته، ښه خلک د خلکو په زړونو کې پاتې کېږي او بد خلک ډېر ژر له خلکو هېریږي.
نن مو د ټولنې ځینې مشران، مالداران او په لوړو چوکیو کارکوونکي ډېر بد خلک دي، خو بیا هم د ولس لخوا انتخاب او د دوی په زړونو کې ځای لري، لاسونه یې ښکل کوي او هر چېرې په ښه نامه یادوي، چې اصلي لامل یې د ټولنې د ځینو وګړونه پوهیدل دي او په همدې ډول خلکو د شمېر ډېروالی دی.
په کومې ټولنې کې، چې پوهه او علم کم وي، هلته بیا پورته معیارونه ټاکل کېږي او داسې نورو مسایلو ته پاملرنه کېږي، چې نورې نړۍ کې هیڅ حیثیت او قیمت نه لري.
په کومو خلکو او ټولنو کې چې د بیسواده او بدو خلکو عزت ډېر وي، هلته په همدې ډول خلک زیات وي او په کومو ټولنو او خلکو کې چې د باسواده او ښو خلکو قدر ډېر وي، هلته هم په همدې ډول خلک ډېر وي.
دلته چې چا ډېر ظلم اوزیاتی کړی دی، د هغوی ډېر عزت کېږي، همدا ظالمان دي، چې د مظلومانو اه او فغان اسمان ته وخته.
په نورې نړۍ کې د هغو خلکو یادونه کېږي، چې ټول عمر یې عوامو ته خدمتونه کړي وي او د زړه درد او همدردي یې له غریبو او بیچاروو سره درلوده.
د یوناني ژبې افلاطون، سقراط، ارسطو، بقراط، د روسيي ژبې تولستوی، د فرانسوي ژبې وکتورهوګو، د هندي ژبې ټاګور، د اردو ژبې علامه اقبال او د فارسي ژبې فردوسي، مولانا جلال الدین بلخي او د داسې نورو پېژندل شووڅېرو پر نامه ډېر ځایونه جوړ شوي دي او د دوی د عزت لپاره یې مقبرې ډېرې ښې جوړې کړې دي، خو دلته برعکس هغوی ستایل کېږي، چې د نفرت لیاقت هم نه لري.
مینه
ژوند د مینې او محبت لپاره دی او په نفرت کې تېرول یې د انسانانو لپاره نه ښایي.
یو شاعر وایي:
دا ژوند خوداسې لږ د محبت لپاره هم دی
حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه
رښتیاکه د یو سل کلن کس نه پوښتنه وکړو، چې د ژوند خوشحالي او خفګانونه دې یادیږي؟ هغه به ووایي، په ټول ژوندپوه نه شوم، داسې احساس کوم، چې دوه ورځې راباندې تېرې شوي دي. نوژوند د نفرتونو نه پر خوشحالۍ یې تېرول اړین دي.
همدا حقیقي او مجازي مینه ده، چې انسانان په دنیا کې ژوند کوي او هر ډول سختې تېروي.
مینه ده، چې ډېر پردي خپلوي او ډېر خپل خلک چې یو د بل سره مینه نه لري پردي کوي.
ځینې والدین د خپلو ځینو اولادونو سره مینه نه کوي او د دوې تر منځ د مینې هغه تار چې له زړونو څخه زړونو ته لار لري شلیدلی وي او د پردیو په ډول ژوند کوي. خو په مقابل کې ځینې خلک شته، چې د پردیو سره داسې مینه کوي، چې د وخت په تېریدلو یې مقام د مور او پلار مینې اومرهمت ته رسېږي.
مینه ده، چې انسان خو پرېږده، حیوان هم خپل تابع ګرځوي. یو ښکاري
مرغه، چې د ځینو ظالمو انسانانو لخوا یې سترګې تړل شوي دي او د یو بندیوان په ډول ژوند کوي، خو بیا هم د خپل خاوندتابع داري کوي او د دې په خدمت کې وي او هر وخت ورته نور مرغان ښکار کوي، چې اصلي لامل یې د انسانانو مینه او محبت دی.
یو سپی که هر څومره ووهل شي او له کوره وشړل شي، خو بیا هم له کوره نه ځي او هغه الفت او مینه چې د یو انسان لخوا ورسره شوې، نه یې هېروي.
داسې ډېر مثالونه د حیواناتو لرو، چې د انسان مینه یې دې ته اړ کوي، چې بیرته د انسان سره مینه وکړي.
مینه او محبت ته انسانان ډېر ضرورت لري، خاصتا هغه غریب او بیچارګان چې ټول عمریې په سختۍ کې ژوندتېر کړی دی او مینې ته اړتیا لري، باید د دوی اوښکې پاکې کړو او په مینه ورسره وخت تېر کړو.
انسان دوستي (هیومانیزم ) په نورې نړۍ کې ډېر ارزښت لري، د هیومانیزم فکري غورځنګ په څوارلسمې میلادي پیړۍ کې منځ ته راغی، د دغې غورځنګ هدف د انسان او انسانیت حیثیت لوړول دي.
د مینې حقیقي احساسات او عواطف د هر چا په زړه کې نه وي. داسې انسانان چې د مینې ډک زړونه ولري، په هرې ټولنې کې کم پیدا کېږي.
موږ د ګل پاچاالفت په شان انسانانو ته ضرورت لرو، چې د ملک ټولو بیچاروو او غریبوخلکو سره یې همدردي درلوده او د زړه مینه یې له خپلې ټولنې او ولس سره وه.
نن مو د ټولنې ډېره برخه د هغو ژوندیو او مړو خلکواحترام کوي او د مینې لایق یې بولي، چې د نفرت لیاقت هم نه لري.
ولس باید د ټولنې حقیقي خدمتګاران پیدا او مینه ورسره وکړي، د مینې حقدار هغه څوک دي، چې د ټولنې د خلکو سره رښتینې مینه ولري.
که چېرې یو جنګي چرګ ( کولنګي) ته د دې لپاره ښه غذا ورکړو او مینه ورسره وکړو، چې په جنګ یې واچوو او یا له حلالې وروسته یې له بڼکو بالښتونه او دوشکې جوړې کړو، چې په حقیقت کې دا مینه د مقصد او هدف لپاره ده.
ډېر داسې بې علمه او بې لیاقته د لوړ مقام خاوندان مې ولیدل، چې د ولس سره د جنګي چرګ معامله کوي، هیڅ ډول مینه ورسره نه لري، بلکې د منفي ملتپالنې ( negative nationalism ) مفکوره لري.
د عوامو پواسطه ځان لوړ مقام ته رسوي او بېرته د ولس وینې زبیخي، خو دوی پرې نه پوهیږي.
دا چې ولې مو د ولس ډېره برخه نه پوهېږي؟ دا ځکه چې پوهه او علم نه لري.
عوام باید د مینې او محبت مستحقین وپېژني او له هغه چا سره د زړه له کومې او د احساس له تله مینه وکړي، چې اصلي حقدار یې وي
انسان
په دنیا کې هر شی پېژندل کېږي، خو د څه شي پېژندل چې ستونزمن کار دی، هغه انسان دی.
د انسان داخلي جوړښت په شخصیت جوړولو کې اساسي اصل جوړوي او یو انسان نه شي کولای، چې په اسانۍ سره د نورو انسانانو عواطف، احساسات، جذبات او داسې نور داخلي توکي وپېژني، نو له همدې امله نه شو کولای، چې انسان په اسانۍ سره وپېژنو.
د دنیا د ټولو انسانانو خارجي جوړښت سره توپیر لري، خو بیا هم ټولو ته انسانان ویلی شو.
د انسان د پېژندنې لپاره د خارجي جوړښت نه داخلي جوړښت ډېر مهم رول لري.
د یو ښه انسان د پېژندنې لپاره باید د دې سیرت مطالعه شي، نه صورت.
ډېر مسلمانان مې ولیدل، چې انسانان نه دي، یعنې انساني کرامت ته ارزښت نه ورکوي، په مقابل کې مې ډېر انسانان ولیدل، چې مسلمانان نه دي، خو انسانیت ته احترام لري.
په یوه لوی غره کې د قیمتي کاڼو پیدا کول، د هغې نه ښه استفاده کول، د هغې صیقل کول او بیا وروسته یې اصلیت معلومول اسان کار دی، خو د یو ښه انسان پېژندل اسان کار نه دی، د همدې کاڼو د جوهر معلومولو نه د انسان جوهر معلومول ستونزمن کار دی.
په مرغانو کې اصیل او بدل شته، د اصیلو مرغانو پیدا کول او نیول او همدارنګه د دغومرغانو ډېره لوړه بیه، په دې دلالت کوي، چې په حیواناتو کې هم اصلي شته او د داسې مرغانو ارزښت د اصلیت پر بنا او بنسټ ټاکل کېږي.
په انسانانو کې هم اصیل او کم اصل شته، چې پېژندل یې اسان کار نه دی، خو په ځینو اصیلو کې کم اصل او هم ځینو کم اصلو کې اصیل پیدا کېږي.
اسمان په یو حال نه دی، کله شین شي میوې پخوي، کله وریځ شي، بارانونه ورنه کېږي او کله کله ږلۍ او واورې هم وروي.
ډېر انسانان مې هم په یو حال ونه لیدل، کله د مسجد په کونج کې ناست او نصیحتوي کوي، د شپې د میوو پیالې ډکوي او سبا ته پر حرامو اخته او له غریبواو بیچاروونه رشوتونه اخلي، هماغه یو انسان دی، کله ملا او کله بیا بلا شي، چې د داسې انسانانو پېژندل د وګړ پېژندنې متخصص هم نه شي کولای.
غني خان وایي:
ای د لیونیانو نیکه مار ښه که ملا ښه دی
تن د زهرو ډک ښه دی که زړه ډک د بلا ښه دی
په سپینو جامو کې مې ځینې داسې تور زړي انسانان ولیدل، چې زړونه یې له بلاوو ډک او د ولس په سترګوکې خاورې اچوي.
په ډېرو لوړو مقامونو کې مې داسې فاسد او رشوت خواره ولیدل، چې ډېر ټیټ او پست خلک ورته ویلای شو، خو په مقابل کې مې د دوی د لاس لاندې داسې مامورین ولیدل، چې ډېر لوړ لیاقت لري او د انسانیت ټولې ښیګڼې پکې شته دي.
دوی د لاس لاندې خلکو، غریبو او بیچاروو ته په خواروو سترګو ګوري او ټول ورته سپک خلک ښکاري.
یوانسان که د غره پر څوکه ودرېږي او لاندې وګوري، ټول نور انسانان ورته واړه ښکاري، چې دا یو طبیعي اصل دی، خو په حقیقت کې دوی ټولو ته واړه نه شو ویلای، برعکس یو کم اصل انسان دوی ته دورمره په سپکه ګوري ، چې په حقیقت کې داسې نه ده.
د انسان پېژندل اسان کار نه دی، خو بیا هم غواړم، چې فکر وکړو او د خپلې ټولني فکرمند او ښه انسانان پیدا او عزت یې وکړو.
رقابت
ژوند د سالم رقابت ډګر دی او د نننۍ نړۍ د پیشرفت یوازینی لامل همدا سالم رقابت دی.
دغه رقابتونه مثبتې او منفي خواوویې لري، چې ځینې ملکونه مثبت او ځینې بیا منفي رقابتونه کوي.
په کوم ملک کې چې د پوهې او علم کچه لوړه وي، هلته مثبت سالم رقابت (positive compilation (وي او په کومو ملکونو کې چې د علم او پوهې کچه ټيټه وي، هلته منفي غیر سالم رقابت (Negative compilation)موجود وي، په داسې ټولنو کې ډېر خلک منفي نظریات او افکار لري.
د همدې سالم رقابت لامل دی، چې ټولنه په هرې برخې کې پیشرفت کولای شي.
دا یو اصل او حقیقت دی، چې په داسې ټولنو کې ورځ تر بلې ښه ښه استعدادونه پیدا کېږي او د داسې ذکاوتونو قدر پکې کېږي.
په نورې نړۍ کې ډېر خلک سپورت د صحت اوښو لاسته راوړنو لپاره کوي، خو دلته مې د ډيرو له خولې اوریدلي دي، فلانی سپورت د جنګ لپاره ښه دی، یا ځینې وایي: سپورت په درد نه خوري، دلته دټوپک د یوې ماشي خبره ده.
په نورې نړۍ کې خلک تحصیل د دې لپاره کوي، چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي، خو دلته ډېر تحصیل کوونکي پر حرامو اخته او رشوتونه خوري، هماغه یوه پوهه ده، له چا افلاطون، ارسطو، اقبال، سیدجماالدین افغان او ګل پاچا الفت جوړوي او له چا شیطان جوړوي.
نورې نړۍ کې انتخابات د خلکو د ګټې لپاره کېږي او اجتماعي ګټو ته ارزښت ورکوي او دلته د ځان د ګټې لپاره کېږي او فردي ګټو ته اهمیت ورکوي.
هلته مشران له خپل موقفه ناوړه استفاده نه کوي، خو دلته برعکس ډېر مشران مو د بدو اخلاقو څښتنان دي.
دا چې د انسان له داخلي جوړښتونو نه ښه او بده ګټه اخیستلای شو، نو بیا ولې د خلکو زړونه خفه کوو، د دې پر ځای چې په ورین تندي او ښو اخلاقو ورسره خبرې پیل کړي، بده وضعه ورسره کوي.
نبي علیه السلام ډېر کفار په ښو اخلاقو مسلمان کړل، په اخلاق کې افراط بد کار نه دی.
مال، دولت او پیسې دي، څوک یې حرامې ګټي او څوک یې حلالې ګټي، څوک ورنه ښه استفاده کوي او جماتونه جوړوي او ځینې بیا ناوړه ګټه ورنه اخلي.
یو انسان ته بي سببه زهر ورکول او د هغه ژوند اخیستل، په مقابل کې له هماغه زهرو د داسې حشراتو وژل چې انسان ته زیان رسوي هم کیدای شي. یوزهر دي، ښه او ناوړه ګټه ترې لاس ته راوړلی شو.
که چېرې یو ځوان دتاریاکو معتاد وي، د وخت په تېرېدلو خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو که چېرې له همدې تاریاکو په درملو کې ګټه واخیستل شي انسان ته ژوند ورکوي او د ناوړي استفادې په سبب د انسان ژوند له منځه وړي.
په نړۍ کې له هر شي ښه او ناوړه ګټه اخیستل کیدای شي، هلته خلک له هر شي ښه استفاده کوي، هیله کوم چې دلته هم له هر شي ښه ګټه تر لاسه کړو.
ارمان
هر هغه څه چې لرئ، قدر یې وکړئ، ځکه چې په دنیا کې هر څه له منځه ځي او دا یو حقیقت دی.
مخکې له دې چې جدایي راشۍ، د وصال په اهمیت پوه شۍ او هیڅکله داسې کار مه کوئ، چې په جدایې کې یې ارمان وکړئ.
دا چې نن ښکلی او تکړه ځوان یې خپل ځان او ټولنې ته هر ډول خدمتونه کولای شې، خو په دې پوه شه، چې ښکلا او ځواني دې دایم نه پاتې کېږي.
د انسان ژوند د کړنو له مخې شمېرل کېږي، نه د کلونو له مخې نو له همدې امله ژوندد هر انسان لپاره د دنیا او اخرت د لاسته راوړنو یو ښه بازار دی، په دې بازار کې هر ډول ښه او بد شیان پیدا کېږي.
د یوې ټولنې خدمتګار خلک په ژوندون وستایي، د دوی یادونه وکړئ ځکه چې د دوی یادونه ددوی خپل حق دی.
ځینې انسانان له مرګه وروسته ستایو او په ژوندون یې عزت نه کوو.
یو باغبان باید د ونو له میوو نه په خپل وخت استفاده وکړي، که خامې یې وشکوي، خوند به پکې نه وي او که چېرې پخې شي او د پوخوالي نه وروسته یې هم ونه شکوي، د طبیعي عواملو پر بنا به په ځمکه وغورځيږي او یا به یې چینجي وخوري، یعنې د میوو نه هم باید په خپل وخت ګټه واخیستل شي.
د انسان ژوند څو پړاوونه لري، که چېرې د وخت په قدر پوه او په خپل وخت خپل کارونه وکړو، هیڅکله به ارمان ونه کړو.
سرعت
په دنیا کې د نوي ساینس پرمختګ، معلومات او اختراعات په دې دلالت کوي، چې دوی د علم او پوهې پر ګاڼه سمبال دي.
د دوی د پرمختګ سرعت ډېر تیز دی، دوی په طیاره کې ناست دي، ډېر لوړ پروازونه کوي، له ځانه ښکته، هر څه ورته ښه ښکاري او کوشش کوي، چې له ځانه پورته هم نوي معلومات تر لاسه کړي.
ځینې وکړي په ریل ګاډي کې ناست دي او د لاسته راوړنو په حال کې دي او داسې خلک هم شته، چې د دوی د کړو سرعت د موټرو په شان دي.
ځینې ملکونه بیا د غرونو په شان میخ شوي ځای پر ځای ولاړ دي، نه پرمختګ کوي او نه مخ ښکته راځي.
خو داسې ملکونه هم شته، چې د سیند د اوبو مخ ښکته روان دي، دوی د پیشرفت په فکر کې نه دي، یوازې خپلې ورځې تېروي، په داسې ملکونو کې د پوهې او علم کچه ټيټه وي.
شکر وباسئ!
د ژوند پر تکلیفونو شکر ویستل ډېر ثواب لري.په دنیا کې د هر مالداره نه بل مالداره پیدا کیدای شي او د هر بیچاره نه بل بتر بیچاره پیدا کیدای شي.
په نړۍ کې د هر ښه نه ښه، بد نه بد، خوشحال نه خوشحاله، خفه نه خفه پیدا کېږي، چې په هر حال شکر ویستل د الله تعالی حق ادا کول دي.
که ته د دې لپاره خفه یې چې یو لاس نه لرې، هغه بل دوه لاسونه نه لري، داسې انسانان هم شته چې دوه لاسونه او یوه پښه نه لري او داسې خلک مې هم ولیدل چې دواړه لاسونه او دواړه پښې نه لري، خو له دې بتر انسانان هم شته.
فریاد مه کوه! که ستا یو اولاد مړ شوی، د هغه بل ټوله کورنۍ له منځه ولاړه.
مه خفه کېږه! که ته مال او دولت نه لرې، هغه بل کورنۍ نه لري او د اولاد غریب دی. افلاطون وایي: په دنیا کې له ټولو غریبو او بیچاروو نه غریب انسان د عقل غریب دی.
رښتیا ځینې داسې انسانان شته، چې د IQ درجه یې ډېره ټيټه ده او د ژوند لپاره هیڅ یو ښه تصمیم نه شي نیولی، خو زما په نظر د دې نړۍ له ټولو حقیر او غریب انسان هغه دی، چې له مرګ وروسته ورسره د عاقبت توښه نه وي.
رحمان بابا وایي:
ښه ده ښه ده دا دنیا
چې توښه ده د عقبا
د دنیا په بازار کېږي
د هغه دنیا سودا
انسان باید هر وخت له ځانه ښکته خلکوته وګوري او شکر وباسي.
یو انسان بایدپوهې او علم د ارزښت په نظر کې نیولو سره له ځانه پورته خلکو ته وګوري او له هغه سره سالم رقابت وکړي او دا هڅه وکړي، چې ځان دهغه نه لوړو پوړیو ته ورسوي، ځکه په علم کې له ځانه لوړو خلکوته کتل او له هغو سره مثبت رقابت کول، د انسان د په شخصیت جوړولو کې اساسي لامل کیدای شي.
که چېرې هر وخت اسمان ته وګورواو مځکې ته ونه ګورو، پښه به مو بنده او په داسې کندې کې به ولویږو، چې د وتلو توان به یې نه لرو.
د لوړو لوړو مقامونو، لوړو ماڼیو ارمان مه کوئ، ځکه ډېر لوړ شیان دي، چې تاسوته به لوړ ښکاري، خوپه حقیقت کې به هغه ډېر ټیټ وي.
ډېرې لوړې ونې مې بې میوې او بې حاصله ولیدې، د ډېرو لوړو مقامو خاوندان مې د نورو مخکې سرکوزې، سرټیټې او د چاپلوسي په حال کې ولیدل او ډېرې لوړې ماڼۍ مې په وینو ککړې ولیدې.
د داسې مال او دولت ارمان مه کوئ، چې پر حرامو پیدا شوې وي، نه د داسې کورونو او موټرو ارمان وکړئ، چې هره روپۍ یې د نورو حق وي.
فکر
د نړۍ د ټولو انسانانو داخلي جوړښت سره توپیر لري.
د انسان پوهه، علم او نور… په داخلي جوړښت باندې مستقیم او غیر مستقیم اغېزې لري، له همدې امله د فکر پیاوړتیا هم د انسانانو سره توپیر لري، ځینې وګړي دایم په فکر کې ډوب وي، چې د وخت په تېرېدلو د دوی په فکر کې پیاوړتیا پیدا کېږي. خو داسې انسانان هم شته، چې له ځان او ټولنې ناخبره خپل وخت تېروي، دوی عقل او پوهه لري، خو فکر نه کوي.
په هرې ټولنې کې د مثبت فکر(positive minded) او منفي فکر(negative minded) درلودونکي انسانان شته.
په کومې ټولنې کې د پوهې او علم کچه لوړه وي، هلته د مثبت فکر خاوندان ډېر وي او په کومې ټولنې کې د پوهې او علم کچه ټیټه وي، هلته د منفي فکر خاوندان ډېر وي.
ډېر خلک مې ولیدل د ښو کورونو ارمانونه کوي او دوی په داسې کورونو کې د ژوند کولو هیلې لري او هر چېرې د دوی د مالکینو ستاینه کوي. خو داسې انسانان هم شته، چې په داسې لوړو ماڼیو کې ژوند کول ورته ګناه ښکاري، دوی د داسې کورونو د هرې ښختې او تيږې نه د ظلم او زیاتي اوازونه اوري او دغه لوړوالی ورته هیڅ ارزښت نه لري.
د داسې لوړو ماڼیونه د غریبو او بیچاروو کوډلې ډېرې بهتره دي.
ډېر مې ولیدل هغه چا ته هوښیار وایي، چې چالاکه، غولوونکی او چلباز وي یا هغه چا ته هوښیار وایي، چې د دریځ مخکې ښه ښه تقریرونه کوي او هغه څوک چې غلی ناست او ډېرې خبرې نه کوي، خو ټوله ورځ د خپلې ټولنې د نیکبختۍ په فکر کې وي، هغه ته بیعقله وایي، ځکه چې د لومړي شخص په شان خلک نه شي غولولی.
د هغه چالاکه نه دا غلی انسان څو چنده بهتره دی.
د نړۍ فیلسوفان فکرمند انسانان وو او هر وخت دوی په فکر کې ډوب او ډېرې خبرې نه کولې.
د برق اختراع کوونکي اډیسن په غوږو دروند و او د مقابل طرف خبرې ښې نه اورېدې، یو کس یوه ورځ ورنه پوښتنه وکړه؟ ایا تا د غوږونو د دروندوالي له کبله په ژوند کې ستونزې ګاللې؟ دې وویل: زه په غوږو دروند وم، خبرې مې ښې نه اوریدې، له همدې امله خلکو له ماسره ډېرې خبرې نه کولې او ما هم ډېرې خبرې نه کولې او ټوله ورځ به په فکر کې ډوب وم، همدا لامل شو، چې د کایناتو په مورد فکر وکړم.
زما د کامیابۍ راز په دې کې و، چې ما ډېرې خبرې نه کولې او هر وخت مې فکر کاوه. دا چې نن مو د ټولنې چالاکه خلکو ته هوښیار وایي، هوښیار څوک دی؟
ډېر انسانان دي، معرفت دځان او جهان یې حاصل کړی دی او د دنیا ډېرو طبعیي توکو ته د معجزې په ډول ګوري.
د یوعقل او فکر خاوندان دي، څوک وایي: پاس اسمان دی، بې ستنو ولاړ دی. خو ځینې وګړي بیا د اسمان په پیدایښت کې د الله تعالی کرامت، لوی والی او قدرت ویني او په هر څه کې د ذات الهي د لویوالي مثالونه ته تعجب کوي.
د ټولو انسانانو لید لوری سره توپیر لري او د جهان په ننداره کې د ټولو فکرونه سره فرق کوي، ځینې د نړۍ پر اسرارو خبر اوهر څه ته په دقت ګوري.
حقیقي کوڼ
انسانان اشرف المخلوقات دي او د سالم عقل او فکر درلودونکې دي.
د انسانانو جوړښتونه سره توپیر لري له همدې امله یې فکرونه، پوهه او ذکات درجه هم یوله بله فرق کوي.
داسې وګړي شته، چې عقل لري، کاڼه نه دي، هر څه اوري، خوبیا هم له کڼو بدتر دي، چې اصلي او حقیقي کاڼه همدوی دي.
یو انسان که له موره کوڼ پیدا شي، دا یو حقیقت دی، چې دا به څه نه اوري، خو بیا هم دا کوښښ کوي، چې د سترګو په واسطه د خلکو د خولې له حرکاتو د هغې پر خبرو پوه شي او که داسې نه وي، په اشارو خو خپل کار کولای شي.
داسې انسانان هم شته، چې سالم پیدا شوي او کاڼه نه دي، هر څه اوري، خوپه ښو کارونو عمل نه کوي، دې ته باید سالم او جوړ کوڼ ووایو، دی څو مرتبې له هغه کوڼه بدتر دي، چې له موره کوڼ پیدا شوی دی. ای کاش چې دوی هم کاڼه پیدا شوی وای، نو موږ به بیا د دې ارمان نه کاوه، چې دوی مو خبره نه اوري.
دوی د خپل ملک سره مینه نه لري او نه یې له خلکو سره لري، دا ملک چې زموږ او ستاسې کور دی، خاپوړې مو پکې کړي، اکسیجن مو پکې تنفس کړی، له همدې خاورې تغزیه شوي یو، خو بیا هم ورسره خیانت کوو، وفاداره ورته نه یو.
که یو باز په نظر کې ونیسو، خاوند یې په لاس ګرځوي،ډوډۍ ورته ورکوي، مینه ورسره کوي، سره له دې چې سترګې یې تړلي او بندي دی، خو بیا هم د خپل مالک هره خبره مني او د هغې خدمت کوي، د خپل مالک سره بيوفایي نه کوي، کولای شي چې وتښتي، خو د هغه احسان نه شي هېرولی، وګورئ په حیواناتو کې هم وفا شته.
ته په خپلو خوشحالیو مست یې او د بیچاره ولس چغې او فریادونه په اسمان کې وریځې جوړې کړې، د دوی فریادنه نه اوری، له الله تعالی نه ویریږه، قیامت ورځ دې هیره کړې ده.
ډېر انسانان مې ولیدل کاڼه نه دي، خو بیا هم خبرې نه اوري، سترګې لري، خو حیا پکې نشته، وجدان لري، خو بیا هم پر وجدان پښه ږدي، لاسونه لري، د خیر پر ځای پرې د شر کارونه کوي، زړه لري، ترحم او زړه سوی یې نشته، عقل لري، خو د بیعقلو او لیونیو نه خراب کارونه کوي، پښې لري، جومات ته پرې نه، میخانې ته پرې ځي، ژبه لري، د دې پر ځای چې ښې خبرې وکړي، بدې خبرې کوي، لویه ګیډه لري، د حلالو پر ځای یې پر حرامو ډکوي، څلور ښځې لري،بیا هم هره شپه فحاشي پسې ځي، په لوړ مقام کار کوي، د دې پر ځای چې خدمتونه وکړي، خیانتونه کوي.
ولس باید د ټولنې خدمتګاران او خیانتکاران وپیژني او د دوی حقیقت ښکاره کړي، خدمتګاران وستایي او خیانتکاران وغندي.
ځواني
ځواني د انسان د هلوځلو هغه مرحله ده، چې مغز یې د کار او د بدن غړي یې د زحمت لپاره اماده وي.
که دځوانۍ په قدر پوه نه شو، په زړښت کې به ډېر ارمانونه وکړو، دا دوره د کار، تحصیل،خدمت،عبادت او نور …… لپاره یو ښه وخت دی.
سړي چې زوړ شي د نورو محتاجه شي، ډېر وخت مریض او د نورو د اوږو بار شي.
انسانان، حیوانات، نباتات، جمادات او نور ځوان اوزوړ لري.
ونه چې ځوانه وي، ښه سیوری کوي، ښا خونه یې په خپل وخت له میوو ډک وي او ښکلا ورسره وي، همدا ونه چې زړه شي، چینجي یې ووهي، مریضه شي او بلاخره تنه یې ورسته له لرګیو یې هم استفاده نه کېږي، د یوې ونې د خدمت وخت هم د ځوانۍمرحله ده.
حیواناتو کې ځوان غویه ښه قلبه کوي او مځکه اړوي، د دهقان د مځکې د کرلو او تخم اچولو وسیله ګرځي، خو برعکس یو زوړ غویه دا کار نه شي کولای او قصاب یې د حلالې لپاره اخلي، د زوړ مال غوښه خلک نه خوښوي او په مقابل کې د ځوان مال غوښه په لوړه بیه اخلي.
یو باز په ځوانۍ کې خپل مالک ته ښه ښکار کولای شي، چې زوړ شي له کاره ولویږي.
په جماداتو کې که غرونه وګورو، ځوان غر ښکلی وي او له تیګو یې استفاده کیدای شي او د زوړ غره تېږې یو ډول پکه او خوړل شوې وي او د استفادې نه وي.
د ټولنې د پرمختګ واګي د ویښو ځوانانو په لاس کې دي او له دوی سره نوی او ځوان فکر وي.
اصلي او حقیقي ځوان هماغه دی، چې د ځوانۍ په مفهوم پوه وي،که دی ځوان او کارونه دزړو کوي، دې ته بیا د ځوان په قواره او جسامت زوړ ویلای شو.
دتقدیر فلسفه
ټول مسلمانان په (ولقدرخیره وشره) باندې ایمان لرو.
الله تعالی چې د انسان لپاره څه لیکلې وي، هغه به کېږي او د الله تعالی په ارادې چې کوم څه کېږي، په هغه کې د انسان خیر وي.
د الله تعالی د تقدیر ارادې ته غاړه ایښودل په موږ فرض دی.
ځینې خلک د تقدیر په اړه ګډې وډې خبرې کوي، یو تعداد وایي: ځان موټر لاندې اچوم او مړ کېږم ایا دا په تقدیر کې لیکلې وو؟
یو شاعر وایي:
په تدبیر که دې د بام سوری بند نه کړ
دا تقدیر دی چې هغه کوټه به څاڅي
د هرکار لپاره تدبیر مهم دی، خو تدبیر هم په تقدیر کې لیکل شوی وي، دا چې الله تعالی په خپلې ارادې د خپلې خوښې انسان ته خوشحالي او خفګان ورکوي، موږ باید د سر په سترګو هغه ومنو.
ځینې وخت یو انسان د یو کار په کولو کې د ځان لپاره خیر ویني، خو په هغه کار کې یې شر وي یا یوکس په یو کار کې له ځان لپاره شر ویني، په هغې کې یې خیر وي.
الله تعالی چې د انسان سره کومه کړنه کوي، دا له هغې سره یو لوی احسان دی.
یوه ورځ یوه زړه ښځه له زینو ولویده او لاس یې مات شو، په دې وخت کې یې وویل: شکر الحمدالله، خوا کې یې یو شمېر خلک ولاړ وو، دې ته یې وویل، ولویدې او لاس دې مات شو او بیا هم شکر وباسې، دې وویل: زماد لاس ماتیدل د الله تعالی خوښه وه او د هغې په ارادې خوشحاله یم.
انسان باید په تقدیر باندې هروخت، هر حال او هر ځای کې شکر ګزاره اوخوشحاله وي.
ظاهر او باطل
سترګې خلاصې کړئ او د زړه په سترګو دې نړۍ ته وګورئ، ډېرو حقایقو او پټو رازونو نه به خبر شئ، داسې څه به وګورئ، چې نور یې د لیدلو سره سره نه ویني.
د ژورو فکرونو خاوندان کولای شي هغه څه ووینې چې عادي خلک یې نه شي لیدلای، سره له دې چې ټول وګړي سترګې لري او د ټولو سترګې دید هم لري، خو د فکر او نظر خاوندان د زړه او عقل په سترګو کتل کوي.
دا د سپینو جامو خاوندچې په شان او شوکت ګرځي او د وزن د زیاتوالي له کبله پر لاره نه شي تلای، کله یو ډاکټر او کله بل ډاکټرته د وینې فشار له کبله روان وي.
دا هغه ریاکار پیر دی، چې هر وخت یې د غریبوحق خوړلی اود مسکینانو وینې یې زبیخلي دي.
دی د ښکاري باز په ډول نور واړه او کمزوري مرغان خوري.
یوه ورځ مې په هوا کې د بازانو یو ټولی ولید، چې د وزن د ډېروالي له کبله یې نه شو کولای، چې لوړ پروازونه وکړي، ددې د غټ والي لامل هم د نورو کمزورو مرغانو غوښې خوړل وو، د کومو مرغانو غوښې چې دوی
خوړلې وې، د هغوی د اولادونو چغهار مې اوس هم په غوږو کې انګازې کوي، په یوې ټولنې کې د افراط او تفریط عوامل همداسې بې عدالتي منځ ته راوړي.
تاسې هغه سترګې پیداکړئ، چې ظاهرنه بلکې باطل وویني، د ډېرو شیانو ظاهر او باطل سره توپیر لري.
که چېرې نږدې لیدلوری ولرو، نه شو کولای چې د دنیا له پټو حقایقو خبر شو، ظاهربین مه اوسیږئ، کوښښ وکړئ، چې د هر شي باطل ووینۍ.
حرکت
د یو پوه انسان د حرکت مسیر بایدمعلوم وي، د ځینو وګړو د حرکت مسیر مثبت او د ځینو بیا منفي خواوې لري.
دواړه ډلې فکر لري، ځینې د مثبت فکر او ځینې بیا د منفي فکر درلودونکې دي.
په ژوند کې باید حرکت موجود وي او د همدې حرکت نتیجه ده، چې انسانان کار کوي او خپلې اړتیاوې پوره کوي.
که په ژوند کې د کار او زحمت هلې ځلې نه وي او انسان ځای پر ځای ناست وي، د دې انسان او د غره څه فرق دی.
غرونه ځای پر ځای میخ شوي او حرکت نه کوي، د دوی نه د پیشرفت طمع نه شو کولای.
د ځینو انسانانو د حرکت مسیر چې منفي خوا لري، د داسې خلکو نه بیا هغه غرونه بهتره دي، چې نه انسانانو ته ګټه رسوي او نه تاوان، خو بیا هم د ځینو ځنګلونو پیدا کیدل یا د اب وهوا په تغیر او تبدیل کې د غرونوونډه د خلکو لپاره مهمه ده.
که د غره نه تیږې وکولوو، دا تیږه په حرکت کې ده یا که په خوب کې یو انسان په یو بل اړخ اوړي دا هم حرکت دی یا د شمال په الوتلو د ونو خاښونه او پاڼې په خوریدو شي او حرکت کوي، خو د داسې حرکتونو مسیر نامعلوم او بې ګټې دی، چې دې ډول حرکت ته بیا حرکت نه شو ویلای.
په نورې نړۍ کې د هر چا د کار وخت معلوم وي او د خپلې هرې لحظې نه استفاده کوي، خو دلته د خوب وخت معلوم دی او د کار وخت نا معلوم دی.
د هر شي ځای پر ځای ودریدو کې زیان او تاوان وي، که یو موټر ځای پر ځای ولاړ او حرکت ونه کړي، ورځ تر بلې خرابیږي او که همدا موټر حرکت او کار وکړي، موټر، خاوند او عوامو ته یې ګټه رسیږي.
سیدجمال الدین افغان ویلي وو:په هغې ټولنې کې چې ښځېنه او نارینه اوږه په اوږه کار ونه کړي، هغه ولس پرمختګ نه شي کولای.
رښتیا چې نن مو دنه پرمختګ له عواملو څخه د ټولنې بېسوادي، بې کاري او د ښځینه وو ناپوهي هم ده.کار وکړئ، چې د ښه ژوندڅښتنان شئ.