• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

ځوانان د ټولنی په جوړښت کی بنسټیز ارزښت او ستر مسوولیتونه لری‎

Home لومړيتوبځوانان د ټولنی په جوړښت کی بنسټیز ارزښت او ستر مسوولیتونه لری‎
ځوانان د ټولنی په جوړښت کی بنسټیز ارزښت او ستر مسوولیتونه لری‎

ځوانان د ټولنی په جوړښت کی بنسټیز ارزښت او ستر مسوولیتونه لری‎

لیکنه: مصدق اکرم ( اسحق زی )

ځوانان په حقیقت کی د یوی ټولنی کارنده، رښتینی او غښتلی ځواک او بیساری پانګه بلل کیږی، ځکه همدغه ځوانان په واقعیت کی د ټولنی د راتلونکی جوړونکی او له هره پلوه سمبالونکی دی، پردی اساس په ټولنه کی د ځوانانو دغه رول ته باید په درنه سترګه وکتل سی او تل یی مثبتو خوځښتونو او نوښتونو ته ارزښت ورکړای شی، البته د ځینو ټولنپوهانو او کار پیژاندو په اند ځوانان د ټولنی یوه داسی سرمایه ده که د پرمختګ لپاره سره لاسونه یو کړی نو د سترو بدلونونو لامل ګرځیدلی شی، په ځانګړی توګه هغه ځوانان چی د سواد په ګاڼه سمبال وی نو دوی کولای شی خپل واقعی ارزښت په ټولنه کی وپیژنی او هغه مسوولیتونو ته متوجه شی چی دوی پوری اړه لری او په ټولنه کی د یو مخلص او رښتینی خدمتګار او خیر خواه انسان په توګه دندی تر سره کړی، نو په دی ډول د ټولنی د ستر پرمختګ سبب کیدای شی. ځوانان په واقعیت کی د یوی ټولنی ځواکمنتیا ده او دوی د خپلو ځواکمنو مټو په قوت او د قوی استعداد او وړتیا په لرلو سره کولای شی د ټولنی د پرمختګ سبب شی، نو د ټولنی د وګړو سترګی هم تل د ځوانانو د مثبت اقدام په لوری وی، زمونږ په ټولنه کی ځوانان یوازی په نارینه جنس پوری تړلی دی، خو حقیقت بیا دادی چی د ځوانانو په کتار کی پیغلی انجونی هم شاملی دی، د میوند د تاریخی جګړی ډګر د نومیالی اتلی ملالی په څیر پیغلی هم د ځوانانو څخه کمی نه دی، همداشان د بیلګی په ډول که چیری یوه کورنی په نظر کی ونیسو نو دری طبقی خلک په کی ژوند کوی يعنی سپین ږیری یا مشران، ځوانان او دریمه طبقه کوچنیان دی نو د سپین ږیرو خدمت او د کوچنیانو روزنه د ځوانانو پرغاړو ده، نو په دی ډول ټولنه د یوی کورنی حیثیت لری او د ټولنی د ټولو وګړو سترګی هم د ځوانانو د خدمت په لوری دی، څرنګه چی د اسلام مقدس مبین دین له مخی د ځوانانو عبادت د سرو زرو په څیر اهمیت لری، نو که چیری واقعا ځوانان خپل ورسپارل شوی مسوولیتونه په رښتینی توګه سرته ورسوی نو داهم عین عبادت دی او په څنګ کی د هیواد د پرمختګ تر ټولو غوره سرچینه هم ده، او که چیری دغه ځوانان خپلی دندی او مسوولیتونه په سمه توګه ترسره نه کړی نو د پاک الله (ج) او دهغه د رسول کریم (ص) په وړاندی او د ټولنی د وګړو پر وړاندی هم مسوول دی او له بله پلوه ټولنه د پرمختګ څخه د شاتګ په لور به میلان وکړی، نو ځوانانو ته ضروری ده چی په ټولنه کی خپل ورسپارل شوی مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړی او تل باید په دی هڅه او هاند وی چی ځانونه له هر راز اخلاقی انحرافاتو، نیشه یی توکو او دخنیاتو څخه په امان کی وساتی او هم باید په ټولنه کی نور وګړی چی په دغو ستونزو اخته وی او یاهم ځنی یی د مختلفو لاملونو له مخی په دغه تیاره لاره د ورتګ میلان کوی د هغوی مخه دی هم ونیسی او په دی ډول خپل اسلامی او انسانی وجیبه تر ترسره کړی تر هغه چی په راتلونکی کی ټولنه له هر راز بدمرغیو څخه وژغورل شی، البته داهم ډیره اړینه ده زمونږ ګران هیواد سرلوړی افغانستان چی د کلونو کلونو بدمرغه جګړو په اورونو کی سوځیدلی، کړیدلی او له هره پلوه وران او ویجاړ شویدی نو همدغه ځوانانو ته ضروری ده چی د خپل وران ویجاړ هیواد د بیا جوړولو په خاطر سره یو موټی شی، خپل نظریات، مهارتونه، وړتیاوی او تجربی سره شریکی کړی او دګران هیواد سرلوړی افغانستان د پرمختګ لپاره مثبت او خوځنده اقدامات وکړی، خو د هر څه نه مخکی ځوانان باید پر خپل ځان باندی باوری شی او د خپلی بیوزلی ټولنی او مظلومو هیواد والو د هوساینی او پرمختګ لپاره نه ستړی کیدونکی هڅی او هاند وکړی، د علم او پوهی پر کاڼی سینګار او سمبال ځوانان د خپل هیواد او ټولنی د اقتصادی، ټولنیزو، کلتوری، سیاسی، امنیتی او نورو چارو د پرمخ بیولو په برخه کی رغنده، غوڅ او ټاکونکی رول لری او کولی شی چی په دی برخه کی د خپل زیار ګاللو په مرسته خپل هیواد او ټولنه ډیر ژر د پرمختګ لوړو پوړو ته ورسوی او خلک یی هم له هوسا، بسیا او سوکاله ژوندانه څخه برخمن کړی او له دی لاری د خپل هیواد خلکو ته د سترو خدمتونو د سرته رسولو جوګه شی. د افغانستان د نږدی اوویشتو ملیونو وګړو شپیته شلنه ځوانان دی چی که چیری د یو ستر بشری ځواک په توګه د هیواد دغو ځوانانو ته چی شمیره یی له پنځلسو ملیونو څخه زیاتیږی، پوره پاملرنه وشی، وروزل شی، د علم او پوهی پر کاڼی سینګار شی او د یو پوه، مسلکی، حرفوی او تحصیل یافته قشر په توګه خپل جګړه ځپلی هیواد، یتیمو او مظلومو هیوادوالو ته د خدمت لپاره له وړتیا سره سم په دنده وګمارل شی نو له شک پرته پردی باور دی چی له امله به یی پر افغانانو د تیرو تپل شویو دری دیرش کلونو جګړو ټولی ناخوالی او نادودی ډیر ژر له ګران هیواد څخه کډه وکړی، ګران هیواد به پر یو سمسور ګلبڼ بدل شی او هم به داسی نوری ستری بریاوی او ښیګڼی به راونغاړی او په ټولیزه توګه سرلوړی افغانستان او پتمن وګړی به یی د تل لپاره د نورو هیوادونو له احتیاج څخه وژغوری.
ومن الله توفیق.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

د کابل ادبي بنډار د ۴۴ مې غونډې راپور

د کابل ادبي بنډار د ۴۴ مې غونډې راپور

Feb 8, 2015

ليکونکی: مطیع الله همدرد د ژوند ورکوونکي او ژوند اخيستونکي[...]

د کاغذي دسمال دیپلوماسية

د کاغذي دسمال دیپلوماسية

Jan 19, 2016

لیکنه: حکیم الدین منځنی د سیاست یو تعریف داسې کېږي [...]

مڼه سوداګري او مارکېټ

Nov 5, 2017

لیکنه: ګل اغا احمدي د مڼو بڼوالي تر یوه حده[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d