ژباړه: عبدالجبار شپون
لندن (ټیکنالوجی ډیسک) نوی څیړنه ښایی چه په پرمختللی او مترقی هیوادونو کی خلک د ژوند ۵ ساعتونه د زیرکو موبایلونو په کتلو باندی مصرفوی او په دی کښی نیمایی خلک ټوله ورځ هم تیروی. د برطانیی په یو پوهنتون (یونیورسټی اف نوټنګهم) کی څیړنوکی یو ډله خلک چه شمیر۲۳ کسان وب او عمرونه یی د ۱۸ نه نیولی تر ۳۳ درلودل او د دی خلکو په موبایلونو کی یو ایپ ولګول شو تر څو د هغوی ورځنی کارونه وڅاری نو معلومه شوه هر ۱۰ دقیقی وروسته هر کس خپل موبایل یو ځل ګوری او په ورځ کی ۸۵ ځلی خپل موبایل ګوری. دغه ایپ به بار بار دا یاداښت کوله چه د موبایل په کتلو سره یو کس څومره وخت مصرفوی او همدارنګه خلک بار بار چه خپل زیرک موبایل ګوری هغه کم وخت چه ۳۰ثانیی دی څوځلی دی. ددی وړې او خورا مهمی څیړنې مشر وویل چه د یوه طرف نه مونږه د وخت د نوټ کولو لپاره په زیرک موبایل کی مو یو ایپ ورشامل کړی وه او د بل طرف ته مو خپله دا خلک پوهولی وه تر څوه د زیرک موبایل د استعمال وخت ځان سره نوټ کړی. د څیړنی د راپور له مخی د شپی او د سهار پر تله په ماسپښین او د ماښام زیرک موبایلونه زیات کارول کیږی. دغه څیړنه ښایی چی د نن په نړۍ کی ۵۶٪ وګړو سره زیرک موبایل وجود لری چه دا شمیر به په کال ۲۰۱۸ کی ۶۹٪ ته ورسیږی. دغه شان په امریکا کی د کریر یو مشهوره ویب پاڼه چه د کریر بلډر نومیږی د هغوی په فکر په امریکا کی ۲۵٪ کاریګر د ورځی یو ساعت په خپلوموبایلونو،ایملونو، او په پیغام لیږلو مصرفوی چه دا یو ډیر د خطری نه ډک کار دی.