لیکنه: حمیدالله کامران
اسلام بشر له زیږیدنې تر مړینې په خپل غیږ کې نیولی او په هر پړاو کې یي ورته ځانګړي احکام ډالۍ کړي دي. په دي پړاوونو کې قوې او غښتلې مرحله د ځوانۍ ده چې انسان پکې د هر کار ترسره کولو وړتیا او استعداد لري. د بشر په تاریخ کې هغه ستر بدلونونه چې نړۍ یي لړزولې او انسانان ورته ګوته په غاښ پاتي شوی ډيری یي د ځوانانو د فزیکې او فکري هڅو ثمره وه .هغه څوک چې پیاوړی فکر ،غښتلې مټې،تازه انرژي ،لوې هیلې ،لوړ صبر اوټولنې ته د خدمت کولو سپیڅلی احساس ولري ځوان بلل کیږي .
د پروردګار له لورې راغلی کتاب او قانون د ځوان په اړه سکوت نه دی کړی او په خپلې پراخه لمن کې یي د ژوند دا غوښنه برخه رانغاړلی ده.قران هغه ځوانه ډله په ډير ویاړسره یاده کړی ده چې د ظالم بادشاه په مخ کې یي په ډير جرات سره د الله د یووالي اقرار وکړ او د ظالم بادشاه په مخ کې یي حقه خبره وکړه او په خپل دریځ کلک ولاړ پاتې شول ترڅو نړۍ ته وښایي چې هیڅوک نشي کولای د دوی او پروردګار ترمنځ خنډ واقع شي .په قران کې د ډيرو وګړو ژوند او کارنامې ذکر شوي خو یواځې دي ډلې ته د ځوان په نوم اشاره شویده او په دی کلمه یي نومولي دي .
هعه کلمه چې په قران کریم کې ددي ځوانانو لپاره استعمال شوې داده انهم فتیة ( دوی ځوانان وو ) فتیة د فتی جمع ده چې معنی یي ځوان ده دا چې په دي لفظ کې څه موندل کیږي د تفسیر علماء په دي اړه څه داسې وایي چې د عملونو ،اخلاقو اصلاح کولو د نیکۍ او هدایت لار موندلو وخت همدا د ځوانۍ وخت دی ځکه چې د زړښت په عمر کې هغه کړي عملونه او خویونه پکې داسې پاخه شوي وي که هر څومره هغه ورته ناوړه ښکاري خو پریښودل یي ورته خورا ستونزمن وي لکه د نبي صلی الله علیه وسلم په بلنه باندې ایمان راوړونکي ډيری ځوانان وو (معارف القران جلد ۱۵ ص ۲۱۶ ) .
رښتیا هم لکه څنګه چې د تفسیر علماء فرمایي ځواني دمکمل ژوند د جوړولو مدرسه ده او پکار ده چې پکې په خورا احتیاط ګام واخستل شي هسې نه چې د خویدو په صورت کې د تباهۍ سمندر کې لاهو نه شو بیا به ځان ساحل ته را ایستل ستونزمن شي لکه ډير چې پکی همدا اوس لاهو شوي دي. دنبي کریم صلی الله علیه وسلم د ابتدایي بلنې مخاطبین ځوانان وو ددی لپاره چې وکولای شي په راتلونکې کې د اسلام د مبارک دین په خپرولو کې یي ملا ور وتړي او نړیوال دین د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي .د لومړنیو مسلمانانو په کتار کې چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندی یي ایمان راوړی وو اوپه دی لاره کی یي سرښندني کړي ځوانې څیرې وي د نبي کریم (ص) مخکښ اصحاب هم ځوانان وو .
له بله اړخه که هر څوک غواړي چې دخپل رب سره یي اړیکې ډیرې نزدي وي او د نړۍ خالق په سم ډول وپیژني او ورسره راز او نیاز وکړي نو د ځونۍ وخت یي تر بل هر وخت ښه او مناسب وخت دی له همدي امله د اسلامي نړۍ وتلی پښتون عالم شیخ عبدالسلام الرستمي (رح) په خپل تفسیر احسن الکلام کې د پورته ایات لاندي لیکې چې (ډیری اولیاءالله یا د الله دوستان ځوانان وي او زاړه خلک اکثر د حق قبلولو څخه محروم وي ) احسن الکلام جلد ۵ صفحه ۵۶۶)
د شیخ صاحب په اند هغه څوک چې د اولیاء الله لوړې مرتبي ته رسیدلي ځوانان دي چې په ځوانۍ کې یي د خپل پالوونکي ټولو احکامو او اوامرو ته غاړه ایښودي او په صحیحه توګه یي ادا کړي دي .په ځوانۍ د الله جل جلاله څخه ویریدلی او یواځی یي هغې پاک ذات ته پناه وړیده .
رابه شو دي ته چې ځوان څوک دي او باید کومې ځانګړتیاوي ولري په دي اړه د قران نامتو مفسر علامه نسفي (رح) په خپل تفسیر کې د ځوان لپاره یو څو صفات ذکر کړیدي.
۱ـ بذل الندی (سخاوت ) ځوان باید سخې وي او له هر ډول بخل څخه پاک وي که دا بخل د علم او ذده کړې په برخه کې وي یا د پیسو او مال مصرفول وي یا ټولنې ته خدمت وي باید ځوان ورڅخه سرغړونه ونه کړي او په پوره اخلاص او ایماندارۍ یي باید تر سره کړي.
۲ـ کف الاذی (چاته تکلیف نه رسول) دا د ځوان دویمه ځانګړنه ده چې باید دده څخه څوک په تکلیف نه شي او نه چاته تکلیف ورسوي هغه چې نورو ته تکلیف رسوي هیڅکله ځوان ورته نه شي ویل کیدی .
۳ـ ترک الشکوی( چاته شکایت نه کول ) ځوان باید په خپلو مټو هرڅه ترسره کاندي او له هیچا څخه ګیله او شکایت ونه کړي نه له چا طمع او نه چا ته لاس ور اوږد وکړي د چاچې تل په خوله ګیله او شکایت وي باید ځان ته د ځوان نسبت ونه کړي.
۴ـ استعمال المکارم واجتناب المحارم( د غوره اخلاقو اختیارول او له ناوړه څخه ډډه کول .
تسفیر نسفي جلد ۲ صفحه ۲۸۸)
هر ځوان باید همداسي وي او که په دي چوکاټ برابر نه وي ځوان نه شي بلل کیدی نیک اخلاق له ځوان سره ډير خوند کوي که داسې نه وي نو بیا ځوان ته په ټولنه کې د کرکې په سترګه کتل کیږي نو ځوان ته پکار ده چې د غوره اخلاقو یوه نمونه وي . علامه نسفي په خپل تفسیر کې د ځوان لپاره یو بل معیار هم ښودلی دی هغه دادی چې ځوان هغه څوک دی چې د کار څخه مخکې دعوي نه کوي او له کاره وروسته د ځان ستاینه او صفت نه کوي یعني ځوان په ساده اصطلاح چې له کاره مخکې باټې او درواغ نه وایي او له کاره وروسته بیا د ځان په اړه څه نه وایي د علامه په اند داد ځوان لپاره معیار دی