• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ځوان مسوليت

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهځوان مسوليت

ځوان مسوليت

لیکنه: رفيع الله آرمان
تقريبأ پنځه پنځه نيم سوه کاله په خوا چې آريايان دافغاسنان په شمال کې ميشت ول دغرونو په لمنو کې يې خپل ابتدايي ژوند کاوه  ددوی دوره دتاريخ په  خافظه کې په زرينو کرښو ليکل شوې ده . ددوی هڅه تل دغرونو له ګاونډيتوب نه عصري ژوند ته ستيندل وو تل يې دهيواد  دښيرازۍ  او آبادولو  احساس تر نورو پياوړی او  دغوړيدلو په حال کې و او  ددولتي موسسې بنسټګران يې هم بللی شو .
ددې لپاره چې  ځوان دفکر ، عمل ، کار او احاس له مخې تر بل هر کس پياوړی دی نو دوی هم خپله خاصه توجه ورته کوله په پنځلس کلنۍ يې ځوان ته  د ځانګړو مراسمو او ميلو په درشل کې ملا د ټول مسوليت په کمر بند ور و تړله .  ځوان ته به ددې کمربند  په تر ملا کولو سره خپل هدف او موخې ته  متوجه شو احساسوله به يې چې په رښتيا هم نور نو دده مزل او سفر  د ځوانۍ په بڼ کې با يد د هيواد  د آبادولو او دپرديو ديرغل  په مقابل کې وي  . په رښتيا هم چې آريايانو درک کړې وه او پر ځای فکر عمل او انتخاب يې کړی و .
اوس چې  دآريايانو له دورې نه  يوازې ددوی  نقلونه ، کيسې ، او ځينې زاړه آسار پاتې دي  او ځای يې ساینس ، ټکنالوژۍ ، او امکاناتو  نيولی نو ځوان ورسره  دوطن دوستۍ ، مينې ، بيا رغونې ، مسوليت درک کونې په مخالف جهت منډې وهي  دهغه پخواني دود او دستور دملا ماتولو په پار يې  له هر ډول ممکنې او ناممکنې وسلې کارونې څخه مخ نه دی اړولی ددې ټولو امکاناتو سره سره بيا هم  هيواد  د تيارو بد بخيتو  سره په سيالۍ منډه اخيستې .
ځوان چې د ټولنې نوی  په ثمر رسيدلی کښت دی که يې  سمه پالنه  ، روزنه له وطن سره مينه ور ښودل شي نو دتيارو سره به له سيالۍ نه د رڼا په لور حرکت وکړي .
اوس ځوان ته دا ډير کم احسا س ورکول کيږي چې وطن مور ده او دمور غيږ د  هر ډول سکون او آرام زانګو ده د اوسنی نسل له خپل چا پيريال سره ټوپک او سنګر پيژندل له لمړي توبونو څخه دي دلته بچي دپردو او بيګانه و دفرهنګ او کلتور زده کړې ته روزل کيږي اوس د طن دوستۍ پر ځای  نوي نسل ته کرکه کينه تر مينې ډيره حاصليږي .  اوس هغه آريايان نشته چې په پنځلس کلنۍ يې ملا دهمت او مسوليت په کمربند ور وتړي  دلته اوس تر ملا ټوپک  او چانټه تړل کيږي  دلته اوس له کوره تر ښونځي بمونه کرل کيږي او  حاصل ته يې  په غرونو کې لاس په ماشه ناست دي . دلته په ځان دطالب  نوم ايښودل قهرماني ده ، دلته په وحشت خپرولو کې سيالي ده ، دلته په دهشت را وړلو کې سوکالي ده ،
هو  اوس هم  همغه ځمکه  ده اوس هم همغه خاوره ده ، اوس هم همغه د آدم (ع)  او حوا زامن پرې ميشت دي،
که خپل اصلي او واقعي  مسوليت ونه پيژنو ، ځوان دخپلو مټو زور او قوت ته متوجه نه کړو ، دخپل بچي پر ذهن  ديرغل کړۍ ماته نه کړو  او دژوند اصلي معنې ونه مو مو نو  دوطن او افغانيت دعوه  دبل په سترګو کې خوب ليدل دي
پای

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

که واده کوئ؟

که واده کوئ؟

Nov 25, 2015

ژباړه: رفيع الله آرمان څومره چې مشترک ژوند دوړاندې تګ[...]

څه شئ مو ژوند ګواښي

څه شئ مو ژوند ګواښي

May 2, 2016

ژباړه: رفيع الله آرمان څو ټکي دي چې په پام[...]

سپين مغذ

سپين مغذ

Jul 23, 2016

لیکنه: رفيع الله آرمان که يو ماشوم تر زيږيدو وروسته[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022