لیکنه: هجرت الله اختیار
تېره ورځ مې يو ملګرى دفتر ته راغى، دا يوه اوونۍ يې ټليفونونه بند وو، علت مې ترې وپوښت، ويل يې ناروغ مې پېښور ته وړى و. ملګري مې په افسوس د پېښور د ډاکټرانو او پوليسو د حلالولو کيسې راته وکړې او ويل يې چې تر يو نيم لک کلدارو رانه مصرف شوې. په آخر کې يې د پوښتنې په توګه راته وويل چې زموږ په دې ملي تجارانو کې به يو هم داسې نه وي چې دلته د رحمن هسپتال غوندې يو روغتون جوړ کړي؟ زه پرته له دې چې د هغه د پوښتنې ځواب ورکړم، د (ملي تجارانو) په اصطلاح کې ونښتم او همداسې فکر واخيستم چې موږ ولې د افغانستان هر لوى کاروباري او سوداګر ته ملي سوداګر يا تجار وايوو؟ (ملي) صفت خو يوازې د هغو نومونو سره يو ځاى کېداى شي چې په يو نه يو ډول په ټول ملت پورې تړلي وي يا يې خير و برکت ټول ملت ته رسېږي. که موږ خپل سرود ته د (ملي سرود) اصطلاح کاروو، نو حق مو ځکه دى چې په هغې کې زموږ د ملت او زموږ د خاورې يادونه شوې ده او د ټول افغانستان د خلکو لوړتيا بيانوي. که (ملي بيرغ) اصطلاح د بيرغ لپاره کاروو، نو هغه هم د افغانستان د خلکو يوه نړيواله نښه ده او په نړۍ کې موږ او زموږ دولت پر همدې درې رنګه ټوټې پېژندل کېږي، چې دا ټوټه څومره لوړه او رپانده وي، نو زموږ حيثيت او مورال هم ورسره لوړېږي. خو که موږ د افغانستان حکومتي ټلويزيونو (په مرکز او ولايتونو کې) ته ملي ټلويزيون وايوو، نو فکر کوم اشتباه کوو، ځکه چې د مرکز ملي ټلويزيون؟ د خبرونو ويوونکي يوازې د وزيرانو او ولسي جرګې د غړيو اوږده اوږده راپورونه په اوږدو اوږدو ساه ګانو وايي او د ولايتونو هغه د واليانو او … دې ټلويزيونونو کومه خپرونه د ملت لپاره جوړه کړې ده او دا ټلويزيون ولې ملي دى؟ همداسې د ملي تجار او ملي پانګه وال خبره هم ده، چې زه يې حيران کړى يم چې دوى ولې ملي دي؟
په ٢٠١٢ز کال کې په دوبۍ کې وم، ډېر افغانان مې وليدل چې ځانونه يې ملي پانګه وال او ملي تجاران بلل، خو کارخانې او فابريکې يې په دوبۍ کې وې، اولادونو يې د دوبۍ په امريکن، فرانس، جرمن او انګلينډ ماډل سکلونو کې زده کړې کولې، د دوى په ملي فابريکو کې هنديان، پاکستانيان، د بنګله دېش، اندونيزيا او … کاريګرو کار کاوه او موټر چلوونکي يې هم د همدغو هېوادونو اتباع وو، خو ځانونه يې د افغانستان ملي پانګوال او ملي سوداګر ګڼل، زه هماغه مهال هم حيران وم چې د دې سوداګرو او پانګوالو کوم اړخ ملي دى او ولې ځانونو ته ملي ملي وايي؟
زما ملګري کيسه کوله چې د پېښور په رحمن هسپتال کې ټولو کارمندانو دري ژبه زده کړې ده او لامل يې دا دى چې د هېواد له شمالي ولايتونو څخه ټول ناروغان هلته ور روان دي. دا ناروغ لرونکي له وېرې د روغتون له انګړه دباندې نه شي وتلاى، ځکه دباندې يې پوليس په بېرحمۍ حلالوي او په داخل کې يې ډاکټران په رحم، خو زموږ په دې دومره ډېرو ملي ميلونرانو او پانګوالو کې يو هم پيدا نه شو چې د خپل ملت لپاره کم تر کمه د رحمن روغتون په څېر يو روغتون جوړ کړي او د دوى پيسې هم خپلو ملي جېبونو ته ور برابرې کړي. دا کار د دوى په ګټه هم دى، خو نه پوهېږم چې ولې يې خپلې دې ګټې پام نه دى کړى؟
زموږ په جلال اباد کې هم يوه دوه درې سوداګر دي چې دا څوارلس کاله يې د ښار لوى قراردادونه په خپلو کې سره وېشلي دي او په ولس د لسو روپو شى په شل پلوري. دا هم ويل کېږي چې يو ملي سوداګر د درونټې دولتي برېښنا د جنراتوري هغې په نوم د اوړي په موسم کې په پنځوس او شپېته افغانيو پر خلکو پلوري، خو که سبا خداى پرې کوم بل ظالم برابر کړي او سر ترې پرې کړي، نو بيا به زموږ رسنۍ او ټلويزيونونه په ناخوداګاه ډول چيغې وهي چې فلانکى ملي سوداګر ووژل شو. خو موږ له ځانه پوښتنه نه کوو چې د دې سوداګر کوم ځاى ملي دى؟ سوداګر دى، سوداګري کوي او پيسې ګټي، په ګټه کې انصاف هم نه کوي، څومره چې ولس حلالولاى شي، حلالوي يې. چېرته يې کومه ټولګټې پروژه پيل کړې ده؟ چېرته يې کوم ښوونځي او جومات سره مرسته کړې ده؟ خو دې ملي سوداګر خپل ځان ته شل کورونه جوړ کړي دي، د اوړو، غوړيو، بورې او تېلو قراردادونه اخلي او زور يې له ما او تا څخه وځي.
زموږ په وطن او خلکو ډېرې نورې اصطلاحګانې هم شته چې بايد تعريفونه ورته بدل شي، لکه غيرت، شرم، احترام او … يوه يې هم په کې همدا د ملي سوداګرو او ملي پانګوالو اصطلاح ده. زما هيله له دې لارې له خپلو رسنيو او رسنوالو ده چې له سوداګرو سره د (ملي) سپېڅلى صفت نور ونه کاروي.