لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
هغه کيمياوي توکي چې په ځينو خوراکي توکو کې اچول کيږي ګڼې روغتيايي ستونزې رامنځته کوي . که څه هم دا کار د انسان روغتيا ته ډېر زيان رسوي خو بيا هم ډېري کارخانې لا تراوسه په ډېرو خوراکي توکو کې رنګونه کاروي . دوي دا کار د خوراکي توکو د خوند، بوي او رنګ ښه کولو او د اوکسايډ د ضد او د خوراکي توکو د ساتنې په موخه کوي .
د طب په پوهنځي کې د ماشومانو او وراثت د څانګې ډاكتر اكرام عبدالسلام وايې :
په خوراکي توکو کې هر ډول کيمياوي توکي او په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره په خوراکي توکو کې د خوند ،بوي او د ساتنې په موخه د کيمياوي رنګينو توکو ورزياتول ماشومانو ته يو لړ روغتيايي ستونزې پيدا کوي . دا ډول خوراکي توکي په نوموړو کې د پوستکي حساسيت او په هضمي سيستم کې د سخت اسهال ترڅنګ نورې ګڼې ستونزې رامنځته کوي، همدا راز کېداي شي په نوموړو کې د يو لړ تنفسي او عصبي ناروغيو د راپيدا کېدو لامل هم وګرځي. هغه ماشومان چې په زياته کچه رنګين خواړه ورکول کيږي ښايې ځينې وختونه له هغوي غير ارادي حرکات صادر شي او د وينې له کمښت سره مخامخ شي. همدا راز هغه رنګين توکي چې په زياته اندازه ورکې د سرپ توکي شتون ولري، په هډوکو او وينه کې د معدني موادو د زياتېدو لامله کېداي شي د تسمم ( زهرجن کېدو ) لامل وګرځي . او په ځينو حالاتو کې دا ډول خواړه په ناڅاپي توګه هغه کروموزومونه زيانمنوي چې ارثي ځانګړنې لېږدوي او پر ځاي يې هغه ارثي کروموزومونه فعاليږي چې د سرطان لامل ګرځي .
همدا لامل دي چې د امريکا د درملو او خوراکي توکو کميسون (F D A ) له جواز پرته د ماشومانو د لوبو د سامان په ګډون په ټولو هغو لوازمو بنديز لګولي چې مصنوعي رنګونه ورکې کارول کيږي ، تر څو ددې ستونزو د راپيداکېدو مخه ونيسي . او ځينې مصنوعي رنګونه چې خوراکي توکو ته خوند ورکولو په موخه کارول کيږي، لکه د ( کانزاترين ) ماده چې خوراکي توکو ته سور رنګ ورکوي ،له يادو ستونزو سره سره اوس هم دوي د فعاليت جواز لري او په مختلفو خوراکي توکو کې يې کاروي . خو د څېړونکو په وينا که ددې مخه ونه نيول شي ښايې له دې لا خطرناکې ناروغۍ رامنځته کړي . ځينو څېړنو ښودلې چې ددا ډول خوراکي توکو استعمال د سترګو پر اعصابو او پردو ډېرې ناوړه اغېزې لري.
همدا راز په مصر کې د غوښو ځينې توليدوونکې چارځايونه ( کارخانې ) هم د غوښو د ساتنې او هغې ته د سور رنګ د ورکولو په موخه له ځينو توکو کار اخلي . ددې لپاره چې غوښې تر ډېرې مودې خرابې نه شي ، مشتريانو ته سرې او تازه ښکاره شي او د باکترياوو د فعاليت مخه ورکې ونيسي دوي ځينې وختونه له نايتريت څخه استفاده کوي . چې د څېړونکو په وينا دا کار ګڼې روغتيايي ستونزې رامنځته کولي شي .
خو کله داسې هم پېښيږي چې دا ماده په غوښه کې د ( امينونو )په نامه له مادې سره فعاليت کوي، دا فعاليت کله ډېر زيات شي چې بيا په ( نيتروزامين ) ماده بدليږي ، او په پايله کې دا ماده د سرطان بنسټيز لامل ګرځي .
دا ماده به په شپږمه لسيزه کې په يو ميليون کې تر دوه سوه برخو پورې کارول کېده ، خو د ځينو څېړنو په پايله کې وروسته بيا دا اندازه راټيټه شوه او په يو ميليون کې تر ۲۵ برخو وکارول شوه ، او ځينو هېوادونو ددې مادې د استعمال کچه تر ۵۰ برخو پورې راټيټه کړه. خو د اسکندنافي هېوادونو په څېر بيا ځينو هېوادونو په بشپړه توګه ددې مادې پر استعمال بنديز ولګاوه .
په کار ده چې په خوراکي توکو کې د داډول توکو د زياتولو په برخه کې په پوره توګه مخنيوي وشي او که استعماليږي هم ، بايد له وړاندې يې د زيانونو او په خوراکي توکو کې د خونديتابه کچه مالومه شي، او ددې څېړنو په رڼا کې هر هېواد کولي شي چې په خپلو توليداتو کې د نوموړو توکو د استعمال په برخه کې ځينې محدوديتونه کېږدي .
بايد ووايو چې ځينې مصنوعي رنګونه هم شته چې خلک يې د سترګو يا د بدن د دنورو غړو د ښکلا لپاره کاروي …د يادونې وړ ده چې تور مصنوعي رنګ کاربون او دتورې اوسپنې اوکسايډ دي، زرغون ( شين ) رنګ د کروم د يو اوکسايد رنګ دي ، نسواري رنګ هم د سوځول شوې اوسپنې د يو اوکسايډ رنګ دي ، او ژېړ رنګ د اوسپنې اوکسايډ دي .
د سترګې د ځېږمې او دهغې چاپېره پوستکي د سينګار د موادو په وړاندې مقاومت نه لري، ځکه نو ځينې مېرمنې ددې پوښونو د ليرې کولو لپاره اړ کيږي ترڅو له سړو اوبو او د پارافين په نوم له موم ډوله مادې کار واخلي ، کله چې دا ډول مېرمنو ته التهاب پيدا شي نو د التهاب د درملنې په موخه له طبي مرهمونه کار اخلي … په دې ځاي کې زمونږ مشوره داده …
( چې کله التهاب رامنځته شو نو په سملاسي توګه دداډول وسايلو کارول ودروئ او د رانجو په څېر له طبيعي وسايلو څخه استفاده وکړئ چې سوځوونکي کيمياوي توکي ورکې شتون ونه لري .)
کربوړي څو رنګونو ته خپل رنګ بدلولي شي
موږ ټول په دې پوهيږو چې کربوړي کولي شي خپل رنګ څو رنګونو ته بدل رابدل کړي . تر دې چې په يوه ورځ کې څو ځله خپل رنګ بدل رابدلولي شي . کربوړي خپل رنګ د دفاع او ځان ساتنې په موخه بدلوي .
د کربوړي رنګ د شين زيتوني او ژېړ بخن رنګونو ترمنځ اوړي راوړي . همدا ډول کله خړ او کله نسواري رنګ ته ځان اړوي ، او نظر حالاتو ته د کربوړي رنګ کله تک شين او کله روڼ شين يا زرغون ښکاري. الله جل جلاله د کربوړي په پوستکي کې کوچني نلونه پيدا کړي، ددې نلونو دانې د حجرو په خاليګاوو کې حرکت کوي . نو نظر د رڼا او تيارې تاثير ته د کربوړي پوستکي مختلفو رنګونو ته بدلېدلي شي . همدا راز د تودوخې درجه هم د پوستکي د ځانګړو حجرو پر جوړښتونو اغېزه کوي او کربوړي ته دا وړتيا ورکوي چې د خپل ځان د ساتنې او ددفاع په موخه مختلفو رنګونو ته خپل رنګ بدل کړي .
تاسو فکر وکړئ چې ددې الهام ورته چا کړي ؟ الله جل جلاله ډېر قادر او ښه پيدا کوونکي ذات دي .