لیکنه: عبادالله عارفي
مونږ ډېری وختونه یوه لغت ته له یوه اړخه ګورو بل هغه ته مو یې پام نه وي خو دلته مونږ درې لغتونه چې عموماً په یو اړخیز ډول ورته کتل کیږي له بل اړخه هم مطالعه کوو.
۱- ډول Style: کله چې د ډول لغت اورو نو همهال مو فکر ته د سینګار نوم هم راځي خو دلته لولو چې د ډول بل اړخ څه دی؟
زمونږ عادتونه، خوښه، ناسته پاسته او شکل له نورو سره ځانګړی توپير لري چې همدې ته په عامه لهجه ډول یا سټاېل ویل کیږي.
که Style ته د خپل ژوند په هر اړخ کې ځای ورکړو نو نه یواځې دا چې ژوند به مو لا رنګین کړی وي بلکه تر یوه حده به منظم او په ټولنه کې به قدرمن واوسو.
ډول یا Style په عادي ژوند کې څه ډول راولو؟!
که په دریو ګوتو خوراک کوئ همدا مو د خوړلو ډول دی، که په خبرو کې ځانګړي تکیه کلامونه کاروئ همدا مو د خبرو کولو سټایل دی او که په چپ لاس لیکل کوئ همدا مو د لیکلو ډول دی.
کوښښ وکړئ له نورو متفاوت واوسئ او تفاوت مو په ډول یا سټاېل سره په ځان کې راولئ هر څه لپاره ځانګړی سټاېل غوره کړئ او همدا د بریالیو خلکو د بریا راز دی.
خپل ژوند پلان کړئ او د پلان له مخې د هر څه لپاره جلا ډول خپل کړئ.
سټایل یواځې په ویښتانو او جامو پورې مه تړئ بلکه د ژوند په هر اړخ کې ورته ځای ورکړئ.
هر وخت کوښښ مه کوئ ترڅو د نورو تقلید وکړئ او د هغه خلکو په پل باندې پل کیږدئ چې د بریا تر بامه رسیدلي دي ځکه مونږ د (ړوند تقليد) په نوم هم څه پیژنو برعکس هغه لارې خپلې کړئ چې تاسې ته اسانه پریوځي، ځانګړي ډولونه خپل کړئ.
مطالعې کولو ته پخپله مرضۍ هغه ډول وټاکئ چې درته یې عملي کول اسانه وي ځان ته په لوی لاس تهدیدونه مه پیدا کوئ.
تاسې به اوریدلې وي چې د مسلمانانو پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چې به پرلاره روان وو نو د لارې په ښي اړخ به تللو او سترګې به یې ټیټې وې؛ نو همدا د هغه صلی الله علیه وسلم د تللو سټاېل یا ډول وو، تاسې هم ځان ته پر لار د تللو ډول وټاکئ.
تاسې باید له ملګرو سره د روغبړ، په تیلفون د خبرو کولو، د کمپیوټر د کارولو او په ټوله کې د هرڅه لپاره باید خپل ځانګړی ډول (Style ) ولرئ.
– ستاسې ډول یا Style ستاسې د شخصیت هنداره ده.
– ستاسې ځانګړی ډول یا سټایل دی چې تاسې ته یې د کورنۍ او ملګرو ترمنځ ځانګړی ځای درکړی.
ـ کله چې تاسې د کوم غایب په اړه غږیږئ او مقابل لوری یې پیژندلو کې ستونزه لري نو سمدلاسه ورته د هغه د ډول په اړه وایئ، نو ستاسې ځانګړی ډول Style دی چې ستاسې په نشتون کې ستاسې استازیتوب کوي .
۲ـ اداره (Management) :
همدا اوس مو فکر کې منظم کاري ټیم، کاري مېز، دوسیې، او کمپیوټر ګرځي.
خو فکر نکوئ چې همدا لغت په خپل ورځني ژوند کې وکاروئ څه به وشي؟
د ژوند ښه او سالمه اداره څه ته وایې؟!
تاسې سهار پاڅیږئ، چای څښئ، ښوونځي او یا کار ځای ته ځئ او د ورځې په اوږدو کې چې کوم کارونه ترسره کوئ په اصل کې همدې ته اداره یا management وایې.
راځئ د ژوند ښه اداره وپیژنو
د ورځنیو چارو لپاره د ښه مهالویش لرل، په منظم ډول د اوزګارو ساعتونو څخه په ګټه اخستنې سپورت کول، د عامه اړیکو د پراخوالي لپاره د منظم پلان لرل، د ښه صحت لپاره د خوراک او تمرین د یو ښه سیستم لرل، ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی پیدا کول دا ټول هغه څه دي چې مونږ ورته دژوند ښه اداره وایو.
که غواړې خوښ او بریالی ژوند دې کړی وي نو د خپل ژوند ښه مدیر یا منیجر شه.
د خپل ژوند بریالي مدیران هغوي دي چې پخپله پلان ګذارۍ کې پرته له خپل ځانه نورو ته هم ځای ورکړي، یعنې ځان غوښتونکي خلک د خپل ژوند ښه مدیران نشي کیدلای .
ـ هغوي چې د خپل ژوند اداره او منجمنټ نشي کولای ژوند هم نشي کولای.
ـ که دې وغوښتل سوکاله او بریالي ساه کښ واوسې نو ژوند دې په مفکرانه توګه اداره او Manage کړه.
ـ هغوي چې ډار لري تل به د خپل ژوند یو ناکام مدیر وي.
ـ له خلکو او چاپیریال سره دې اړیکې پراخې کړه بریالی به یې.
ـ ژوند مو بابیزه مه ګڼئ د هغه منجمنټ یا اداره وکړئ که مو ونه کړ لوی زیان به مو کړی وي.
ـ تل هڅه مه کوه ترڅو د هغوي په اړه ولولې چې په خپل ژوند کې بریالي پاتې شوي دي ، خپل ژوند دې اداره کړه او بس.
۳ ـ سپما:
ته پوهیږې چې سپما دې په ژوند کې څومره اهمیت لري؟
که د سپما په ارزښت پوه شوې نو ایمان به پرې راوړې.
هر څوک د سپما کولو ځانګړنه نلري او څوک چې دا ځانګړنه لري نور یې په ژوند کتابونه لیکي.
مونږ سپما ته یواځې له مالي اړخه ګورو، خو که مو د سپما عادت د ژوند په نورو برخو کې هم عملي کړ ډیره او لویه ګټه به وکړئ.
ـ په ویلو کې سپما:
خبرو کې مو سپما وکړئ دا کار په ډیر څه ارزي؛ د بیلګې په توګه
که په ښوونځي یا کار ځای کې زیات وغږیدلئ او خپلې خبرې مو سپما نه کړې بیا چې کله چې مو کور ته ولاړشئ له خبرو کولو به لویدلي یاست او د کورنۍ غړو ته به له قهر او غوسې پرته نور څه نلرئ چې دا کار ستاسې او د فامیل ترمنځ اړیکه زیانمنوي او بیا مجبوریږئ چې ددې کار لپاره غټه بیه پرې کړئ.
ـ په اوریدلو کې سپما:
په اوریدلو کې باید ډېره سپما وشي، که پرله پسې واورئ نو له رواني او عصبي ستونزو سره به مخ شئ.
تاسې به اوریدلي وي چې وایې ’ لږ اوره، ډیر عمل کوه ‘ .
که غواړې سالم روان ولرې کوښښ کوه تر څو له ګڼې ګوڼې او شور څخه لرې واوسې او لږ واورې.
ـ مینه کې سپما:
مه حیرانیږه! مینه کې سپما کول تاسې ته د ملګرتیا او یو ځای ژوند تیرولو چانس درکوي.
که مو خپل ملګري یا ملګرې ته په یو ځل خپله ټوله مینه ښکاره کړه او یا مو هغه جملو کې سپما ونکړه چې ستاسې د مینې ښکارندویې کوي نو پرته له شکه چې دا ملګرتیا مو لنډ مهاله ده.
کله چې دوه کلک ملګري یا یوه جوړه پرته له کومې ستونزې یا کوم دلیله له یو بل څخه خفه وي نو د هغوي ستونزه سپما ده که چیرې یې په خپلو جملو کې سپما کړې وه نو هیڅکله به داسې نه وو شوي.
په خوړلو کې سپما:
دا یې تر نورو هغو ډیره مهمه ده؛ که غواړې تل دې روغتیا په برخه وي نو په خوړو کې دې سپما وکړه.
کله چې یو ناڅاپه شتمن شوې، د ډیرو خوړلو بیړه مه کوه.
ځانته د خوراک مهالویش جوړ کړه هر څه ته پکې په منظم ډول ځای ورکړه.
دا خبره به ډېره اورئ چې وایې ” لږ وخوره خو تل وخوره “ .
که مو ډیره وخوړه نو ډیر ژر به هر څه پر ځان بند کړئ.
ـ سپما مو مال او شتمني ډیروي
ـ سپما مو ژوند ته خوند وربښې
ـ که دې نن د لسو پر ځای شل افغانۍ ولګولې نو سبا لپاره به د ۵ افغانیو سوالګر شې.
ـ سپما هغه زینه ده چې د بریا بام ته مو خیژوي.
ـ سپما وکړئ، باعزته ژوند وکړئ
موافق د خپل آمد سره بښل کړه
نولس وباسه له کوره وصول شل کړه
هغه کس به ژر د ښار درویزه ګر شي
چې یې شل له کوره وځي نولس ورشي
(خوشحال خان خټک )