راټولونه او زیاتونه: شاهدالله ساحل
۱: تقاعد؛ د یوه کارمند په دایمي توګه د دندې یا وظیفې څخه د اړیکو قطع کولو ته وایي.
د ملکي خدمتونو د کارکونکو قانون نهه ویشتمه۲۹ ماده کې راځي چې مامور او قراردادي کارکونکي حق لري د کار په قانون کې د درج شوو حکمونو مطابق خپل تقاعد وغواړي.
۲: د مامور او قراردادي کارکونکي د تقاعد، د تقاعد د رفع، استعفاء او د خدمت د تمدید منظوري ددې قانون په لسمه ماده کې درج شوو مقاماتو لخوا صورت مومي.
۳: د مامور او قراردادي کارکونکي د تقاعد د حقوقو ټاکل او د ورکړې ډول یې، د اړوند تقنیني سند مطابق تنظمیږي.
۲: استعفاءResignatio د یوه کارمند له خپلې دندې څخه پخپله خوښه په رسمي ډول د اړیکې پرېښودو ته وایي. د ملکي خدمتونو د کارکونکو د قانون اته لسمه ماده.
۱:مامور کولئ شي له دندې څخه استعفی’ وکړي
۲: د استعفی شرایط، د غوښتنلیک ډول، اجراء او رفع یې د اړوند تقنیني سند مطابق تنظمیږي.
۳: اخراجDischarge کارمند پرته له موافقې څخه د کاره لیرې کولو مانا دئ(اخراج د منفي کړنو او تنبلۍ په صورت کې رامنځ ته کیږي)
۴: تعلیقLayoff; په موءقتي ډول د یوه کارمند له دندې ګوښه کولو ته وایي. (ممکن تعلیق هم د منفي کړنو او اصلاح په موخه وي)
۵:قواعد؛ قواعد ځانګړو مقرراتو په مانا دئ. مثلاً د پوهنتون محصلین باید سپین کالي وکړي، یعنې هغه قوانین یا معیارونه دي چې ټول یې په تطبیق کولو مکلف ندي. دلته د سپینو کالیو کول یوازې د محصلینو لپاره دي، د پوهنتون استاذان او نور د پوهنتون اداري پرسونل ترې مستثنی دي.
۶: اصول؛ هغه قوانین یا معیارونه دي چې ټول یې په تطبیق کولو کې یو شان مکلفیت ولري مثلاً؛ د رسمي وخت رعایتول، د پوهنتون محصلین ، استاذان او اداري کارمندان باید د سهار پر اتو بجو حاضر وي.