لیکنه او راټولنه: شاهدالله ساحل
لومړۍ برخه
۱) حق الزحمه: یعنې(د زحمت حق) هغې ته وایي چې یو چاته د ځانګړي دندې د سپارلو په بدل کې ورکول کیږي.
مثلاً: لکه د شپې پوهنتونونو او پوهنځیو استاذانو ته چې د فی ساعت په بدل کې ورکول کیږي
۱) اضافه کاري: چې د رسمي وخت څخه وروسته یو کاریګر ته د اضافي کار کولو په بدل کې ورکول کیږي.
مثلاً: د بوټانو د تولید د یوې تصدۍ رسمي کاري وخت د سهار تر ۸بجو د مازیګر تر ۴ بجو دی. چې د دغه وخت په بدل کې متصدي کاریګر ته ځانګړی ثابت معاش ورکوي، خو کاریګر غواړي پس له رسمي وخته هم یو څه کار ته ادامه ورکوي چې د دغه اضافي وخت په بدل کې متصدي هغوئ ته اضافي افغانۍ ورکوي چې همدې ته اضافه کاري وایي.
۳) بدلون: مثلاً یوه تصدي سور رنګه بوټان تولیدوي، خو بازار کې د خلکو تقاضا تور رنګه بوټانو ته زیاته شوي، پس د سور رنګه بوټانو په ځائ د تورنګه بوټانو تولید (د سور رنګ بدلون په تور) ته بدلون وایي.
۴) تبدیل: مثلاً یوه تصدي بوټان توليدوي ، خو د خلکو د تقاضا، یا د موسمونو د تغیراتو په اساس غواړي پس له دې نه څپلۍ تولید کړي، چې د بوټانو د تولید تبدیلېدل د څپلو په تولید, دېته تبدیل وایي(فزیکي بڼه یې هم تغیر وکړي)