لیکنه: روښان خادم
دخپلی محترمی خور زیبا خادم نه په مننی سره
ډیر کلونه وړاندی چی غلط نشم دڅلویښتمو کلونو ورستی لسیزه وه او مرحوم پلار مې علامه خادم بابا په ډیرو مشکلاتو ددغه کتاب د چاپ امر اخیستی و . ماته یې وظیفه راکړی وه چې د ا کتاب په قلم بلی کتابچی ته کاپی کړم . نو دا شعر او څونور اشعار یې راته وښودل چې کاپی یې نه کړم ځکه چې ددوی د بادارانو نه خوښیږی او کتاب به د چاپ څخه پاتی شی .
د ا شعر زما ډیر خوښیږی او له هماغه وخته پری مین وم . اوس چې خبره د څاروان د چاپ ده نو بی ځایه نه ده چې د چاپ کیسه یې ولولی .
یوه ورځ د پلاره سره په موټر کښی د پروان کارتی خواته روان و دباغ بالا په څلور لاری کښی موټر ښی لاس ته تاو شو او دمرمر هوټل نه چې لږ تیر شو نو موتر ودریده او دسرک بله غاړه دمرمر هوتل ته مخامخم د یوه کور دروازی ته ودریدو او هغه مرحوم ور وټکاوه وروسته له څو شیبی وروسته ور خلاص شو مرحوم بابا هغه کس ته وویل : (به استاد بګو خادم است ) زه تر دی دمه غلی وم خو پوښتنه مې وکړه : بابا دا دچا کور دی ؟ هغه وویل اوس به یې وګوری . خیر دننه کورته دعوت شو یوی کوټی ته بدرګه شو چې د سرک خواته یې کړکی درلودی په کوټه کښی ډیر عصری شیان نه وو یوه عادی کوټه وه او عادی چوکی پکښی ایښودی وی خو په کوټه کښی ډیری مرغی رنګا رنګا ښکلی کوچنی طوطیان او کنیرئ د خاښونونه څخه یو خوا بل خوا الوتل زه دکوټی او الوتونکو په نظاره بوخت وم چې د کوټی ور خلاص شو او مرحوم استاد خلیلی چې یو توره چپن یې په اوږو پرته وه کوټی ته راننوت او له روغبړ وروسته بابا ته مخامخ په یو کرسی کیناست خبری روانی وی چای او کلچی راغلی او یو څه وخت په دی هم تیر شو دخبرو په جریان کښی علامه خادم بابا مرحوم خلیل صاحب ته وویل 🙁 استاد امدم که اګر همو کتاب خوده پس بګیرم خیلی زیاد وقت شد اګر امر چاپ انرا نمیدهند خیر است ولی کتابم را نګاه میکنم یک روز چاپ خواهدشد .) استادخلیلی پاڅیده د کو ټی نه ووت او ډیره اوږده شیبه وروسته کوټی ته رادننه شو او د کوټی په دروازه کښی دننه ودریده دواړه لاسونه یې د چپنی لاندی تر شا نیولی و او داسی وویل : ( استاد معذرت مې خواهم تال دادم ودلیل اینکه کتاب شما را میپالیدم ولی نیافتم از مادر اولادها پرسیدم ګفت یک کتابچه سیاه را در زمستان غرض روشن نمودن بخاری در دادم و من خیلی متاسف هستم ونم دانم این خساره ای بزرګ را چی ګونه جبران کنم ) مرحوم خلیلی ددی خبرو نه وروسته په خپل ځای کښیناست د علامه خادم بابا رنګ سپین الوتی و یوه قطره وینه پکښی نه ښکاره کیده او بلکل خاموشه و داسی هیبت وهلی و چې نه پوهیده څه ووایې فقط دومره یې وویل چطور امکان داره ؟ دا وخت مرحوم استاد خلیلی له خپله ځایه را پورته شو د خادم بابا مخ یې ښکل کړ او کتاب یې چې اوس هم شاته پټ کړی و ورته ورکړ او ویې ویل : اینه امانت شما و امر چاپش را هم هدایت داده اند و وزیر صاحب مطبوعات به مطابع دولتی هدایت داده است کتاب را غرض حروف چینی به ریس مطابع دولتی بسپارید دا وخت د دولتی مطابعو ریس خدای بښلی محمد ابراهیم کندهاری و.
دغه زمونږ دوطن ددوو ژبو شاعران او لیکوالان و یو تر بله یې همکاری ، محبت ، راشه درشه ، فکری مخالفتونه او دا رنګه شوخې هم درلودی خو د وطن په ملی مسایلو اوملی ګټو په ساتلو کښی یو دبل سره همکاران وو . د څاروان کتاب چاپ شو او دایې داستان
ای ددی جهان خاونده
دا جهان د استعمار دی ؟
که ستا هم په کې اختیار دی؟
ای ددې جهان خاونده !
(١)
ستا بنده په کړاوونو، او دده بنده راحت کې
ستا بنده دی په دوزخ کې، او دده بنده جنت کې
ستا بنده ته مقرر دي، قسم قسم عذابونه
جې بنده د استعمار شو، رنگا رنگ یې نعمتونه
له هر خوا لارې پرې بندې، ستا بنده ډیر پرضرور دی
اور یې بل په روح و تن دی، دا جهان پرې سور تنور دی.
ستا بنده ډیر کړه من دی، د ژړا لوری یې نشته
له هر خوا نه عذابونه، نا هیلۍ او کړاوونه
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددې جهان خاونده
(٢)
چې څوک ستا کلمه وايي، د انگرېز په تور اخته شي
په هر شان ځورول کيږي، په عالم کې مسخره شي
لږ خو وگوره جهان ته، په کې څه ظلم روان دی
دده هر بنده خوشاله، ستا بنده په غم غمجن دی
دی د خپل مریي له حاله، ډیر په ښه شانته خبر دی
هم شاهان هم عالمان شول، هره شپه لکه اختر دی
بندگان د استعمار ټول ، ډېر سرلوړي په جهان شول
چې په دغه در قبول شي، نور نو څله مشقت کا
د کوڅې سپی خو یې گوره ، په شاهانو حکومت کا
وفادار چې د اغیار وو، هغه واړه نېکبختان شول
د لعلونو جواهرو، د قصرونو خاوندان شول
د اجهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
اې ددې جهان خاونده
(٣)
اې ددې جهان خاونده، لږ خو دې جهان ته گوره
ستا مخلوق خوارو زبون دی، خپل جلال او شان ته گوره
استعمار په کې مزې کا، دې چپه دوران ته گوره
څوک واکدار ددې جهان دې؟ تریخ بې حده یې ژوندون شو
وران ددې ځمکې نظام شو، ورک له هر چا یې مضمون شو
تا پیدا ازاد جهان کړ، چې هر څوک په کې ژوندون کا
خو انگرېز له خپلې خوا نه، په هر څه باندې شبخون کا
جې دده له غړوندي نه، سر وباسي قصابي شي
یا خوراک شي د لیوانو، یا په غرونو کې وحشي شي
ته یو څه غواړی جهان کې، دی بل څه کا په دا میان کې
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددې جهان خاونده
(۴)
مذاهب یې دي په لاس کې، فلسفې شي جوړولای
نېغ ولاړ دی په هر دین کې، هر سړی شي تېر اېستلای
څوک مرشد او څوک پېشوا کا، څوک لیډر څوک راهنما کا
څوک واکدار کاندي په نورو، څوک مرتد او څوک کافرکا
دهر چا سره جویږي، خو د خپل مطلب دپاره
په دوستۍ که دښمنۍ وي، خو د خپل مطلب دپاره
ډېر اوږده اوږده دامونه، غځوي په فریبونو
په کې نیسي ملتونه، دولتونه د ملکونو
تاریځي قومونه وژني، نوي نوي را پیدا کا
دی مین په خپل مخلوق دی، بل مخلوق ځینې ابا کا
چې خودي په چا کې ویني، چې دا فرد وی که وی ډله
لولپه شي سره لمبه شي، له غضبه له حسده
بل خود دار وايي چې نه شته، دا انگریز دی چې خود دار دی
باداري او سرداري او، واکداري هم دده کار دی
چې د خدای او پېغامبر او ، د قرآن واوري خبرې
نو موسکی شي بیا له قهره، باندی راشي سړه لرې
وايی دا جهان زما دی، بل جهان ځان ته پیدا کړه
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددی جهان خاونده
(٥)
دا جهان دده ټیکه دی، او که تا ور لره پریښود؟
تابیرغ د واکدارۍ خپل، دده مخ کې څه له کیښود؟
بې پروا په سرنوشت د، ملتونو لوبې کاندي!
څوک اوچت او څوک را ټیټ کا، د چا غوڅې کاندي مراندې
هغه څه چې تا کول به، اوس یې دی کا په دنیا کې
د قومونو ژوند او مرگ دی، د انگرېز په تولا کې
هم تاریځ شي سازولای، هم کلچر شي ورانولای
قام چې مړ کا بیا له خاورو، یې بل قام شي را اېستلای
د قومونو ژبې وژني، چې انگرېز اراده وکا
ور پیدا کا نوې ژبه، چې کوم قوم نوی شته کا
چې خلاق او رزاق دی شو، نو ته څه شوې ای څښتنه!
دا جهان د استعمار دی، که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددې جهان خاونده
(٦)
په رگونو د انسان کې، لکه وینه داسې ځغلي
بلکه روح غوندې په وینه، کې جاري او هم ساري دی
په کالبوت کې د قومونو، ننوځي بیا نڅا کا
په هر شان په هر دستور کې، انگرېز خپله مدعا کا
درته نه وايی چې وکړه، نه دا وايي چې دا مکړه
خو چې څه کوې په نفعه، د انگیز بابا یې وکړه
جریان داسې جوړوای شي، جې هر څوک په کی رغړیږي
څوک په پوهه څوک ناپوهه، د انگریزبا با یې وکړه
نتیجه د هر نهضت با، ید په نفع د انگزیز وي
که دا نه کیږي نهضت به، له یو مخه ریزمرېز وي
که یې لاس دستي بر نه شو، د سل کالو انتظار کا
چې جریان دده په نفع، شي نو خپله مدعا کا
نشنلست دی سوسیالست دی، خو بیاهم کاپیتالست دی
هسې لوبې په شان شان کا، داسې چارې په جهان کا
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددې جهان خاونده
(٧)
د جهان په ټول قومونو، یې غوغا څو ځلې کړې
د میدان غونډوسکه دوی نه، یې په څو څو ځله وړې
اوس له ډار د استعمار نه، غوږ څوک نه شی خوځولای
لا په کور کی څوک د ښځې، سره نه شي گړیدلای
څوک په دین څوک بېدنۍ کی، د انگرېز کلمه وایي
څوک خپل قام وژني په ډاگه، که څه هم په زړه کې ژاړي
ستا په ځمکه برخلاف ستا، کودتا نه ده نو څه ده؟
د فطرت په قوانینو، ناروا نه ده نو څه ده؟
څله ته ورته سکوت کړې، بل افغان ورته پیدا کړه
ډیر له تا شولو خود سره، وېره نه لري له سره
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددې جهان خاونده
(٨)
د افغان و حال ته گوره، چې ټوټه ټوټه جلا شو
یو وجود انډی انډی شو، بل جهان ترېنه پیدا شو
هلته گوره هندوستان ته، ورسره بیا پاکستان ته
د کشمیر انجړه گوره، د پښتون ناوړه گوره
بلوڅ ژاړي و خپل حال ته، سېند ته گوره هم بنگال ته
د ډېورند و کار ته گوره، مېکماهن هوښیار ته گوره
په ایران کې واویلا ده، د ملت د سر قضا ده
هلته څوک ناست دي څه کاندي، څه سطرنج دی لاندې باندې
چا ټوکړه ټوکړه عرب کړ، سوکانو چا په ادب کړ؟
اسرایل له کومه ځایه، چا حاضر کړل فلسطین ته؟
چا چلینج ورکه قران او، د اسلام و ښکلي دین ته؟
د لارنس ابتکارونه، په اسلام یې گوزارونه
په تا هسې مسخرې کا، ټول کارونه بې اسرې کا
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددې جهان خاونده!
(٩)
شوروي ته یې جوړ کړې، پرابلم په اروپا کې
فارموسا ده تېره غشې، چې چوخیږي د چین خوا کې
امریکا یې را پیدا کړه، قسمي یې په خپل خوا کړه
د انگرېز بې مصلحته، هیڅ یو کار نه شي کولای
نه دده د غړوندي نه، چېرې سر شي غړولای
ما او سر د امریکا ځي، د انگرېز په تولا کې
هره ورځ ورته پېښیږي، لوی کارونه په دنیا کې
په ویتنام کې یې کړه گیره، حال یې گوره په کوریا کې
منځني ختیځ ته گوره، امریکا ورته را کاږي
دا قصرونه د لندن دي، افریقا ورته را کاږي
دی په چین کې تجارت کا، امریکا لمسوي جنگ ته
ځان به روغ سلامت یوسي، که یې واچوي گړنک ته
که تبعیض دی که نفرت دی، که تضیق او که شدت دی
ده یې تخم دې کرلی، ستا په دې ښکلې دنیا کې
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددې جهان خاونده !
(١٠)
ډز یې ورکړ جرمني ته، ټس یې ووېست له جاپانه
سوکارنو یې را پچاړ کړ، له دوگول څخه لږ تنگ دی
نور کامله مطمین دی، ټول عالم ترې چنگ په چنگ دی
څومره ځیر دی په دنیا کې، د انسان په پیژندلو
ښه سیاس او ښه نباض دی، د عالم د تېر ایستلو
اداره کې ډیر ماهر دی، بي بي سي ته خو ېی گوره
هر مورید ته خو یې گوره، څومره ټینگ دی و خپل کارته
کار په رمز او ایشاره کا، دې شپیلۍ ته خو یې گوره
هیڅ مطلب به ترې وانخلي، که یې را کاږي و دار ته
بې پروا دی نور له هر څه، بې له چال او سیاسته
ټول جهان یې تېر ایستلې، لا یې گوره تر قیامته
تکبر دده خاصه ده، ډیر مغرور دی و خپل ځان ته
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددې جهان خاونده !
(١١)
خدایه خیر کړې رقیب راغی، د افغان کورته دننه
لا به هم نور په مونږ څه کا، اوس له چا وکړو پوښتنه
تش یو نوم دی راته پاتې، نور خو هر څه را نه تللي
که پښتو رانه وا نخلي، نور مو هر څه وربخښلي
خو افسوس دی چه پوهېږم، پښتو هم را نه اخلي
په دې یاس او ناهیلۍ کې، یوه هیله را ځلیږي
په دې سخته بې ارځۍ کې، پښتون لږ شانې پوهیږي
خپله ژبه به پرې نه ږدي، که ټول سټ شي له یو مخه
په دې توره شپه ظلمت کې، دا یوه سپرغۍ بلیږي
ستا په نوم دي تباه شوي، لږ پرې ورحمیږه خدایه!
ستا په نوم یې دغه حال شو، ژوند و ده و ته وبال شو
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددې جهان خاونده
(١٢)
ای ددې نړۍ انسانه، که رښتیا ازادي غواړې
ښه ژوندون دې مدعا وي، د آدم ابادي غواړې
افغان مه پریږده چې مړ شي، دا یو قام دی په دنیا کې
مخالف د استعمار دی، مخالف د استثمار دی
د مېړانې ژوند یې خوښ دی، غلامۍ ځنې بې زار دی
دی مین په سړیتوب دی، سړیتوب دده مذهب دی
ښه سړی دی ښه ملگری، همدغه دده مطلب دی
خو خلاصون یې اسان نه دی، ډیره لویه معما ده
را گیر کړی استعمار دی، پرې راغلې ابتلا ده
یو وجود ټوټه ټوټه شو، بیا هر یو په ځان اخته شو
په مُذهب یې غولوي تل، په شان شان ېې ځوروي تل
له خپل ځانه بېگانه شو، په عالم کې افسانه شو
د اسمان و لور ته گوري، تل دغه یوه وینا کا
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کې اختیار دی
ای ددې جهان خاونده !
(١٣)
لوی عذاب و دې نړې ته، استعار دی استعمار دی
چې نړۍ نن په کې سوزي، دغه اور دی دغه نار دی
له تېري د استعماره، زور زیاتی دی په جهان کې
یو آفت توره بلا ده، په نړۍ نازله شوې
دیوال پای توره خپسه، پر انسان را تاوه شوې
چې د بل گټلې اخلي، یا په زور یا په چالونو
دا وگړي بې غیرته، دې شي یاد په لعنتونو
چې خدمت یې مراد نه وي، او په نورو حکومت کا
سړی څه له ځان ته وايي، چې دا هسې خیانت کا
بې له زیار او بې له کاره، تمول له نورو غلا ده
څوک چې داسې دولتمن شي، د ولس په ځان بلا ده
د پیسو او چوکۍ مینه، ښه چې کښیني په کوم زړه کې
د انسان او د حق مینه، نه ځاییږي بیا په ده کې
حیرانیږم پیسه دار ته، استعمار او استثمار ته
د ژوندون نه جوړ عذاب کا، ځان و نورو ته قصاب کا
دا څه علم څه شعور دی، تری وگړي په ضرور دي
دا جهان د استعمار دی؟ که ستا هم په کی اختیار دی
ای ددی جهان خاونده !
(١۴)
جهان ستا دی او وگړیه، ای زو زاد د بابا دمه !
رڼه ستا په مخ ده ځمکه، له لرغونه تر دې دمه !
ته قدرت ددی جهان یې، سر دې جگ شو تر اسمانه
پرابلم په مخ کې څه دی، فکر وکړه ای انسانه
ټول اولاد د بابادم دی، یو کهول او یو وطن دی
د هیچا د پاره نه دی، خو د چول گډ میراث دی
چې په کار او سړیتوب یې، ایښود شوی پوخ اساس دی
که څوک نه خوری د بل گټه، هر بو یوسي خپله څټه
باداري او ظلم پرېږدي، له اوږی نه وسله کښېږدي
کار په عقل او علم ساز شي، ورک له منځه نه غماز شي
تعرض او فساد نه وي، دا جهان به څومره ښه وي
که چل ول له منځه ورک شي، دغه شان سیاست سپک شي
د نفرت پر ځای دوستي شي، ورک حسد او دښمني شي
څه به ښکلی جهان جوړ شي، خدایږو هر یو به ښه موړ شي
د تذخیر فکر که نه وي، همکاري وي په جهان کې
نو تخریب به څله کیږي، دا څېړنه ده اسمان کې
ملایکې د اسمان دي، که د علم خاوندان دی،
ډوب په فکر د انسان دی، ډوب په فکر د انسان دی
دا جهان که څوک و جنگ ته، کشوي دا انسان نه دی
چې فساد غواړي په ځمکه، چې شیطان نه دی نو څه دی؟
دا ممکن دی چې جهان نه، یو د ځمکې جنت ساز شي
څومره ښکلې به فضا وي، که درواغ نه وي رښتیا وي
الاسکا نه تر جاپانه، ساېبرې تر هندوستانه
که څه فکر لږ بدل شي، له تیري به په امان شي
دا نړی ځای د عمل دی، تیار خور رښتیا چې غل دی
څله یوانسان مریې شي؟ بل بادار او ښه سړی شي
دا جهان د بابادم دی، چې په علم و عمل جوړ دی
ټول دې زیار او ټول دې کار کا، په نوبت دې واک اختیار کا
ته واکدار ددی جهان یې، که پوه شوی یې انسان یې !
جهان ستا، ستا د ابا دی، ای کارگره دانشمنده
ای ددې جهان خاونده !
مولانا خادم
د ١٣۴٨ کال د حمل د میاشتی ١٥