ژباړه: عزت الله عمران
ایا کله مو هڅه کړې، چې ویاند واوسۍ، نو که غواړۍ چې ښه ویندویي وکړۍ لاندې ټکي په نظر کې ونیسۍ .
هرمطلب چې تاسو يې د لوستلو تکل لرۍ، باید لومړی پدې پوه شۍ، چې په کومه کچه یې،د سم لوستلو وړتیا لرۍ.
کوم متن چې تاسو ته د پروډیوسر لخوا درکول کیږي، لومړی یې وګورۍ، چې په کومه اندازه په فصاحت سره لیکل شوی دی. آیا پدې لیکنه کې کلیمې او لغتونه په خپل ځای کارول شوي دي.
د سکودوتروپ په نوم یوعالم وایي:” هغه خبره ټولنیزه ده، چې په ښه شان پیل شي، هرکله چې د یوې لیکنې پیل په ښو او روانو جملو وشي، په (اوریدونکو او لیدونکو مخاطبیونو) یې تاثیرات څرګندیږي.
پدي معنې که (لیکنه په معنا لرونکو او روانو کلیماتو پیل شي، د خلکو پام د خپل ځان په لوري ګرځوي، او خلک غلي کیږي، ترڅو ستاسو وینا په ډېره مینه او دقت سره تر آخره پورې واوري).
د سیدني مکس په نوم یو بل عالم وایي:”هرڅنګه چې کیږي، تاسو د لیکنې زړه ته داخل شۍ، د زیاتو او ښکلا ورکونکو کلیمانو نه ډډه وکړۍ.
هیڅ کله بخښنه مه غواړۍ، او یوه لیکنه په ډېرو څرګندو او ساده کلیماتو کې بیان کړۍ.
لورد نورث کلیف وایي:” زما بریا دپاسکال په نظریه کې ده، هغه دا چې دهر کار بریا په پلان نېونه کې نغښتې ده. او دا یو ډیرعالي شعار دی، چې د هرکار له پیل نه مخکې دهغه دپلي کولو لپاره باید پلان ولرۍ، نو تاسو هم باید دویندویۍ لپاره ځانګړی پلان ولرۍ، چې له کوم ځايه یې پیل کړۍ او څرنګه یې پیل کړۍ.
که غواړۍ چې لیدونکي او اوریدونکي تر خپلې اغیزې لاندې راولي او له ځان سره یې ولرۍ، نو له دغو څو لارښونو ګته پورته کړۍ.
1. د خبرو پیل، چې یوستونزمن کاردی. باید په ډېر دقت سره یې پیل کړۍ.
2. د خبرو پیل باید ډېر لنډ او له یو یا دوه لنډو جملو تجاوز ونه کړي. هڅه وکړۍ، په ډېرو زړه پورو کلیمو او جملو کې لیکنې یا موضوع ته وردننه شۍ.
3. یو ویاند کولای شي، چې ددغه کلیماتو په واسطه د خپلو مخاطبینو پام دځان په لوري راوګرځوي:
• د پلټنې دحس پارونه.
• په یو واقعي داستان دخبرو پیل.
• د سوالونو پوښتل.
• د لويانو په خبرو د لیکنې پیل.
• اوریدونکو ته ددوی د ګټو او موضوع په تړاو معلومات ورکول.
• خلکو ته دحقیقتونو او واقعیتونو وړاندې کول، او له دوی نه د مرستې او هڅونې غوښتنه.
پورته ځینې لنډې لارښونې کولای شي چې ستاسو سره د ویندويۍ فن په برخه کې لومړنۍ مرستې وکړي.