ليکنه: براېن ټريسي
ژباړه: محمد عالم امین
په تیره لیکنه کې مو د “څرنګه کولای شو وینا په ښو جملو پیل کړو؟” عنوان لاندې یوه مقاله ولوسته. نن به “څرنګه کولای شو وینا په ښه طریقې سره پاې ته ورسوو؟” عنوان لاندې یوه بله مقاله ولولو. ګورئ، کله هم چې یوه وینا کوۍ، د وینا اولې او اخرې خبرې د ناستو خلکو په ذهنونو کې تر ډیره وخته پورې پاتې کیدی شي، خصوصاً د وینا اخرنۍ جملې. نو اخرنۍ جملې باید په ډیر مهارت سره غوره شي. که تاریخ وګورئ، ټولې ښې او تاریخي ویناوې په ښو الفاظو ختمې شوي. پدې اساس چې د وینا پای مو په ښه طریقه کړی وي، لازم ګڼو تر څو لاندو ټکو ته پکې خاصه پاملرنه وشي:
۱: د پایلې ترتیب
تر ټولو ښه خبره داده، چې د وینا اخري الفاظ مو له ځانه سره نیولی وي، چې په کومه طریقه باید زه خپلې وینا ته د پای ټکی کیدم. یعنې که تاسو دې سوال ته ( زما د خبرو نه هدف څه وه ؟) ځواب ورکړئ، نو همدا مو د یوې وینا په ښې طریقې سره ختمول دی. وړاندې لدې چې خپله ټوله وینا تربیت کړې، ښه به دا وي، چې لومړی پایله ترتیب او تنظیم کړي.
۲: د عمل غوښتنه
کومه وینا چې تاسو خلکو ته واوروله، اوس مو د دې خلکو څخه غوښتنه څه ده. یعنې په اخره کې به ناست خلک دې ته تشویق کوې، چې په وینا مو عمل وکړي. دا یوه ښه لاره ده، چې خپلې خبرې په ښه جرئت سره خلاصې کړئ. زه خپله یو مثال در کوم: کله هم چې په جومات کې یو چنده کونکی د چندې لپاره یوه وینا کوي، ډیر څه پکې وايي، هدف ېې همدا وي، چې په اخره کې خلک د دې په څادر پیسې ور واچوي. د ده ټوله وینا په همدې را څرخیږي، چې څرنګه خلک دې ته تشویق کړم، چې ماته چنده راکړي. دا خپله د عمل تشویق دی.
۳: خلاصه Main Points
که غواړې، چې وینا مو ګټوره واوسي، نو په اخره کې ناستو خلکو ته ووایاست، چې اوس به د تیرې وینا خلاصه درته بیان کړم. یعنې ورته ووایاست، چې زموږ دغه نقاط مهم وه…
یا ورته ووایاست: اجازه راکړئ، چې زموږ په وینا کې دغه مهمې نقطې وې:
a………
b……..
c……..
دغه کړنې څخه مو ناست خلک ډیر خوند اخلي او په موضوع مو پوهیږي.
۴: پایله په قصه
کله مو هم چې موضوع اخر ته رسیږي، ناستو خلکو ته ووایاست: راځئ په اخره کې به په یوه داسې قصې موضوع پای ته ورسوو، چې زموږ ټوله موضوع یو ځل بیا پکې تکرار شي. په یاد ولرئ، قصه لنډه او اخلاقي وي. قصې سره طبعاً انسانان شوق لري، چې دغه شوق ېې د دې سبب کیږي، چې موضوع ورته ډیره جالبه تمامه شي.
۵: خندا
تاسو کولای شئ، چې د وینا پایه مو په خندا وي. پدې مانا چې یوه داسې قصه یا بل څه ورته په اخره کې ووایاست، چې د وینا د تکراریدو ترڅنګ خلک وخندوي. دې سره هم کولای شئ، چې ناست خلک خوشحاله او وینا مو موثره وواوسي.
۶: شعر ویل
کولای شئ، چې وینا مو په یو شعر سره ختمه کړئ. دا شعرونه باید هر اړخیز له مفهومه ډک او اکثره وخت باید دا شعر موضوع نوره هم را لنډه کړي، تر څو ناستو خلکو ته یو پیغام ورکړي. دغه کار هم کولای شي، چې ستاسو وینا ډيره زړه راښکلونکې شي.
۷: هیله ورکړئ
دا باید درک کړو، چې په نړۍ کې انسانان مشکلات، ناامیدي او نورو ستونزو سره مخ دي. کوشش باید وشي، چې د ویناو په اخره کې ناستو خلکو ته د امید او هیلو تر څنګ تشویق هم ورکړل شي. بده به نه وي چې دغه تشویقي بڼه مو د یوې قصې یا شعر په شکل وي.
۸: یقیني خاتمه
موضوع وړاندې کوونکی باید خلکو ته ډاډ ورکړي، چې همدا جمله ېې وروستی ده. داسې نه وې، چې وايي، یوه دقیقه وروسته خپله موضوع ته خاتمه ورکوو، ولې یوه دقیقه وروسته بیا پیل وکړي. یا داسې ووايي: چې همدا عنوان مو اخري ده ولې وروسته بیا بل عنوان پورې ونښلي. نو د موضوع خاتمه باید یقینې او اطمناني وي. که چیري داسې ونشي، ناستو خلکو ته مو وینا ډیره بده بریښي.
۹: تشویق
ناست خلک پریږدئ، چې ستاسو د خبرو د خاتمې څخه وورسته تاسو تشویق کړي. یعنې هغوۍ در نه مننه، کورودانۍ وکړي. اکثره وخت وینا کوونکی د ناستو خلکو لخوا په چک چک وهلو سره ېې هر کلی کیري. تاسو هم باید هغوۍ ته ووایاست چې تاسو نه ډيره ډیره مننه، چې ما ته مو وخت راکړ او داسې نور…
یا هم که تاسو ووایاست چې زه مو هر وخت خدمت کې یم او داسې نور…
You also might be interested in
لیکنه: مشفق حريت مل نن د غبرګولي ۹ مه نېټه چې[...]
لیکنه: مقتصد ستړی دپښتو اوسنې ادب ته دلنډکي شعز راتګ[...]
ليکنه: مسعود پښتون د ادب د پیژندنې، د مؤخو او[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی