ليکنه: براېن ټريسي
ژباړه: محمد عالم
که چیرې مو د وینا لومړی سر په ښې طریقې سره پیل کړ، ټوله وینا به مو رنګینه وي، او که چیرې مو خرابه پیل کړه، نو تر اخره به ېې کومه ښه انګیزه نه وي.ځکه چې هره وینا له پیله رنګ اخلي.که غواړئ، چې د وینا پیل مو په ښه توګه سره شروع کړي وي، نو لاندې جملې کولای شي، در سره مرسته وکړئ:
۱: مننه او قدرداني کول
د وینا د پیلیدو څخه وړاندې د راغلو میلمنو او د هغه کسانو څخه، چې د غونډې په دایرولو کې ېې هلې ځلې کړي، مننه وکړئ. همدارنګه یو وینا کوونکی کولای شئ، چې په مشخصې ډول د هر شخص څخه مننه او کوروداني وکړي. دا کار کولای شۍ چې وینا مو پر خلکو تاثیر وکړئ.
۲: مثبت پیل
تر ډیره حده پورې باید هڅه وشي، چې د وینا پیل د مثبتو خبرو څخه وشي، نه د منفي. دا کړنه به مخاطبو ته د ښه او مثبت زیری ترڅنګ، توجو ېې هم را واړوي. که نور ېې هم روښانه کړو، ناستو خلکو ته که وویل شي، چې تاسو هغه خلک یاست چې کولای شئ نړۍ ته تغیر ورکړئ. دا هم مثبتې خبرې دي.
۳: تاریخي پیښه
همدارنګې کولای شئ، چې وینا مو په یوه تاریخي پیښه پیل کړئ. یعنې یوه تاریخي پیښه همدې موضوع سره وصل کړی، تر څو ېې اهمیت زیات شي. د بیلګې په توګه که وینا کوونکی ناستو خلکو ووایي، چې دغه پیښه…. چې په کال… دې کې تر سره شوه، او یو نړیوال تغیر ېې راوسته، نو د دې پیښې په رڼا کې زمونږ ننۍ موضوع هم تړاو لري، چې …
۴: مشهور شخص
دا چې وینا مو ډیر تاثیر پیدا کړي، ښه به وې، چې پیل ېې د یو مشهور شخص په یوه جمله شروع کړئ. پټه دې پاتې نه وې، چې د مشهور شخص وینا باید ستاسو ننۍ موضوع پورې یو تړاو ولري. د مثال په ډول که داسې ووایاست: مخکې لدې چې خپله وینا شروع کړم، نو د دغه… عالم یوه خبره درته کوم…
۵: اوسنۍ موضوع
کولای شئ چې وینا په اوسنې موضوع سره پیل کړئ. د مثال په توګه د موضوع په اړه خلکو ته ووایاست، چې همدا اوس مهال په مطبوعاتو کې یاده موضوع ډيره ګرمه ده. او یوې ورځپاڼې پرې دا رقم بحث کړی وو… نو پدې اساس زه تاسو ته ولاړ یم تر څو ددغې موضوع اهمیت نور هم روښانه کړم. پدې سره د خلکو توجو تاسو ته راجذب کیږي.
۶: لږ وړاندې
د وینا پیل داسې هم کولای شئ، چې ناستو خلکو ته ووایاست چې لږ وړاندې مې د یو نفر سره په همدې موضوع بحث یا هم خبرې وې. او دا موضوع مې ور سره وڅیړه چې څرنګه کولای شو، په یاده موضوع کې کامیابه وواوسو…
نو د هماغو خبرو په تړاو نن زه تاسو ته داسې ویلی شم چې…
دا ټچ هم کولای شي، چې د ناستو خلکو توجو ستاسو وینا ته را واړوي.
۷: قصه کول
کولای شي، چې د وینا موضوع په یوه قصه شروع کړې تر څو خلک د ځیر کیدو تر څنګ، توجو ېې هم را جذب کړي. دا به ډيره ښه وي، چې قصه د وینا پورې مو تړاو ولري.
۸: لړزونکې یا هیرانوونکې جمله
تاسو کولای شئ چې خپله وینا په یوې داسې جملې سره پیل کړئ، چې خلکو ته حیرانونکی یا هم لړزونکی وبریښي. تر څو د خلکو توجو ستاسو وینا ته راواوړي، تر څو مو له خبرو خوند واخلي. د مثال په ډول که داسې ووایاست، چې مونږ په نړۍ کې، په دریمه کچه راغلی یو. یا مونږ کولای شو، چې ډیر ژر ټوله نړۍ فتحه کړو. او داسې نورې هیرانوونکې خبرې.
۹: هیله ورکړئ
خلکو ته باید په وینا کې هیله ورکړل شي. پدې مانا، چې که مونږ دا کارونه تر تعقیب لاندې او د عمل جامه ور واغوندو نو لرې به نه وې چې راتلونکی به مو روښانه نه وي. پدې هیلو سره هم خلکو ته وینا دلچسپه تمامیږي.
۱۰: په یو تحقیق سره
که چیرې یو وینا د تحقیق په جزویاتو سره پیل شي. نو کولای شۍ، چې د خلکو توجو په لومړی سر کې را واړوي. د مثال په ډول داسي وواېې چې: د یوې سروې په اساس چې د نړۍ هرو لسو وګړو کې یو وګړی سګرت وهي. او داسې نور تحقیقاتي جزویات…
دا تحقیقاتونه کولای شي، چې وینا مو زړه راښکونکی او هیرانونکی کړي.
۱۱: سوال کول
کولای شئ، چې د سوال په کولو سره خپلې خبرې پیل کړئ. د بیلګې په توګه که سوال داسې وشئ، څوک غواړي چې عاید ېې دوه چند شي ؟ او داسې نور سوالونه…
۱۲: د ځان معرفي
تاسو کولای شئ، چې د خپل ځان په معرفي کولو سره هم وینا پیل کړئ. یعنې که ځان ورته داسې معرفي کړئ، چې زه اول څه وم، بیا مې څه وکړلو او اوس مهال په کوم مقام ېم او داسې نور…
پدې کار سره هم د خلکو توجو را اړولی شئ.