لیکنه: محمد عالم امین
دغه لیکنه کولی شي، د هغو ملګرو سره، چې نوې لیکنې پیلوي، مرسته او کمک وکړي. ځکه پدې لیکنه کې مو د لیکنې د لیکو لپاره معیاري نقطو راټول کړي، چې هر یو به اوس شماره وار تر څیړنې لاندې ونیسو:
۱: علمي خلک
د هر څه د مخه، که غواړئ، د لیکنې د لیکو سره مینه او لیوالتیا پیدا کړئ، نو ښه به دا وې، چې ناسته او ولاړه مو د علمي خلکو سره وي، پدې مانا چې د علمي خلکو د علمیت او د هغوۍ د کړو وړو څخه متاثره شۍ، تر څو تاسو دې ته مجبوره شئ، چې د هغوۍ په لاره ولاړ شي. یعنې لیکو ته مو مینه پیدا شي.
۲: د لیکنې عنوان
تر ټولو دمخه، لیکنې یا مقالې ته عنوان او عنوان ته حد ټاکل اړین دي. دا په دې مانا، کوشش باید وکړو، تر څو عنوان ډير وړوکی، هر اړخیز او خلکو ته جالب انتخاب شي.
۳: تحقیق کول
د یاد عنوان او د لیکنې لپاره باید هره اړخیزه مطالعه وکړئ، پدې معنا، ( کتابونه، مقالې،اخبارونه، ویب سایټونه) او نورې منابعو او ماخذونو څخه استفاده وکړئ.تر څو تاسو مطئمن شي، چې په یاده موضوع کې نورو منابعو کتلو ته اړتیا نسته.
۴: د موادو کمول
که مواد مو ډیر زیات راټول کړي وي، او ورته حیران یاست، چې اوس څه وکړو، ښه خبره دا ده، هغه مواد او موضوعات، چې لیکنې پورې مو داسې خاصه اړیکه نلري، لرې ېې کړئ او ډير ضروري مواد چې ستاسو په درد خوري، پریږدئ.
۵: پلان
کله، چې تاسو لیکنه کوئ، د یو پلان مطابق وړاندې ولاړ شي. پدې مانا، کله مو، چې د منابعو ټول مربوط مواد مطالعه کړل. روسته، فکر وکړئ، چې د مقالې پیل، منځ ، او پای ېې له کومه ځایه شروع او په کوم ځای خاتمه ورکړو.
۶: عام الفهمه
لیکنه مو باید په واضح ژبه او الفاظو لیکل شوې وي. تر اخره پورې باید د بې ځایه لغاتو، جملو او ادبیاتو څخه ډډه وکړو. پدې مانا، هر څوک چې ستاسو مقاله لولی یا که داسې ووایو، چې د ټولو عمرو لرونکی خلک باید ستا د مقالې یا لیکنې په هدف پوه شي. یاده شماره ډيره مهمه ده.
۷: که چیرې لیکنه یا مقاله مو په لغاتو رنګوئ، ښه به دا وي، چې د هر لغات ځای په لیکنه کې وپیژنۍ. دا په دې مانا، چې هر لغات باید د ادبیاتو له نظره په مناسب ځای کې استعمال کړئ. داسې نه، چې ځای د یو لغات وي او تاسو ېې پر ځای بل استعمال کړی وي.
۸: مخاطب پیژندل
په دې شماره کې مې د لیکنې علمي او ادبي لیکلو څخه هدف ده.په دې مانا، چې لیکونکی باید په دې پوه وي، چې لیکنه چاته کوم، بیا د هماغو خلکو سوې ته په کتو سره لیکنه وکړي. د بیلګې په توګه، داسې خلکو ته، چې علمې سویه ېې دومره لوړه نه وي، نو دوۍ ته باید هماغسې یوه ساده لیکنه وشي، تر څو پرې اسانه پوه شي، برعکس علمي خلکو ته لیکنه په ادبي ډول سره.
۹: کوشش وکړئ، چې د لیکنې په پیل کې مو د مقالې هدف خلکو ته روښانه کړئ.
د بیلګې په توګه، پورته مو چې په مقدمه کې ذکر کړي.
۱۰: هڅه وکړئ، چې لیکنه مو املایي غلطي ونه لري.
۱۱: که لیکنه مو اوږده وي. ښه خبره ده، اما که لیکنه لنډه او علمي شي، بیخي ښه ده. نو د دې لپاره باید کوشش وکړو، تر څو د لیکنې څخه غیر ضروري لغاتونه او حتی جملې وباسو، تر څو مو لیکنه لنډه او له مفهومه ډکه ووسي.
۱۲: کمیت (ډيروالی) او کیفیت (څرنګوالی)
پدې مه ویاړۍ، چې لیکنه مو باید ډیره او یو شمیر زیات قاغذونه پرې تور کړو، تر څو خلک راته افرین ووايي. نه، ښه خبره دا ده، که لیکنه مو کمه هم وي، ولې کیفیت یا څرنګوالی ېې ښه وي، خلک ستاسو لیکنې څخه متاثره کیدلی شي. کوشش وکړئ، چې د لیکنې په کیفیت ډير تاکید وکړئ، نسبت کمیت ته. که خلاصه ېې کړو، د لیکنې علميتوب ته باید ډيره پاملرنه وشي.
۱۳: کوشش وکړئ، هغه جملې چې تاسو د بل چا یا هم د یو چا وینا څخه استفاده کړي وي، په قوسونو، حاشو یا هم په پاورقي کې ولیکئ.دا یوه علمي او معنوي کړنه ده.
۱۴: ښه به وي، چې د لیکنې په پایله کې د لیکنې خلاصه یا نچوړ ولیکل شي. که نه، همدا لیکنه کافي یا هم بسنه کوي.
۱۵: ګورئ، د مقالې ښه پیل ستاسو په علمیت او ښه پایله ېې ستاسو د راتلونکی د کامیابي پورې تړلې.
۱۶: کله مو چې لیکنه خلاصه کړه، کوشش وکړئ، بیا ېې وګورئ تر څو املايي او ادبي غلطي ونلري. که بیا هم پرې بې باوره یا قانع نه یاست نو علمي او ادبي اشخاصو ته ېې ورکړئ، تر څو ېې هغوۍ د تصحیح کولو سره سره د یادې لیکنه په اړه که کوم وړاندیز او انتقاد وي، هغه هم در ته په ګوته کړي. او بلاخره ستاسو د بیا کتو سره ېې نشر ته وسپارئ.
You also might be interested in
ژباړه : عطا محمد میاخېل له پنده ډکه کیسه :[...]
لیکنه: ګل رحمن رحماني سوژه څه ته وايي، ادبي ارزښت[...]
لیکنه: قسیم حمیدزی نصرو کاکا به چې د قومندان جبار[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی