یو زاهد وايي: د څلورو کسانو ځواب ماته سخت ټکان راکړ:
لومړی مې یو ماشوم ولید چې روښانه څراغ یی په لاس کښې وو؛ ترې ومې پوښتل:
دا رڼا دې له کوم ځای څخه راوړه؟
ماشوم سمدلاسه څراغ مړ کړ او ويي ویل:
ته چې ددې ښار تر ټولو لوی شیخ يي ووایه چې دا رڼا چیرې ولاړه؟
دوهم مې یوه ښایسته میرمن ولیده چې له خپل خاوند څخه په ډیره غوصه ناخوښي څرګندوله. ومې ویل: خورې! لومړی مو مخ پټ کړئ بیا راشئ زما سره خبرې وکړئ.
میرمنې وویل:
زه چې په دنيوي غوښتنو کښې هسې ډوبه یم چې له ځانه ناخبره یم؛ ته څنګه دخدای په مینه کښې ډوب يې چې زما له کتلو ویریږې؟
دریم مې په شرابو یو نشه ولید چې ړنګ او بنګ روان وو. شیخ وویل: ګامونه ټینګ کیږده چې ونه غورځیږې.
مست وویل: آیا ستا ګامونه له دومره ځان ښودنې سره سره ټینګ شوي دي؟
څلورم مې یو ناولی کس ولید؛ جامې مې راټولې کړې تر څوله هغه سره ونه لږي.
هغه وویل:
شیخه! ته چې دومره له مونږ څخه ځان لرې ساتې؛ خدای خبر چې په راتلونکې کښې به زموږ څه حال شي!
ژباړه: محمود سعيد