• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

څنګه آرامه واوسو؟

Home اروا پوهنهڅنګه آرامه واوسو؟

څنګه آرامه واوسو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ د خپلې ژړا مخه مه نیسئ، ترڅو کله نا کله وژاړئ.

۲ ـــ لږ تر لږه د ورځې پنځلس دقیقې په سکوت او چوپتیا کې تېرې کړئ او د خپلو رښتینو اړتیاوو او دغه راز د هغو څیزونو په اړه فکر وکړئ، کوم چې لرئ یې، سکوت د آرامتیا شیره ده، په زور او ځواک سره یې نه شئ را منځته کولای، کله چې وخت یې را ورسېده باید وې منئ.

۳ ـــ آرامه کسان ځان ته وایي: د تېر د بدلون له پاره هېڅ نه شو کولای، هغه مهال د ژوند د دوام له فکر څخه خوند اخلي.

۴ ـــ کله چې داسې احساس کوئ، چې سر مو له بېلابېلو افکارو څخه ډک دی او تش ځای پکې نه موندل کېږي، نو په قدم وهلو سره یې پاک کړئ.

۵ ـــ که چېرې ونه شئ کولای، چې څوک وبښئ، نو تاسو ته به، ستاسو غوسه ناک افکار تل له هغو کسانو سره تړاو ورکړي. د نورو خوشاله کول، د آرامتیا سبب ګرځي.

۶ ـــ آرامتیا له ماشومانو څخه زده کړئ، څنګه په هماغه شېبه کې چې دي ژوند کوي او خوند اخلي.

۷ ـــ له هماغه څخه چې یاستئ راضي اوسئ، په دې صورت کې به د لا ډېرې آرامتیا احساس وکړئ.

۸ ـــ تاسو ته چې هر څومره زیات اکسیجن ورسېږي، نو په هماغه کچه به آرامه شئ. ښه ده، چې په خپل کار ځای او ژوند کې شنه بوټي وساتئ.

۹ ـــ مهمه نه ده، چې له تاسو سره مودبانه چلند وکړي یا نه، خو ستاسو مودبانه چلند په تاسو کې د آرامتیا او ښه احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

۱۰ ـــ ستاسو د خوځښت ( حرکت ) چټکتیا له احساس سره مو مستقیمه اړیکه لري، په لاره باندې آرامه لاړ شئ او د خپل بدن خوځښتونه آرام کړئ. ډېر وخت نه نیسي چې آرامه به شئ. کله وخت کولای شئ، آرامتیا ته د رسېدو له پاره، اوږده وغځېږئ، خپل غړي مړاوې کړئ او د هېڅ څیز په اړه فکر مه کوئ.

۱۱ ـــ په آرامو حرکتونو او ښو خبرو سره، نورو ته د آرامتیا احساس ور ولېږدوئ. آیا تر اوسه مو آرامه کس لیدلی، چې په لوړ غږ یې خبرې کړې وي؟

۱۲ ـــ په شوخ طبیعتۍ سره، له خپلې آرامتیا سره مرسته وکړئ.

۱۳ ـــ هوساینه د آرامتیا یو له مهمو عناصرو څخه دی، لکه: مناسبه تودوخه، هوسا صندلۍ، هوسا بوټونه او هوسا جامې. هر کله چې یو ځل خپل ساعت پرانیزئ او ځان د وخت له فشار څخه وژغورئ، د بوټونو اغوستل د عصبي فشار له کمښت سره مرسته کوي. پراخې او هوسا جامې د هوساینې او د آرامتیا احساس د را منځته کېدو سبب ګرځي.

۱۴ ـــ د خپل ژوند ښکلې شېبې ولیکئ او له هغو څخه انځور او ویډیو واخلئ، وروسته ډېری وخت یې در په یاد وئ؛ په اړه یې فکر وکړئ او خوند واخلئ.

۱۵ ـــ د سیند هوا، د اوبو شور او زوږ، دا ټول د آرامتیا سبب ګرځي، ساحل ته سفر کول مه هېروئ.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د واده له سمو او ناسمو دلیلونو سره آشنا شئ

د واده له سمو او ناسمو دلیلونو سره آشنا شئ

Sep 18, 2016

ژباړه: عطا محمد میاخېل   واده یوه طبیعي اړتیا ده[...]

د ژوند دېرش قوانین

د ژوند دېرش قوانین

Jan 17, 2016

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ د خپل ژوند له[...]

د ستر یوناني فیلسوف افلاطون ژوند لیک

د ستر یوناني فیلسوف افلاطون ژوند لیک

Dec 29, 2015

لیکنه : عطا محمد میاخېل اصلي نوم یې اریستو کلس[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022