مشران تل سپارښتنه کوي چې د شپې وخته ویده شئ او سهار وخته ویښ شي؛ په هر حال دا موضوع په یوه هیواد یا یوه فرهنګ پورې تړاو نه لري او تقریبا د نړۍ ټول وګړي د سهار وختي ویښیدلو ګټې تائیدوي.
نو که تاسو عادت لرئ چې د شپې تر ډیره وخته ویښ واوسی؛ خپل کارونه ترسره کړی او دا موضوع کومه ستونزه نه درته لري نو طرز ته مو بدلون مه ورکوئ؛ ځنې د شپې ښه فکر کړای شي او ځنې د ورځي.
نو پر دې اساس که چېرې تاسې هم فکر کوئ؛ له هغه ډلې انسانانو څخه یې چې د شپې په هوسایۍ خپل کارونه او فعالیتونه ترسره کوي؛ همدا چې دا مو درک کړې او د هغې په اساس عمل کوئ؛ ډيره ښه خبر ده. خو که غواړی سهار وخته له خوبه پاڅیږی او پر خپلو کارونو بوخت شئ؛ ښه دا ده چې پر دې ټکو هم پوه شئ. ښايي د خوب ځای څخه د راوتلو لپاره ښه انګیزه درته پیدا کړي:
- په ژوند کې د خوندورو تجربو څخه یوه د لمر خاته لیدل دي؛ نو که سهار وخته له خوبه پاڅیږی، کولی شئ د ښې ورځې د پیل له لپاره ښه راغلاست ووایئ او د یوه ښه سهار له لیدو څخه خوښ شئ.
- د سهار په اولو وختو کې، چوپتیا او هوسايي په کوڅو او واټونو کې حاکمه وي؛ ګاډي لا تر اوسه سرکونو ته نه دي راوتلي، ماشومان ویده دي، د ژړا او چیغیو غږونه یې لا تر اوسه نه اوریدل کیږي، تلویزونونه بند دی، د ګاونډیو ماشومان د سندرو تمرین نه کوي او په ټوله کې ټول ځایونه آرام او په زړه پورې دي.
- که هره ورځ سهار څو شیبې مخکې پاڅیږو؛ د خپلې خوښې ناری تیارولو ته به ډیر وخت ولرو او کولی شو په مناسب وخت کې هغه وخورو. ځنې دومره ناوخته له خوبه پاڅيږي چې د یوه ګیلاس شیدو څښلو ته وخت نه لري او خپل کار ته لاړ شي؛ ښآيي دا ډله ونه پوهیږي چې ډاکټران د ناري کولو په اړه څه نظر لري. هغوی وایي ناری کول د ډوډۍ تر ټولو اړین وخت دی چې باید ضایع نشي.
- برسیره پر دې چې تاسو ته د پوره او خوندور ناري کولو وخت درکول کیږي؛ سپورټ هم کولی شی. یوازې بس دی چې له تیرې شپې څخه فکر وکړئ او د سهار سپورټ لپاره وخت وټاکئ.
- برسیره پر دې ټولو، که چیرې سهار وخته پاڅیږی؛ نور به په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې پاتې نه شئ او کولی شئ په وخت سره خپل کارځای ته ورسیږئ. په هر ترتیب د ناري کول، سپورټ او همدارنګه د ترافیکي ګڼې ګوڼې له خلاصون څخه به ستاسې په ګټنه کې اغیزناک ډیروالی راشي.
د سهار پاڅیدو لپاره لارې
ښايي تاسې ته دا سوال پیدا شوی وي چې له دومره ستړیاوو او کارونو سره څنګه کولی شو سهار وختي له خوبه پاڅیږو؟
اندیښمن کیږئ مه؛ ځکه په ډیرو ساده لارو کولئ شئ چې د شپې وخته ویده او سهار وخته ویښ شئ.
- له هر څه مخکې په یاد ولرئ چې دا کار باید په کرارۍ او تدریج سره ترسره شي؛ په دې مانا چې نشئ کولئ د ژر ویښیدلو عادت په یوه شپه کې منځ ته راوړئ.
- همدارنګه باید اجازه ورکړئ چې، د شپې له خوا ژر ویده شئ تر څو سهار هم وکولئ شئ چې ژر پاڅیږئ.
- هغه ګړۍ چې تاسې د سهار زنګ لپاره تیاره کړې؛ خوب ځای سره نږدې مه ایږدئ. داسې ځای یې کیږدئ چې د بندولو لپاره یې مجبور شئ تر څو پاڅیږی او د خوب ځای څخه بهر شئ او همدا چې د ګړۍ زنګ مو بند کړ له کوټې څخه ووځئ.
ژباړه: مصطفی نور
[review]