لیکوال: حبیب الرحمن حاذق
په کور کې نږدې 63 سلنه اوبه په تشناب کې مصرفیږي، نو باید د تشناب وسایل مو معیاري وي او کوشش وکړو چې لیکي ونلري همدارنګه لاندې ذکر شوي ټکي د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په پار نظر کې ونیسو:
- د تشناب او آشپزخانې نلونه او د کور د اوبو سیستم چک شي چې لیکي ونلري.
- د کمود فلش ټانک د ضرورت په وخت کې وکاروو، ضرور نده چې هر وخت 10 لیتره اوبه د فلش ټانک وکاروو. کم تر کمه د هر ځل کارولو نه مخکې دوه ځله فکر وکړو.
- د شاور اخیستلو وخت باید را کم کړو، آیا رښتیا موږ 30 دقیقې شاور اخیستلو ته اړتیا لرو؟ داسې شاورونه نصب کړي چې د اوبو مصرف یی خورا کم وي.
- د تشناب ټب نیم ډک کړی، آیا ضرور ده چې ټب مکمل ډک کړو او بیا پکې ولامبو
- له هغه وسایلو (فلش ټانک، شاور، د آشپزخانې ظرف شويي …) وکاروو چې کمې اوبه مصرفوي.
- په آشپزخانه کې د لوښو د مینځلو په وخت کې باید نل تړلی وي او هر وخت چې ټول لوښي آبکش کولو ته آماده شول نل خلاص کړو.
- که مو وس وي اتومات وسایل که وکارول شي ډیرې اوبه به مو سپما کړې وي.
- آیا چې غاښونه مینځو نل خلاص دی که تړلی؟ ډیر خلک عادت لري چې غاښونه برس کوي نل نه اوبه روانې وي. همداسې ډیر نور وختونه له نل څخه اوبه روانې وي او موږ په نورو کارونو مصروف وو.
- ډیر وخت مو نل خلاص وي تر چې ګرمې اوبه راورسیږي چې یوه لوه کچه اوبه ضایع کیږي. آیا په رښتیا هم هر وخت ګرمې اوبه زموږ په کار دي.
- ترکاري ته مو ظرف شوي ډکه کړی داسې مه کوی چې نل مو خلاص وي او تار تار ترکاري ورته نیسی.
- هغه وخت کالي ومینځی چې ماشین ډک وي. ولې د یو جوړ جامو لپاره ډک د اوبو ماشین کاروی؟
دا لاندې هم څو نورې سپارښتنې دي چې له تشناب او آشپزخانې د باندې باید په نظر کې ونیول شي:
- کله چې چمن ته اوبه ورکوو، د سهار یا مازدیګر له طرفه کمې اوبه غواړي.
- ډیر کسان د هوا د یخ ساتلو لپاره برنډه او د حویلۍ منځ لوند ساتي، آیا پوهیږی څومره اوبه ورباندې ضایع کیږي؟
- د قطره اي آبیاري نه کار واخلی.
- د اوبو ویالې باید کافي تخنیکي شي چې د اوبو د ضایع کیدو مخه ونیول شي.
- ولې باید هره ورځ د کور مخ او سرکونه آبپاشی شي؟ که ضرورت هم وي د جارو په واسطه یې آبپاشي کړی نه د نل پواسطه چې ډیرې اوبه مصرفوي.
- داسې بوټي او ونې وکری چې د کمو اوبو سره آموخت ولري لکه بادام.
- موټر مینځل مو کم کړی او بیا داسې خو بیخي مه کوي چې پیپ نه اوبه روانې وي او تاسې موټر صافي کوی.
- ماشومانو ته مو ووایی چې د اوبو د نل سره لوبې ونکړي.
له بلې زاویې:
- دولت باید د اوبو سیستمونه معیاري کړی.
- د اوبو د تولید شرکتونه باید منظم نظارت شي. د ښار د پاکو اوبو لویه زیرمه په خطر کې ده.
- خپل سري څاه ګان د اوبو د ضایع کیدلو او د اوبو د چټلیدو لویه منبع ده، نو دولت ته پکار ده چې د اوبو شبکې وغځوي تر څو خلک د څاه ایستلو ته مجبور نشي.
- هر کور باید د اوبو میتر ولري تر څو د اوبو مصرف باندې پوه شي
- اوبه او د اوبو زیرمې خپل مال وګڼی.
- اوبه بیا ځلي وکاروی، مثلا د ایرکنډیشن د پیپ لاندې یو سطل کیږدی او اوبه یې بیا ونې ته واچوی یا یی پیپ ونې ته وربرابر کړی.
- د باران اوبه باید ټولې شي او د آبیارۍ لپاره وکارول شي