ليکنه: عبيدالله ســاحل
تر هغې وروسته، چې نړۍ ګلوبلايز شوه، ټولنيزو علومو کې رنګارنګ نوښتونه رامنځ ته شول او خواله رسنۍ رابرسيره شوې، نو د خلکو په ژوند کې هم لوی اوښتون منځ ته راغئ، د ژوند ټول اړخونه اغيزمن شول.
د خواله رسنۍ له برکته ځوانانو ترمنځ د ليکنې او وينا سيالي رامنځ ته شوه، يو له بل متاثر شول او په دې هڅه کې شول، چې څنګه زه هم ښه ليکوال او زړه پوری ويناوال شم.
دلته د خپلې کم عمره او ځوانې تجربې په رڼا کې پر دې بحث کوم، چې څنګه روان او ډاډه غږيدلی شو:
شرعي نسخه:
د روان او ډاډه غږيدو له پاره په شرعي نسخو کې د مسواک کارول او د قران تلاوت ډير مهم رول لوبوي. د دواړو پلي کول د ژبې روانوالی او د زړه اطمينان پيدا کوي؛ د خبرو له پيل وړاندې مسواک کارونه ويره، بې زړه توب او اضطراب وژني، د جرئت قوه راويښوي، ژبه تيزوي، فصاحت او روڼوالی پيدا کوي. ليدلي به مو وي د جمعې په ورځ ځينې علما د خطبې پر وخت مسواک کاروي او د قران مصحف په غيږ کې يا جيب کې ږدي، د دې له پاره چې بې زړه توب له منځه ولاړ شي، جرئت پکې پيدا شي او د ښې خطبې جوګه شي.
پر ځان باور درلودل:
ډير کله پر ځان بې باوري د خبرو پر وخت ژبه ښويه کوي او د وينا خوند له منځه وړي، د خبرو پر وخت د ويناوال تصور بايد دا وي، چې زما خبرې سمې دي، خوږې او زړه پورې دي، خلک راته په مينه غوږ دي، غږ او انداز مې دواړه زړه راښکونکي دي،هغه څه چې زه وايم د غونډې او مجلس د غوښتنې مطابق دي، زما خبرې او مثالونه اوريدونکو ته هيندارې په شان دي، چې خپل ځان او حال پکې ګوري… په همدې فکر خپله وينا پای ته ورسوئ.
سپين سترګتوب:
ډیر کله ځوانان د شرم او حيا له کبله له خبرو ځان شاته کړي، يا په مجلس کې داسې څوک وګوري، چې د هغه/ هغې په وړاندې ورته وينا ستونزمنه ښکاره شي، کله ناکله د ناپيژاندو کسانو د ظاهري سټايل( عينکو، دريشي، نکټايې…) په ليدو هم بې جرئته شي او د خبرو ډډه وکړي. کله داسې هم کيږي، چې ستا نه مخکې بل څوک وينا وکړي او هغه ډيره جالبه او زړه پورې وي، نو تاته خپل ځان کم او خپله وينا کمزورې ښکاره شي نو له ځانه دې زړه موړ او له وينا دې زړه مات شي.
دا ټول ذهني اوهام او فشارونه دي، چې ستا مخه يې ډب کړې؛ هر انسان په خپله کړنه کې تر نورو متفاوت او متغير وي، ستا وينا هم د بل هر چا سره توپير لري، هڅه وکړه چې خپله ويژه ګي دې رابرسيره کړې.
تکلف نه ډډه وکړه:
ليدلي به مو وي ځيني خلک په مجلس کې ډيرې ښې او پرځای خبرې کوي، خو په بل ځای کې که همدې کس ته تشريفاتي بلنه ورکړل شي، چې خبرې وکړي نو نه يې شي کولی وجهه داده، چې هلته تکلف نه وو، دلته اوس تشريفات او تکلف رامنځ ته شو. د خبرو او وينا پر وخت له تکلف ځان وساته، ساده او عادی حالت کې د وينا پيل وکړه، تکلف په صورت کې ويناوال له يو اړخه تر تاثير لاندې راځي او له بل پلوه ترې د وينا محتوا شيندل کيږي.
دې ته هم پام مه کوه، چې ته بايد هره جمله پر قواعدو جوړه او رنګينو لغتونو کې تر خولې راوباسې، د خبرو په پيل او پای کې کليشوي او ژول شوي عبارتونه راتازه کړې. نه، نه، داسې هېڅکله ونکړې؛ ساده پيل او ساده پای تاته د دې جرئت درکوي، چې راتلونکې کې ښه ويناوال شي او د اوس له پاره پر خپله وينا حاکم او برلاسی شې.
اينې ته مخاطب شه:
زما د خوب خونه کې د فلزي المارۍ يوه دروازه سر تر پايه هنداره ده. زه همېش خپل ځان ته هنداره کې مخاطب شم، پر يوې موضوع بشپړ خبرې وکړم، خپل ټول حرکات دقيق وڅارم، دې حالت راسره ډيره مرسته کړې، توانيدلی يم، چې د زرګونو خلکو په وړاندې ودريږم او وينا وکړم.
تاسې هم کله ناکله هندارې ته مخاطب شئ او په مختلفو ټولنيزو موضوعاتو ويناوې وکړئ، ګومان مه کوئ، چې هندارې ته مخاطب يې، بلکې و انګيره چې يوې لويې ډلې ته خطاب کوې؛ شايد دا حالت درسره د وينا په روڼوالي او مضبوطوالي کې ډيره مرسته وکړي.
ډير کله داسې هم شوي، چې له مانه په رسمي مجالسو کې د وينا ناڅاپي غوښتنه شوې، ما هماغه موضوع سمدلاسه انتخاب کړې پر کومه باندې، چې هندارې ته مخاطب شوی وم.
وينا لپاره بشپړ متن مه ليکه:
ډیری خلک د وينا بشپړ متن وليکي او بيا يې کټ مټ حفظ کړي، دا کار ډيرې ستونزې لري، ته بايد د هرې وينا لپاره دوه ورځې مخکې خبر شې، مخاطب درباندې پوهيږي، چې ته حفظ شوی متن لولی، دلته کله ناکله ويناوال پر غلطۍ دويم ځل راتاويږي، لکه د څلورم ټولګي ماشوم چې د پښتو متن لولي. د دې پر ځای چې متن بشپړ وليکې د متن پر محتوا ځان پوه کړه او په عام فهمه تعبير يې خلکو ته ورسوه، که د متن په اسلوب لاړ شې نو د يوې کلمي په خطا کولو د ټولې جملې وزن خرابيږي، چې وينا دې زيانمنوي او بې خونده کوي. د حفظ شوي متن لوستلو کې يوه لويه ستونزه داده، چې په حرکاتو کې ورسره ويناوال غير نارمل ښکاري. خپل حرکات او باډي لينګویج نه شي کابو کولی.
هر مجلس کې ځان دخيل که:
د ژمې شپو کې د ميلمنو بنډار ښه فرصت وي، البته هغه بنډار چې د نظر خاوندان پکې علمي او ټولنيز موضوعاتو باندې غږيږي. هڅه وکړه د مجلس پیل کې بحث ته ځان داخل کړې، خپل نظر ضرور وړاندې کړه، د بل پر نظر د خپل برداشت په رڼا کې نيوکه/ ملاتړ وکړه. ځیني وخت د مجلس پيل کې چوپ پاتې شې بيا تر پايه خاموش يې د خبرې جرئت نه شې کولی؛ کله داسې هم وشي چې د مجلس په منځ کې ناڅاپه وپوښتل شې چې نظر ورکړې نو اوتر شې، ژبه دې وچه شي، تر تاثير لاندې راشې او ساه دې لنډه شي، غوره داده، چې د مجلس پيل کې پر غږيدا شروع وکړې او تر پايه پکې برخه واخلې. ښايې دغه عمل درسره په راتلونکې کې د بحث، مناقشې او وينا په برخه کې ډيره مرسته وکړي.
You also might be interested in
لیکنه: سید اصغر هاشمي ژوند د هلوځلو مسابقه ده او[...]
ژباړه: نورالله غازي يار يوه ورځ د ارواپوهنې استاذ خپلو[...]
لیکنه: صفــي الله مــايـــــار د هر لوی او واړه کار[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی