• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

څنګه له ټرافیکي پیښو او د موټرو له غلا کیدو څخه مخنیوي او پلټنه وکړو؟

Home لومړيتوبڅنګه له ټرافیکي پیښو او د موټرو له غلا کیدو څخه مخنیوي او پلټنه وکړو؟

څنګه له ټرافیکي پیښو او د موټرو له غلا کیدو څخه مخنیوي او پلټنه وکړو؟

لیکنه: آغاملوک سهار

په افغانستان کې له جنګ نه وروسته ډیره مرګ ژوبله له ټرافیکي پیښو څخه ده. د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې ما د ټرافیکو عمومي ریاست لپاره د ټرافیکي سیستم د کنټرول، د موټرو د څارولو او د پیښو په وخت د راپور ورکولو لپاره د درک په نوم په یو سافټویر جوړ کړ. چې وروسته د مخابراتو او نړیوال بانګ د ډيوې(DEWAE) جایزه هم وګټله او کورنیو چارو وزارت هم تایید کړ. دوه میاشتي مخکې به دی اړه زه ولسمشر او میرمین یې هم وروغوښتم. خو له دي ټولو سره سره، دوي دا کار تر اوسه عملي نکړ.

له دي وروسته ما تصمیم ونیو چې د ټرافیکي پیښو د مخنیوي او د موټرو له غلا کیدو څخه د خوندیتوب او د موټرو د پلټنې لپاره باید زه شخصي کار وکړم. اوس شکر له ملګرو سره په ګډو هڅو مو دا کار وکړ، چې شاخوا سلګونو موټرو او اشخاصو ته مو د ردیابي یا پلټنې خدمتونه وررسولي. پرون مو د دوه ښوونځیو له مدیرانو سره هوکړه وکړه چې ددوي ټولو زده کوونکو ته واړه جي پی ایسونه ورکړو ترڅو مور پلار او اداره یې وڅاري. موږ غواړو دا خدمتونه پراخ یې کړم،اوس غواړم زموږ د سیستم د کار په څرنګوالي معلومات درکړم.

اوس زموږ کار دوه برخې لري یو یې سافټویرونه دي، چې موږ یي روغتونونو،شرکتونو او ښوونځیو او پوهنتونونو ته د هغوي د کارونو د مدیریت او اسانتیا په خاطر جوړوو. یا ویب سایټونه او بل یې هارډویرونه یا هغه جي پي اس ټرکیننګ آلي نومیږي.

باید ووایم چې دا آلي چې د موټرو، زده کوونکو یا کارمندانو د ردیابي لپاره یي موږ کار وو. په افغانستان کې نه جوړیږي، موږ یې له پرمختللي هیوادونو د خپل اړتیاوو په اساس را وارد وو، له خپل سافټورونو سره یې عیار وو.

په دي وروستیو کې په ما درک سافټویر کې پراخ تغیرات راوستل، چې د عملي کیدو لپاره دولت ته اړتیا نلري،،نور هم په لګیا یم، پښتو ته مې ژباړلي او د دري کار یې لږ پاته دی .

د پلټني(ردیابي) لپاره موږ په لاندې دري برخو کي کار کوو:

۱: د موټرو پلټنه یا ردیابې: موږ د جي پی ایس دا آله د موټر په یو پټ ځای کې نصب وو. چې هیچا ته نه معلومیږي چې دا آله چېرته نصب سوي. ځکه د عیارولو په وخت کې هیڅوک نژدي نه پریدو، او له خپل سیستم سره وصل وو، او د موټرو خاوند په موبایل کې اپلیکشن انسټال وو، او له خپل موټر سره یې ورته وصل وو. چې د موټر سرعت، موقعیت، د حرکت لوری، په ژوندي بڼه حرکت او نور ډیر څه ورته معلومیږي، د اړتیا په وخت کې موږ او خاوند یې کولای سي، خپل د موټر انجن، د برق سیستم ددي اپلیکشن یا اس ام اس کود له لارې چالاند یا بند کړو، نور که غل کلې هم ولري هیڅ نسي کولاي. موږ او د موټر خاوند د موټرو چالاندیدو او بندیدو او لوړ سرعت،خطر په وخت د اس ام اس او اپلیکشن له لارې خبرتیا ترلاسه کوو.

۲: د وسایلو پلټنه: که تاسو جنراتور لري یا د کارټینر،زیرمه یا بله داسې بل غواړم پوهه سي څنګه او چېرته دي. مثلاً جنراتور د موبایل اپلیکشن له لارې بند او چالاند کولای سي، یا پوهیږم کله چالاند سوی، کله بیرته ګٌل سوي، څومره تیل یې مصرف کړي،… یا کارټینر یا سودا لیږي بل ځاي ته پوهه سي چې اوس چېرته دي.

۳: د زده کوونکو پلټنه: که میندي او پلرونه غواړي پوهه سي چې ماشومان یې ښوونځي ته ځي یا نه، یا اوس چېرته دي او څه کوي، نو دا واړې آلي جي پی اسونه کارت ته ورته دي. هغه په کمربند،غاړه یا د کالو په یو ځای کې نصب وو، هغه اپلیکشن چې میندو او پلارونو ته یې په موبایل کې ورکوو، ورسره عیار وو. نور یې میندو ته معلومیږي چې ماشوم چېرته دي او د حرکت لوري یې کومي خوا ته دي، څومره وخت یې چېرته تیر کړي او اوس چېرته دی، که غواړي غږ یې واورې نو هغي سیم کارټ ته چې په دي واړه جي پی اس کې دي زنګ وهي، له اته ثانیو نه وروسته اوتومات وکي کیږي، د ماشوم له خوا غږ راځي، د میندو له خوا غږ نه وروځي او ماشوم نه پوهیږي چې زما خبرې څوک اوري یا زما جې پي اس ته زنګ راغلي دي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

ښه عادتونه مو ژوند بدلولی شي 

ښه عادتونه مو ژوند بدلولی شي 

Nov 23, 2015

ژباړه: رفيع الله آرمان هيڅوک دنياته قهرمان نه دی راغلی؛[...]

لومړی خپل ځان وپېژنی!

لومړی خپل ځان وپېژنی!

Dec 31, 2015

لیکنه: نفیسه معتکف ژباړه: حمیدالله حمیدي ته کله کله دومره د[...]

Time-for-me خپل ځان ته وخت

خپل ځان ته وخت لرئ؟

Aug 30, 2015

لیکنه: آرش ننګیال له صنعتي انتقلاب وروسته د خلکو ژوند[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d