ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ ځان پیدا کړئ:
ځواني بېرته نه را ګرځي؛ هغه عمر، چې له هیلو، آرمانونو، غوښتنو او نظریو څخه ډک دی؛ نو تجربه یې کړئ. هڅه وکړئ، چې نوي څیزونه کشف کړئ، وګورئ، چې څه غواړئ. په ځان پورې د اړوند ژوند او باورونو مانا پیدا کړئ، دا د عمل کولو له پاره تاسو ته ستره انګېزه درکوي، که وپوهېږئ، چې څه غواړئ، نو د بریالیتوب چانس مو لا پسې ډېرېږي.
۲ ـــ له ډېرو ساده شېبو څخه هم خوند واخلئ:
ځینې احساسات او چارې د ځوانۍ په عمر کې شونې دي، لکه: طبیعي بوختیاوې، خو په نورو عمرونو کې ښایي ورته لاسرسی پیدا نه شئ کړای. له خپلو دوستانو سره په اړیکه کې واوسئ، په سفر لاړ شئ او نوې تجربه تر لاسه کړئ.
۳ ـــ په اوس باندې تمرکز وکړئ:
دا یو له سترو مهارتونو څخه دی، چې کولای شي، د ژوند په په مفهوم باندې د پوهېدلو او له هغه څخه د خوند اخیستلو له پاره اغېزمن وي. موږ په دې عمر کې د هرې شېبې احساسولو ته اړتیا لرو، چې را منځته کېږي، پرېږدئ ټولې هغه ستونزې، چې نه شئ کولای بدلون ورکړئ، د وخت په تېرېدو سره هېرې شي، راتلونکې ته هم ډېر هیله من مه اوسئ، ځکه چې په هغې باندې کنټرول نه لرئ، یوازې له اوس څخه خوند واخلئ.
۴ ـــ مثبت لید ولرئ:
نه شئ کولای، چې په ځوانۍ کې تل خوشاله واوسئ، ځواني د شکونو، تردیدونو او ګواښونو ټولګه ده، خو په یاد مو وي، چې ستاسو بریا، د ژوند په اړه ستاسو مثبت لید پورې تړاو لري. مثبت فکر وکړئ، ترڅو شتمني ستاسو په لوري درشي.
۵ ـــ له منفي اړیکو څخه ځان خلاص کړئ:
هڅه وکړئ، چې له خپلو هغو دوستانو څخه لرې شئ، کوم چې په تاسو باندې منفي اغېزې ښندي او دغه راز ستاسو د اروایي فشار د ډېرښت سبب ګرځي؛ د هغوی چلند په تاسو باندې اغېزه کوي، هرڅومره، چې په ځنډ سره، له هغوی څخه جلا شئ، نو بدې پایلې به ولري، خو کله چې ژر ترې جلا شئ، نو هوسا ژوند به ولرئ.
۶ ـــ خپل د خوښې وړ دوستانو کړۍ جوړه کړئ:
هرڅوک داسې کورنۍ او دوستانو ته اړتیا لري، چې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې، د هغوی په ملتیا، همفکرۍ، ملاتړ او مرستې باندې تکیه وکړي. موږ نه شو کولای، چې خپله کورنۍ او والدین وټاکو، خو د دوستانو ټاکنه په موږ پورې تړاو لري.
۷ ـــ مطالعه وکړئ:
البته ښوونځی او پوهنتون په دقیق ډول ستاسو ټول هغه وخت نیسي، چې ځوان یاست، خو وروسته د وخت نیولو په اړه ستاسو نظر بدلون کوي. له فرصت څخه ګټه واخلئ او بهرنۍ ژبې زده کړئ، دا کار د عمر په لومړیو کې ډېر آسانه دی، سر بېره پر دې دا کار به ستاسو د حافظې له پیاوړتیا او د فکر له پراختیا سره مرسته وکړي. هغه څه زده کړئ، کوم چې واقعاً په ژوند کې مو په درد خوري.
۸ ـــ د خپل راتلونکي مسلک په اړه تصمیم ونیسئ:
همدلته هڅه وکړئ، هغه مسلک وټاکئ، کوم چې زده کولای یې شئ او مسئولیت یې په غاړه اخیستلی شئ او تر څو چې کارته چمتو کېږئ، خپل مهارت زیات کړئ، ځکه له هغې وروسته به کافي وخت ونه لرئ.
۹ ـــ خپل ښه عادتونه پراخ کړئ:
دا کار به په ژوند کې له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي. د کلونو په تېرېدو سره به له بدو عادتونو څخه د خلاصون لاره ډېره ستونزمنه وي، نو له همدې دورې او د ځوانۍ له عمر څخه یې پیل کړئ، ځکه ډېر کارونه شتون لري، چې په وروسته کلونو کې به یې ترسره نه شئ کړای. د بېلګې په توګه: له همدې عمر څخه ځان په ورزش کولو عادت کړئ او هغو کلونو ته یې مه پرېږدئ، کوم چې د ترسره کولو وړتیا یې نه لرئ. د اوس او پنځوس کلنۍ ورزش ترمنځ ډېر توپیرونه شتون لري.