ژباړه: عطا محمد میاخېل
د ټولو په ژوند کې سختې شېبې شتون لري، خو په شونډو باندې د مسکا ساتل کله وخت ناشونې برېښي، حتا ښایي په دې مسئله کې هغو کسانو ته، چې تل خوشاله دي، د درواغجن خوشاله لقب هم ورکړل شي، دلته به دې پوښتنې ته ځواب ورکړو، چې څنګه مثبت افکار ولرو؟ داسې لارې مو وړاندې کړې دي، ترڅو په مرسته یې وکولای شئ غوسه او هر منفي احساس پرېږدئ او تل په خپلو شونډو باندې مسکا ولرئ.
۱ ـــ تل په خپلو خبرو کې له مثبتو کلمو څخه ګټه واخلئ:
که چېرې تل ځانته ووایئ، چې نه شم کولای، نو په دې باندې به باور وکړئ او په هرڅه باندې چې باور وکړئ، نو په رښتینې نړۍ کې به را منځته شي، تاسو ته مو وړاندیز دا دی، چې دا په مثبتو عبارتونو سره ووایئ. تل ځانته روحیه ورکړئ، په خپلو دنننیو خبرو کې له ځان سره دوست واوسئ او خپل ځانته درنښت ولرئ.
۲ ـــ د هر احساس په وړاندې چې مثبت نه دی مقاومت وکړئ:
که چېرې د څو شېبو له پاره هم وي منفي افکار لرې کړئ او د هغو څیزونو په اړه فکر وکړئ، چې ترې منندوی یاست، له منفي ټکو څخه مثبتو ټکو ته ستاسو د پام دا بدلون کولای شي، ستاسو په احساساتو کې ستره ښه پېښه را منځته کړي.
۳ ـــ له ځان سره مثبتې ټینګاریزې جملې تکرار کړئ:
د ټینګاریزو جملو تکرار ډېر ښه اغېز لري، همدارنګه تل هڅه وکړئ، چې له ځان سره مثبتې دنننۍ خبرې اترې ولرئ. په دنننیو خبرو اترو کې ځانته درنښت وکړئ، هره ورځ سهار د هیندارې په وړاندې ځانته ووایئ: زه تا همدا ډول چې یې منم او مینه درسره لرم او تاته درنښت کووم، وروسته ځان ښکل کړئ، غوره ده، چې د دې تمرین د ترسره کولو پرمهال، ځانته په کوچني نوم غږ وکړئ.
۴ ـــ خپل افکار موازي کړئ:
کله چې بد احساس لرئ، نو د دې تخنیک په مرسته کولای شئ، خپل حالت ښه کړئ. بسنه کوي، چې په خپل ذهن کې د هغې شېبې یو انځور ولرئ، په کومه کې چې فوق العاده ښه احساس مو درلوده او د اندېښنې او خواشینۍ پرمهال په چټکه توګه هغه انځور مجسم کړئ.
۵ ـــ باور وکړئ، چې بریالي به شئ:
هېڅ څیز په بریالیتوب باندې د باور په څېر ستاسو د بریالیتوب سبب نه شي کېدای او هېڅ څیز د شک او تردید په څېر ستاسو خوبونه له منځه نه شي وړای. باور وکړئ، چې کولای شئ. ژمنه کووم، چې وبه کولای شئ.
۶ ـــ رامنځته شوې تېروتې پېښه بررسي کړئ:
مثبت فکر په دې مانا نه دی، چې له ټولو تېروتو پېښو څخه بې پامه شئ، که چېرې په کومه کړنه کې مو تېروتنه کړې ده، نو بررسي یې کړئ، چې تېروتنه په کوم ځای کې وه او له هغې څخه درس واخلئ.
۷ ـــ ځانته اعتبار ورکړئ:
کله چې بد احساس لرئ، نو تمرکز مو یوازې په منفي پېښو باندې دی. بده نه ده، چې کله نا کله د هغو کارونو په اړه فکر وکړئ، کوم چې په خپل ژوند کې مو په بریالۍ توګه ترسره کړي دي او د هغو له امله د ځواکمنتیا احساس وکړئ.
۸ ـــ ځان وبښئ:
ځان تل د خپلو تېروتنو په خاطر مه رټئ، انسان چې تېروتنه ونه کړي، نو زده کړه نه شي کولای، البته منظور مې دا دی، چې په قصدي توګه تېروتنه وکړئ، خو دا ومنئ، چې تېروتنه له زده کړې سره نه جلا کېدونکې برخه ده، نو له دې امله ځان وبښئ.
۹ ـــ په یاد ولرئ، چې له دې څخه بد هم کېدای شي:
د خدای (ج) ډېر شکرونه پرځای کړئ، چې غوایان نه الوځي، له دې څخه بد هم کېدای شول، اوس چې نه ده، خوشاله اوسئ.
۱۰ ـــ مسایلو ته د فرصت په سترګه وګورئ:
د تر ټولو بدو ستونزو او مسایلو په زړه کې ستر فرصتونه نغښتي دي، دا زموږ او ستاسو ټاکنه ده، چې مسایلو ته په کومه سترګه ګورو. ډېری بریالي انسانان د ډېرو بدو پېښو له زړه څخه را وتلي او بریا ته رسېدلي دي، هغه پېښې، چې ښایي تصور یې هم زموږ او ستاسو له پاره ډېر سخت او دردونکی وي.