ژباړه: شمس الرحمان شاکر
د سټیج په سر خبرې کول ډېرو خلکو ته یو ستر سرخوږی ګرځیدلی، او نشي کولای خپلې خبرې او وینا په ښه انداز مخاطبینو ته وړاندې کړي. د دې ستونزې د حل لارو چارو لپاره لاندې لارښوونې عملي کړئ، تر څو یوه اغېزناکه وینا ولرئ.
۱: د خپلې وینا په اړه پوره ډاډ حاصل کړی:
مخکې تر دې چې په یوه مشخصه موضوع خپله وینا شروع کړی، خپل ځان پوره باوري او د ضروري موادو څخه برخمن کړی. یعنې په کومه موضوع چې تاسې غواړئ خبرې وکړئ د هغې مطابق ټول لازمي مواد راټول کړئ ځکه دا د ډاډ او اطمینان د حاصلولو تر ټولو مهمه لار ده.
۲: اوبه وڅښی:
دا ښکاره خبر ده چې هر څوک کله سټیج ته پورته کیږي تر لږ یا ډیر تاثیر لاندې حتمي راځي. کله چې یو څوک تر تاثیر لاندې راشي د هغه خوله وچیږي او بندې، بندې خبرې کوي، چئ دا د غږ د بدلون لامل هم کیدای شي. نو مخکې تر دې چې د سټیج سرته پورته شی اوبه وڅښی خو زیاته هم نه چې بیا مو د وینا په مینڅ کې بیرون تګ ته مجبور کړي.
۳: په چټکی هاخوا دیخوا ډیر مه ګرځی:
بعضې خلک کله چې په عامه ځایو کې خبرې کوي یوه خوا بله خوا ګرځي دا یو ښه عادت دی تر څو د ټولو مخاطبینو د توجه لامل وګرځي، خو دا تګ باید تیز نه وي ځکه هغه بیا د یو ډول وارخطايي ښکارندوی کوي.
۴: د مخاطبینو سره د سترګو رابطه:
ډیر خلک دي چې د سټیج په سر د وینا په حال پاس چت، پروجکټور، یا بیخي کښته ګوري او خپلې وینا ته ادامه ورکوي دا وینا همیشه د مخاطبینو د خسته کیدو لامل کیږي ځکه د متکلم او مخاطبینو تر منځ کوم ارتباط وجود نه لري. د سترګو ارتباط د مخاطبینو سره یو له ډیرو مهمو ټکو څخه دی، د وینا پر مهال باید هر مخاطب ته وکتل شي تر څو هغوی هم ډاډمن شي چې دا متکلم حتمي ما په کوم څه پوه کول غواړي او دا د هر مخاطب د ښې توجه لامل ګرځي
۵: موقعیت او د بدن د غړو( په خاص ډول لاسونو) خوځول:
هر کله چې وینا کوی ځانته یو داسې موقعیت وټاکی له کومه چې هر مخاطب په ښه ډول لیدلای شی، د وینا پر مهال د لاسونو په خوځولو باید کنټرول ولری او ډیر په داسې انداز یې مه خوځوی لکه مخاطبین چې ډاروی.
۶: په آرامه خبرې وکړی:
کله چې سړی سټیج ته پورته شي او لږ یا ډیر وارخطا شي د هغه نه یوازې ساه اخیستل او ساه کښل تیزيږي بلکي خبرې یې هم تیزيږي او کله دومره تیزې شي چې مخاطبین یې د پوه کیدو لپاره ناچاره وي. نو باید خپله وینا په آرامه سره وشي.
۷: هغوی ته هیڅ مه ګوری:
بعضې مخاطبین نه غواړي ستاسې وینا ته په منظم ډول غوږ ونیسي، هغوی ستاسې د وینا پر مهال هیڅ ستاسې خواته نه ګوري، یا په خپلو کالیو یا موبایل او نورو وسایلو ځان مصروف ساتي . دا تر ټولو بدترین مخاطبین دي او پر ځای یې باید هغه مخاطبینو ته وکتل شي چې تاسو ته په منظم ډول ګوري، ځکه د هغوی منظم کتل ستاسو د حمایې باعث ګرځي.
۸: منظمې او پاکې جامې:
پاکه او د محیط مطابق جامه هر انسان ته ډاډ او اطمینان ورکوي، هر وخت د وینا پر مهال پاکې او د محیط مطابق جامې واغوندی.
۹: خلاصه او مننه:
کله مو چې وینا خلاصه کړه هغه ټوله په څو جملو کې خلاصه کړی او یو ځل یې مخاطبینو ته بیا تکرار کړی، د خلاصې وروسته د خلکو(مخاطبینو) څخه مننه کول مه هیروی.